Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لمونځ کوه
[11.Apr.2022 - 12:53]نوټ : اجمل عبدالله تیر کال د همدې پوست په یو کمنټ کې لیکلی:
دا بیتونه د ارواښاد سیدزمان قسمت دي, قسمت د ننګرهار د پچیر د سېمې سره تړاو درلود, څو کاله وړاندې ناروغ شو, بیا ځوانیمرګ شو,
خدای دې وبخښي.
(انجنیر ستانه میر زهیر)
ظلم کړه ،ستم کوه ، دوکې کوه ،خو لمونځ کوه
قتل کړه ، لوټمار کوه ، غلې کوه خو لمونځ کوه
دلته ږيره پريږده او شيطان باندې لعنت وايه
نوره ټول کارونه، دهغې کوه خو لمونځ کوه
دلته پښتونخوا ده ، په جومات کې پټکی واچوه
بيا د پښتنو مرګ ته چندې کوه. خو لمونځ کوه
دلته په ډالرو د افغان وژل جهاد ګڼه
دلته مزدوري د امريکې کوه خو لمونځ کوه
( ..... ؟)
دلرې پښتونخوا مشهور او وتلی شاعر
ښاغلی عبدالرحيم روغاني صیب بیا وایی :
افسوس
يو ملاموکسب د ټوپک ، تورې ، نيزې کوي
بل ملا مو کار د دم ، تعويذ او اجازې کوې
بل ملا مو ، ملا د سياست کار ته تړلې ده
موږ يې خوار و زار کړو او ملا صيب مزې کوي
دا فرقې فرقې رنګين اسلام راته اور شوی دی
يو ملا مو وژني ، بل ملا مو جنازې کوي
.........
پېشلمی په پښتو لنډیو ( ټپو ) کې
-------------------------------
په روژه مات راشه جانانه
تر پېشلمي پورې به وکړو مجلسونه
دروژې هر ماښام اختر دی
زرې زرې دپیشلمي دلاسه یمه
دپېشلمي اورونه بل شول
چی مساپر آشنا به څوک راویښوینه
د پېشلمي اورونه بل شول
نجلۍ په سرو منګولویار راویښوینه
د پیشلمي اورونه بل شول
نجلۍ په سرومنګلوغنې(۱) ماتوینه
د پېشمنى اورونه بل شول
ور ته را کوز شول ځنګىدلى پيزوانونه
د پيشمنى او رونه بل شول
پېغله د يار د ډډى زلفې ټولوينه
په پیشلمي کې مې رایادشوې
حیران په دې یم ورځ به څنګه تیرومه
تر پېشلمــــــي به درســـــره یـــــــم
باقي روژه ده جوړه نه کیږي خوبونه
د پېشلمي اورونه بل شول
زه خواره ناسته مرور پخلا کومه
د پېشلمي ډوډۍ مزه کا
چې شاه ليلا یې په سرتورې پخوينه
له خوبه جګه شه کمبختې
د پېشلمي اوړه دې خرې خوړلي دینه
له خوبه پورته شه نېک بختې
پېشلمى تېر د ی ملايان کوي بانگونه
-------------
غنې = اغزن ، وچ او بې پاڼو ښاخونه
........