(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مردان ته ولې

[05.Jan.2022 - 10:29]

مردان ته مردان ولې وائي ؟

لیک: مولانا جانزیب

مردان د پښتونخوا د پښتنو ستر تاريخي ښار دې د مېلمستيا په ځانګړتيا ېاد دې  دا جغرافيه په زرګونو کلونو پخوا تاريخ کښې د ،پشکلاوتي ، او ګندهارا برخه وه دوه زره کاله پخوانې د علم مرکز ، هنډ او سلاتوره اوسنې لاهور  ښار هم ورته جوخت وو  ،  ددې خؤاشا د بدھ مت تهذيب ستر غونډونه وو په نزدې وخت کښې د پېښور سره تړل شوې وه په 1937 کښې د ضلعې ،پوړۍ ، او بېا  ډويژن ،  کړې شو اوسنې مردان چې په کمه جغرافيه خور دې نو په تاريخ کښې پدې جغرافيه کښې نور هم داسې ډېر ځائينه دي چې د مردان نه هم ډیر تاريخي ېاد لري خو اوس په انتظامي چوکاټ کښې د مردان برخه ګنړل شي مردان د قامي تحريک خدائي خذمتګارو تراوسه لوېه مورچه ده ډېر قامي مبارزين پکښې تېر شوي ستر عالم دين او قرآن پوهه  مولانا عبدالسلام رستمي هم د مردان وو چې  په پښتو ژبه ئې د قرآن ېو ستر علمي تفسير  احسن الکلام هم ليکلې په اوس وخت کښې د امير محمد هوتي نمسی حېدر خان هوتي او حماېت الله ماېار ئې د سیاست د لارې په پرمختګ او خذمت کښې ډېر ېاد دي .

 د ايسپزو سره ېو شمېر پښتنې قبيلې پکښې اوسي ګوجر هم پکښې مېشته شته  د منشي ګوپال داس ترمخه په 1865 کښې د ايسپزو د څانګو څه 245000 وګړي په مردان کښې مېشت وو دا شمېر ځنې ليکوال نهه لاکه ښائي  د مردان نوم  زرونه کاله پخوانې دې  ډاکټر ضياء الله جدون په ،  تاريخ مردان ، کښې ددې ښار د نوم په اړه ېو شمېر ممکنه توجيهات ليکي  ! 

مهاتما بدھ دوه نيم زره کاله پخوا نه خپلې سترګې پدې سيمه کښې خپل ېو مريد ته ډالې کړې وې ځنې رواېات د هغه د زېږون سيمه هم دا ښائي  چې ، آمردان ، ېعنې نه هېرېدونکي پېښه سره ،مردان ،ېاد شوې .

د تاريخ پېښور ترمخه د ، بړېڅ قبيلې ، ېو څانګه ، مردان زئي ، دلته کښې مېشت پاتي شوي ځکه دې سيمې ته مردان وائل شوې .

 مردان خان په په نامه ېو شمېر ېاد خلک دلته تېر شوي لکه قاضي اثر صېب وائي دا سيمه په 1000 ھ کښې مردان بن علي علي زئي مندړ ودانه کړې وه   دغه راز  ،مردان کاکړ  ، ملک مردان خان ايسپزئې ، مردان علي غلجې  ، علي مردان ،   جمعه دار مردان خان ، مردان خان مشهدي ،پير مردان علي شاه ، وغېره هم پدې خاوره ېاد خلک وخت په وخت تېر شوي  .

بل رواېت دادې چې دا نوم د ايسپزو د ،مندڼ ، په نسبت مردان شوې ځکه ايسپزئي ددې سيمې بومي خلک دي .

بل رواېت دادې چې راجه سدوم ېا مهاتما بدھ هم  د دروېشې اختیارولو سره  د خپل پلار ورکړې ،هاتهي ، پدې سيمه کښې ، دان ، ېعنې خېرات کړې وو چې په ،امردان ، ېعنې همېش ېاد خېرات ، سره مردان شوې ددې نه وړاندې ددې سيمې نوم ،کالنګه ،وو کاټلنګ هم دغه نوم ته نزدې دې دغه راز د شهباز ګړهۍ زوړ نوم 280 ق م کښې  ،ورشاه پوره ،وو سدهم سيمه اوس هم په مردان کښې شته او دا تاريخي متل چې سودم ته شين دې اوس هم وائل شي چې پخوا به د سودم په لور په کتلو سره به چې آسمان شين وو نو خلکو به تې د تلو نېک فال نيولو  .

ګهړۍ د پښتو ،وۍ ،دې هغه ځائې ته وائي چې په جوره کښې چاپېرګېر وي لکه په ګټو کښې چې کم قتې وي اوبه پکښې غونډې ګېرې وي ېا هغه ځائې چې لکه د ېو قلا په ديوالونو غرونو کښې ګېر وي  ګهړۍ معنا ده ، قلا ، ېعنې هغه ځائې چې د استوګنې ځائې وي لکه  دا شعر

نوخطان دې وار خطا له غمه نشي

د سپوږمۍ نه چاپېرېږي ،ګهړۍ ،شپول .

د معشوق د خط د سپوږمۍ نه تاؤ شپول سره د تشبيه په اړه موشګاف حميد ماشوخېل هم څه داسې وائي

مهرویان کله خپلېګي ټول د چا

تر سپوږمئ چاپېره کېګي شپول د چا.

د سپوږمۍ په شپول کښې ېو نکته دا هم ده چې شپول د باران هيله هم وي چې دغه ممکنه باران د عاشق داوښکو سره استعاره تخيلېه ده.

د مومندو په خوئېزو کښې هم ېو سيمه ده په ، ګهړو ، ېادېږي دغه ځائې هم لکه د قلا د غرونو په دېوالونو کښې ګېر او لکه د بلورو د ،پيل ، ژور پروت دې .

ېو رواېت د شهباز ګړهۍ د نوم په اړه دادې چې دا نوم  څه پينځه سوه دېرش کاله پخوا د ېو ګمراه پير په نوم ېاد شوې چې د ،سيد احمد محمود ،  چې نېک سړې وو دهغه نه پس ئې ځان پير کړو خلک ئې بې لارې کول  بابر په تزک بابري کښې هم ددغه پير ذکر کړې د ستړو ځائې شهباز ګړهۍ په اړه وائل شي چې دا ډېر پخوانې نوم دې ځکه چې شهباز ګړهۍ  د مېنځنې ايشيا نه د باجوړ سوات نه وړاندې د هند په لور په  لوېه سوداګرۍ لار پرته سيمه وه  په اتهه ډېرو ودان ښار وو د هر لور نه به چې د سوداګرو ، جوپۍ ،راتلې نو ځان بې شهباز ګړهۍ ته رارسولو او دمه به ئې کوله ځکه د دمه ځائې په وجه دا متل شو چې د ستړو ځائې شهباز ګړهۍ وي .

 دغه راز شهباز ګړهۍ په هر وخت کښې په جنګونو کښې به هم تباه کېدله نو دا متل هم پکښې ېاد شوې  ( چې شهباز ګړهۍ څومره ورانه شي هغومره ښه ودانه شيځکه مرکزي ځائې وو د جګړو نه پس به بېرته ودانه کول شوه چيني سېل ګر ، هيونګ سانګ ، په اوومه پېړۍ کښې ددې سيمې ېاد په ، ورشا پوره او پولو شاه ،سره کړې چې دغه وخت دا ېو ودان ښار وو  ډېر لرغوني آثار هم پکښې موندل شوي اشوک اعظم هم پخپل وخت 256 ق م  کښې شهباز ګړهۍ ته راغلې وو ډېر ډبرين لیکونه ئې هم پريښي وو ېو ستر مندر ئې هم جوړ کړې وو  په ېو اسطوري رواېت کښې د مهاتما بدھ زېږون هم دلته ېاد شوې  د محمود غزنوي نه په ماتې سره هم هندو پښتون باچا جې پال ځان دلته په کوټه کښې د ماتې د پېغور لاسه پخپله سیزلې وو  .

د مردان نورې هغه سيمې چې لرغوني آثار پکښې موندل شوي لکه ،تخت بائي ،جمال ګهړۍ   ، سري بہلول، سازودین، کامران، ،سلیم خان،  ګل پورډھېرۍ، یوسف باچا ډھېرۍ، ډمامو ډھېرۍ، سلاری کلې، سلېمان ډھېرۍ، ہندوکلې، چوہاډھېرۍ .

د ګهړۍ سره ېو شمېر نورې سيمې هم دلته ېاد دي لکه ، بالا ګهړۍ ، جمال ګهړۍ ، ګوجر ګهړۍ ،  بالول ګهړۍ  ،  ګهړي کپوره ، وغېره .

په 1870 کښې د قديم تاريخ مردان ترمخه په لوند خوړ مردان کښې د پښتنو دا خلک مېشت وو ايسپزي  . خټک ،اتمانخېل  . .  شلمانيپاپیني. اورېا خیل. اعوان . کاکړپراچه روانړي  نجارمندوخېل .سواتی . ماموند کاکازي ،  ملاګوري.    ساغري . سوکن والمومند . مشکيمحموديبونېروال . پیر خېل  . پېډان خېل ګوجر.   کټان خېل ګوجر. کټوريباغوانان . کشمیري  ، خویشکي، بافندہ(جولاګان) حسن زئي هوتيحضرزي سید ، شېخان  پیرزادګان. دلازاک  بدېجي .باجوړيمیراسي .لوہار. نائي. باغوانانپکي خېل.ثبت خېل. هنسه خېل ،ساغري. بړي.

وغېره وغېره

  مولانا خانزېب

..............

مردان ته مردان ولې وائي ؟

لیک: مولانا جانزېب

  مولانا خانزېب.

.............

د پښتنو جغرافيه .

لکه موج په بېلتانه کښې زما زړه وهي له سترګو

پدا موج کله بهېږي جېحون هسې سېحون هسې

صدر خان خټک .

قام په جغرافيه خپله خاوره کښې جوړېږي خپل وجودي حقيقتونه غواړي تاريخ د قام په برکت ليکل شي قام پخپل کلتور ژبه ژوندې پاتې کېږي  د ېو قام جغرافيه فطري وي دا په زور نه جوړېږي هم دغه لامل وو چې ختيځ پاکستان پاکستان پاتي نشو بلکې خپل اصل چې ،بنګاليت ،وو هغې ته په قامي تکل ستانه شو .

د پښتنو فطري جغرافيه چې د بې سارې قذرتي شتمنو وسائلو ډکه ده هغه ده چې په کم باندې  د احمد شاه بابا واکمني پاتي شوې د پښتنو جغرافيه په هر وخت کښې د نړۍ د زورورو د تالاړکونو په ېرغل کښې ښکېل پاتي شوې په رياستي بنړه کله وړه او کله غټه شوې خو دغه هرڅه د وخت سره تم شوي او پښتانه بېرته پخپل قبائليت کښې خواره واره آزاد پاتي شوي .

د نړۍ دوه قوتونو د پښتنو جغرافيه او قاميت تر اوګد وخت په جبر مات کړې ېو مغل او بل پيرنګ خو کم دوام داره ماتوالې د پښتنو د قاميت او جغرافئې چې پيرنګي کړې کم اوګد مهاله زيانونه ئې تراوسه پدې خاوره پريښي او د پښتنو د خپل مېنځي کمزورو له کبله هغه حقيقتونه جوړ شوي نو هغه د پيرنګي پرېکړې او د هغه د  تګ لارو تسلسل دې .

د نړۍ په سر ډېر قامونه نن هم مات پراته دي لکه عرب کرد شمالي سويلي کوريا د ډېرو ماتوو قامونو مات ګډ رياستونه هم شته او ځنې لکه د کردانو د درې کروړه وګړو سره بې رياسته درپه در خاورې په سر وي د پښتنو رياست هم د نړۍ مارو د جاخو د لاسه کله وجود ته راغلې او کله لکه د اوس وخت پشان د سقوط سره مخ شوې خو پېاوړې پرمخ تللې او ميثالي کېدو ته کله هم نړۍ والو او ګاونډېانو نه دې پريښې .

د نړۍ دغه نور مات رامات قامونه  د خپلې جغرافئې د ماتوالي سره د دومره بدبختو ښکار نه دي لکه څومره چې پښتانه ښکار دي شائد چې ددې لوئي لامل دا وي چې زمونږ ،دانشورانه ذهنيت او تنقيدي شعور ، ډېر ټيټ پاتي دې زمونږ اېکېډېمک توان ډېر ژوبل شوې ضعيف پاتي شوې زمونږ دانشور اديب ليکوال سياست مدار  د منافقت ښکار پاتي شوې او د حقيقتونو په ځائې د خوبونو په ټالونو  کښې ډېر ځانګلي دغه کنګل ماتول که هرکله وي زمونږ د اجتماعي حافطې په زور ماتول به زمونږ لوېه برېا وي د افغانستان دننه د احمد شاه بابا نه پس رياست کله هم د اولس په باور ندې پاتي شوې تراوسه پورې هرڅه د خپلې ټولنې د کره کتنې په ځائې د بارنو قوتونو په چشمکو کتل کېږي د تېر شل کلن دور واکمن هم ېو پړسول شوې پونړکې وه زياتره پکښې د ډالرو د غلا په اراده د ارګ په نرمو بسترو کښې په تشو خبرو د تربورانو د زور ماتولو په ارمان پراته د تېښتې په تکل ناست وو د تېښتې د ټکټونو سره هر وخت به ئې په ېو جېب کښې تذکره او په بل کښې ،ګرين کارډونه ، پراته وو دداسې دووثو سره قامي رياستونه کله هم نه جوړېږي نه پاتي کېږي  .

د پښتنو ماته جغرافيه سره ېو کول قامي وحدت دې دغه د وحدت راز په يورپ مېشت ګنړو قامونو موندلې د ګنړو رياستي اکاېانو سره ئې ځانونه د اقتصادي توان لپاره لکه د ېو قام پېللي رياستونه هله ماتېږي سقوط کوي په ضد ئې قامي مبارزه پېل کېږي چې د اولسونو په حقوقو قابض شي او خپلې پنګې د بې وزله قامونو په خاوره د دوام داره جنګونو په زور په جنګي اقتصاد پسې غوټه کړي .

رياستونه د وګړو او واکمنو ترمېنځ ېو سماجي تړون وي په خاوره وګړو او اقتدار اعلی باندې ټول ارتکاز ئې قذرت وي  د اولس د ښېګړو نه پرته ورته بل هيڅ تقدس نه وي حاصل رياستونه جوړېږي ماتېږي خو قام کله هم نه ماتېږي رياست ېو معروضي حقيقت او قاميت ېو نه ختمېدونکې قائم بالذات ستر حقيقت دې په ېو رياست کښې هم ګڼ قامونه سره ژوند کولې شي او په ځانګړي رياست کښې همخو د قام پرېکون هله بوګنؤنکې شي چې کله د قاميت د ماتولو لپاره ارادي هڅې جوړې شي چې په نتيجه کښې دغه قام د بدامنو او وژونکي فقر سره لاس ګرېوان شي محرومیت اوزېږول شي نو بېا لازم شي چې د غريب شړۍ شلول شي نو د زورور شال هم خري وري کېږي .

 اتلسمې پېړۍ نه د صنعتي انقلاب سره د قامي ماډرن رياستونو تصور په جوړېدو شو او د شلمې پېړۍ په نيمائي کښې سر ته په بشپړ ډول اورسېدو د پښتنو په جغرافيه کښې د نړۍ په سر د رياست تشکيل د احمد شاه بابا په ټاکلو 1747 کښې شروع شو خو د بده مرغه دغه  ټولنه درې پېړۍ په قبائلي ساخت د پاتي کېدو له کبله د رياست د تشکيل دغه تصور لا نن هم خام غېر مترقي او نيمګړې پروت دې .

پښتانه په حېث د قام څنګه او کله وجود ته رالل ؟  پښتو کله ژبه شوه ؟ د پښتنو خپله فطري جغرافيه کمه ده ؟ مونږ د تاريخ په چاپېريال کښې څومره خپل وېش زغملې شو ؟ 

 دا هغه پوښتنې دي چې د کوټلي مستندو حقيقتونو پرته جواب ورته وائل ډېر ګران دي خو ناممکن نه ! ځکه چې تر څو مونږ د خپل تېر وخت نهد خپلې جغرافئې نه ! د خپل قامي غورځو پرځو لوېدو پاڅېدو نه ځان نه خبروو حقيقتونه مخې ته نه راوړو تر هغې به زمونږ د قامي مسئلې ټاکل ستونزمن لانجمن عمل وي.

پښتانه د آرياؤ په نسل کښې د ،مرکزي باختر آرئين ، قبيلو زاؤزاد دې د خپلو ځانګړو قبيلو سره د  ساکانو ټبرونه هم پکښې مدغم شوي وخت په وخت د نړۍ د ډېرو نسلونو خلک هم ددې قام برخه شوې ځانته ئې جذب کړې او پښتانه کړي دي د يونس سېټهي د څېړنې ترمخه په پښتونخوا کښې 53 سلنه ټبرې خپلې  په 47 سلنو کښې 27 سلنه پښتانه هم نه دي او 20سلنه نسلا غېر پښتانه دي.

پښتانه د آرياؤ د وخت په وخت کوچېدو هجرتونو نه پس څه په اتهمه قبل از مسيح پېړۍ خؤاشا کښې په حېث د قام د ډېر ارتقائي عمل نه پس جوړ شوي کله چې ګڼ قامونه سره په ېو ټاټوبي کښې راغونډ شو  د قاميت په تړون سره پېلل شوي د پهکت په تړون ، پکتون پکتين  پښتون پشتين دې او پکتيکا لوېه پښتنونخوا

د لوئې پښتونخوا په نسبت پښتونخوا هغه سيمه ګنړل شي چې په کمه  قامي جرګه کښې په بنو کښې په  21 د جون 1947 کښې د هند او افغانستان ترمېنځ د ېو جلا پښتون قامي رياست پرېکړه ليک شوې وو روستو د پښتونستان تصور هسې ېو سراب وو چې د قامي مقدمې نه زيات د رياستونو د خپل مېنځنې خړاؤو په ډغرو کښې ېو هيولاتي تصور جوړ شوې وو د باچاخان او پښتنو سياست مدارو تګ لاره د پيرنګي د تلو نه پس د چاپېريال په پېښ معروضي حقيقتونو کښې ېو غوره سياسي تګ لاره مالومېږي  .

ارواښاد پوهان حبيب الله تږې پخپل کتاب  " پښتون"کښې د پښتو ژبې په اړه وائي ! چې ژبپوهان د پښتو ژبې  پېژنګلو باره کښې درې ډلې شوې دي ېوه ډله پښتو د هندي ژبو سره نزدې ښائي  بله ډله ئې د اوستا خپلوانه بلي او درېمه ډله ئې د دواړو ژبو ترمېنځه ژبه بولي ۔ 

که د پښتو ژبې په سمه توګه ساينسي ميتود سره جاج واغستې شي نو مالومه به شي چې دا ډېره زياته لرغونې ژبه ده او ډېرې ژبې د دې له کوکه زېږدلې دي ۔ 

د پښتو ژبې او پښتون نسل پېژنګلو کښې يوه ستره ستونزه دا رامينځته شوې ده چې دغه دواړه څيزونه مورخينو او ژبپوهانو د ساکانو د دويم مهاجرت سره تړي دي چې دا بلکل ناسم او بې بنېاده خيال دې پښتون او پښتو ژبه د هغه وخت سره تړاو لري کله چې پنځه زره کاله پخوا په اول وار ساکان  اباسين او د هند په لور  اووتل ۔

پښتانه او پښتو په کم خاص وخت کښې وجود ته راله په تاريخ کښې لکه د ډېرو پوښتنو سره ددې هم جواب نشته ځکه هر ټولنيز عمل په ېو آن کښې نه ! بلکې د ډېرو وختونو په تېريدو سره وجود ته راځي هم دغه حقيقت د ژبې او قاميت شاته هم وي البته د پښتو پښتنو او د دوئې د جغرافئې په اړه مونږ ته په زرګونو کلونو وړاندې د پښتنو وجود په بشپړ ډول په لاس راځي خو دا دوه پوښتنې بېا هم نه جواب کېږي چې دا قام زرګونه کاله لرغونيت لري نو ،لرغوني آثار ، ئې کم دي ؟ دغه راز د محمود غزنوي په وخت کښې د حسن مېمندي نه وړاندې د پښتو ليک دود او زمونږ علمي آثار څه شو ؟ آېا داسې خو نه ده چې پښتو د محمود غزنوي نه وړاندې هډول د ليک ژبه وه نه ؟  د دؤېمې پوښتنې د جواب په اړه علامه حبيبي داسې وائي ! د ،بېستون دډبر ليک ،نه څرګنده ده چې د ،دارا يوش ، د وخت سره اړيکه لري  د پښتو د ليک دود ړومبې خط مېخي وو څه وخت پس آرامي ليک دود شو چې د پښتو ليک دود بنېاد ګنړل شي  لامل ئې په ګندهارا کښې د ځنې سامي قبيلو استوګنه وه مونږ دا وائلې شو چې دغه وخت دغه ليکونه به په پښتو کښې وو په آرامي ليک دود پسې ،خروشتي ليک ،مخې ته رالو کله چې سکندر يوناني د هخا منشېانو واکمني ختمه کړه نو د يونانيانو د واکمنې په وجه دلته يوناني ليک دود مروج شو دغه يوناني ليک دود تر 1000ز پورې رواج وو چې د محمود غزنوي په وخت کښې حسن مېمندي او شېخ ابو الفتح  پښتو په عربي ليک دود واړوله پښتو کله په نسخ کله په نستعليق کښې ليکل شوه خو اوس ئې د نسخ بنړه خپله کړې .

ژبه د ېو قام پېژندګلو او د قام د ژوند د ټولو اړخونو مهم بنسټ وي. د ژوندي قامونو ژبې تل ژوندۍ وي ځکه چې د قامونو د تاريخي ژوند ثبوت د هغوئې د ژبو ادب، کلتور او تعليم وي د نړۍ د لوېو تهذيبونو په لوئي والي کښې د هغوئې ژبو ډېر مهم رول لوبولى دې د همدې بنسټ په سبب په نړۍ وال کچ د مورنۍ ژبې اهميت او ضرورت منلى شوې دې ځکه چې د مور غېږه د هر انسان د زده کړې لومړى ښوونځى او مورنۍ ژبه ئې لومړۍ زده کړه ده. د نړۍ د پوهه او پرمخ تلليو قامونو لپاره دا خبرې اوس زړې او د بحث ضرورتمندې نۀ دي خو زمونږ ټولنې چونکې د ناپوهۍ، نا اهلۍ، بې لارې سياست او د قامي شعور د نشتوالي له کبله هغه د چا خبره د زمکې نه تر بلۍ د ارتقاء سفر هم  نۀ دى کړى نو زمونږ لپاره نن هم تر هر څۀ زيات مهمه مسئله دا ده.

څېړنکار عزيز رانېړې زئې وائي چې د آرياؤ ړومبې هجرت د باختر په 2000ق م کښې پېل شو تر لويديځ ايشيا اورسېدل څه خلک يونان ته ننوتل او څه د يونان نه وړاندې د  ، رهائن ،او ،ډينيوب ، سيندونو په سيمه کښې خواره شول ښه چاپېريال په لاس ورته نه وو نو کوچان پاتي شو دا خلک روستو په ، هند يورپي آرياؤ ،ېاد شو .

د آرياؤ دوئم هجرت د 2000 ق م نه څه لږ روستو پېل شو دا خلک د باختر نه د سوېل په لور لاړل د کوبها او ارغنداؤ د کڅو نه تېر شول او او د پنجاپ په خاوره خواره شو دا خلک په ، هندي ارياؤ ، ېاد شو بهارتا ډله هم ورته وائل شي .

درېمه ډله د هجرت د سوېل لوېديځ د هرات په لور لاړل تر خراسان تېر شول د پارس خاوره ئې اونيوله او په تاريخ کښې د ،لويديځ آرياؤ ، په نامه ېاد شو .

دا درې ډلې چې د باختر د دې انساني معدن نه لاړې نو پاتي  سيمې پاتي خلکو ته اوزګارې شوې دوئې دا ځمکې ودانې کړې دا خلک په تاريخ کښې په ، مرکزي باختري آرئين ، سره ېاد شو دغه آريائي قبائل د پښتنو نيکونه وو چې په پينځه څانګو کښې ويشل شوي وو ، پکتها ، الينا ، ويشانن ، بهالانه ، او ، سېواه ، پکتها د کرومو او ګوماتي درو پښتانه دي الينا د دير چترال خلک ويشانن د ګندهارا خلک وو چې په مرکزي ګندهارا یادېږي چې پېښور چارسده او تر اباسین سیمې بهالانه د بولان خلک سېواه د کابل تر پنجشېر پورې .

د پښتنو د لرغوني آرياؤ سره د دومره نسبت تړون مقصد دادې چې پښتانه لرغوني خلک دي چې په رګ وېد په پکهت او اوستا کښې په بخد ېاد شوي  .

د پښتنو او پښتونخوا جغرافيه د مېنځني او سويلي آسيا په مېنځ کښې د آمو نه تر اباسين ده چې کشمير اټک او مياوالي هم ددې جغرافئې برخه ده پښتونخوا کله هم د هند برخه په تاريخ کښې نه ده پاتي شوې بلکې دا تړون د پيرنګي په وخت کښې راوستل شوې د مغل لټرېچر د حوالې په رڼا کښې دا جوته ده چې په راولپنډۍ کښې هم خټک پښتانه مېشت دي .

درست پښتون له قندهاره تر اټکه

سره پټ د ننګ په کار پټ او آشکار 

خوشال بابا.

 د هند سره د پښتنو تاريخي پوله د ،مارګلې ، کنډؤ دې چې د پښتو لرغوني فولکلوريکي ادب نه بشپړ دې .

تر مارګلې به درسره ېم 

په هندوستان کښې دې په خدائې سپارم مئينه .

باز مې د لاسه ځنې والوت

اوس به کنډؤ د مارګلې ورته نيسمه

جانان به بل ملک ته پرې نه ږدم

ورته پېزوان د مارګلې په کنډؤ ږدمه

شېر شاه سوري پښتون باچا وو خو د مارګلې د کنډؤ نه هغه هم کله ګام نه دې رړولې دغه راز د برټش بلوچستان دننه هم د پښتونخوا ېوولس ضلعې دي چې دغه ،پرېکون ، هم پيرنګي روستې وو .

د تاريخ حېات افغاني ليکوال د افغانستان د جغرافئې په اړه ليکي چې په تاريخ کښې د پښتونخوا جغرافيه د وخت تالاړکونو سره متغير پاتي شوې خو په اوس وخت کښې ېعنې په کال 1865 کښې افغانستان جغرافيه داسې ده .

شمالي برخه کښې هندوکش او ترکستان پروت دې لويديځ ته يې پارس سوېل ته ئې د هند سمندر او ختيځ ته ئې د سندھ چې دغه ځائې ته په هندوستان پورې اړوند پنجاپ موقعيت لري اوګد والې د اټک سيند نه تر هرات لويديځ پورې چې د ايران سرحد ته رسي شپږ سوه ميله پلنوالې د هندوکش نه تر بلوچستان سوېل پورې پينځه سوه ميله خور دې

ېو بل مؤرخ مستشرق سټيورټ الفنسټن د افغانستان د جغرافئې په اړه ليکي ! ختيځ ته ئې هند چې د سندھ کيڼ اړخ ته راځي او کشمير هم د افغانستان برخه ده سوېل ته ئې خليج پارس لويديځ خواته ئې ېوه لوېه بېدېا ده شمالي سرحد ئې تر ختيځ قفقاز غرونو ته رسي د لوديځ په لور د آمو سيند بريد راوړي .

پښتو ژبه هم د اريائي ژبو برخه ده چې د اريائي ژبو ېو څانګه ، ايراني ژبې ې دي بله ئې د هندي ژبو ده چې بنګالي پنجاپي سندهي ئې برخه دي درېمه څانګه ئې مرکزي اريائي باختري ده چې ، پښتيک ،څانګه بلل کېږي ددې څانګې لوېه ژبه پښتو ده چې د سېحون او جېحون ترمېنځ وائلې شي پښتو د لويديځ او ختيځ اريائي ژبو ترمېنځ ېو مرکزي ژبه ده چې د هندي سنسکرت په نسبت اوستا ته ډېر نزديکت لري ډېر پوهان ،پښتو ، سنسکرت ، او ،اوستا ،خوېندې بلي .

  تر څو پورې چې د باختر نه آريا نه وو تلي نو د ټولو ېو ژبه ېو کلتور وو خو چې کله  ېو ډله د هند او  پارس په لور اوکوچېدله د هغه ځائې مېشت خلکو غلبه پې راله په هغې کښې ضم شو خپله ژبه تې هېره شوه د هندي آرئين د جوړښت نه بله ژبه په وجود کښې راله چې په ،سنسکرت ، سره ېاد ده او اوس کمه قامي نه کتابي ژبه ده دغه هندي آرئين خلکو د مها بهارت قبيلې چې کله طاقت اوموند نو د خپلې قبيلې په نسبت خپل وطن ته ئې بهارت نوم کېښود.

بله ډله چې د لويديځ په لور تلې وه څه قبيلې پکښې د ،پارسوا ، پارسوانا ، په نامه ېادې شوې ددغه اريائي او مقامي خلکو په ګډون بله ژبه په وجود کښې راله چې په اوستا او نن په زړه پارسې سره ېادېږي .

په 800 ق م د اشورېانو د واکمنې نه پس چې دغه خلک د واک قابل شو نو دې پارسوا اريائي قبيلې د ،ماد ،په نامه حکومت جوړ کړو چې د ،پارسوا ،په نسبت ،پارس ،سره ېاد شو  دغه قبيلې خپله ژبه ځکه ژوندې اونه ساتله چې پدغه خاوره نور ډېر ستر قامونه او کلتورونه وو چې د هغې وړاندې دغه ژبه ختمه شوه او د دغه خلکو سماجي اقدار دوئې قبول کړل د باچا خان د وېنا ترمخه چې د ژبې ورکېدو سره قام ورکېږي هغه شان ددې خلکو سره اوشوه او څه وخت پس ئې خپل قاميت اوبائلو .

افغانستان پۀ اويستا کښې  دوست محمد شينوارې ليکي

ساک ،سہاک پښتنو(ساکان), چې د افغانستان او منځنۍ آسيا د ابادو او کلتوري سيمو پۀ څنډو او پيڅکو کښې خوارۀ وارۀ پراتۀ وو او پۀ بېلو بېلو څانګو يادېدل د اوومې مخزېږدي پېړۍ پۀ پائې او د شپږمې پېړۍ پۀ پېل کښېچ ټول په ېومرکز سره راغونډ شول او ېوه لوېه سياسي اتحاديه ئې جوړه کړه د دغه سياسي اتحادې مشرتوب د ېوې ساکي قهرمانې ښځې زرينې پۀ غاړه وو.

 پکتين خلک چې خورېدل شړې ودانه ولې ددې مخې ته بل کم قام ژبه کلتور ګواښ نه وو نو دوئې خپله ژبه او کلتور خور ژوندې اوساتلو ځکه ژب پوهان لکه ، مسټر ګريس ،مسټر ټروپ ، مېجر راورټي ، بېلو ،جنرانولډسن ،ډاکټر شاهد الله وغېره دا په کلکه مني چې پښتو ژبه د لرغوني اريائي ژبو ېو مستقل ژبه ده چې د وخت سره سره د لږ ډېر بدلون سره ئې ځان ژوندې ساتلې .

مولانا خانزېب

..........

ادب او سياست

ادب له سیاسته او سياست له ادبه جور اغېز اخلي سیاست ټولنيز سائنس او ادب ټولنيز سپېځلې ژباړن وي دا د ېو بل سره بېلول ممکن نه وي که داسې اوکړې شي نو پردې شخړې به زمونږ سترې مسئلې وي او خپلې مسئلې به مو په کوپړې کښې بېا نه ځائېږي.

د مزاحمتي ادب د لارې ېو ملي اديب ليکوال شاعر قامي پړه لري چې  شعور او فکري بدلون ته په ارادي توګه لارې هوارې کړي ځکه چې د ليکوال ليک د هرې نظرئې اساس ګرځي د نړۍ په سر هر قامي نهضت کښې ليکوالانو ستر رول لوبولوې اولس ئې پوهه کړې زړه ئې پکښې پېدا کړې په تیارو کښې د رڼا هيله ښودلې فرانسوي اديب فلسفي  ،ژاں پال سارتر ،وائي ! قلم د ليکوال وسله ده هغه ګټوره وسله ده چې ډېر د وسلو خاوندان تې ،ډرن ،وي .

پښتانه ليکوالان د ېو بل نه ډېر لرې پراته دي د سماجي رسنۍ پدې نړۍ کښې هم سره فکري تړون ډېر کم دې دا مزل چټک کول ېو بل ته نزدې کېدل د وخت غوښتنه ده.

د پښتون ليکوال لپاره دا ممکن نه ده چې دې د خپل چاپېريال نه سترګې پټې کړي  ځکه چې د ټولو نه غوره او مؤثر ادبي تخليق هغه ګنړل شي چې داد خپل چاپېريال د حقيقتونو په رڼا کښې ېو ليکوال تخليق کړي او اولس د اولس په ژبه سره پوهه کړي .

ادب فطري ارزښت دې او سیاست ارتقائي عمل ! ادب د ېو اولس نفسياتي ،هنداره ،او سياست ئې فکري رڼا وي

هغه ادب چې مقصدیت لري  قامي بنړه لري مزاحمتي سترګې لري هغه د مترقي سیاست سره د فکري ارتقاء او ټولنيز برابرې بنسټ ګرځي د محکوم اولسونو د ریاستي ځبېښاک جبر تشدد په ضد په ټولنه کښې د انسانيت د درناوي لپاره د مبارزې وسيله ګرځي هم د مقصدي ادب په ذريعه ممکن کېدې شي چې په  سياست کښې د لوړو موخو د ېو اولس پخپله خاوره د خپل اختيار نه واخله تر د څوکاله ژوند د هر ډول هيلو پورې رسېدل ممکن  شي.

کم اديب ليکوال کله هم بې اړخه غېر جانبداره او غېر سياسي نشي کېدې کم ليکوال اديب چې دا وائي چې ېره جي  زه خو غېر سياسي ېم نو په حقيقت کښې دا خبره هم سياسي ده خو د ادب په ژبه ئې د کم جوړ شوي فکر د تبخير لپاره وائي ځکه چې په بورژوازي ټولنه کښې ، بې اړخي ، لاېعنيت ، بې مقصديت ، نمائش کول هم پخپله ېوه پخه ارادي نظريه وي  ځکه چې سياسي فکر اغېزناک عمل ته وائي او دغه بې مقصديت د هرڅه نه ډېر په ټولنه اغېز کوي خو د بده مرغه دغه ډول غېر سياسي مفکورو ته د سياسي موخو تر رسېدو پورې ډېرې پخې ښپې ولاړې وي.

د ېو ليکوال لپاره سياسي کېدل کم جرم نه دې بلکې ګوندي کېدل په هر شکل د ېو مشخص حرکت لپاره هرې ناروا ته روا وائل کرکژن عمل دې .

کله چې په ېو ټولنه کښې ېو شاعر ليکوال غېر سياسي پاتي کېږي نو هلته به د سیاست ،تشه ، موقع پرست ، ذهنيت ډکوي چې په نتيجه کښې به ئې د اولس شعوري کچه ټيټه پاتي کېږي ستنوزې د کمېدو په ځائې به ډېرېږي.

 مزاحمتي ادب اولس ته ژبه ورکوي د سامراج او محکوم اولس ترمېنځ بېلېدونکې کرښه راکاږي د ادب په سياست اغېز د فکري روښانتيا سوب ګرځي د لاېنحل قامي ټولنيزو شخړو ته چارې باسي په ادب کښې د مذهبي او غېر مذهبي بحثونه تل په اولس کښې د خپلو ستونزو نه د بې پامه کېدو لامل ګرځي ځکه چې که د پير روښان قامي غورځنګ د مذهبي لارې بوتلل سیاست وو نو د مغلو مامور اخون دروېزه مخالفت موقع پرستانه مشخص سیاست نه وو ؟ 

د افغانيت ننګ پالل د مذهب د لارې پالل مکروه سیاسي عمل بلل خو د افراطيت د لارې د افغانيت ننګ د ویخه ویستل به سياست نه وي ؟ 

د اولس محکوميت ټولنيز استحصال مرګوني فقر څرګندونې تش په خبرو نه سمېږي چې تر څو د فکري بدلون لپاره په اولس کښې کار اونشي او اولس پخپلو قامي مرامونو سره سر خلاص نه کړې شي .

د اولسونو د ځبېښاک په عمل کښې زورواکي رياستونه ډېر قلمونه په اجرت هم اخلي د روڼ حقيقتونو د مخ راوړنې په ځائې د اولس پام په نورو اړخونو هم اړوي دغه راز ېو ملي ليکوال د هر ډول رياستي جبر سره هم مخ کېږي خو ددې هرڅه سره دغه ملي سياسي اديب دا هرڅه ډېر په هنري ژبه رسوا کوي خپل سر او خېټه هم ساتي خو د خپل وس مطابق خپله قامي دنده هم ترسره کوي که په اوجره کښې وي که په جومات کښې که په ښار کښې وي که په بازار کښې او که په جلسه کښې وي او که په پوهنتون کښې دې پخپل کار ډېر ښه رسي .

مولانا خانزېب.

-
بېرته شاته