(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دساینس فلسفي مفکورې

[28.Sep.2021 - 14:06]

 د اوسني ساینس څو فلسفي مفکورې

لیک: پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح

فلسفه د ساینس څخه راوځي. د هرې زمانې فلسفه د هغې زمانې د علمي سويې سره جوخته تړلې ده. فلسفه د ابدي او تغيير ناپذيرو حقايقو يوه داسې مجموعه نه ده، په کومه چې د زمانې تحول هېڅ تاثير نه شي اچولى.

 

د خپل تاريخ په هره مرحله کې انسان هڅه کړې ده چې خپلې مختلفې پوهې د يوې واحدې مفکورې په قالب کې واچوي او د دې څخه فلسفې مختلف سيستمونه راوتلي دي. فلسفي نظامونه يو د بل دپاسه، يو د بل په ضد جوړ شوي دي، بې خبر او بې تجربې فکر د دې سيستمونو د تضاد او تناقض په مقابل کې حېران پاتې شي او نه پوهېږي چې حقيقت په کوم کې دى؟

 

د طبيعي فکر د خپل حرکت او تحول څخه بې خبر او بېګانه دى او که چېرې يې خپل تحول ته پام شي، نو د يو ژور تشويش او اضطراب سره مخامخ کېږي.

 

د فلسفي فکر په نظر حقيقت په تحول کې دى، په حرکت کې دى، د اپلاتون د فلسفې تصوري او خيالي دنياګانې د هغه عصر د ساینس ابتدايي حالت سره رابطه لري.

 

د دکارت[۱] په فلسفه کې چې کوم پخوالى او استحکام پروت دى، هغه د مثبتو علومو په اساس دى. د هغو علومو په اساس چې د رنسانس[۲] څخه يې را په دې خوا لوى لوى ګامونه اخستلي وو او د نننۍ فلسفې اهميت او تازګي په دې کې ده چې دا فلسفه د اوسني عصر د اتومي فزيک او نورو علومو د مهمو اکتشافاتو په اساس ولاړه ده.

 

په اوسني ساینس باندې ډېر فلسفي فکرونه جاري دي، پروفيسور باشلار يو له هغو علماوو څخه دى چې د ساینس په فلسفي اهميت باندې غور کوي.

 

پروفيسور باشلار په خپل ((علمي نوى روح)) نومې کتاب کې[۳] د اوسني ساینس د اکتشافاتو او تحقيقاتو فلسفې معنا راباسي.

 

***

 

د خپل کتاب په مقدمه کې باشلار د ساینس د فلسفې اساسي پېچيده ګۍ ته اشاره کوي او هغه دا ده چې د ساینس فلسفه نه شي کولى چې د نظري فلسفې په شان د خالصو افکارو په دنيا کې پاتې شي. دا فلسفه مجبوره ده چې تل د خپلو اساسونو څخه راکوزه شي، په عملي، تجربي او تطبيقي دنيا کې ننوځي. دا فلسفه که تجربه کوي بايد تفکر وکړي او که تفکر کوي بايد تجربه وکړي.

 

دلته دا دواړه ساحې يو له بله سره د جدا کېدو نه دي، ځکه چې تجربه او تطبيق هغه ساحه ده په کومه کې چې عقل خپل ثبوت پېدا کوي او واقعيت مومي، علمي تجربه د عقل دپاره يو مثبت تاييد دى.

 

رښتيا هم که د جهان د واقعيت په مقابل کې مونږ يوازې د خپل ځان او د خپلو عواطفو او احساساتو په دام کې ګېر وي، نو مونږ به د جهان څخه يوازې يوه شاعرانه پوهه درلودى او جهان به يوازې زمونږ خيالي جسم واى. برعکس که مونږ په اجتماع کې محو واى نو مونږ به خپله پوهه په عمومياتو کې، په مفيدو شيانو کې، په مقرراتو کې لټولې او دنيا په يوازې زمونږ د مقرراتو دنيا واى، حال دا چې علمي حقيقت يوه پېش بيني ده. د علمي حقيقت په وسيله افکار د وحدت او اتفاق و خواته بلل کېږي. علمي تحقيق فکر او تجربه سره تړي او د ساینس دنيا زمونږ د تحقيق دنيا ده، آلات او اسباب، مجسمې شوې نظريې دي. علمي پوهه په کتلو او ليدلو کې نه ده، بلکې په جوړولو او بنا کولو کې ده.

 

ساینس د خپل ځان په باره کې فکر نه کوي. ساینس فکر دى، د دجهان په باره کې، دا کار د فلسفې دى چې د ساینس په باره کې فکر وکړي، د فکر په باره کې فکر وکړي او کله چې فلسفه د انسان د علم تاريخ ته نظر اچوي، نو دې نتيجې ته رسېږي چې په لومړۍ مرحله کې عقل غوښتل ځان د جهان سره برابر کړي او ځان د جهان سره تطبيق کړاى شي. نننۍ علمي روحيه غواړي يو داسې جهان جوړ کړي چې په عقل برابر وي.

 

***

 

د نيوټن[۴] د علمي مفکورې څخه د اينشټاين[۵] علمي مفکورې ته مستقيماً انتقال ممکن نه دى. دلته يو نوى قدم ايښودل شوى دى، يو نوي څه منځ ته راغلي دي. د اينشټاين نسبتي نجوم هغه وخت منځ ته راغی چې د نيوټن د فزيک په اساسونو باندې بحث شروع شو او د اولنيو بدهياتو او بسيطو افکارو په باره کې شک او ترديد وشو. مثلاً د ساده او بسطيو مفکورو څخه يوه د مقارنت مفکوره ده. يعنې دا چې دوه حادثې د زمانې په يو واحد آن کې واقع شي. لکه دوه توپونه چې په يوه واحد آن کې وويشتل شي، نسبتي نظريه د مقارنت په نظريه انتقاد کوي او تپوس کوي، څرنګ د دې بسيطې مفکورې څخه کار اخستل کېږي؟ څرنګ مقارنت ثابتېدى شي؟ او څرنګ پرې انسان پوهېدى شي؟. رښتيا هم په واقعيت کې د مقارنت ثابتول اسان کار نه دى. مقارنت مونږ ته بسيطه مفکوره ښکاري، ځکه چې مونږ يوې مطلقي زمانې ته قايل يو او مقارنت د هرې مرجع نه مستقل فرض کوو. دوه توپونه چې يو آن کې ويشتل کېږي، د دوى آواز هله مقارن کېدى شي چې اورېدونکى په نظر کې ونه نيسو او که دا واقعي مرجع يعنې اورېدونکى (چې مکاني مختلف موقعيتونه لري) په خپله مفکوره کې داخله کړو، نو مقارنت به يو نسبتي شى شي، ساده والى به يې له منځه لاړ شي. دا مفکوره د سطحي تحليل له کبله بسيطه او فوري ګڼل شوې ده.

 

د تېر شوي قرن ساینس سره دا تصور و: کله چې يوه مفکوره د تطبيق او عمل ساحې ته راشي، نو پېچيده ګي پکې پېدا کېږي او دا خيال موجود وچې مفکورې همېشه تر يوې اندازې غلطې عملي کېږي او د عملي ساحې څخه جدا مفکورې ورته ساده او بسيطې ښکارېدې. په اوسني علمي روحيه کې يوه مفکوره هله دقيقه او محققه کېږي چې عملي شي.

 

په دې شان د تېر شوي قرن په فزيک کې د سرعت په موضوع بحث کېده، مثلاً دا چې د برق يو منفي جريان دوه مختلف سرعتونه لري. يو سرعت يې په دې کې دى چې مونږ د برق جريان د ذراتو څخه تشکيل وګڼو او بل سرعت يې دا چې موجي حرکت ولري.

 

بحث دا و چې د دې دوو سرعتونو څخه کوم يو صحيح دى؟ بالاخره به دې نتيجې ته رسېدل چې فکر د دې ابهام او تنقاض سره حتماً مخامخ کېدونکى دى. مګر د اوسنۍ پوهې په اساس دا ابهام او تناقض په پوهه کې نه دى، بلکې پخپله په واقعيت کې پروت دى.

 

پخوانى فزيک به چې په اتوم کې کوم څه ته په اهميت قايلېده، هغه په اتوم کې د الکترون واقعي موجوديت و. اوسنى فزيک، د دې پر ځاى چې الکترونه په کومو خواصو او مخصوصو قواوو قايل شي. د رياضي په يو عدد ورته قايلېږي. ماديت له منځه ځي او رياضي عدد د مادې حقيقي صفت کېږي، کيميايي جسم خپل ځاى يو رياضي جسم ته پرېږدي او کيميايي جسم يوازې د رياضي اعدادو يو انعکاس دى، يو سېورى دى.

 

نننى فزيک اوس دا سوال نه کوي چې کاينات له ذراتو څخه تشکيل دى او که د برقي امواجو څخه؟ دا دوه واقعيتونه د کايناتو د رياضي کېدلو دوه مرحلې دي.

 

***

 

يوه مفکوره هله معنا پېدا کوي چې خپله معنا بدله کړي او هله يې معنا ورکېږي چې په يوه معنا پاتې شي. له بلې خوا يوه مفکوره چې د خپلو تجربي شرايطو څخه ل وځي، بې فايدې کېږي او معنا يې هم له منځه ځي. څوک چې په ساینس کې نه ننوځي او يوازې د ساینس د مېتود په باره کې خبرې کوي. دا خبرې به يا بالکل بې معنا وي او يا به تش نصيحتونه وي. دا به د يو داسې سړي په مثال وي چې هيڅکله يې اوبو ته نه وي دانګلي او غواړي چې وچه لامبو زده کړې، حال دا چې د ساینس د مېتود د پوهېدو دپاره دې درياب ته دنګل په کار دى. د دکارت د مېتود کتاب هم تقريباً دا حېثيت لري. که څه هم ده د اوسني ساینس اولني تهدابونه ايښي دي، مګر نننۍ علمي مفکوره د دکارت د مفکورې مخالف قطب کې واقع ده. په حقيقت کې د دکارت مېتود يو قياسي او استدلالي مېتود نه دى، بلکې يو تقليلي مېتود دى. دا تقليل علمي تحليل په غلطه لار بيايي او د آفاقي فکر د وسعت او نشو نما مانع کېږي. حال دا چې غېر له دې وسعت او نشو نما څخه آفاقي فکر او آفاقيت (Objective) منځ ته نه شي راتلاى. د دکارت په عقيده د انسان پوهه په يو څو بسيطو او مشخصو مفکورو بنا ده، دا بسيطې او مشخصې مفکورې چې اولي بدهيات دي د انسان په فطرت کې پرتې دي.

 

مګر مونږ په څه اساس بسيط افکار يو له بله سره جدا کوو؟ مثلاً مونږ ولې صورت له حرکت څخه جدا کوو؟ حال دا چې دا کار د ميکرو فزيک (Micro-Physique) په ساحه کې بالکل غلط دى.

 

همېشه بسيط هغه شى دى چې اختصار او ايجاز شوى وي، يوازې مونږ د اختصار او تقليل په وسيله بسيط شيان فرض کولى شو.

 

بسيط شى هغه دى چې له نورو اشياوو سره رابطه ونه لري. دکارت تحليل کوي، مګر د ترکيت مرحلې ته نه شي رارسېدلى. دکارت خلکو ته د تحليل درس ورکوي او نصيحت کوي چې د مختلفو ترکيبي واقعيتونو بسيط عناصر کشف کړو. مګر د مرکبو مفکورو ترکيبي ارزش مونږ ته نه راښيي. د دکارت د نظريې مخالف، د ننني ساینس تهداب په يو اساسي ترکيب ايښودل شوي دي. دا تهداب د هندسي، ميخانيک او برق څخه ترکيب شوى واقعيت دى. نن د دې پر ځاى چې مونږ د اشياؤ په وسيله په تناسباتو پوه شو، تناسبات په اشياؤ رڼا اچوي. په اوسني ساینس کې حافظه د افکارو حساب نه ساتي، بلکې دا حساب د عقل په لاس دى.

 

د بسيطو او مرکبو افکارو په منځ کې نن ورځ بل شان رابطې ته قايل دى. په واقعيت کې هيڅ بسيطه حادثه نشته. هره حادثه د بې شمارو تناسباتو څخه اودل شوې ده. نه بسيطه ماده شته او نه بسيط طبيعت، هره ماده د اوصافو څخه مرکبه ده، همدا شان بسيطه مفکوره هم نه شي پېدا کېدى. د دې دپاره چې يوه مفکوره حقيقي مفکوره وي، يعنې معنا ولري، بايد د تجاربو او نورو مفکورو په يو پيچيده سيستم کې واقع شي، يعنې بسيطې مفکورې د پوهې اصلي تهدابونه نه دي.

 

د دکارت په دوره کې فکر د بسيطو څخه د مرکباتو و خواته حرکت کاوه. اوسنى ساینس له مرکباتو څخه بسيط و خواته حرکت کوي. د اوسني علم په نظر د يو بسيط طبيعت او يا د يوې مطلقې هستۍ لټه يوه بې ځايه لټه ده، ځکه چې د مرکباتو او تناسباتو څخه خواص راپېدا کېږي او موصوفول په صفت باندې رڼا اچوي، اوسنى فکر ذاتاً يو بحراني فکر دى، په موهومي نکتې په يو معلوم مطلق حقيقت باندې اتکاء نه شي کولى.

 

دکارت به ويل: ((زه فکر کوم فلهذا يم)) د هغه په نظر د پوهې ثابته نکته همدا ((زه فکر کوم)) يعنې دا چې د فکر واقعيت يو تغيير ناپذير واقعيت دى. دکارت د فکر په دوام او ثبات کې شک نه کاوه. د دکارت په فلسفه کې تغيير کوي، مګر شخص ثابت پاتې کېږي، معلوم تحول کوي او د زمانې په جريان کې واقع دى، مګر عالم (فکر) دايمي دى او د دې جريان څخه بهر دى. اوسنى ساینس وايي که معلوم بل شان شو، عالم هم بل شان کېږي، که شى تغيير وکړ، شخص هم تغيير کوي، عالم او معلوم دواړه تغيير پذير دي، دواړه د زمانې د هستۍ اساسي بعد زمانه ده.

 

پوهه او فکر داسې شى نه دىچې د هستۍ څخه بهر وي او د هستۍ په تماشا مشغول وي.

 

پر اوسني ساینس باندې د پروفيسرو باشلار د تفکر نتيجه دا ده چې انساني فکر تغيير پذير چوکاټونه لري، ځکه چې انساني پوهه تاريخ لري، کېداى شي چې انساني تاريخ په ځينې مواردو کې لکه عواطف، احساسات او هيجاناتو کې يو ابدي تکراروي.

 

مګر يو شى په تاريخ کې نه تکرارېږي او هغه تصحيح شوى، تعديل شوى او سمې شوې مفکورې دي. هغه مفکورې چې پراخې شوې او تکميل شوي دي.

 

علمي فکر اساساً د پوهې تصحيح او تعديل دى، د پوهې د چوکاټونو توسعه ده. باشلار وايي: ((د حقيقت په باره کې علمي فکر دا دى: حقيقت هغه اوږده اشتباه ده چې د تاريخ په دورو کې په تدريجي صورت تصحيح او تعديل کېږي)).

 

يعنې تاريخ او تاريخيت د انساني پوهې، اساسي بعد دى او ((ذاتاً د تفکر معنا دا ده چې انسان پوه شي چې نه و پوهېدلى)).

 

[۱]-: دکارت R.DESCARTES فرانسوي مشهور فيلسوف او رياضي دان چې په ١٥٧٦ عيسوي کال کې زېږېدلى او ١٦٥٠ کې له دنيا تللى دى. دکارت د تحليلي هندسي مخترع دى او د فزيک په علم کې يې بعضې مهم قوانين کشف کړي دي. برسېره په دې دکارت د اوسنۍ فلسفې او متافزيک مؤسس دى. ده د قرون وسطي عيسوي فلسفه رده کړه او د عقل دپاره يې يوه نوې لار پرانيسته. دکارت خپل نوى مېتود په دې لاندې جمله کې اختصاروي: ((د دې دپاره چې حقيقت ته ورسېږو بايد په خپل ژوندانه کې يو کرت مونږ د خپلو ټولو عقايدو او فضیلوتونو څخه ځان خلاص کړو او د خپلې پوهې ټول سيستمونه له تهدابه بيا بنا کړو)). دکارت د اشراق او استدلال په وسيله لومړى دخپل وجود حقيقت کشف کوي او بيا د خداى هستي. د ده مهم آثار دا دي: (١) د مېتود په باره کې بحث (١٦٣٧)، (٢) د فکر د لارښودنې قوانين، (٣) ماوراء الطبيعي تاملات، (٤) د فلسفې اساسونه، (٥) د روح هيجانونه.

 

[۲]-: Renaissance (رنسانس) پنځلسم او شپاړسم عيسوي قرن په دې نامه يادېږي. په دې دوره کې د ادب، صنعت او علم په دنيا کې يو نوى ژوند راپېدا شو او د قرون وسطي د تورتم ذهنونو سره مجادلې شروع شوې. د چاپ ماشين په دې وخت کې منځ ته راغى او د افکارو په نشر کې يې لوى رول ولوباو.

 

[۳]-: G.BACHELAR, Le Nouvel Espirt Scientifique, Paris.P.U.F.1946

 

پروفيسور باشلار د سوربون د پاريس د ادبياتو پوهنځي د ساینس د فلسفې استاد دى.

 

[۴]-: ISAAC NEWTON اسحاق نيوټن انګرېزي مشهور د رياضي، فزيک، نجوم عالم او فيلسوف دى چې په ١٦٤٢ عيسوي کال کې زېږېدلى او ١٧٢٧ کې له دنيا تللى دى. نيوټن هغه سړى دى چې د کايناتو د جذب او دفج قانون او د نورو د تحليل قوانين يې کشف کړل.

 

[۵]-: Albert EINSTEIN البرټ اينشټاين المانى د فزيک عالم دى چې په ١٨٧٨ عيسوي کال کې زېږېدلى دى او څو کاله پخوا مړ شو. دى د نسبتي نظريې مؤسس دى او د ننني اټومي فزيک پلار ګڼل کېږي. ده په ننني علم کې لوى او ژور انقلاب راوستلى

.............

په پښتو ژبه او ادب کې د نوي اصولو او نوي سبک لار

لیکوال: پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح

 

د يوې ټولنې کلتور او فرهنګ هغه وخت د تکامل جګو پړاوونو ته پرمخ روانېږي چې په ځان پوهه او شعور پېدا کړي او په خپل ځان کې د ځان په باب انتقادي روحيه وروزي.

 

د يو ابتدايي کلتور او يو پرمخ تللي کلتور په منځ کې د توپير يو لوى ټکى همدا دى. په يوه ابتدايي ټولنه کې ژبه هغه د ارتباط وسيله ده چې د ژوند ضروريات پکې بيانېږي. مګر پخپله د ژبې په باب او د ژبې د څرنګ والي په باره څوک خبرې نه کوي. شعرونه ويل کېږي، موسيقي غږول کېږي، خلک ورته غوږ ږدي او خوند ترې اخلي، مګر څوک د شعر او موسيقۍ په باب کومې نظريې نه طرح کوي، نو ځکه کله چې په يوه ټولنه کې د ژبې په باب يوه ژبه راپېدا شي، د ټولنې او کلتوري پېښو په باره کې خبرې روانې شي، نو دا حادثه په دې دلالت کوي چې دغې ټولنې د تکامل په لار کې څه ګامونه پر مخ اخستلي دي.

 

په پښتو ادب کې دا شان پر ځان باندې خبرې خوشال خان شروع کړي او په ټولنه باندې د انتقادي روحي تهداب هم خوشال خان کېښود. ده د پښتو ژبې او ادب په تکامل کې لوى سهم واخيست او د پښتو ژبې او د پښتو ادب تاريخي سير کې يې يو بېسارى فعال او خلاق ژور تاثير وکړو او پخپله د دې نوي سهم اهميت ته ښه متوجه و. دى پخپل ديوان کې وار وار د پښتنو په نيمګړتياوو د انتقاد ګوته ږدي او د پښتني اجتماع عیبونه بيانوي. دا راز انتقادي روحيه لوى ارزښت لري او مهمه تکاملي مرحله ده.

 

نن پکار دي چې د خوشحال خان د سنت په پېروي او د عصري علمي او ادبي پرمختګونو په مرسته پښتانه ليکوال دا انتقادي روحيه نوره هم پسې ژوره او پراخه کړي او د پښتو ژبې او ادب او پښتني ټولنې ته رښتيني خدمتونه وکړي، ستاينې او وياړنې کوم خدمت نه دى، ځکه رښتينى دوست هغه دى چې د دوست عېبونه په مينه او اخلاص ور بيان کړي، نه دا چې په ستاينو او وياړنو يې له ځانه راضي وساتي.

 

***

 

(١)-: پښتو ځوانه او ژوندۍ ژبه ده او که زړه او مړه ژبه:

 

نن ورځ د پښتو ژبې د حقيقي منور او هر رښتيني ليکوال سره دوه شانته هيلې شته: يوه هيله دا ده چې د پښتو ژبې او ادب ارزښت او اهميت ثابت شي او ټولو ته وښودل شي. دوېمه هيله دا ده چې پښتو ژبه او ادب اوسنۍ نړۍ په علمي او ادبي معيارونو ژر تر ژره انکشاف او وده ورکړي او د نړۍ د متکاملو ژبو په قطار کې وشمېرل شي.

 

په دې دواړو هيلو څه خبرې پکار دي، ځکه په دې هيلو کې د تناقض څه ټکي پراته دي چې بايد راوسپړل شي.

 

هر منور ليکوال د نړۍ د هر انساني فرد په شان حق لري، خپلې ژبې او ادب سره مينه ولري او وظيفه لري چې د خپلې ژبې او د دې ژبې د ادب او کلتور اهميت او ارزښت خپلو وطنوالو او ټولې نړۍ ته ثابت کړي.

 

مګر له بده مرغه د ډېرو پښتنو ليکوالو سره دا غلط ګومان پېدا شوى دى چې که د يوې ژبې زړښت او قدامت ثابت شي، نو دا خبره به د ژبې ارزښت او اهميت زيات کړي. حال دا چې واقعيت داسې نه دى. د تاريخ په بهير کې ټول لوى زاړه تمدنونه مړه تمدونه دي. يوازې تاريخي ارزښت لري او د اوسنۍ نړۍ او ژوند دپاره کوم حياتي ارزښت پکې نشته، په ژبه کې خبره لا نوره هم پسې روښانه ده. يوه ژبه د انساني فرد، د بشري ټولنو او د ډېرو کلتوري پېښو په څېر زېږي، د کوچني توب مرحله لري، ځواني لري، پخوالي ته رسېږي، زړېږي او بيا مري.

 

که پښتو د سانسکريت او اوستا همځولې وي، يا ورته نژدې وي، نو بايد د هغو په شان مړه ژبه وي او که د کوم خارق العاده او د باور کولو حادثې په اثر لا اوس هم ژوندۍ پاتې شوې وي، نو بايد دومره زړه وي چې ډېر ژر بايد ومري او راتلونکي انکشاف ته يې بايد څه اميد ونه کړو. ځکه چې بله ژبه يې هرو مرو ځاى نيسي. څه دليل دى چې سانسکريت، اوستا، لرغونې يوناني او لاتيني ژبې، سرياني، اکادي، آرامي د خپل ادبي او کلتوري قوت سره سره مړې شوې او پښتو لا ژوندۍ پاتې ده؟ په سنسکرت کې د ريګويدا سرودونه ثبت شول، په اوستا کې د زردشت پېغام وليکل شو، په يوناني ژبه کې د افلاطون او ارسطو په قلم عظيم فکري او فلسفي اثار د زمانې لاس ته وسپارل شول، په لاتيني کې ((ورژيل))، ((لوکرس)) او ((مارک اوريل)) شهکارونه وليکل او سره له دې دغه ټولې ژبې مړې شوې او پښتو لا تراوسه ژوندۍ ده، دا عجبه نه ده؟

 

په عام ډول کومې ژبې چې لرغونې او زړې دي، ټولې مړې دي او نورو ژبو يې ځاى نيولى دى او د دنياوي ژبې چې نن ورته ژوندۍ ژبې وايو او علمي او ادبي بېشانه زيات ذخاير لري، هغه ډېرې ځوانې ژبې دي، لکه فرانسوي يا انګرېزي ژبې، د منځنيو پېړيو څخه را په دې خوا يې وده کړې ده او د منځنيو پېړيو څخه پخوا نه فرانسوي وه نه انګرېزي، بلکې بله ژبه د علم او ادب ژبه وه چې مړه شوه او هغه لاتيني ژبه وه.

 

په يوه ژبه کې که د ابتکار ودې او تکامل قوت او امکانات پراته وي، نو بايد داسې ژبه ځوانه وي. که څوک ووايي يوه ژبه هم تر ټولو ژبو لرغونې او زړه ده او هم قوي او ځوانه، نو داسې خبره به هم له منطق څخه مخالفه وي او هم به د ژبو د طبيعي ژوند او تکامل په خلاف وي او بيا په داسې بې منطقه او غېر طبيعي خبره باندې وياړل او افتخار کول به عجيبه کار وي.

 

د مثال په ډول که د يوې پرمخ تللې ژبې ويونکي ته د پېغور په ډول ووايو چې:

 

((ستاسو ژبې خو هېڅ قدامت او لرغونتوب نه لري او د منځنيو پېړيو د منحطي خرابې عاميانه لاتيني ژبې څخه راوتلې دي او زمونږ ژبه ډېره مهمه ده، ځکه چې د لرغوني لاتيني څخه هم زړه او پخوانۍ ده)).

 

نو دا سړى به لومړى زمونږ په پېغور هېڅ پوه نشي، ځکه چې پېغور داسې يو احساس او ارزښت دى چې په قبايلي ذهنيت پورې تړلى دى او دا سړى به تعجب وکړي چې د ژبې په لرغونتوب باندې وياړل څه معنا؟ او وبه وايي:

 

((تاسو څرنګ په يوه زړه او مړه ژبه خبرې کولاى شئ او ولې کومه ځوانه او قوي ژبه نه انتخابوئ چې هم مو په اوسنۍ نړۍ کې در پکار شي، هم پکې علمي او ادبي ابتکارونه وکړاى شئ او هم په آينده کې يې د ودې او تکامل امکانات موجود وي)).

 

***

 

واقعيت دا دى چې په پښتو ژبه کې د تحرک او ديناميسم خاص قوت پروت دى چې هم پکې ادبي ابتکارونه کېدى شي او هم د ودې او تکامل په لور روانه ده. د ژبې په لرغونتوب او قدامت باندې ټينګار به ډېرې جدي او علمي خبرې نه وي. ضروري خبره دا ده چې د دې ژبې اوسنى او راتلونکى منظر ته جدي پام وشي. که دا اوس ځنې خلک د دې ژبې انکشاف ته پاملرنه وکړي، د پښتو ژبې او ادب دپاره ډېر کار کېدى شي، ځکه چې د پښتو ژبې په اصلي روحيه کې د جملو د خاص ترکيب دپاره او د نوو لغاتو د جوړولو او قبلولو دپاره زښت لوي قوت او استعداد پروت دى.

 

***

 

(٢)-: قبايلي ټولنه او د دې ټولنې د ارزښتونو انعکاس په ادب کې:

 

د پښتو ژبې د ودې او تکامل په لار کې مشکل دا دى چې پښتو ژبه د داسې ټولنې ژبه ده چې لا اوس هم ټينګ قبايلي ساختمان لري او د دې قبايلي ساختمان ارزښتونه تل د پښتو ژبې په شعر او ادب کې منعکس وينو او دا خبره اوس منل شوى حقيقت دى چې قبايلي ساختمانونه د بشري ټولنو په تکامل کې يو ابتدايي پړاو او وروسته پاتې حالت دى.

 

نو اوس له يوې خوا هڅه کېږي چې پښتو ژبه او ادب د ننني جهان او نوي ملي او بېن المللي ژوندون د نوو معيارو په بنا پرمخ ولاړ شي. مګر له بلې خوا د پښتني ټولنې قبايلي ساختمان او د دې ساختمان انعکاس د پښتنو ليکوالو په ذهنو کې دا مخ په وړاندې هڅه او حرکت تل مخ پر وروسته د تلو خواته راکاږي او سريعې ودې او تکامل ته يې نه پرېږدي، تر څو دغه اجتماعي ساختمان ټينګ جاري وي، تر هغه وخته به ژبه هم په خپل شعر او ادب کې دغه ساختمان او د دغه ساختمان ارزښتونه منعکسوي. رښتينى ادبي ابتکار او په ژبه کې د نوي علمي او ادبي ارزښتونه راداخلول به د مشکلاتو سره مخامخ وي. که څوک دا هڅه وکړي چې نوي علمي او ادبي ارزښتونه په ژبه کې راواچوي، نو دا خبرې به يوازې د داسې يو څو محدودو او منورو کسانو ته د پوهې وړ وي چې په ښار کې روزل شوي وي او عصري عالي تحصيلات يې کړي وي او د کلي پښتون او عوام به پرې هېڅ نه پوهېږي او که د قومي او قبايلي ارزښتونو په بنا خبرې وشي، په هغو به عوام پوهېږي او خوښوي به يې خو دا خبرې به د ننني نړۍ د عظيم انکشاف او کلتوري او ادبي حرکت څخه ډېرې وروسته پاتې خبرې وي.

 

***

 

قبايلي ژوند دوه ډوله اقتصادي تهدابونه لري. يو مالداري ده چې د کوچي توب ژوند بڼه غوره کوي او بل کرنه او زراعت دى چې د کلو او بانډو ژوند ترې راوځي. دا دوه ډوله ژوند په ژبه کې جلا جلا موضوعګانې لري. مثلاً د کوچي توب ژوند سره د کېږدۍ د کوچ او بار ادبيات راز راز طبيعي منظرو ستاينه ليدل کېږي. د کلو په ژوند کې د حجرې مجلس او د ګودر ادبيات وینو.

 

مګر په دې دوه ډوله قبايلي ژوند کې يو ټکى مشترک دى او هغه جنګ او دفاع، دايمي فعاليت او تياري دي او فعاليت او تياري هم د اقتصادي ضرورت په بنا دي، نو ځکه په دواړو کې مشترک شعري او ادبي ارزښت حمله او وياړنه ده. وياړنه او افتخار د ټولو لوړ احساس شمېرل کېږي.

 

په دې شان د قومي او قبايلي ټولنې ژبه په خپل شعر او ادب کې د ټولنې ساختمان او ارزښتونه په څو شانه معکسوي او مهمې موضوعګانې يې دا لاندې دي:

 

(١)-: د قومي او قبايلي ژبې شعر او ادب اساساً حماسي ادب دی او په خپلو سندرو کې جنګ او مړانه ننګ او ناموس غېرت او افتخار ستايي.

 

(٢)-: په دوم قدم کې عشقي او بزمي خبرې دي او دلته بايد دوو ټکو ته پام وشي.

 

يو هغه عشقي خبرې دي چې عاميانه شفاهي ادب يې بيانوي او دا خبرې هم د ټولنې قبايلي جوړښت پورې کلکې تړلي دي. عشقي خبرې د رزمي او حماسي موضوعګانو سره يو ځاى کېږي، نارينتوب، ناموس، جنګ او مورچه پېغور، غېرت او بې غېرتي ننګ و بې ننګي پکې بيانېږي او د دې شفاهي ادب بله لويه موضوع د بېلتون سندره ده. دا هم د قبايلي ساختمان انعکاس دى. دا ځکه چې په قبايلي ټولنه کې فردي هويت په اجتماعي هويت کې ډوب وي، فردي اراده او احساس د اجتماعي ارادې د اجتماعي دود او رواج تابع وي او په فردي تمايلاتو باندې سخت فشار اچوي، مخصوصاً د افشار په ښځو باندې زيات وي، د دې اجتماعي فشار څه په فرد کې د محروميت احساس راپېدا کېږي او د ((بېلتون)) اوږده او مکرره سندره ترې جوړېږي.

 

بل: په دې عشقي ادبياتو کې هغه بزمي خبرې دي چې خط او خال، مى او ساقي، شمع او پروانه، ګل او بلبل پکې ستايل کېږي. دا موضوعګانې اکثراً د دري ژبې د کلاسيک ادب څخه الهام اخيستل شوى دى. دا ادب د باسواده خواصو ادب وي.

 

(٣) ديني موضوعات دي، پندونه او نصيحتونه او ديني ارشادات پکې بيانېږي او د ديني کتابونه دي، لکه فقه تفسير و د شرعياتو آثار او بل مهم اړخ يې اخلاقي يا عرفاني او تصوفي لار نيسي. که څه هم دا موضوعګانې د باسواده خواصو ادب دى، خو په عوامو کې هم تاثير لري، ځکه چې دين د قبايلي ساختمان يوه مهمه برخه ده. په عوامو کې د رحمان بابا د عرفاني شعر د تاثير اساسي علت همدا دى.

 

 

 

(٣)-: د پښتو ادب تکاملي مسير ته يو لنډ نظر:

 

نوې خبرې هله کېدى شي چې زړې خبرې معلومې وي. د زړو خبرو خصوصيت او زړښت ښکاره وي، که داسې نه وي، نو د ځینو خلکو په شان به زړې سندرې وايو او نوې به راته ښکاري.

 

د پښتو شعر او ادب په شفاهي او ليکلي ادب تقسيمول يو زوړ تقسيم دى، خو موږ به هم دا زوړ تقسيم د خپلو خبرو اساس کړو، ځکه چې د ګټې او فايدې نه خالي نه دى.

 

لومړى: شفاهي ادب د خلکو د مطلق اکثريت ادب دى او د پښتني ټولنې د قبایلي جوړښت مستقيم انعکاس دى او څرنګ چې دا شان ساختمان په نسبي ډول ډېر زر بدلون نه کوي، په اوږدو مودو کې تقريباً په نسبي ډول په يو حال پاتې کېږي، نو ځکه د دې اجتماعي ساختمان ذهني او ادبي انعکاس چې شفاهي ادب دى، هم ډېر ژر او زيات بدلون نه کوي او هم د محتوياتو او موضوعګانو له پلوه او هم د تشکيلاتو او جوړښت له لحاظه تر ډېره حده په ثابته بڼه پاتې کېږي، نو دا ځکه د تاريخي بدلون او تکامل مطالعه يې مشکله ده.

 

د دې ادب مثبته جنبه دا ده چې دا شعر او ادب د پښتو ژبې اصلي روحيه او د پښتنو د ټولنې واقعي تمايلات او اصيل ارزښتونه بيانوي.

 

منفي جنبه يې دا ده چې تاريخ نه لري، د قبايلي ټولنې په ارزښتونو پورې محدود پاتې کېږي او د څو موضوعاتو او څو شکلونو په تنګ چوکاټو کې ځان تکراروي او فقط حماسه يي اساسي موضوع وي.

 

سره له دې هم د شفاهي ادب روح زيات اهميت لري، ځکه چې د خلکو د فکر څخه نمايندګي کوي او که څوک غواړي چې خلکو ته خدمت وکړي، نو لازمه ده چې دا فکر او دا ادب په ښه توګه وپېژندل شي او څرنګه چې د ښاري ژوند د پښتنو په اجتماع کې ورځ په ورځ زياتېږي، نو د دې شفاهي ادب پېژندنه بايد د پښتو ادب د تاريخي بدلون يو مهم اساس وګڼو او په درنه سترګه ورته وګورو.

 

دویم: کوم مهم انکشاف او تحول چې د پښتو ژبې په تاريخي مسير کې وينو، هغه د پښتو ليکلى ادب دى. کله چې پښتو ژبه ښاري ژوند ته نژدې شوه او څرنګ چې د ښار علمي او ادبي ژبه فارسي دري وه، نو پښتو هم د دې ژبې او ادب شکلونه او محتويات په ځان کې په ډېره ابتکاري بڼه ځاى کړل او دا د پښتو د ژبې او ادب په تکامل کې لوى انکشاف و.

 

د ليکلي ادب مثبته جنبه دا ده چې د دري شعري اشکال او مضامين په پښتو ژبه کې نوي او په پښتو ژبه کې د دې اشکالو او محتوياتو داخلول په پښتو کې ابتکارو او هم ژبه په دې کار غني کړى شوه. په يوه مرحله کې د ادب نوى سبک همدا شو، يعنې د غزلو، قصيدو، رباعياتو په چوکاټ کې بزمي او رزمي اشعار رنګين خيالونه، استعارې او تشبيهات او نور ادبي فنون بيانول نوى

سبک و.

 

د دې ادب نيمګړتيا په دې کې وه چې دا ادب د خلکو ادب نه و، بلکې د باسواده خواصو ادب و او يوه محدوده کوچنۍ خاصه ټولنه پرې پوهېدله او په دې خواصو کې هم د دې ادب ساحه محدوده وه، ځکه دا محدود خواص د ملايانو، روحانيونو يا ځینې خوانينو باسواده فاميلونه وو، په دې خلکو کې مخصوصاً د ملايانو او روحانيونو په فاميلو کې زيات پام ديني او عربي علومو ته و او سواد او ليکل لوستل هم په دري ژبه وو.

 

د ليکلي ادب په تاريخي تکامل کې دوه لويې دورې ليدل کېداى شي:

 

(١) لومړى دوره د خوشحال خان خټک او رحمان بابا دوره ده. دوى د قبايلي ذهنيت څخه يو ګام پر مخ ولاړل او دري ژبه چې د هغه عصر پر مخ تللې کلتوري او علمي ژبه وه، د پښتو دپاره د الهام منبع شوه او د دري کلاسيک ادب په الهام په پښتو ژبه کې د دې ادب اشکال او محتويات ځاى کړى شول. داسې مبتکر او د نبوغ خاوندان پکې راپېدا شول چې دا ادبي اشکال يې د پښتني روحيې او ژبې سره برابر کړل. خوشحال خټک هغه مبتکر نبوغ دى چې هم يې قبيلوي ارزښتونه منعکس کړل او هم يې په دې نوي چوکاټ کې ابتکارونه وکړل او نوي مضمونونه يې بيان کړل.

 

(٢) د پښتو د ادبي او فکري نهضت دویمه او له اولي دورې څخه مهمه او ډېره لويه دوره هغه ده چې د اوسنيو پوهانو سره شروع کېږي. په دې دوره کې د پښتو ژبې هغه وده او انکشاف چې په دوه او درې سوه کاله کې نه و کړى، د څلوېښت کاله په موده کې وکړو. نوي شعرونه وويل شول، ابتکاري مضمونونه بيان شول او تر ټولو مهمه دا ده چې په پښتو ژبې د لومړي ځل دپاره پښتو پوخ معياري نثر راپېدا شو او د ادبي علمي او تاريخي نثر تهدابونه کېښودل شول.

 

دا نوی حرکت اساساً د نولسمې پېړۍ څخه راشروع کېږي. په دې وخت کې د پېښور د سيمې ليکوال د اردو او انګرېزي ژبو له ادب څخه استفاده کوي او په دې شان د اورپايي ادبياتو تاثيرونه پکې راننوځي. افغانستان ته اروپايي ادب تاثيرونه په شلمه پېړۍ کې د منځني شرق له لارې راځي. افغانستان د پوهنې پرمختګ په لار کې له اروپا څخه استفاده وکړه او له اروپايي آثارو څخه ترجمې يې د خپل پېشرفت اساس کړ، له دې سببه افغانستان د پښتو ادب د نوي تحول زانګو شوه. دې تحول دوه منبعې درلودې، يوه وطني منبع چې کلاسيک ليکلى ادب او شفاهي عاميانه ادب وو او بله منبع يې د نوي دنيا يعنې اروپايي ادبيات وو چې د منځني شرق څخه افغانستان ته راننوتل، همدې جريان د الفت او بېنوا په شان ليکوالو او شاعرانو ته د خدمت او ابتکار زمينه برابره کړه.

 

اوس پکار دى چې په لومړي قدم کې پښتو ژبه د دوه راز عقدو له بند څخه خلاصه وساتو.

 

يوه عقده هغه د ماتې او شکست روحيه ده چې وايي: شرقي ژبې ډېرې وروسته پاتې دي او د نوې نړۍ د علمي او تخنيکي تحولاتو سره ځان نشي سمولاى، حال دا چې حقيقت داسې نه دى او شرقي ژبې په اجتماعي، کلتوري او سياسي ساحو کې د پېشرفت پوره استعداد لري او مخصوصا د پښتو ژبې د ترقۍ امکانات بېشانه پراخه دي.

 

بله بده ناوړه عقده د ژبې سره خالص ليکلو هڅه ده. ځينې شرقيان په دې موهومه عقده اخته دي. مثلاً ځینې غواړي خپلې ژبې په خپل تصور سوچه او هم ((پاکه)) کړي. دا خلک په خپل لاس خپله ژبه په زنځيرونو تړي او د ودې او انکشاف لاره يې نيسي. دا تمايل په اروپا کې د کال ١٩٣٠ په شا و خوا کې راپېدا شو. اوس پکا ردى چې پښتو ژبه له دې تمايل څخه روغه وساتو. که ثابته هم کړو چې يو ژبه لرغونې ده او يا د دې ژبې اصيل لغات کوم کوم دي، دا د ژبې په تکامل او پېشرفت کې کوم ارزښت نه لري. بلکې دا کار يعنې د ژبې خالصول او ((پاکول)) ژبه تجريدوي د افهام او تفهيم ساحه يي محدود وي او د تکامل لاره يې بندوي. د تکامل لاره هغه ده چې ګاندي يې بيانوي او وايي:

 

((زه د خپلې خونې کړکۍ نه بندوم او خلاصې يې پرېږدم. د دې دپاره چې له بهره څخه تازه هوا راشي او د ګاونډي د باغونو د ګلونو ښه بوى زما خونې ته راننوځي)).

 

***

 

(٤)-: د ليکوال د ذهني جهان او د ټولنې د واقعي دنيا په منځ کې بېلتون:

 

د اوسني نسل پښتو ژبې ليکوال او منور په يو ژور متضاد او متناقص حالت کې راګېر شوى دى او دا ناوړه متناقص حالت په دې شان دى.

 

د عيسوي نولسمې پېړۍ له اخره را په دې خوا، کله چې په هېواد کې د يو مرکزي دولت ټينګېدل بنا شو. د پښتنو اجتماعي قبايلي جوړښت او د دې جوړښت ارزښتونه، يعنې پښتونوالې کودونو په دې تاريخي لنډه موده کې ډېر مهم تغيیر او تحول و کړاو په ډېره بېړه د ړنګېدو په لور روان شولدا د ټولنې طبيعي بدلون دی او د زمانې جريان هم په دې لور روان دی.

 

مګر د پښتو ژبې ليکوال شعور او ذهنيت له دې تاريخي جريان سره سم روان نه دى، بلکې د جريان په مقابل کې حرکت کوي او د زمانې په سېلاب کې مخ په پورته لامبو وهي، د دې مهم ټکي معنا دا ده:

 

د هر پښتون ليکوال او مخور سره د خپلې خاصې سيمې او منطقې د اجتماعي جوړښت او ارزښتونو احساس او يوه مغشوشه پوهه موجوده ده. د دې سيمه یيز احساس او مغشوشې پوهې څخه د ليکوا ل په ذهن کې د پښتني اجتماع يو تصوير جوړېږي. ليکوال دا محدود تصوير عمومي کوي او د ټولنې پښتني اجتماع عمومي تصوير ورته ښکاري. بيا ليکوال د دې عمومي تصوير څخه د پښتني اجتماع لپاره ايډیال جوړوي او نوى باسواده نسل ته يې د ((پښتونوالې)) يا د ((مليت)) نوم تدقينوي.

 

دا شعوري مسير دا لويې نيمګړتياوې لري:

 

يوه دا چې د سيمه یيز او منطقوي احساس په بنا دسيمه یيزو او منطقوي ارزښتونو دا راز بالکل بې اساسه دى. ما تراوسه هېڅ يو پښتون ليکوال نه دى موندلى چې د خپلې سيمې په اجتماعي جوړښت او د دې ساختمان په ارزښتونو کې يې علمي پلټنې کړي وي او دا جوړښت او ارزښتونه يې د نورو پښتنو سيمو جوړښت او ارزښتونو سره مقايسه کړى وي او بيا يې د دې منطقوي تحقيق او مقايسوي مطالعې په نتيجه کې د پښتني ټولنې په باب يو عمومي نظر قايم کړى وي.

 

بله دا چې دغه ايډیال چې د منطقوي احساس او مغشوشې پوهې په بنا د قبايلي جوړښت او ارزښتونو څخه جوړ شوى دى، داسې يو ايډیال دى چې مخه يې د ماضي و خواته ده، نه د مستقبل و خواته او تل به مات شوو زړو معيارونو ته رجوع کوي او هغو نوو ازرښتونو ته يې هېڅ مخه نه ده چې اوس د جوړېدو په حال کې دي.

 

درېيم مهم طلب دا دى چې نوي باسواده نسل ته د دې ارتجاعي ايدال د تلقين له کبله د نوي نسل د ذهن او شعور د ودې او انکشاف پر مخ نوي خنډونه او موانع راولاړېږي او په شعر او ادب کې د نوي سبک او فکري ابتکارونو لارې تړل کېږي.

 

په لنډه توګه، هغه د تناقص مهم ټکي چې څو کرښې پاس ورته اشاره وشوه، په دې شان دي:

 

د زمانې مسير او د ټولنې طبيعي بدلون د قبایلي جوړښت او د دوى جوړښت د ارزښتونو د انحلال او ړنګېدو په لور په بيړه روان دى. مګر د پښتون ليکوال ذهن په داسې وخت کې ددې ارزښتونو څخه ايډیال جوړوي او ټولنې ته يې د عالي هدف په بڼه وړاندې کوي چې دا جوړښت او ارزښتونه د ړنګېدو په حال کې دي او زمانې محکوم کړي دي. په دې شان د ننني ځوان ليکوال د ذهني مسير او د ټولنې د واقعي حرکت په منځ کې جدايي او بېلتون راپېدا شوى دى. د دې جدايۍ او درز نتيجه به دا وي چې ټولنه به خپل واقعي تاريخي مسير کوي، مګر د ليکوال ذهن به د دې مسير او حرکت څخه قدم په قدم وروسته پاته کېږي او د دې تناقص څخه به هم ځوان پښتون ليکوال په خپل ذهن کې د ژورې بدمرغۍ او ناکلارۍ احساس کوي او هم به راتلونکي ځوان باسواده نسل د ذهني انکشاف په لار کې لوى خنډونه راپېدا کوي.

 

نتيجه:

 

د پورتني خبرو په اساس اوس به اصلي مساله طرح کړو او پوښتنه به وکړو چې د پښتو اصولو او نوي ادبي سبک لار به کومه وي؟

 

که د شکلونو له پلوه چاربيتې، بګتۍ او لنډۍ جوړې کړو يا غزل، قصيده او مثنوي ووايو، دا به زاړه شکلونه وي او يا به د شفاهي ادب تقليد کوو او يا به د ليکلي کلاسيکي ادب شکلونه تکراروو. د محتوياتو له لحاظه که کېږدۍ يا ګودر وستايو، يا د شمعې او پتنګ ګل او بلبل می او ساقي ياد کړو، دا به هم زاړه مضامين او زړې خبرې وي چې نورو له مونږه ښې ادا کړې دي او که حماسه بيان کړو او وياړنې وکړو، که څه هم د دې حماسې او وياړنې الفاظ نوي وي او داسې لفظونه لکه ((ملت))، ((انقلاب))، ((عدالت))، ((آزادي)) هم پکې وي، سره له دې به د سندرې په ماهيت کې کوم تغيیر رانشي. د وياړنې احساس زوړ قبيلوي احساس دى او حماسه زړه سندره ده. که اوس هم څوک د خوشال خان د دې شعر څخه مزه اخلي چې وايي:

 

د افــــــغان په ننګ مې وتړله تــــوره

ننګيالى د زمانې خوشال خټک يم

 

نو له دې څخه به معلومه شي چې لا اوس هم حماسه او وياړنه مهم او اساسي احساس دى او قبايلي ارزښتونه د منورو او ليکوالو په ذهن کې لا نه دي مات شوي.

 

نو د پښتو ژبې او ادب د راتلونکي ودې او تکامل لاره به کومه وي. دا تکامل به د قومي او قبيلوي ذهنيت د ماتېدو و خواته روان وي. د دې ذهنيت ادبي کلتوري ارزښتونه به ړنګېږي او داسې شعر او ادب به راپېدا کېږي چې د شکل له پلوه به نه د کلاسيکي ادب په شان قصيدې، مثنوي او رباعي ګانې جوړوي او نه د شفاهي ادب په شان به بګتۍ، چاربېتې او لنډۍ وايي. د محتوى له لحاظه به نه خط و خال، هار او لونګين، ګل او بلبل بيانوي او نه به د قومي او قبيلوي ذهنيت په بنا حماسي او رزمي سندرې وايي.

 

تر ټولو لومړى به دې ټکي ته پام وشي چې د پښتو د روان معياري نثر په قالب کې نوي زيات ادبي محتويات لکه تراژيدي، ډرامې، رومان او نور فلسفي او ادبي محتويات د منظومو تاليفونو او ترجمو په زور په پښتو کې راواچول شي. په داسې شان چې د ټولو خلکو دپاره وي او د خلکو ژوند ته نژدې وي.

 

په شعر کې به نوي قالب او نوي مضمونونه راشي. دا نوي قالب به هغه مبتکر شاعر راوستلاى شي چې د پښتو ژبې اصيلې او خاصې روحيې احساس ورسره وي، د شفاهي ادب اشکالو تقليد به نه کوي، بلکې د دې ادب د اشکالو څخه به الهام اخلي او د هغوى له روحيې سره سم به نوي قالبونه راوباسي او بيا به په دې نويو قالبونو کې نوي مضامين بيانوي.

 

دا نوي مضامين به اساسا انتقادي روحيه ولري. خبرې به په پخو رواني او فلسفي اساساتو ولاړې وي، فردي هويت او فردي احساس به پکې قوي وي، له درده به ډک وي او سياسي او اجتماعي پېغام به پکې پروت وي.

 

لنډه دا چې نوى ادب به د سېلاب په شان نه وي چې په زور او غرار راوان شي او بيا ډېر زر وچ شي، بلکې دا ادب به د درياب په شان وي.

 

لکه چې خوشال خان خټک وايي:

 

ته چې هسې په غوغا درومې سېلابه

ولې هسې په ساعت کې شې بې آبه

افرين دې په همت د لوى درياب شي

چې په هيچرې يې چار نه ده کريابه

...............

-
بېرته شاته