Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ژوند نغمه
[12.Apr.2022 - 14:04]د کاظم خان شیدا دیوان
مخ - ۴۸
.
چې له خپله سره تېر د کِلک په شان یم
په طلب هله د دې ښکلي جانان یم
.
دا ګرمي ستا د چشمانو د نګاه ده
چې سوخته لکه دتا سیاه مژګان یم
.
چې خاطر مې شو مسکن دې د سبزانو
راته وګوره یو نوی هندوستان یم
.
د شانې په صد پاره جګر قسم کړم
چې په غم کې دې تر زلفو پریشان یم
.
د خزان له ترسه ګل ته کتلای نه شم
په دا باغ کې لکه بید هسې لړزان یم
.
که پرواز مې په هوا دی، رها نه شوم
مطوق د هغه سروې خرامان یم
.
د غبار په شان یې یووړم پروا نهٔ کا
دامنګیر د هسې شوخ ګرم جولان يم
.
په هندي ادا یې وکړې په ما چارې
زه شیدا په زړه ساده، د روه افغان یم
.
.
کِلک = کلک یو ډول واښه دي. کِلک ته په پښتو کې لُوخه یا لُوخ وایي. په هندي کې سَرکَونډَا او په انګرېزي کې
Reed, Typha, Typha albida, cattail, reed mace
وایي. له کِلک شپېلۍ او قلمونه جوړېږي. کِلک هله د ليک جوګه شي چې سر يې غوڅ شي. هندي سبک شاعران په ځانګړې توګه شیدا يې خورا ډېر کاروي.
.
سوخته = سوځېدلی، وریت شوی
مژګان = باڼه
خاطر = ۱) ياد، فکر ۲) پاس، رعايت، لحاظ، مخ لحاظ ۳) تواضع ۴) لامل، کبل، وجه ۵) خوا، زړه، ضمیر
مسکن = ځای، د اوسېدو ځای
سبزه = شین چمن، شين کبل، شنه ګيا
شانه = ږمنځ، منږځ
بید = بېد، وله، خروله، يو ډول ونه چې څانګې یې ډېرې لچکدارې وي
لړزان = رپاند، رپېدونکی، رپند، رېږدېدونکی
پرواز = الوت
رها = خوشی، ایله، لیه ازاد
مطوق = ګېر شوی، بندي
سروه = د سبر ونه
خرامان = په نخرو تګ، په نازو ادا ګرځېدونکی، په مکېز مکېز قدم اخستونکی، ورو ورو په کلاره تلونکی
دامنګیر = د چا پسې کېدل، مینېدل، مین کېدل
جولان = تاوېدونکی، چکر باز، هوښیار، درغلګر
روه = رَو = لر او بر وطن، افغانستان او پښتونخوا، د افغانانو پښتنو ټاټوبی
.........
ښاغلی ډاکټر اسرار
د ژوند نغمه - مخ ۱۲
.
د چا نظر کې چې اغزی شومه زه
جوړې ګلونو ته نژدې شومه زه
.
په چوپه خوله سوځم، رڼا خوروم
تیارو ته ژبه د ډېوې شومه زه
.
چې باداران راځنې وېره کوي
قایل د کومې عقیدې شومه زه
.
د جهالت او ناپوهۍ ځنګل ته
ژبه د پوهې د لمبې شومه زه
.
څومره چې ځان صفا کوم تورېږم
د ریاکار زاهد تندی شومه زه
.
څوک په مطلب خپل پوهولای نه شم
لکه یو ټکی بې مانا شومه زه
.
اسراره، ژوند کې مو سپرلی رانغی
زوړ له دې غمه بې مودې شومه زه
.
.
اغزی = ازغی، خار
بادار = څښتن، خاوند، مالک، اقا، سردار
راځنې = راڅخه، رانه
ځنې = څخه، رانه
ځینې = بعضې
قایل = قائل، منونکی، غاړه اېښودونکی، پېژندونکی
عقیده = ګروهه، باور
پوهه = علم، پوهنه
ریاکار = ځانښودی، ځانښکاری، خود نما، خود فروش
تندی = جبین
........غوړچان: ډاکتر ممتاز خان......