Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
کاږه چې راته
[12.Apr.2022 - 17:01]داسې راته ګورې ، لكه نه چې راته ګورې
نېغ مې له زړګي وځي ، كاږه چې راته ګورې
هغه وخت لږ ډېروي، چې ته مخ راځنې پټ كړې
داسې معلوميږي ، لكه ښه چې راته ګورې
مينه مې په دې درسره ېو په دوه زياتېږي
ته دا كله كله ښكليه! مړه چې راته ګورې
كله چې د زلفو وريځ لرې كړې، لمر مخيه!
شي دې پلوشې ، ښكلي باڼه چې راته ګورې
ډېر سوالونه ياد له زما راشي ، چې ته نه يې
شي په هغه وخت خواره واره ، چې راته ګورې
نن خو مې خاطر وكړه ، چې مه راته راګوره
زه درته كتى نشمه ، ته چې راته ګورې
Khater Apriday(خاطر اپریدی)