(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یونان دفلسفې

[18.Oct.2021 - 13:03]

د یونان د فلسفې لنډ تاریخ

 لیکوال: پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح

د يونان د فلسفې موضوعات له هغو موضوعاتو څخه دي چې په عمومي توګه پرې فلسفه خبرې کوي او په هغو کې منطقي مسايل، د پوهې تيوري، ميتافزيک، اخلاق او ښکلا راځي، مګر د يونان فلسفې دغه پنځه موضوع ګانې په برابر ډول نه دي څېړلي او زياتره پاملرنه يې د اخلاقو، منطق او ميتافزيک موضوعاتو ته کړې ده.

 

د پوهې تيوري په هغه ډول چې اوس شته ده، په هغه وخت کې نه وه رامخ ته شوې او د ښايست پوهه هم په هغه ژوروالي او لويوالي سره چې وروسته څېړل کېږي، نه وه څېړل شوې.

 

يوناني متفکرينو د طبيعت له کتنو او طبيعي پېښو څخه ماوراى الطبعي مسايل رامنځ ته کړل چې هدف يې دا و:

 

١-: د طبيعت د پېښو څرګندول چې په د باندينۍ نړۍ کې مونږ ورسره مخامخېږو او همدا ډول د دغو پېښو د لومړنيو علتونو رابرسېره کول چې دغه بحث د نړۍ پېژندنې يا (Cosmologie) په نامه سره يادېږي.

 

٢-: د ټولو څيزونو د ماهيت څېړنه او په کلي ډول سره د پېدايښت څرنګوالى چې دغې برخې ته د پېدايښت فلسفه يا Ontologie وايي.

 

٣-: ديونان ټولو فلسفه پوهانو د دغې ګډې فرضيې ((طبيعت)) په برخه کې فکر کړى

 

چې د طبيعت اوښتونې، تغيير منونې او ډېرې پېښې په ثابتو نا اوښتونو بنسټونو ډډه کېږي.

 

تر سقراط د مخه فلسفه

کولاى شو چې تر ميلاد د مخه شپږمه پېړۍ د يونان د فلسفې پيل او په عمومي ډول سره د فلسفي تفکر د پېدا کېدو پيل وګڼو. دغه وخت دى چې يوناني تفکر له افسانوي بڼې څخه ورو ورو راوځي او د څيزونو ژورې او کره کتنې ته تمايل ښيي او کوښښ کوي، څيزونه څرنګه چې شته دي ژور او عالمانه وڅېړل شي. په دغه ډول کله چې د څيزونو او پېښو د رښتينوالې مساله رامنځ ته شي، نو افسانه او فلسفه يو له بله سره ټکر کوي. منطقي فکر، افسانوي سوچونه او خيالات تر افاقي او ژور ازمېښت لاندې نيسي. تر سقراط دمخه فلسفه کولاى شو په دوو برخو وويشو: (١) د نړۍ پېژندنې دوره، (٢) د وګړ پېژندنې دوره.

 

لومړى برخه د نړۍ پېژندنې دوره:

د دې برخې ستر خنډونه دا دي: د توک (مادې) مسايل، د هيولا او صورت او تر ټولو وروسته بيا د صورت او هيولا يووالى.

 

الف هيولا: د څيزونو د لومړني توک په هکله ټولو فلسفه پوهانو لکه تالس، اناکسيماندر او انکسيمن فکرونه کړي دي.

 

تالس Thals: چې په ٦٢٥٥٤٥ ق م پېړۍ کې يې ژوند کاوه او د مهندس او منجم په نامه څرګند و؛ کومه ليکنه ترې نه ده پاتې. د هغه ښوونو شفاهي انتقال وموند، تر هغه چې ارسطو د هغه ښوونې ثبت کړې. د ده فکري ارزښت په دې کې دى چې د لومړي ځل دپاره يې د جهان د پيل او پېدايښت پوښتنه رامنځ ته کړه او کوښښ يې کاوه چې دې پوښتنې ته عقلي ځواب ورکړي. د هغه فکري غوښتنه د نړۍ د پيل له مسالې څخه د زمانې پيل نه دى، بلکې د هغه بنيادي هيله د ټولو څيزونو د لومړني توک پېدا کول وو. لومړنۍ ماده يې اوبه وبللې، کتنو ده ته جوته کړه چې اوبه په هر ډول پساتونو کې برخه لري او له دغو کتنو څخه يې داسې نتيجه واخيسته چې ټول څيزونه بايد له اوبو څخه راوتلي وي.

 

انکسيماندر Anacimander (٦١١-٥٤٥) د تالس دوست او شاګرد و. د هغه له اثر څخه د ((طبيعت)) په باره کې يوازې يوه برخه پاتې ده او سوچ کېږي چې د يونان لومړنى منثور اثر وي. وايي چې ده د لومړي ځل دپاره د نړۍ نقشه رامنځ ته کړه او لمريزه ګړۍ يې پېدا کړه. دى لومړنی پوه دى چې کوښښ يې کړى د نړۍ پېدايښت د عقل، پوهې او کتنو د بنسټونو له مخې څرګند کړي او نړۍ يې يو تنظيم شوې مجموعه وښووله. دى لومړنى پوه دى چې ويل يې، ځمکه په ازاد ډول په فضا کې خوځېږي، له انګسيماندر سره فلسفې پوهه يو لوى ګام مخکې لاړه. ده فکر وکړ د طبيعت له څيزونو څخه اوبه وي، که خاوره يا بل څه، لومړنى توک نشي منل کېداى. د ده په نظر لومړنى توک بايد ازلي، نه ورکېدونکى او په تېره او راتلونکې زمانه کې نايابه وي. څنګه چې په طبيعت کې د شتو توکونو او عناصرو څخه يو هم دا ډول خصوصيت نه لري، نو بايد لومړنى توک د ټاکنې وړ ونه بلل شي. دغه پوهه دى له خپل تعقل څخه راوباسي. دى د عقلي پوهې اړيکه له هغې پوهې سره چې د ويرې له ليارې په لاس راځي، شلوي او وروسته دغه لومړنى يوازينى نه جوتېدونکى عقلي توک د يونان په فلسفه او بيا تر دې وروسته يې د عقل د اصالت په ښوونځي پېدا کولاى شو.، ده د عالم د پېدايښت په برخه کې عمومي جاج وکړ او د کايناتو خوځېدنه يې د تل دپاره په دايروي بڼه وښووله چې په هغه کې هېڅ څيز پيل او پاى نه لري.

 

انکسيمن Anaximenes: د(٨٨٥-٥٢٥) په شا و خوا کې لومړنى توک هوا او باد ګڼي. دى هوا ته د يوه ژوندي پرنسيپ په سترګه ګوري، مګر وايي: څنګه چې ساه يوه هوا ده چې مونږ ته بڼه او جوله راکوي، دغه ډول هوا ټول جهان چاپېر کړى دى او دا يوه نظريه ده چې د يونانيانو هغه لرغونې ګروهې ژوندۍ کوي چې ويل به يې: سا د باد او سا کښنې په څېر تر مرګه وروسته د انسان بدن پرېږدي او په لانديني نړۍ کې د يوه سيوري په څېر ژوند پيل کوي او همدغه نظريه چې سا له يوې ظريفې او پاکې مادې څخه جوړه ګڼي، دا د وروستيو زياترو فيلسوفانو (پرته له افلاطون) نظريه ده. د انکسيمن له پېدايښت سره فلسفې تفکر يو پل مخکې ځي، په دې معنا چې دى د لومړني توک د مسالې تر څنګ د لومړي ځل دپاره د قوې يا انرژي مساله چې څيزونه په خوځېدو راولي، رامنځ ته کوي او دغه لومړنۍ قوه ((ټينګوالي)) او ((نريوالي)) ته وايي. د لومړنۍ هوا له نريوالي څخه اور راپورته شو او د دې شته هوا له ټينګوالي څخه اوبه او نور…. منځ ته راغلل. بالاخره د ده ګروهه دا ده ((دغه ګروهه له پخوانيو سره هم وه، مګر په څرګند ډول نه وه ويل شوې)) چې د ژوند اصل سا لرونکى پرنسيپ او دننه په ماده کې پټ دى چې دغه نظريات د ژوند په نقش کې ((د مادې اصالت) په نامه (Hylozoösme) يادېږي.

 

ب- د صورت مساله پيتاګوراس یا فيساغورس(فیثاغورث)Pythagoras او د ده ښوونځى:

 

پيتاګوراس چې د (٥٨٠ ق م) په شا و خوا کې يې ژوند کاوه، د ده په برخه کې له مونږ سره ډېره لږه خبرتيا شته او هغه په دې ډول ده، د ايټاليا په سويلي سيمو کې يې د يو اوږده مسافرت نه وروسته يوه ديني او پوهنيزه کړۍ جوړه کړه چې بيا يې سياسي رنګ وموند. د ده پېروان د يوه ټاکلي دود له مخې ژوند کوي (لکه: سپينو جامو اغوستل د غوښو نه خوړل او نور) پيتاګوراس او د ده شاګردان د هيولا مسالې ته دومره پاملرنه نه کوي، بلکې د صورت مساله او د عالم بڼه د دوى د تفکر منځنى او بنيادي ټکى دى. پيتاګوريانو د رياضياتو او نجوم ښوونه کوله او ويل به يې چې د ټولو اسماني اجرامو خوځېدنه د يو نظام او قانون تابع ده چې کولاى شو هغه په عددونو سره وښيو. دوى د ځمکې پېښې هم د دغو دودونو او دقيقو د ويونو تابع ګڼلې چې د اعدادو په واسطه يې بيانولاى شو. له دغو کتنو څخه دې نتيجې ته ورسېدل چې د هر څيز ماهيت د هغه د اندازې او پيمايش وړ څرنګوالي کې دى، نو په دې ډول عدد د هستۍ بنسټ دى. ټول څيزونه له اعدادو څخه راولاړېږي او ټول له اعدادو څخه جوړ شوي وي. دغه ښوونځى د مجرد عدد له اند څخه ډېر ليرې دى، د پيتاګوراس پېروانو د ځينو نورو يونانيانو په څېر خپله زياته پاملرنه هندسې ته درلوده. عالم، څيزونه او پېښې يې د هندسي انځورونو له پلوه پوهې ته برابرولې. دوى ګروهه درلوده چې منظم انځورونه د څيزونو غايه ده. هغه څيزونه او پېښې يې پوره ګڼلې چې منظم او دودوال اشکال يې لرل. د دوى په نظر نظم، قاعده او يوالى د ټولو څيزونو هدف و او کايناتو ته يې د منظمو او دودوالو خوځېدنو درلودلو له لامله د پاکوالي او نمانځنې په سترګه کتل او ويل به يې چې نړۍ له لسو اسمانونو نه زېږېدلې ده، لکه ثابتو ستورو اسمان د پنځو سيارو پنځه اسمانونه، د لمر اسمان، د سپوږمۍ اسمان، د ځمکې اسمان (فلک) او د ځمکې ضد اسمان (فلک) چې دغه ټول په خپل اسمان کې د منځني اور قدغن لوړوالى د دوى په الواک د روح د عقلي او غېر عقلي ځانګړنو برابروالى او هم اهنګي ده چې د دغه ډول برابر والى او هم اهنګۍ د لاس ته راوړلو دپاره يو داسې ژوند به په ټاکلو او دقيقو بنسټونو ولاړ وي، پکار دى، وګړي بايد هره ورځ په خپل ځان ازمېښت وکړي چې دغه تمايل وروسته بيا د ښوونځي په پالونکو کې د يو مرموز او اسرار نه ډک مذهب په بڼه راننوت چې سر پالوونکو يې د ارواګانو په لېږد هم ګروهه پېدا کړه.

 

٣- د هيولا او صورت د يوالي ربړه

څرنګه چې وليدل شول، ځينو انديانو (مفکرينو) هيولا د جهان (مبداء) وښوه او ځينو صورت د جهان مبدا وګاڼه، نو دا دى هغو انديانو چې کوښښ يې وکړ، د نړۍ توک له دودوالو بڼو سره يو ځاى کړي او له هغه څخه يو جسم چې د هيولا او صورت څخه يو ځاى وي منځ ته راشي. هغو فلسفه پوهانو چې په دغه برخه کې يې نظريې ورکړي، دا دي:

 

هر اکليت (Heraklit) (د ٥٣٥-٤٧٠ په شا و خوا کې) د خپلې ټولنې له سياسي پسات څخه نا اميده شو او ځانځاني ژوند غوره کړ. ده د طبيعت په هکله يو اثر وليکه چې تش څو برخې ورځينې پاتې دي او پوهېدل پرې پخوانو هم ګران ګڼلي او ده ته يې د ځانځانۍ ژوند او بدبينۍ له کبله د ((ژړاند فيلسوف)) ستاينوم ورکړى دى. ده د لومړي ځل لپاره د ((فلسفې)) کلمه استعمال کړه، د ده هلې ځلې د هر ډول حسي ژوند پر ضد وې او د سول (عقل) په ښه والي او لوړوالي کې يې په پوهه او چار ټينګار کاوه. څرنګه چې حواس د بدلون او اوښتون تابع دي، نو د څيزونو په ځان کې لار نه شي کولاى او رښتينې پوهه له هغه څخه د باندې نه شي راوتلاى. د نړۍ لومړى توک يې اورو ګاڼه او د نړۍ د پېدايښت ډول يې دايمي او ناپايه وښود. هېڅ څيز ولاړ نه دى او ټول څيزونه د تل دپاره په بدلون او اوښتون کې دي، ټول څيزونه سيال دي، همدغه اوښتل راوښتل او همدغه ((کېدل)) هغه صورت دى چې د نړۍ محتويات پکې پېدا کېږي.

 

او په همدې يو مهال کې نطق او وينا (Logos) ده، يعنې هغه قوه چې سولي (عقلي) بڼه ان غوره کړې ده او هغه قوه چې د ټولو هم اهنګيو او معنوياتو پيلیځ (مبداء) دى چې مصري کې د عقل او پوهې په څېر څرګندېږي، نو له دې کبله عقل د ژوند دوى (قانون) او دود په خپل ځان کې پټ لري چې د حقيقت د پوهې ته لارښوونه او له جهاني روح سره يې همنوا کوي.

 

پارمنيديا پرمانيدس Parmenides: د (٥٤٠-٤٨٠ په شا و خوا کې) د ايټاليې په سويلي خوا ايليات کې اوسېده چې فلسفي ښوونځى يې هم په تاريخ کې د همدغه ځاى (د ايليات ښوونځى) په نامه څرګند دى. دى د (هينوفانوس Henophanos) شاګرد و. پارمنيد ويل: نړۍ څرنګه چې د حوا سو له ليارې پوهېدل کېږي. همدا ډول نه ده جوړه شوې، ځکه چې له يوې خوا حسي نړۍ د تل دپاره په بدلون او اوښتون کې ده او له بله پلوه هغه ګروهې او نظريات چې د حسي نړۍ د ادراک له ليارې منځ ته راځي، بيلې او يو د بل ضد. له دې لامله يوازې عقل کولاى شي، ارزښت لرونکې پوهې ته پراختيا ورکړي او د جهان بدلون نه منونکى بنسټ رابرسېره کړي.

 

څرنګه چې د پارمنيد پر وړاندې حواس نه شي کولاى د جهان په رښتيني څرنګوالي پوه شي، نو له دې کبله هغه بايد د سوچه عقل له ليارې ولټول شي. په حسي ازمېښتو تړل شوې نړۍ د څرګندتياوو (ظواهرو) نړۍ ده چې د څيزونو له باطني حقيقت څخه پرده نه پورته کوي او ټول ويل شوي څيزونه د دې حسي نړۍ په هکله تش نظريات او اټکلونه (Doxa) دي او حقيقي پوهه نه ده. د ظاهري نړۍ په مخ کې باطني نړۍ يا حقيقي شتوالى شته دى چې يوازې د سول له ليارې په هغه کې لټون کولاى شو. څرنګه چې دننه نړۍ کوم حسي ځانګړنه او څرنګوالى نه لري نو له دې لامله همغه په منفي ډول، يعنې د حسي کېفياتو په اړ پيچه (متضاده) بڼه په پوهه کې ځايولاى شو.

 

دى وايي: چې حقيقي شتوالى يو دى چې پاى، محدوديت، بدلون او توکړې توکړې کېدل نه لري او د خپل ذات د ابدي ټينګوالي په حالت هستي لري.

 

زنون Zenon له ايليات څخه و او په همدغه نامه فلسفي ښوونځي پورې اړه لري. د (٤٩٠-٤٢٠) په شا و خوا کې يې ژوند کاوه. د پارمنيد د الواک پلوي يې وکړه. ديالکتيکي روش څخه يې د لومړي ځل دپاره کار واخيست. د هغه د پوهې او خبرو اترو د پراختيا روش ته بيا وروسته سقراط او افلاطون په برياليتوب سره تطبيقي بڼه ورکړه، نو له همدې امله د ده استدلالونه د بدلون او اوښتون په رد او نفي او همدا راز خبرو اترو بڼه د خوځېدو په رد کې ليکل شوې او په ځانګړي مهارت سره دا جوتوي چې نه ډېروالى (کثرت) نه ځاى او نه خوځېدنه هستي لري.

 

ديموکريت (Democrit) يا ذيمقراطيس پخوا له دې ځينو فلسفه پوهانو لکه يمپيدو کل (Empedeclos) او انکساګور (Anaxgoros) کوښښ کړى و، د هغې دپاره چې پارمنيد د ښکاره او پټې نړۍ ترمنځ رامخ ته کړې وه، د حل يوه ليار ولټوي، تر څو د هيولا او صورت يووالى پېدا کړي چې د حل دغه ليار په کره او بشپړه توګه د ديموکريت په فلسفه کې چې د اتوميستي فلسفې ښوونځي پلوى و، پېدا کولاى شو. ديموکريت د ٤٦٠-٣٦٠ په شا و خوا کې ژوند کاوه او خپل ژوند يې د پنځ (طبيعت) په څېړنه او پلټنه تېراوه. د يو تود، ارام او ويسا شخصيت لرونکى و او د ((خندان فيلسوف)) نوم يې وګاټه او د عمر تر سل کلنۍ پورې يې په خپل چاپېريال کې په درناوي او پياوړيتوب سره ژوند وکړ.

 

اتوميستانو زيار وايست تر څو په حسي ازمېښتو پورې تړلې نړۍ له هغو پرنسيپونو څخه استناج کړي چې په کلي ډول د عقلي غوښتنو په خوا وي. ديموکريت د پارمنيد په څېر جاج کاوه چې د ډېرو محسوسو، اوړېدونکو او بدلون منونکو څيزونو بنسټ بايد په يوې واحدې بدلون او اوښتون نه منونکى هستي باندې ولاړ وي. د دې لپاره چې د تحول او کثرت، نړۍ له تغيير نه منونکې او وحدت نړۍ ترمنځ اړيکه پېدا شي او دغه دواړه جهانه بې اړيکې او يو له بله جلا نه وي، نو بايد دغه اوښتون ته منونکې هستۍ ته بدلون منونکى نړۍ ځينې ځانګړنې (خصوصيات) قايل شو. تر څو د سرماتو نړۍ د ليدنې وړ شي. په دې ډول بايد بدلون نه منونکې هستي دوې ځانګړې، صورت او خوځېدنه ولري. د ديموکريت له دغې فرضيې څخه اتوم ته خبره رسېږي.

 

اتومو نه د اجسامو هغه اجزاء دي چې د شننې ((تجزيې)) وړ نه وي او ټول څيزونه له اتوم څخه جوړ شوي دي او اتومونه په خپل منځ کې تشې لري چې د اتومو د همدغو تشو له امله کولاى شو چې څيزونه وشنو او وويشو. ګر د اتوم په ځان کې تشې نه شته، ځکه هغه د شننې وړ نه دى. اتومونه يوازې په بڼه او جوله کې يو له بله سره توپير لري او د کېفيتي خصوصياتو لرونکي نه دي. اتومونه څلورګونې پولې (مربع حدود) او بڼې لري.

 

د ديموکريت په الواک روحي او مانيزې پېښې هم د اتوم د خوځېدنو په څېر پېښېږي، ځکه چې معنوي او روحي اتومونه هم شته دي او د روح اتومونه دا ورله اتومونو سره نژدېوالى لري.

 

ديموکريت د لومړي ځل دپاره يو واحد او اهم آهنګه تجسم له جهان څخه وړاندې کوي، هغه هم په دې معنا چې:

 

١- د روحي او جسمي پېښو ژوند ته په يوه ځانګړي پرنسيپ باندې ټياکو ورکوي (اتوم).

 

٢- د حسي ازمېښتو جهان هم له هغو ليارو څخه استنتاجيدلاى شي چې د عقل له پلوه لاس ته راځي. ازلي پېدايښتونه اتومونه دي چې بدلون نه مومي، خو په نړۍ کې د بدلون، اوښتون او زياتوالي سبب ګرځي. په دې ډول د ازلي او نا اوړېدونې نړۍ (يا معنوي او باطني نړۍ) او د مادي او حسي پېښو اوړېدونې نړۍ ترمنځ واټن له منځه ځي او د يپارمنيد غبرګونې د حل ليار پېدا کوي ((چې دغه الواک د توکوالى)) (ماټرياليستي) په نامه سره يادېږي.

 

څنګه چې ديموکريت وايي: چې له مادې څخه د باندې هېڅ اصل لازم نه دى چې د هغه په وسيله د روح او طبيعت په پېښو پوه شو چې له دې پلوه د هغه الواک ته مادي وحديت (Monismematerialiste) ويلاى شو.

 

د دې الواک په وړاندې هغه ګروهه پرته ده چې روحي او معنوي پېښې اصل ګڼي او هغه په توکيزه نړۍ تطبيقوي او (طبيعت) د يوه مانيز او روحي بنسټ په څېر پېژنې چې دغه الواک د ميتافزيکي ايډياليزم په نامه يادوي او څرنګه چې د توکيږې نړۍ او مانيزې نړۍ د پېښو د څېړلو لپاره تش په اندي او روحي اصل اړخ لګوي، نو په همدغه ډول هغې ته ايډياليستي مونيسټ هم ويل کېږي. د فکر د دغو دواړو خواوو ترمنځ د غبرګونۍ (Dualismus) د الوکا پلويان ولاړ دي.

 

د دې ډلې په سوچ توک په يوه بڼه د جسمي او فزيکي پېښو بنسټ جوړ وي او د روحي پېښو او يا د نظم د قانون يعنې د فزيکي جهان د بڼې د څېړنې دپاره ځينې ځانګړي مانيز او روحاني دودونه مني. سربېره پر دې ديموکريت لومړنى فيلسوف دى چې د خپلې ټولنې د مذهب او اخلاقياتو څخه يې جلا ځينې نظريات او اخلاقي دودونه رامنځ ته کړل او عقل يې د کړو وړو اخلاقي بنسټ وټاکه. ډېره لوړه ښېګڼه يې د روح ارامول او نه لړزېدونکې بې نيازي وګڼله او دغه د روح بينيازي او يا د پېښو له لوړو او ژورو څخه چې هغه اناراکسي Anaraxi بولي، د عاقل انسان د ژوند غايه او هدف وګاڼه او وې ويل چې ښېګڼه انسان د ويرې او هيلې پاريدنو او عواطفو څخه ازادوي.

 

د ده پر وړاندې د غوښتنې وړ ښېګڼې دا دي: بسياوالى، برابري، د عمل او نظر پاکوالى، مهرباني او له نورو وګړو سره لور او پېرزوينه.

.........

-
بېرته شاته