Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د سولې لمونځ
[12.Apr.2022 - 14:24]دشور د ژوند ژغورنې چې د پېغلې "وړانګې"اورمه
مړ نه یې په قبر باندې غږ د " ارمان " وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
مات د جنګ صفونه کړم د امن اعلان وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
جنګه د اويا حورو سردارې دې سرتورې کړې
جنګه نور مې پريږده چې لږ رحم په ځان وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
ذکر د یو ښکلي مې په هر ایت کښې لوستی دی
ځمه چې خبره پرې د خدای او جانان وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
ښار مې ادیر شوه ادیره تر ښاره لوېه شوه
نور به په پردي جنګ کې لا څومره تاوان وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
شور د ژوند ژغورنې چې د پېغلې "وړانګې"اورمه
مړ نه یې په قبر باندې غږ د " ارمان " وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
خدای به مې درویش روښانه غیږ دسولې ډکه کړي
غږ د پېغلتوب به یې په هر یو افغان وکړمه
څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه
Darwish Rokhan
درویش روښان