(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان دتارېخ

[18.Oct.2021 - 13:14]

... د افغانستان د تاريخ مهم خصوصيات ...

لیکوال: پوهاند ډاکتربهاوالدین مجروح

 

ميشله، لوى تاريخ دان چې شاعر هم و، ويل به يې: (فرانس يو شخص دى)، حق د هغه په طرف و، مګر آيا دا مشهوره فقره څه ابتکار هم لري؟ آيا دا ثابته نه ده چې هر هېواد، هر ملت خپل مخصوص شخصيت لري؟ داسې يو شخصيت چې زيات يا کم برجسته وي، ډېر يا لږ ابتکار پکې وي، زيات يا کم متوازن وي، ډېر يا لږ موافق وي. مګر په هر صورت داسې يو شخصيت وي چې همېشه وجود لري. په دې شان هر وخت چې مونږ له يو نوي هېواد سره اشنا کېږو، زمونږ موقعيت د دې سره شباهت لري، لکه چې مونږ غواړو د يو نوي فرد سره اشنا شو. مونږ فوري او په غېر ارادي ډول له ځانه دا پوښتنه کوو: د ده مهم خصوصيات څه دي، هغه خصوصيات چې د ده شخصيت پرې بنا دی او دى له نورو څخه جلا کوي؟

 

کله چې زه د لومړي کرت دپاره په کال ١٩٤٥ کې افغانستان ته راغلم، ما طبعاً دا پوښتنه له ځانه څخه وکړه او هر څومره چې ما هڅه کوله، دې سوال ته ځواب پېدا کړم، په هم هغه اندازه زه په يو داسې تعجب کې ډوبېدم چې په ما کې يې ځينې پخوانۍ خاطرې راژوندۍ کولې. زما د زلميتوب د وخت خاطرې، د هغه عصر خاطرې په کوم کې چې د هغه وخت دوه لوى قدرتونه، فرانس او المان، يو له بل سره په مجادله کې وو او د دې تراژيکي مجادلې له هنګامې څخه دنيا ډکه وه. زما د نسل اشخاص چې په هغه وخت کې زلمي وو، حوادثو دې ته مجبورول چې د فرانس او المان په مهمو خصوصياتو فکر وکړي. څرنګ چې به ويل کېده چې دا دواړه هېوادونه په هر څه کې سره يو د بل ضد دي، مګر په حقيقت کې دواړو مشترک مهم خصوصيات درلودل.

 

لومړى: دواړو هېوادونو يو اوږد تاريخ درلود، پخوانۍ ملي عنعنه؛ او دواړو له ډېر پخوا څخه دولتونه تشکيل کړي وو چې دوى پرې افتخار کاوه.

 

دویم: دواړو طبيعي سرحدات درلودل، په دې سرحداتو باندې همېشه فکرونه موافق نه وو. مثلاً ځينې خلکو به ويل چې فرانس او المان سرحد ((وزژه Vosges)) په منطقه باندې تېرېږي او نورو به ويل چې دا سرحد د ((Rhin)) سيند دى. مګر په دواړو نظريو کې په دې اساس هېڅ شک او شبه نه وه چې طبيعي سرحدات شته.

 

او بالاخره ژبه موجوده وه. د المان خلک طبعاً په الماني غږېدل او د فرانس خلک طبعاً په فرانسوي. دا عمومي او تغيير ناپذيره خصوصيات زما د زلميتوب د وخت په نظر داسې ښکارېدل، لکه د طبيعت قانون، ځکه چې په يورپ کې ډېر نور هېوادونه وو چې دا خصوصيات يې درلودل، لکه ايټاليا، اسپانيه، انګلستان….

 

څرنګه زه متلفت شوم چې زما په سيستم کې يو نقص و چې زما اساسونو ارزښت نه درلود، مخصوصاً د ټولو هېوادونو په باره کې يې صدق نه کاوه، خپلې اشتباه ته زه هغه وخت متوجه شوم چې سويس ته لاړم. دفعتاً په ډېر تعجب ما کشف کړل چې سويس د نورو هېوادونو په شان نه و.

 

لومړى: د سويس ملي تاريخ دومره پخوانى نه و، لکه د ګاونډيو هېوادونو. په هغه وخت کې چې د فرانس په تاريخ کې داسې نومونه، لکه ((ورسنژبتوريکس Vereingetorix)) يا ((کلوويس Clovis)) يا ((سنت لوى Saint-Louis) وو، سويس هېڅ وجود نه درلود.

 

دویم: د دې هېواد سرحداتو يوه برخه بالکل طبيعي نه وه، مخصوصاً د مشرق او جنوب خواته دا سرحدات واقعاً د طبيعت ضد وو.

 

او بالاخره ژبه، په سويس کې هېڅ يوه واحده ژبه موجوده نه وه. هلته درې او حتى څلور ژبې موجودې وې.

 

د تعجب خبره دا ده چې دا هېواد چې د بل هېڅ کوم هېواد په شان نه و، نه يو مصنوعي هېواد و، نه يې صحي حالت خراب و، نه داسې يو هېواد و چې ټوټې ټوټې شي، بلکې برعکس يو ښه اباد ملک و، يوه ژوندۍ ملي روحيه په کې موجوده وه او د بابل په دې برج کې چې کوم وګړي اوسېدل (جرمن، فرانس، ايتاليا، رومانس) ټولو يو بل سره موافق ژوند کاوه.

 

دلته يو رمز و، دې رمز په ما دومره زورور تاثير وکړچې ډېره موده په کې ډوب وم. بيا وروسته سويس راڅخه هېر شوتر څو چې ما بيا د زلميتوب د وخت تعجبونه وموندل. دا هغه وخت و چې افغانستان ته راغلم، ځکه چې هغه افغانستان چې ما کشف کړ، هغه هم داسې هېواد وچې د نورو هېوادونو په شان نه و. دا هېواد د سويس په شان په عادي او معمولي اساسونونو بنا، طبيعي سرحدات يې نه درلودل، څو ژبې پکې مروجې وې او د سويس په شان دې عواملو هېڅ کوم ناوړه تاثير نه کاوه. صحي حالت يې له دې سببه کومه خرابي نه درلوده…. بلکې برعکس ډېر ژوندى هېواد و.

 

خلاصه ٢٥ کاله وروسته په بالکل جلا شرايطو کې او په يو بالکل جلا هېواد کې زه بيا د خپل رمز سره مخامخ شوم.

 

د سويس د رمز په شان د افغانستان رمز هم له هر څه لومړى، طبعاً يو تاريخي رمز و. د يو تاريخ د اساسي خصوصياتو رمز و. له شپاړس کالو را په دې خوا زه په دې رمز فکر کوم او د دې افکارو نتيجه زه غواړم، نن تاسې ته تقديم کړم. زه پوهېږم چې دا نتيجه به موقتي وي، زه به پخپله مجبور شم، په دې نتيجې بيا بيا راوګرځم، لاس په کې ووهم، هېڅکله دا نتيجې زما په نظر کوم اخري او نهايي حقايق نه دي، بلکې يوازې يو اغاز دى او د آينده بحث دپاره موضوع ده

پخوا له دې چې هڅه وکړو، د افغانستان د تاريخ مهم خصوصيات بيان کړو، بايد وپوهېږو چې زمونږ د بحث موضوع څه ده، يعنې بايد د دې صحيح تعريف وکړو چې افغانستان څه ته وايي؟ او څرنګ چې افغانستان يو هېواد دى، نو دا تعريف به يو جغرافيايي تعريف وي.

 

که مونږ نقشې ته يو نظر واچوو، نو دا به ثابته شي چې افغانستان د درې دنياګانو د اتصال نقطه ده: (١) پارس، (٢) هند، (٣) مرکزي اسيا.

 

زه د ((ايران)) د کلمې په ځاى ((پارس)) استعمالوم، ځکه چې ايران زما په عقيده ډېر پراخ جغرافيايي واقعيت ته ويل کېږي چې پارس يې يوه حصه ده. د ((هند)) له کلمې څخه زما د هند ټوله قاره مراد ده چې په هغې کې هندوستان او پاکستان شامل دي.

 

زه د ترکستان د کلمې په ځاى ((مرکزي اسيا)) وايم، ځکه چې مرکزي اسيا هغه منطقه ده، کومه چې د لويو غرونو شمال ته واقع ده، يعنې داسې يوه منطقه چې له ترکستان څخه يې پراخوالى زيات دى. دا درې دنياګانې څومره چې ممکنه ده، يو له بل څخه فرق لري.

 

مرکزي اسيا څه ده؟ دا هغه منطقه ده چې اوچتيا پکې په انتها درجه وي، ساړه په انتها درجه، تودوخه په انتها درجه، او کله کله پکې باران او واورې ورېږي. له دې څخه دښتې، صحراګانې او څړ ځايونه پېدا کېږي. دا هغه ملک دى، په کوم کې چې انسان اس اهلي کړ. دا هغه ملک دى په کوم کې چې انسان د رمو په تعقيب ژوند کوي او بل شان ژوند نه شي کولاى، دا د کوچيتوب او مهاجرت دپاره بهترينه منطقه ده.

 

هند څه دى؟ هند د تودوخې ملک دى، يوه دوامداره او اکثراً مرطوبه تودوخى. هند د برسات ملک دى، يعنې په اوړي کې شديد سېلابي بارانونه لري، له دې څخه څه راپېدا کېږي؟ ځنګلونه او د خاره منطقي زراعت، لوى ښارونه او د انسانانو ګڼه ګوڼه.

 

بالاخر پارس څه دى؟ يوه وچه منطقه، ممکن د مرکزي اسيا څخه هم زياته وچه. يوه منطقه چې بايد صحرا وي، مګر دا د ارتفاع ملک دى، داسې جګې سطحې دي چې غرونه ترې چاپېر دي او د واورو ډکو غرونو څخه اوبه رابهېږي، يعنې ژوند ترې راوځي.

 

له دې څخه څه پېدا کېږي؟ زراعت د اوبولو په وسيله او واحه ګانې.

 

اوس به تاسو حتماً ووايست چې زما تابلو يوازې په عمومي صورت درسته ده او ماته به ثابته کړئ چې واحه ګانې (Oasis) په مرکزي اسيا کې هم شته او په هند کې هم او يا دا چې د څړ ځايونه او د کوچيانو څه حصه په پارس کې هم شته. زه به ستاسو سره خپله موافقه ښکاره کړم. مګر تاسې هم له ماسره موافقه وکړئ چې په عمومي ډول زما تابلو صحيح ده او افغانستان واقعاً د دې پاسنو درې دنياګانو سره په تماس کې دى او د دې نکتې سره هم موافقه وکړئ چې افغانستان په واقعي او مکمل ډول د دې درې دنياګانو څخه په هېڅ يوې پورې نه دى متعلق. اوس به مونږ په دې مساله بحث وکړوچې افغانستان د خپل ګېر چاپېر څخه په څه کې فرق لري؟

 

دا مطالعه به د مرکزي اسيا او هند په باره کې لنډه وي. زه پوهېږم چې مثلاً باکتريان د افغانستان هغه مخ دى چې د مرکزي اسيا خواته دى او مرکزي اسيا پورې يې متعلق ګڼلى شو. زه پوهېږم چې مثلاً په ميمنه، قندز کې د خاورينو تپو منظرې شته چې په سپرلي کې شنه ګياه پرې شنه کېږي او اسونه په ازاد ډول پرې څري، لکه د مرکزي اسيا په علف زارونو کې، مګر په کومه جنبه چې مونږ خبرې کوو، دا ټکي جزييات دي. هېڅوک دا نشي ويلاى چې افغانستان په عمومي ډول د روسي ترکستان يا مغولستان سره شباهت لري. د داسې دښتو ملک چې په پسرلي کې په ګياه پټ وي او د کال په نورو فصلونو کې صحرا وي.

 

له هند سره دا فرق نور هم پسې زيات او ښکاره دى، څرنګ چې مو وويل هند د برسات، رطوبت، ځنګلونو او لويو سيندونو ملک دى او افغانستان له دې دنيا څخه بالکل بهر دى.

 

بالاخر د پارس سره دا فرقونه په اول نظر دومره ښکاره نه معلومېږي، نو ځکه زه غواړم چې دا مساله له نژدې څخه مطالعه کړم او د دوه پلوه پرې نظر واچول شي، د جغرافيې له پلوه او د تاريخ له پلوه.

 

اول د جغرافيې له پلوه: پارس د واحو ملک دى. مشهد، اصفهان، شيراز، نه يوازې کوچني يا لوى ښارونه دي، بلکې دا په عين حال کې د صحرا په منځ کې سمندري جزيرې دي. دا واقعيت چې په پارس کې تطبيقېږي، د افغانستان په باره کې هم صدق کوي. کابل، چاريکار، کندهار، مزار شريف، نه يوازې د ښارونو نومونه دي، بلکې د واحو نومونه هم دي، يعنې داسې منطقې چې باغونه پکې دي او کرهنه د اوبو په وسيله پکې کېږي او دا څه چې د افغانستان د لويو ښارونو په باره کې صدق کوي، د کوچنيو ښارونو په باره کې تطبيقېږي.

 

دویم: د تاريخ له پلوه مونږ خبر يو چې افغانستان په لومړۍ مرحله کې د هخامنشي امپراطورۍ يوه برخه وه او د پارس څخه يې خپل اول سياسي نظام راواخيست، بيا وروسته افغانستان د ساساني امپراطورۍ يوه حصه وه. موږ نور هم خبر يو چې په لسم او يولسم عيسوي قرن کې د پارس مهم کلاسيکي ادب چې ژبه يې تثبيت کړه، هم هغه اندازه يې چې په افغانستان کې وده کړې، په پارس کې يې هم کړې ده او بالاخره مونږ ښه خبر يوچې نن د افغانستان د نفوس يوه برخه په پارسي ژبه غږېږي.

 

ښه نو، دا ټول حقيقت لري، مګر سره له دې هم مونږ ټول پوهېږو او احساس کوو چې افغانستان د پارس څخه بنيادي فرق لري، دا څرنګ کېداى شي؟ ستاسو په اجازه په دې مساله د رڼا اچولو دپاره به زه د خپل هېواد سره يوه مقايسه کړم.

 

هغه هېواد چې نن ورته فرانس ويل کېږي او پخوا ورته ((ګول)) ويل کېده او ((ګول)) په يو وخت کې داسې لښکرو فتح کړچې له ايټاليا څڅه راغلي وو او روميان ورته ويل کېده. ((ګول)) خپل سياسي او اداري تشکيلات، خپل ثقافت او حتى خپله ژبه د روميانو څخه زده کړه، ځکه چې فرانسوي ژبه د نوې لاتيني څخه راوتلې ده او زمونږ د ((ګول)) د وخت پلرونو او نيکونو په بله ژبه خبرې کولې چې هغه بالکل له منځه تللې.

 

لهذا مونږ فرانسويانو د روميانو څخه ډېر څه اخيستلي دي او سره له دې دا خبره د دې مانع شوې نه ده چې فرانس يو جلا هېواد شي او له ايټاليا څخه بنيادي فرق ولري او لکه چې ميشله ويل فرانس يو شخص شي. دا فرانس، دا ګول چې يو وخت د روم د امپراطورۍ يوه حصه وه، د تاريخ په جريان کې يو مستقل موجوديت شو. همدا شان افغانستان کله چې په تاريخ کې داخل شو، د هخامنشي د امپراطورۍ يوه برخه وه او د تاريخ په دوره کې يو مستقل موجوديت ترې جوړ شو.

 

دا تاريخي وده ځکه ممکنه شوه چې افغانستان، راتلونکى افغانستان په مبداء کې يو طبيعي مخصوص جغرافيايي شخصيت درلود چې د پارس څخه جدا و، د دې دپاره چې پوه شو دا شخصيت څه دى؟ کافي ده نقشې ته يو نظر واچوو.

 

په واقعيت کې د دې سرسري نظر سره مونږ د افغانستان او پارس په منځ کې يو بل شباهت کشف کوو.

 

مثلاً که مونږ په پارس کې د خلکو د هستوګنې ځايونه په نظر کې ونيسو، يعنې د واحو او ښارونو منطقې لکه مشهد، تهران، اصفهان، شيراز دا ټول ښارونه ګېر چاپېر د پارس د دايرې په محيط کې واقع دي.

 

اوس به افغانستان ته نظر واچوو، دلته هم په مرکزي مناطقو کې لوى ښارونه شته، کابل، کندهار، هرات، مزار شريف، قندز هم د دايرې د محيط و خواته واقع دي. مګر دا ښارونه د څه شي څخه ګېر چاپېر واقع شوي دي؟ په پارس کې ښارونه (کومو ته چې ما اشاره وکړه) د يوې خلا، يوې صحرا ګېر چاپېر واقع دي، غرونه هغه غرونه چې اوبه ترې راوځي، د هېواد په غاړو کې دي.

 

برعکس په افغانستان کې، دغه ښارونه د يو سلسله غرونو ګېر چاپېر واقع دي، يعنې دلته غرونه چې اوبه ترې راوځي، يعنې ژوند ترې پېدا کېږي، د دايرې په مرکز کې دي.

 

همدا د افغانستان او پارس په منځ کې لوى او بنيادي فرق دى. پارس داسې يو هېواد دى چې مرکز يې د يوې خلا څخه تشکيل شوى دى، يو محيطي او پراګنده هېواد دى، افغانستان برعکس شديداً متمرکز هېواد دى.

 

همېشه ويل کېږي چې سويس څه دى؟ د الپ غرونه او دا رښتيا ده، هر څوک ويني چې دالپ غرونه هم د سويس ستون فقرات دي او هم د اوبو مخزن. دالپ غرونه د سويس د هر ښار د افق څخه ليدل کېږي، که الپ نه وى سويس به نه وى.

 

افغانستان هم په دې شان دى. هندوکش هم د دې هېواد ستون فقرات دي او هم د اوبو مخزن دى او دا لوړ آبي رنګي غرونه د افغانستان د بريښار په افق کې ليدل کېږي.

 

که دا رښتيا وي چې سويس غېر د الپ له غرونو څخه بل څه نه دى، نو افغانستان هم غېر له هندوکش څخه بل څه نه دى. دا خبره د افغانستان په برخه کې زيات صدق کوي، ځکه چې هر څوک پوهېږي چې د الپ ټول غرونه په سويس کې نه دي، مګر هندوکش ټول په افغانستان کې پروت دى.

 

دلته مونږ د يوې عجيبې نه باورېدونکې مسالې سره مخامخ يو. آيا دا عجبه نه ده چې يو هېواد ځان د يو دېوال، د يوې مانع په سر تشکيل کړى؟ داسې يو سلسله غرونه چې ظاهراً د جدا کېدلو دپاره ولاړ دي، نه د يو ځاى کولو؟ نو اجازه راکړئ چې ووايم: هندوکش يو دېوال يا مانع نه دی، يو طبيعي سرحد نه دى. هو زه ښه خبر يم، کله چې مونږ د هغو تاريخ نويسانو آثار لولوچې په يورپ کې يې ليکلي او هېڅکله د خپلو ګرمو او نرمو کتابخانو څخه نه دي راوتلي، نو اورو چې وايي:

 

د هندوکش يخ وهلې خاموشي. دا جمله ما په تېره هفته کې ولوسته او يا ليکي: هندوکش هغه هسک دېوال چې تېرېدل ترې امکان نه لري. دا ټولې خبرې يوازې د ادبي او شعري تاثير دپاره ويل کېږي. شک نشته چې په هندوکش کې يخ وهلې خاموشي شته، مګر دا يوازې په ژمي کې. په دوبي کې هندوکش يوه چراګاه ده. يوازې په ژمي کې هندوکش په خپل سر د تېرېدو لار تړي او هغه هم د څو هفتو دپاره. نور د کال په ټولو موسمونو کې هندوکش داسې غر نه دى چې تېرېدل ترې امکان ونه لري. په هره خوا د کنډونو او کوتلونو په وسيله خلک د هندوکش څخه ها خوا دې خوا اوړي او کوچيان د خپلو رمو سره په دوبي کې د هندوکش په ټولو لمنو کې خورېږي. هندوکش داسې يو غر دى چې تقريباً د هرې خوا پرې لار شته. هندوکش نه يوازې پر سر لارې لري، بلکې چاپېر ترې هم سړى ګرځېدى شي. د مغرب و خواته د هرات او کندهار په منطقه کې سړى له هندوکش څخه چاپېر ګرځېدى شي. ډېر امکان لري چې لومړني اريايي لوى تهاجمونه هم له دې خوا شوي وي.

 

نورو ځايو کې داسې غرونه شته چې رښتيا دېوال او مانع دي. مثلاً هماليا يوه مانع ده، هماليا غېر مسکون غرونه دي، مونږ به هېڅکله ونه ليدى شو چې د هماليا په سر يو هېواد تشکيل شي.

 

مګر هندوکش يو مېلمه پالونکى غر دى، په کې ژوند کېدى شي او په تېرو زمانو کې پکې ژوند شوى دى. د دې ښکاره دليل ټولې هغه خرابۍ دي، هغه دباستان شناسۍ آثار دي چې د دې غرونو په هره دره کې بېشماره ليدل کېږي.

 

لهذا د جغرافيې د پلوه افغانستان او هندوکش يو واحد واقعيت دى. مقصد دا دى چې د مؤرخ له نظره، معاصر سياسي افغانستان د دې زوړ حقيقت واقعي شکل دى، يعنې د هندوکش هېواد.

 

افغانستان يو ځوان دولت دى او د اتلسمې عيسوي پېړۍ په منځ کې زېږېدلى دى. نن دا دولت د درې سوو کالو نه لږ څه زيات عمر لري او د امريکا د متحده اضلاعو څخه يې عمر لږ څه زيات دى، ځکه دې هېواد لا تراوسه دوه سوه کاله نه دي پوره کړي. مقصد دا دى چې ډېر زلمى دولت دى. دلته يو سوال پېدا کېږي، دا جغرافيايي مخصوص موقعيت چې ما بيان کړ، د تل دپاره موجود دى، نو څه سبب دى چې دې جغرافيايي موقعيت دومره ډېره زمانه انتظار وويست، تر څو چې خپل اوسني تاريخي او سياسي تاثيرات وکړي؟

 

زما په ګومان حقيقت دا دى چې دې جغرافيايي موقعيت هېڅ انتظار نه دى ويستلى او د افغانستان او سویس په منځ کې چې کوم اساسي او واقعي فرق شته، هغه هم په دې کې دى. سويس يو کرت زېږېدلى دى، مګر افغانستان څو واره دنيا ته راغلى دى.

 

د هندوکش په ممالکو کې د يو داسې واحد دولت د تشکيلېدو دپاره چې نه پارسي وي، نه مرکزي اسيا او نه هند او د ثقل مرکز يې نه اصفهان وي، نه شيراز، نه سمرقند وي نه بخارا، نه لاهور وي نه ډيلى، بلکې هم دلته وي په باکتريا، په غزني کې، دا تمايل ډېر پخوانى دى. د تاريخ په جريان کې، د اتلسمې پېړۍ تر شروع پورې دا تمايل رول لوبوي. د دې مهمې حادثې دپاره ډېر مثالونه شته.

 

زه به د دې مثالونو يوازې هغه درې مثاله راواخلم چې ماته مهم ښکاري. د يونانيانو مثال، د کوشانيانو مثال او د غزنويانو مثال. تاريخونه يې دا لاندې دي:

 

د يونانيانو دوره د ٣ تر ٢ پېړۍ ق م، د کوشانيانو د ٢ تر ٣ عيسوي پېړۍ، د غزنويانو او بيا وروسته پسې د غوريانو دوره د ١٠ تر ١٢ عيسوي قرن.

 

تاسو له ما څخه دا توفع مه کوئ چې زه تاسو ته د يونانيانو، کوشانيانو او غزنويانو تاريخ بيان کړم. مونږ به يوازې هڅه وکړو چې د دوى مشترک خصوصيات پېدا کړو.

 

لومړى: دوى اجنبيان دي، داسې اجنبيان چې له لرې څخه راغلي دي. يونانيان مونږ ته معلوم دي، کوشانيان چې امکان لري د مغولستان څخه راغلي دي او بالاخر ترکان چې د سيبريا له جنوب څخه راغلي دي.

 

دویم: دوى چې کوم دولتونه تشکيلوي، دا دولتونه ډېر ژر ژر وده کوي. ډېر ژر ترې داسې لوى لوى قدرتونه جوړېږي چې مرکز يې د هندوکش ملکونه دي او ساحه يې د اوسني افغانستان څخه ډېر پراخه وي. دا چې د يونانيانو او کوشانيانو مرکز په شمال کې و او غزنويانو فوراً خپل مرکز په جنوب کې وټاکه، دا فرق زما په نظر دومره مهم نه دى.

 

درېيم: کوم شى چې مهم دى، هغه د دې سياسي تشکيلاتو دريم مشترک خصوصيت دى. دا دولتونه په کومه اندازه چې ژر وده کوي، په هم هغه اندازه ژر له منځه ځي.

 

يونانيانو دوه قرنه دوام وکړ، لويو کوشانيانو هم امکان لري دوه قرنه دوام کړى وي. سره له دې چې په دې باره کې مونږ صحيح معلومات نه لرو، ځکه مونږ د دوى تاريخونه ښه نه پېژنو، غزنويانو او غوريانو دوه نيم قرنه دوام وکړ.

 

لهذا د دولتونو د تشکيلېدو دپاره يو تمايل موجود دى. مګر دا تمايل ثابت او دوام دار نه دى او زما په عاجزانه عقيده، ښايي د دې بې ثباتۍ له کبله مؤرخان په عمومي ډول په دې دولتونو کې هغه څه نه ويني چې بايد وليدل شي، يعنې دا دولتونه د معاصر افغانستان رښتيني تاريخي اسلاف دي.

 

دا فاتحين کله چې دې هېواد ته راغلل، اجنبيان وو، نو خلک ګومان کوي چې اجنبيان پاتې شوي دي. زما په عقيده دا يوه اشتباه ده، حتى د يونانيانو په مورد کې.

 

رښتيا ده هغه يونانيان چې له سکندر سره راغلل، اجنبيان وو، مګر دوى د عسا کرو په حېث مجرد راغلي وو. دلته يې ښځې وکړې او يو نسل وروسته دوى د دې هېواد نيم اولاد وو. سربېره په دې، دې هېواد خپل ځان ته ثقافت درلود، خپلې الهې درلودې، خپل عادات او عبادات يې درلودل، ځان ته يې خپله فلسفي او مذهبي مفکوره درلوده (د زردشت په شان لوى نوم هېر نه کړئ) او هم دا هېواد خپل تخنيک لري، خپل صنايع او خپل عنعناتيونانيانو چې کله دا عوامل په ځان کې حل کړل، ډېر ژر يې د ثقافت له لحاظه د يونان د يونانيانو څخه فرق وکړ.

 

تاسې به دا پوښتنه وکړئ چې په دې خبره څرنګ پوهېږو؟ بايد اقرار وکړم چې په دې خبره صحيح معلومات نه لرو. يوازې حدس دى، مونږ د يو قرن پخوا تاريخي آثارو په استناد دا حدس وهو چې په هغو کې دوه لويې عنعنې سره يو ځاى مخلوطې ليدل کېږي. يوناني او باختري او ممکنه نه ده سړى فکر وکړي چې دا عنعنه يوه داسې عنعنه ده چې بيا راژوندۍ شوې وي. زما کامل يقين دى چې دا عنعنه هېڅ کله له فهمه نه ده تللې او د يوناني نوي طرز په خوا کې يې ځان ژوندى ساتلى و. د دې تاريخ ورکې حلقې به مونږ يوه ورځ پېدا کړو.

 

تاسو به ووياست چې يونانيانو خپله ژبه وساتله. دا رښتيا ده او هم له دې سببه کله چې زمونږ د تاريخ کتابونه چې د باکتري يونانيانو په باره کې خبرې کوي، نو داسې يې ښيي، لکه چې د آتن او يا کورنت د يونانيانو څخه هېڅ فرق نه لري. زه فکر کوم چې خبره داسې نه ده او دا يوه اشتباه ده. دا به داسې اشتباه وي، لکه چې څوک د برازيل او پرتګال د خلکو په منځ کې فرق ونه کړي. په دې دليل چې دواړه په پرتګالۍ ژبه غږېږي او يا د مکسيکو خلک هسپانوي وګڼل شي، په دې دليل چې د مکسيکو خلک په هسپانوي ژبه خبرې کوي. سره د ټول هغه څه چې برازيل او مکسيکو د پرتګال او هسپانيې اخيستلې دي، بيا نن برازيل برازيل دى او مکسيکو مکسيکو، همدا شان ډېره لنډه موده کې زما په فکر د باکتر يونانيان باکتري شول.

 

دا څه چې د يونانيانو په باره کې حقيقت لري، د وروستنو فاتحانو، کوشانيانو او ترکانو په باره کې لا زيات صدق کوي، ځکه چې دوى ډېر ژر اريايي ژبه قبوله کړه. کوشانيانو باکتري ژبه او غزنويانو فارسي ژبه، نو مونږ بايد يوناني اوتيديموس ته، کوشاني کنيشکا ته او ترکي محمود ته اجنبي ونه وايو. شک نشته چې دوى د اجنبيانو اولاده ده، مګر دوى پخپله چې خپل ژوند په دې هېواد کې تېر کړى او فعاليتونه يې کړي دي. په حقيقت کې دوى د بنا معماران، لومړني لوى معماران دي (که څه هم دا بنا له ډېرو خواوو څخه نيمګړې پاتې شوه) چې نن ورته په تکميل شوي شکل افغانستان وايي.

 

اوس به مونږ هڅه وکړوچې دې سوال دپاره ځواب پېدا کړو چې د افغانستان ((پخوانيو ژوندونونو)) کې تشکيلات له څه سببه ثابت پاتې نه شول، ولې يې تغییر ونه کړ؟ د دې پوښتنې ځواب زما په نظر ساده او اسان دى، ما څو شېبې پخوا د افغانستان د تاريخ لومړنى اساسي خصوصيت ته اشاره وکړه، يعنې د هندوکش په غېږ کې د دولتونو د تشکيلېدو خواته تمايل.

 

دویم جلا خصوصيت چې د لومړني سره متناقض دى، هغه به زه د ((هند جاذبي)) په نامه ياد کړم. د هند جاذبه يعنې څه؟

 

مثلاً که د يونانيانو تاريخ ته وګورو، آيا دوى پخپل باکتري سلطنت اکتفا وکړه؟ نه دوى د هندوکش څخه تېر شول او د معاصر افغانستان جنوب شرقي برخې يې فتحه کړې. دلته هم دوى ونه درېدل او ټول شمال غربي هند يې هم فتح کړ. دا د هند جاذبه وه.

 

اوس به کوشانيان په نظر کې ونيسو، دوى هم عيناً دا کار وکړ. په دې فرق چې کوشانيان نور هم په هند کې مخکې ولاړل، مرکزي هندوستان ته ورسېدل او حتى د ګنګا هند يې هم فتح کړ.

 

بالاخره، غزنويانو دې فاتحانو چې خپل مرکز يې په غزني او لښکري بازار کې درلود، هغه څه د اسلام په نامه او د اسلام دپاره وکړل، کوم څه چې يونانيانو او کوشانيانو په خپل نامه او د خپل مفاد دپاره کړي وو. دوى هم په هند هجوم ور ووړ او هلته يې يوازې خرابۍ ونه کړې، بلکې ډېر ژر يې ځان ټينګ کړ، د هند مناطق يې په خپل قلمرو کې داخل کړل، پنجاب يې ونيو او د وروستنو غزنويانو مرکز نور په غزني کې نه و، بلکې په لاهور کې و.

 

په ١١٥٠ کې غوريان د غزنويانو ځاى نيسي. په دې سلسله سلاطينو کې غوريان له ټولو څخه د دې هېواد ملي سلسله ده. دوى د مرکزي هندوکش څخه راوتلي دي. غوريان غزني نيسي او خرابوي يې. (که څه هم وروسته دوى هلته ځاى نيسي او يوه حصه يې بيا ابادوي). دوى د غزني په مقابل کې يو رقيب پايتخت د هري رود په دره کې ابادوي. دا پايتخت په نژدې وختو کې کشف شو. تاسو به ممکن اورېدلي وي چې د هندوکش د سلسلې په زړه کې ځينې خرابۍ کشف شوي دي چې هلته تراوسه يوه فوق العاده ښايسته مناره ولاړه ده چې ورته د جام مناره وايي.

 

دا خرابۍ د غوريانو د پايتخت دي چې مونږ تراوسه يوازې د مؤرخانو په وسيله ترې خبر و او فيروز کوه يې ورته وايه.

 

آيا دا غوريان چې د غرونو خلک وو، د هند د جاذبې سره مقاومت کولاى شي او که نه؟ نه. رښتيا هم دوى په فيروز کوه کې خپله د خښتو مناره جوړوي، مګر پنځه کاله وروسته د دې منارې خوا، دا کرت د ډبرو څخه د قطب منار په نامه په ډيلي کې جوړوي. لهذا هغه وخت چې مغول افغانستان ته رسېږي، د غوريانو د اقتدار مرکز د هندو خواته په ښويېدو دى، د هغه ابدي قانون په اساس چې مونږ ورته د هندو ستان خواته رغښتل، د ګنګا حوضې ته ښويېدل ويلاى شو.

 

دا و د افغانستان د پخواني تاريخ دویم اساسي خصوصيت. هغه سياسي اقتدار چې د هندوکش په شمال کې ځاى نيسي، ډېر ژر له هندوکش څخه ها خوا اوړي؛ او هغه سياسي اقتدار چې مرکز يې د هندوکش په جنوب کې دى، ژر هند ته انتقال کوي. هند د خپلو حاصل خيزو او پراخو سيمو په وسيله تل په تېرو زمانو کې د افغانستان د استقرار، ثبات او توازن مانع شوى دى، څه چې هند ددې هېواد مېړونو ته چې د جسارت او عمل خاندان دى، ډېر د اميدونو او فرېبونو ډک ستورى ځلولى دى. باکتري يونانيانو، کوشانيانو، غزنويانو، غوريانو دوى ټولو هند فتح کړ، مګر په واقعيت کې دوى ټول د هند په وسيله فتح شول.

 

له غوريانو څخه وروسته يوه نوې مرحله شروع کېږي. دا مرحله د تروږمۍ مرحله ده، د بدبختۍ مرحله ده. دا تورتم عصر، تقريباً غېر له کومې واقعې د عيسوي اتلسمې پېړۍ يعنې د اوسني افغانستان د زېږېدو پورې دوام کوي. يوازې يوه رڼا، يوه لنډه رڼا په پنځلسمه پېړۍ کې راپېدا کېږي او هغه د تېموريانو رنسانس دى.

 

د دې بدبختيو په سلسله کې له ټولو څخه لويه بدبختي لومړنۍ ده، يعنې د مغولو هجوم. هر څومره چې زه دې هېواد سره اشنا کېږم او په کې مطالعه کوم، په هم هغه اندازه د مغولو د عظيم مصيبت په مقابل کې له وحشت څخه لړزېږم.

 

د دې عظيم مصيبت څخه پخوا مونږ څه وينو؟ اسلام په عالي درجاتو کې، دا لوى او د تقدير وړ اسلامي تمدن چې په منځنيو پېړيو کې يوروپ ترې ډېر څه اخيستلي دي، د دې هېواد په ښايسته او ابادو ښارونو کې خپل معراج ته رسېدلى و. طبعاً له دې ښارونو څخه لومړى غزني دى چې په عيسوي لسمه او يوولسمه پېړۍ کې د دنيا له لويو ښارونو څخه دى (يوازې د اسلامي دنيا له لويو ښارونو څخه نه، بلکې د ټولې دنيا له لويو ښارونو څخه دى) د غزني په خوا کې نور لوى لوى ښارونه هم وو. په غزني او په دې نورو ښارونو کې يو کلتوري او فکري بې مثاله جريان روان و. يوازې کافي ده چې د البيروني نوم ياد کړو. البيروني يا د اسلام ليونارد دوونسي چې په هر علم کې يې لاس درلود، رياضيات، نجوم، طبيعي علوم، تاريخ، جغرافيه او دا ټول علوم يې مخکې بوولي دي، کافي ده چې د هغو لويو فارسي شاعرانو نومونه ياد کړوچې پېشوا يې فردوسي و، کافي ده چې د ابن سينا نوم ياد کړو.

 

دا ټول د فکر، علم او صنعت دنيا د غزني د دربار په مدار چورلي، يا د سلجوقيانو د دربار او يا د خراسان د نورو فرعي دربارونو په مدار، ځکه طبعاً د دې انکشاف ساحه د اوسني افغانستان څخه زياته پراخه ده، مګر په عيسوي لسمه او يوولسمه پېړۍ کې د دې انکشاف مرکز افغانستان دى. حتى وروسته هم په دولسمه پېړۍ کې هغه وخت چې سياسي مرکز د پارس و خواته ښويېدلى و، افغانستان بيا هم خپل درخشانه رول لوبولو ته ادامه ورکوي. د دې ثبوت مثلاً د معمارۍ آثار دي، دا معماري په عالي سويه پاتې کېږي. د جام مناره چې شل کاله پخوا د مغولو د هجوم څخه جوړه شوې ده، داسې يو صنعت ښيي چې په خپل ځان کامل تسلط لري او په هغه کې د انحطاط هېڅ علايم نه ښکاري.

 

دا هر څه تر ١٢٢٠ع کال پورې دوام کوي او وروسته له دې، ناڅاپه هېڅ او يوه عظيمه خاموشي. دلته يو دهشتناک فرق شته، دا حادثه زه په کتابونو کې نه لولم، بلکې زه يې په خپلو سترګو په دې خاوره کې وينم. هغه باستانشناس چې غواړي د غزنوي او ياغوري عصرونو په باره کې اسناد راغونډ کړي، نو دومره ډېر اسناد پېدا کولا ى شي چې بيا نه پوهېږي کوم يو لومړى راواخلي. هر ځاى کې د معمارۍ آثار موندلاى شي، مخصوصاً د غزني منارې او ټولې خرابۍ، د لښکري بازار لوى قصرونه، دا د محمود قصرونه دي چې اوس هم ولاړ دي، د کلابست دروازه، په هرات کې تېموري مسجد په خپل ځان کې د غزنوي عصر د مسجد آثار ساتلى دى. په باکتريان کې داسې آثار شته، لکه د دولت آباد مناره چې د بلخ په شمال کې واقع ده. په باميانو کې د غلغلي خرابۍ موجودې دي او په غرونو کې هر ځاى د قصرونو آثار ليدل کېږي. په غور کې فيروز کوه پروت دى چې د جام مناره پکې ولاړه ده، مګر نور آثار هم شته، لکه د چشت بناګانې، د تيو ارا په منطقه کې، د معمارۍ په دې ټولو آثارو د مرمرو هغه مجسمې هم ورزياتولى شوچې د غزني په قصرونو کې دي، د ېوالي نقاشۍ د لښکري بازار په انتظارخانه کې؛ نور ډېر ښکلي اشيا لکه برنجي شيان د قوي تزييناتو سره، له لګري څخه ښايسته بې مثاله توګل شوي اشکال، مختلف او بېشماره کاشي آثار او مخصوصاً هغه کاشي چې فلزي ځلا لري او د ايټاليا د باستانشناسي هيات يې ډېرې اعلى نمونې په غزني کې موندلي دي. دا د اسلام د کوچنيو صنايعو څخه يو له ډېرو نفيسو صنايعو څخه دى.

 

د عيسوي لسمې پېړۍ څخه تر دولسمې پېړۍ پورې حالت دا و، دا حالت د چنګېز خان د راتلو پورې دوام کوي، په (١٢٢٠ع) کال کې چنګېز خان باکتر نيسي. په (١٢٢١ع) کې باميان، په (١٢٢ع) کې ټول هېواد ورانوي او د پښو لاندې کوي يې او د سند درياب غاړې ته رسېږي.

 

که تاسې له ما څخه پوښتنه وکړئ چې د (١٢٢٠ع) مرګبارې سدۍ څخه را په دې خوا د عيسوي ديارلسمې پېړۍ څخه څه آثار پاتې دي؟ زه به په ځواب کې ووايم چې ماته حتى يو اثر هم نه دى معلوم. زه د ديارلس کاله را په دې خوا د داسې ډول آثارو په لټه کې يم، ما غوښتل يوه خرابه کشف کړم، يو نيمګړى دېوال، يو معمولي شى، د قبر يوه ډبره چې ليک پکې وي. زما پلټنې تراوسه هېڅ کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي. انسان تصور کوي چې د مغولو هجوم د دې بېچاره هېواد مغزو ته شديده صدمه وارده کړه او د ځانه يې بېحانه کړ او يو نيم قرن د دې بې هوښۍ او کوما په حالت کې پاتې شو.

 

دا زما پلټڼې مشاهدات چې هر څوک يې د دې هېواد په خاوره کې کولاى شي، سياحان تاييدوي، ځکه چې ځينې سياحان په دې خاوره تېر شوي دي.

 

مارکوپولو په ١٢٧٢ع کال کې د افغانستان څخه تېرېږي. يعنې صحيح پنځوس کاله د چنګېز خان له تېرېدو څخه وروسته. مونږ ته د ده د تګ لار معلومه ده، دا ثابته ده چې دى په هرات تېر شوى دى. ځکه چې بله کومه لار نه وه، مګر مارکوپولو د هرات نوم نه يادوي، ښايي سبب يې دا وي چې هرات يې نه وي ليدلى، ځکه چې له هرات څخه يوه دښته او يوه خرابه جوړه شوې وه. دى د بلخ څخه تېرېږي او د بلخ نوم ذکر کوي او ليکي چې بلخ يوه شاړه ويرانه ده. په مارکو پولو د بلخ د معمارۍ ښايست او عظمت تاثير وکړ، مګر علاوه کوي چې ټولې بناګانې مغولي فاتحانو خرابې کړي دي.

 

نيم قرن وروسته يو بل سياح راځي ابن بطوطه. دى په ١٣٢٥ع کال کې له دې هېواد څخه تېرېږي. يعنې څه زيات يو قرن وروسته له چنګېز څخه. هرات بيا راژوندى شوى دى، مګر بلخ بيا هم په هغه خراب او شاړ حالت پاتې دى چې مغولو پرېښى و. د کابل په باره کې وايي چې دا پخوا يو لوى ښار و، مګر اوس يو کلى دى. د غزني په باره کې وايي چې دا د محمود پايتخت و مګر اوس ويجاړې کوڅې دي

 

خلاصه چې د څوارلسمې عيسوي پېړۍ په شروع کې په دې هېواد کې د ژوند يو خفيف حرکت راپېدا کېږي او د څوارلسمې پېړۍ په اخر کې دا د ژوند حرکت بيا يو ناڅاپي ودرېږي او د ګوډ تېمور او مغولي دویم هجوم په وسيله د ګوډ تېمور هجوم تقريباً هم په هغه اندازه لوى مصيبت دى، لکه د جنګېز حمله. دا دویم هجوم د لويو لويو ولاياتو په هر کونج کې نوى ژوند بيا وژني. مخصوصاً سيستان چې ډېر با ثروته ولايت و او د سيستان د هغه لوى بند د خرابېدو په وسيله چې د هلمند وادۍ ته يې اوبه ورکولې، دا ولايت د مرګ سره مواجه شو.

 

له دې وخت څخه را په دې خوا له سيستان څخه يوه صحرا جوړه شوه چې د اوسني قرن تر شروع پورې په دې حالت پاتې و.

 

له دې دوو لويو مصيبتونو څخه وروسته (يعنې د جنګېز خان هجوم او بيا د ګوډ تېمور حمله) په عيسوي پنځلسمه پېړۍ کې د تېموريانو رنسانس يوه لنډه برېښنا وه، په يوه تورتم شپه کې هرات، د صنعت او نفاست ښار، د کاشي معمارۍ او د بهزاد د ميناتورونو مشهور هرات، د شاه رخ او حسېن بایقرا هرات، دا هرات يو ډېر نازک او ژر مړاوى کېدونکى ګل و. شک نشته چې د عمومي تاريخ له لحاظه هرات يو ډېر ستر اهميت لري. مخصوصاً عثماني ترکيه چې د تمدن او کلتور اصلي او قوي تهداب يې د تېموريانو په تمدن کې دى.

 

مګر د افغانستان دپاره هرات يو بې دوامه ګل و. د دې سبب دا نه و چې د تېموريانو هرات په ١٥٠٧ع کال کې د يو اخري مهاجم يعنې شيبانيانو په مقابل کې ماتې وکړه، بلکې يوه بله مهمه او مخصوصه بده طالع د افغانستان په نصيب شوه.

 

افغانستان لکه پارس، لکه چيني ترکستان، له يوناني عصر څخه را په دې خوا د جهاني تجارت د مهمې لارې په سر پروت و. هغه لار چې مونږ يې د ورېښمو لار په نامه پېژنو، دا هغه کارواني لار وه چې د همېشه دپاره يې مديترانه له چين سره وصل کوله، حتى د مغلو فتوحاتو هم دا لار بنده نه کړى شوه. برعکس دا لار د مغولو د پراخې امپراطورۍ مرکزي او مهمه لار شوه. دا معلومات مونږ ته مارکوپولو راکوي چې پخپله له دې لارې څخه تېر شوى دى.

 

او دا د ورېښمو لار د تېموري سلسلې سره تقريباً په يو وخت کې د همېشه دپاره له منځه ځي. بايد فوراً ووايم چې د دې دواړو حادثو په منځ کې هېڅ رابطه نشته، د ورېښمو لارې د مرګ او د ټولې اسيايي کارواني لوى تجارت د منځه تلو سببب داقوامو حرکت او مهاجرت نه دى، سبب يې دا دى چې په دې وخت کې د اروپا په وسيله يو بل ډول لار پرانيستله شوه. دا لار بحري لار وه چې پرتګاليانو جوړه کړه. پس له دې د يوروپ، هند او چين په منځ کې د تجارت لار د جنوبي افريقا څخه تېرېده.

 

دا تغيير ډېر ژر واقع کېږي، په عيسوي څوارلسمه پېړۍ کې د مرکزي آسيا لار د دنيا مهمه لار ده. په شپاړسمه پېړۍ کې مرکزي آسيا خوب وړې او د يو براعظم داسې يوه بڼه لري، شانه غورځول شوى، متروکه منطقه ترې جوړېږي چې مخه يې د بحر خواته ده.

 

سره له دې هم د عيسوي شپاړسمې پېړۍ په شروع کې افغانستان ته يو بل نوى تاريخي چانس برابرېږي او دا چانس د بابر نابغه شخصيت دى. هېڅ يو لوى شخصيت دې هېواد سره دومره علاقه نه درلوده، لکه بابرچې يادداشتونه يې د دې هېواد څخه حکايت کوي: لکه پخپله کابل چې قبر يې هم پکې دى، لکه ستالف چې خپل باغونه يې پکې جوړ کړل، لکه بلخ چې د هندوانو صفت يې کوي.

 

د يوې لږې مودې دپاره داسې ښکارېده چې بابر به دافغانستان نوى، معمار وي، مګر بيا فوراً د هند جاذبه خپل تاثير کوي او هلته په هند کې بابر د مغلو امپراطوري تاسيسوي. د دې چانس د تېرېدو څخه وروسته د افغانستان څخه ډېر ژر د داسې يو دولت شاته غورځول شوى ولايت جوړېږي چې مرکز يې په لاهور، ډيلي او آګره کې دى.

 

دا کرت بيا د دې حوادثو ثبوت د تاريخي آثارو په نشت والي کې دى. د عيسوي شپاړسمې پېړۍ په اخر کې او اوولسمه پېړۍ کې دا هېواد د دومره تاريخي آثارو څخه خالي دى، لکه چې په ديارلسمه او څوارلسمه پېړۍ

کې و.

 

او د دوو امپراطوريو سرحد له افغانستان څخه تېرېږي. د پارس صفوي امپراطوري او د هند مغولي امپراطوري. افغانستان د دې دواړو امپراطوريو په منځ کې تقسيم دى او يو بدبخته هېواد دى چې لښکرې پرې له يو خوا بل خوا چوراو چپاو کوي او د معمارۍ له لحاظه يوازې دا لاندې بناګانې ليدل کېږي: څاګانې چې د لارې په سر جوړې شوې، لکه په شمال کې او يا ځينې عسکري استحکامات لکه د هلمند په سرحد د بست جنګي کلا.

 

بايد د عيسوي اتلسمې پېړۍ انتظار وايستل شي، د دې دپاره چې يو داسې متحدونکى قوم سر راپورته کړيچې بالاخر نوي کارونه وکړي. د پارس او د هند د لويو امپراطوريو له ضعف څخه استفاده وکړى شي. ځان ازاد کړي او په ډېره لږه موده کې معاصر افغانستان په پښو ودروي.

مېرمنو او ښاغلو! ګورئ، کوم څه چې نن شپه ما ستاسې حضور ته عرض کړل، ډېرې ساده خبرې وې او زه عفوه غواړم، ځکه چې دا خبرې دومره نوې او تازه هم نه وې.

د دې ټولو وقايعو په بنياد کې يو مخصوص جغرافيايي موقعيت پروت دى. يو مخصوص جغرافيايي شخصيت چې نوم يې هندوکش دى.

 

د افغانستان د تاريخ اساسي خطوط زما په نظر درې دي:

 

لومړى: هغه طبيعي تمايل او استعداد دکوم په وسيله چې له هندوکش څخه د يو دولت د هستوګنې ځاى او يا لا اقل د ثقل مرکز جوړېږي.

 

او دوه وروستني خصوصيات د لومړي د تاثير او عملي کېدو مانع کېږي. يو له خصوصياتو څخه د هند جاذبه ده او بل دا دى چې افغانستان د تاريخ په ټولو دورو کې تر شپاړسم عيسوي قرنه پورې د شمال و خواته له ځانه څخه هېڅ دفاع نشي کولاى او شمال هغه خوا ده، له کومې څخه چې د تهاجماتو سېلابونه راځي، زه د هر چا نه ښه پوهېږم چې د دې اساسي خطوطو نوم اخيستل کومه شرح او توضيح نه ده، د بنیادي علتونو کشفول نه دي، بلکې يوازې مشاهدات دي. سره له دې هم په عمومي توګه دا د مشاهداتو تابلو ماته صحيح او درسته ښکاري.

 

طبعاً زه پوهېږم چې زما په دې خبرو ډېر انتقادونه واردېدى شي، ډېر مهم جزييات په کې داخيلېدى شي. که تاسو اجازه راکوئ، په نتيجه کې به زه په دې انتقادونو خبرې وکړم.

 

لومړى د تهاجماتو په باره کې: مثلاً تاسو ويلاى شئ چې چنګېز خان او ګوډ تېمور د يوې اوږدې سلسلې وروستني مهاجمين دي او تاسو مخکې ټول مهاجمين يادولاى شئ او ثابتولاى شئ چې دې تهاجماتو دومره مخرب تاثيرات نه درلودل، شک کولاى شئ چې وروستنيو تهاجماتو هم دومره فوق العاده شديد ناوړه تاثيرات نه درلودل چې زه ورته قايل يم. رښتيا هم زه پخپله اقرار کوم چې دلته يوه مشکله نکته ده چې ما په تردد کې اچوي. څه سبب دى چې د مغولو يرغلونه دومره شديد مخرب وچې د ترکانو او کوشانيانو يرغلونه نه وو؟ زه د دې حادثې په علت نه پوهېږم، مګر په غور ويلاى شم چې د دې واقعې څخه انکار نشي کېدى. کوم څه چې زه يې ويلاى شم، هغه دا دي چې مغولو نه غوښتل ښار نشين او مقيم شي. د هغوى ايډيال د يوې چراګاهي او صحرایي امپراطورۍ جوړول وو او حتى غوښتل يې چې زارع او مقيم قومونه بيرته د کوچيتوب حالت ته وګرځوي. حال دا چې مخکيني مهاجمينو د دې دپاره ښارونه نيول چې پکې واوسېږي او که څه خرابۍ به يې کولې، هغه به يې هم بيا ژر ابادولې، زراعت او ابياري يې ژوندي ساتل.

 

مغولو هر څه خرابول، هم ښارونه او هم نهرونه او مونږ دا مشاهده کوو چې د مغولو هجوم يوه لويه خطرناکه او مخربه صدمه ده چې دې هېواد ليدلې ده.

 

دویم انتقاد به شايد داسې وي: ما وښودل چې څرنګ افغانستان له ديارلسمې پېړۍ څخه تر اتلسمې عيسوي پېړۍ پورې بدو طالعګانو همېشه په مصيبت اخته کاوه. لومړى د چنګېز خان او تېمور لنګ هجوم او بيا د لويې تجارتي لارې انحراف. تاسو ويلاى شئ چې دا خصوصيت خو يوازې د افغانستان نه دی، بلکې پارس او عراق هم دفعاً د تجارتي لويې لارې څخه بهر واقع شول او څومره چې افغانستان د زړه سوي او ترحم دى، پارس او عراق هم دي. په دې خبره زه ستاسو سره هېڅ موافقه نه شم کولاى.

 

زه فکر کوم چې په اسلامي ټولو ممالکو کې يوازې افغانستان زياته صدمه ليدلې ده. پارس ټول سر تر سره نه و اشغال شوى. په جنوب غرب کې، حتى د مغولو په وخت کې، ځينې کوچنيو کورنيو، لکه په شيراز کې پادشاهي کوله او مغولو په خپل حال پرېښودل. دې کورنيو يې له کومې انقطاع څخه مدني ژوند او د اسلامي کلتور لوړو عنعناتو ته ادامه ورکړه. حال دا چې هم په دې وخت کې په افغانستان کې هېڅ هم نه و پاتې.

 

بل انتقاد هم کېدى شي چې مغول د لومړۍ مرحلې په شان تر آخره پورې کافر او مخرب پاتې نشول، بلکې مسلمان شول او اسلامي تمدن او تهذيب يې قبول کړ.

 

دا خبره رښتيا ده، مګر بايد په خاطر کې وساتل شي چې مغول په افغانستان کې مهذب نشول، بلکې په عراق او پارس کې، نتيجه دا شوه چې د عيسوي څوارلسمې پېړۍ په شروع کې، په هغه وخت کې چې ابن بطوطه دلته راځي او غېر له خرابو څخه بل څه نه ويني. د پارس په شمال کې د اسلامي تمدن يو رنسانس راپېدا کېږي چې مرکز يې د تبريز لوى ښار و.

 

کوم شى چې ما متاثر کوي، هغه د افغانستان دا مخصوص ناوړه سرنوشت دى، بايد په دې ناوړه سرنوشت پوه شو، ځکه چې په ډېرو مسايلو رڼا اچوي. په دې وسيله مونږ ته رامعلومېدى شي چې افغانستان هغه وخت چې په پښو درېږي، يعنې د احمد شاه دراني له سلطنت سره، د عيسوي اتلسمې پېړۍ له منځه، دا افغانستان څومره د تحسين او تمجيد وړ دى، ځکه چې حالت دې داسې ځاى ورسېږي چې په تاريخي زمانه کې ډېر ليرې پروت دى.

 

بالاخره تاسو به له ما څخه دا تپوس وکړئ چې اوسنى افغانستان د تېرې شوې زمانې په نسبت څه خصوصيت لري او د پخوانو بې دوامه لويو دولتو څخه څه فرق لري؟ زما په ګومان دا فرق ډېر لوى دى، ځکه په عيسوي اتلسمه پېړۍ کې لومړنى عامل چې ما پرې بحث وکړ، يعنې د هندوکش په هېواد کې د يو سياسي تمرکز خواته تمايل همېشه موجود او حاضر دي. ځکه چې هم د دې عامل له سببه افغاني دولت په دې عصر کې تشکيلېږي. مګر له بلې خوا دویم او درېيم عامل له منځه تللى دى. په اتلسمه پېړۍ کې هغه زمانې پاى ته رسېږي، په کومو کې چې مرکزي اسيا د کوچيانو او صحرا نشينانو مخزن و چې دوى د شديد او مطلق احتياج په بناء همېشه تيار ناست و چې په زراعتي هېوادونو هجوم وکړي او چور او غارت يې کړي.

 

او دویم عامل، يعنې د هند جاذبه؟ دلته بايد يو بل نوى عامل په نظر کې ونيسو او هغه په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د انګرېزانو حضور دى، په هند کې شک نشته چې د انګرېزانو راتلل او اوسېدل په هند کې د دې هېواد دپاره مفيدې نتيجې نه درلودې، ځکه چې دا هېواد د دوو جنګو سره مخامخ شو او د انګرېزانو اوسېدل په هند کې سبب شوچې افغانستان تر ١٩٢٢ع پورې د يوازې والي او جدايۍ حالت کې پاتې شو او د دې حالت څخه يې ډېره صدمه وليده.

 

مګر بې له کوم تعجبه ويلاى شم چې د انګرېزانو اوسېدل په هندوستان کې اقلاً يوه فايده وکړه. په اتلسمه او د نولسمې پېړۍ په شروع کې يې د هند جاذبه محدوده کړه. د نولسمې پېړۍ په دویمه برخه کې يې دا جاذبه پاى ته ورسوله. زه شرط کوم، که انګرېزانو په هند کې ځاى نه واى نيولى، نو هغو شاهانو، د جنګ سردارانو او اداره چيانو چې د نولسمې پېړۍ افغانستان يې جوړ کړ، د هند د جاذبې په مقابل کې به يې مقاومت نه واى کړى او هغه کار به يې کړى واىچې تېرو شوو سلاطينو کړى و. زه دلته مخصوصاً د امير عبدالرحمن ستر شخصيت ته فکر کوم. دى د معاصر افغانستان رښتينى جوړوونکى دى. څرنګ چې د هند دروازې تړلې وې، نو ده ځان داخلي فتوحاتو او د هېواد يو ځاى کولو ته وقف کړ. د يوې پولادي ارادې په زور، د يو نه ستړي کېدونکي همت او جرات او د تحسين وړ ذکاوت او تېز بينۍ په وسيله يې دا کار پر مخ بوته. په دې باره کې چې کوم مهم او فوق العاده سند شته هغه د ده يادداشتونه او شرح حال دى. په حقيقت کې دا د هېواد د راټينګولو او تثبيتولو کار په تېرو شوو زمانو کې ممکن نه شو، ځکه چې له اندازې څخه زيات پراخ والى يې مانع کېده او همدا کار د افغانستان د نولسمې پېړۍ ستر مؤفقيت دى. نن مونږ د دې موفقيت نتيجه وينو چې هغه: معاصر افغانستان دى.

-
بېرته شاته