روه، روهیله او
[25.Nov.2021 - 04:08]روه ، روهیله او رو هیلکهنډ / ډاکتر لطیف یاد
------
۱-روه :
دا هغه نوم دی چې په منځنیو پیړیو کې دافغانانو هیواد ته ویل کیده . روه دافغانستان ،پښتونخوا ، سهیلي پښتونخوا او دیره جاتو سیموته چې افغانان پکې میشته وواطلاق کیده .
سکاټلینډي مورخ مونسټوارت الفنسټن( ۱۷۷۹- ۱۸۵۹ زیږدیز) په خپل اثر دکابل سلطنت بیان کې دروه په اړوند وايي چې دا کلمه په پنجابي ژبه کې د غره معنا لري اوده په ځيني انګريزي کتابونو کې ليدلې ده ،خو اوريدلی يي نه ده. دی وايي چی افغانانو ته دانوم د هغو کتابونو له لارې وررسيدلی دی چې په هند کې ليکل شوي دي.(۱)
انګریز ختیز پیژندونکی او ګرامر پوه هینري جیورج راورټي( ۱۸۲۵- ۱۹۰۶ زیږدیز ) دروه په اړوند وايي چې هر څوک چې په ديره جاتو کی ديره شوی وي هغه ته به روه د خپل کور ديوه لوښي ياکالي په شان آشنا نوم وي.
هینری والټربيلیوچې دافغانستان دتوکمونو په نوم کتاب یې لیکلي بيا وايي چې هنديان د افغانانو ملک روه بولي او روه په هندي ژبه کې د غره معنا لري اودروه اوسيدونکو ته روه والا ياروهيله يعنې دروه اوسيدونکي وايي. (۲)
سراولاف کیرو وايي : دروه کلمه چې دافغانانو د ملک یا هیواد په معنا کارول شوې ده په جنوبي پنجابي ژبه کې د غره معنا لري او د ملتان او ديره جاتو د بلوڅانو قبايل يې هم کارو ي . )(۳)
تر ټولو نه پخوانی لیکل شوی سند چې دروه نوم پکې ليدل کیږي هغه تاريخ داؤدي دی چې عبدالله له کال ۱۵۷۵ نه تر کال ۱۵۷۶ ميلادي پورې تأليف کړی دی،نوموړی دهند دمغولي واکمن جهانګیر معا صر و .ماددې مقالې لیکوال دغه اثر ژباړلی دي او په کابل او پیښور کې چاپ شوی دی. عبدالله دروه نوم د شيرشاه د حالاتو د بيان په ترڅ کې يادوي او ليکي: (کله چې سلطان بهلول واکمنۍ ته ورسيد، له روه نه يې چې د افغانانو ټاټوبی دی، ډير افغانان راوغوښتل او د فريد نيکه چې نوم يې ابراهيم و، له روه نه هندوستان ته راغی.) (۴)
د هند د مغولو د عصر ډيرو نورو مؤلفينو هم د روه نوم ياد کړی دی. يو له دغو مؤلفينو نه عباس سروانی دی چې تاريخ شير شاهي يې له کال ۱۵۷۹ زیږدیز نه لږ څه وروسته ليکلی دی. دی روه د افغانانو د ملک په توګه په مکرر ډول يادوي او يو ځای د هغه فرمان له يادولو نه وروسته چی ملک بهلول هند ته د پښتنو مشرانو وربللو لپاره صادر کړی دی ليکي: (کله چې دا فرمان ورسيد افغانان د روه له ټولو برخونه ډلې ډلې هندوستان ته راغلل. (۵)
خواجه نظام الدين احمد هم چې طبقات اکبري يې له کال ۱۵۹۲ نه تر کال ۱۵۹۴ پورې ليکلی دی د روه نوم اخلي او ليکي: (کله چې سلطان بهلول لودي ځواک ترلاسه کړ ډير زيات شمير افغانان يې له روه نه چې د افغانانو ملک دی، راوغوښتل) (۶)
په تاريخ فرشته کې چې مو لف یې محمد قاسم هندوشاه اوپه ۱۶۰۹ زیږدیز کال تالیف شوی دی هم د روه نوم په مکرراوپرله پسې ډول ياد شوی دی. يو ځای راغلي چی (دسوريانو د کورنۍ يو غړی د روه په افغانانو کې ميشت شو.) ((۷)
خواجه نعمت الله هروي هم د روه کلمه بيا بيا نوم اخیستی ده او يو ځای د سلطان شهاب الدين د سوبو او فتوحاتو دبيان په ترڅ کې ليکي چې(درې يم وار يې د افغانانو د قبايلو دولس زره سواره له ځان سره راوستل..سلطان شهاب الدين دا خلک د روه په غرنۍ سيمه کې ان د ملتان تر سرحده آباد کړل. (۸)
خو داچې روه کومه سيمه ده ؟ په دې باره کې هم په هغو آثارو کی چه د بابر له زمانی نه رادی خواته په هند کی ليکل شوی بشپړ صراحتونه شوی دی، خو تر ټولونه پخوانی اثر چه د روه تعريف پکې ليدل کیږي هغه بيا هم د عبدا لله (تاريخ داؤد ي) دی. په تاريخ داودي کې يو ځای راغلي چې (دروه دسیمې پلنوالی او اوږدوالی دباجوړ او سوات نه نیولې تر سیوۍ پورې چې دبهکر له توابعو نه ده او دحسن ابدال نه دکابل او کندهاره پورې دی او هرڅومره سیمې چې په دغه مینځ کې پرتې دي هغه دروه په نامه یادیږي )(۹)
د نظام الدين په طبقات اکبری، دمحمد قاسم په تاريخ فرشته او د نعمت الله هروی په مخزن افغانی کې هم همدی ته بيخی ورته تعريفونه راغلي دي. (، خو نواب محبت خان بړيڅي، چی رياض المحبت يی په کال ۱۸۰۶م کی ليکلی او پدی برخه کی اصولاً د زياتره صلاحيت خاوند دی،روه يو ستر ملک بولی او ليکی چی (د شرق په لور ترکشميره او د غرب په لور ترهير منده( هیلمنده ) چی ددوه نيمو مياشتو مزل دی، امتداد لری; دشمال په لور ترکاشغره او د جنوب په لور تر بلوچستانه امتداد لری; دا دافغانانو هيواد دی او افغانان پکې میشت دي) (۱۰)
. موږ دروه د کلمې څرک په پښتو ادبیاتو کې هم لیدلای شو ،لکه دستر خوشال بابا زوی اشرف خان هجری چې روهي تخلص یې هم کاوه او دجنوبي هندوستان د ددکن دبیچاپور په جیل کې د هند دمغولي واکمن اورنګزیب له لاسه بندیوا ن و دابیت :
(قاصدان له روهه نه راځي مدت شو – سلام باد رارسوي منت یې تم دی)(۱۱)
یعنې ډیره موده وشوه چې قاصدان دروه دسیمې نه زما پوښتنې ته نه دي راغلي.نو ددې بیت نه هم جوتیږي چې په هغه وخت کې دپښتونخوا او اوسني افغا نستان نوم روه و.
په بل ځای کې اشرف خان هجري دروه په اړوند داسې وایي:
یا د زړه باز يی تل د روه پر ځمکه ګرځی
که هجری په دکن ناست خالی بدن دی
کا ظم خان شیدا وایی:
په هندي ادا یې وکړې په ما چارې
زه شیدا په زړه ساده دروه افغان یم(۱۲)
کاظم خان شيدا وايی:
په زړه می ګرځی د غرونو څوکې
حملې د بازو د زرکو کوکې
ووايه څه کا د روه نسيمه
ګيرا منګولی زيبا مښوکې (۱۳)
خوشحال خان په ډيرو فارسی اشعارو کی ځان روهی بولی.
چه شرابيست اين که روهی را
به يکی جرعه بی خبر کردی (۱۴)
۲-روهیله: داتلسمې زیږدیزې پیړۍ په لو مړیو کلونو کې دافغانستان او پښتونخوا له سیمو نه ډیر شمیر پښتانه چې په دوی کې یوسفزي ،بړیڅ : مندړ،یوسفزي ، اپریدي ، خټکاو نور پښتانه هم شامل وو دهند داتهراپردیش دکټهیر سیمې ته لاړل اوورپسې یو زیات شمیر پښتانه د اورنګزیب په پو ځو نو کې شامل ( بر تهي ) شول، ځکه پښتانه په جنګي تاکتیکونو او چلونو ښه پو هیدل. خینې نورپښتانه هم داتلسمې بیړۍ په نیمایې کېله افغانستان او پښتونخوا نه دکټهیر سیمې ته ولیږدیدل چې په دوی کې خټک ، اپریدي ،دراني ،غلجي ،تنولي ،ترین ،کاکړ او مروت هم وو. ددې لپاره چې دغه پښتانه دروه یا افغانستان یا پښتونخوا له سیمو نه هلته لیږدیدلي وونو هندیانو به دوی ته روهیله ویل.رحمان بابا وايی :
په امید دزلفو ونښتم په دام کې
روهیله وم ساده دل په هندوبار ګډ(۱۵)
۲- روهیلکهنډ :
کله چې دروه دغه روهیله پښتانه په کټهیر کې میشته شول نو وروسته ددوی سیمه درو هیلکهنډ په نا مه سره یاده شوه چې دهند داتهر پردیش په رو هیلکهنډ کې ددوی مشهورې سیمې په لاندې ډول وې : مراد آباد ،آنوله ،شاهجهانپور،رامپور ، بریلي ،بدایون او نجیب آباد او ددوی دریاست دارالخلافه یا مرکز بریلي و. ددغو روهیله پښتنود سترو نوابانو نو مو نه دادی : نواب علی محمد خان ،نواب سعدالله خان،نواب فیض الله خان ،نواب محمد علی خان ،نواب غلام محمد خان ، نواب محمد سعید خان ،حافظ الملک حافظ رحمت خان، نواب نجیب الدوله .
دغه روهیله پښتانه وروسته دومره پیاوړي شول چې د(۴۰۰۰۰ ) زرورو هیله پښتنو یو پیاوړی پوځ یې درلود اوکله چې ابدالی احمدشاه بابا په (۱۷۶۱ زیږدیز کال ) دمر هټه وو سره دپاني پت په مشهور ډګر کې جګړه وکړه نو روهیله پښتانه سردارن لکه نواب نجیب الدوله او حافظ الملک حافظ رحمت خان دد ه مرستې ته ور ودانګل..
بایدزیاته کړم چې دغه روهیله پښتانه اوس هم دهند داتهربرادیش د روهیلکهند په سیمه کې شته او دوی هلته درو هیلکهنډ په نامه يو پو هنتون هم لري.همداراز د هند دپلازمیینې ډهلي ته نږدې د اورګاډی یو تمځی( سټيشن ) هم دسرای روهیله په نامه سره یادیږي(۱۶)
---------------------------------------------------------------------------
ددې مقالې په لیکلو کې مې دلاندنیو کتابونو نه ګټه اخیستې ده :
۱-مونټ سټوارټ الفنستڼ ، دکابل سلطنت بیان ، دافغانستان دعلو مو اکیډیمۍ چاپ .
The races of Afghanistan: By Henry Walter Bellow, London, 1880-2
The Pathans By : Sir Olaf Caroe , London -3
۴- داودي تاریخ ، دعبدالله لیکنه ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ، ۱۷۷ مخ ، ۲۰۰۷ کال ، دپيښور چاپ .
۵- تاریخ شیرشاهي ، دعباس سرواني لیکنه ،دارواښاد ډاکتر دولت محمد لودین ژباړه دکابل چاپ
۶- طبقات اکبري ، دخواجه نظام الدین اخمد لیکنه ، دهند چاپ .
۷- تاریخ فرشته ، دمحمد قاسم هندوشاه لیکنه ، دهند چاپ
۸- مخزن افغاني ، دخواجه نعمت اله هروي لیکنه ، دهند چاپ
۹- تاریخ داودي ، ۱۷۷ مخ.
۱۰- ریا ض المحبت ، دنواب محبت خان بړیڅي اثر ، دهند چاپ ، ۱۸۰۶ کال
۱۱- داشرف خان هجري دیوان
۱۲- دحمید مومند دیوان
۱۳- دکاظم خان شیدا دیوان
۱۴- دخوشال بابا فارسي اشعار
۱۵- درحمان بابا دیوان
۱۶- دروه ، روهیله اوروهیلکهنډ په اړوند د(لطیف یاد ) یا دداشتونه