Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د قام مینه
[11.Apr.2022 - 12:42]تو لعنت په هغه چـاشه چې په قام سوداګـري کا
د پینځـو پیســو لپاره د اغیـارو نوکري کا
بله نشته هسـي لـویه مرتبه لـه آزادۍ نه
چې مې واك د بل په لاس وي په دې څه که افســري کا
خدایه هسی زوی لوی نه کړې د پښتو ن په کورنۍ کې
چې له ننگـه بـې خبر وي او دښمـن پـرې باداري کا
هغه سر به بختور وي چـې د قام مخکـې شي خاورې
ځکه کام یې پس له مـرگه په مزار جمــع اواري کا
قربانیږه ملنګ جانه د هغـو خلکـو له زړونه
چې د قام له مینې ډک وي د هیواد خپل غمخوري کا
ملي شاعر ملنګ جان