(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهند د ازادۍ

[05.Jan.2022 - 10:58]

 

له هندي افغانانو، د هند د آزادۍ د مبارزې د کاروان وروستی ستوری پرېووت 

لیک: ځلمی هېوادمل

پرون د کشمیر د افغانانو د مشر ښاغلي ثناالله خان یوسفزي له فېسبوک پاڼې خبر شوم چې هند د مسلمانانو مفتی اعظم عبدالرزاق خان له دې نړی سترګې پټې کړې دي. 

مفتي عبدالرزاق خان د دوکتور نجیب الله د حاکمیت په وروستیو کلونو کې په رسمي دعوت کابل ته راغلی و.د افغانستان د حکومت له مشرانو او علماوو سره یې لیدلي وو. یوه شپه د افغانستان ملی تلویزیون ورسره مرکه درلوده، هلته دی د هندي مسلمانانو مفتي اعظم معرفي شو. پر پښتو ژبه یې ډېرې فصیحې او روانې خبرې وکړې، له خبرو یې د معلوماتو سطح له ورایه څرګنده وه. د دروند او متین شخصیت خاوند اېسېده. دانو لومړی ځل ؤ چې مفتي عبدالرزاق خان مې د تلویزیون پر مخ ولید. 

د ۲۰۰۶ کال په اکتوبر کې د هند د مدهیه پردېش د ایالت د سټېټ آرکایوز د لیدو فرصت مساعد شو او په همدې نیامت بهوپال ته تلونکی شوم. 

په هغو شپو کې استاد خالق رشید کانادا ته تللی و، په ډهلی کې نه و. تلفوني رابطه مې ورسره وکړه، د مفتی صاحب پوښتنه مې ترې وکړه، ده راته وویل چې مفتي صاحب عبدالرزاق خان په بهوپال کې اوسي. هوری د ټولو هندي افغانانو مشر دی، ضرور له هغه سره وګوره. د تلفون شمېره او ضروري معلومات یې راولېږل. 

کله چې بهوپال ته ورغلم، د شپې مې له هوټله مفتي عبدالرزاق خان ته زنګ وواهه، تر روغبړ وروسته یې راته وویل په کوم هوټل کې اوسې؟ د هوټل نوم مې ورکړ، راته یې وویل ته ځان آماده کړه، اوس سړي له موټر سره درځي، تا را اخلی موږ ته دې راولي. 

د مفتی عبدالرزاق خان له رالېږلو کسانو سره رهی شوم، د بهوپال ښار د یوه رستورانت مخې ته ودرېدو او چې رستورانت ته ننوتو تر سلو زیات کسان په سالون کې ناست دي. مفتي عبدالرزاق خان له څو نورو مشرانو سره را ولاړ شو. تود روغبړ یې را سره وکړ او بیا یې د ناستو خلکو په باب راته وویل: د بهوپال ښار د ځینو افغانو کورنیو غړي دي چې له سوونو کلونو په بهوپال کې اوسیږي. له راغلیو کسانو سره مې خبرې وشوې، په دې غونډه کې یوازې د درې تنو پښتو زده وه. د نورو ټولو ژبه اردو وه. په دې درې تنو کې یو خپله مفتي صاحب و. د دوو نورو چې پښتو زده  وه، د کورنیویې له افغانستان سره روابط د کلونو کلونو په ترڅ کې نه وو پرې شوي. د یوه کورنۍ له کونړ سره ارتباط درلود او د بل له کندهار سره. 

کله چې مفتي صاحب پوه شو چې زه د پښتو خطي او زړو چاپي کتابونو په تحقیق پسې راغلی یم، نو د خپلې کتابخانې د لیدو بلنه يې راکړه او د بهوپال د ځینو پخوانیو افغان کورنیو د کتابخانو د لیدو یې هم راته وویل چې دا کتابخانې ضرور وګوره. د سره رخصتیدو پروخت یې راته ویل: ترکومه وخته چې په دولتي کتابخانو کې مصروف یې خپل کارکوه، ترکار وروسته به زموږ ملګري در پسې درځي، د بهوپال د ریاست زړې ودانۍ او د هندي افغانانو شخصي کتابخانې به درباندې وویني. 

ما به همداسې کول چې به مدهیه پردېش آرکایوز کې له کاره وزګار شوم، د مفتي صاحب ملګري به راته ولاړ وو. لومړی د بهوپال د ریاست لیدلو ته ورغلم، د بهوپال د ریاست لرغونې ودانۍ د بهوپال د مشهور جهیل پرغاړه پر یو نسبي هسکه تپه موقعیت لري، د هند د مغلي عصر د اتلسمې پیړۍ د معمارۍ یوه نمونه ودانۍ ده. د نوابۍ وارث چې خلکو نواب صاحب باله، موږ ته ډېر تود هرکلۍ ووایه، د ریاست پر ودانۍ،باغ او چمن یې وګرزولو بیا یې په بهوپال کې زما د اوسېدو پوښتنه وکړه. او په کلکه یې راته وویل چې هوټل پرېږده او له ماسره اوسه.

باید ووایو چې اتلسمه پیړۍ کې پر بهوپال د افغانانو نوابي قایمه شوې وه او په شلمه پیړۍ کې د هند د آزادۍ تر شاوخوا پورې قایمه وه. د بهوپال د افغاني ریاست په نوابانو کې ښځې هم نوابۍ ته رسېدلې وې. دهمدې افغاني ریاست له امله به وي چې د بهوپال د ښار په اوسېدونکيو مسلمانانو کې اکثر، افغانی نسله خلک دي چې د پیړیو په اوږدو کې له تاریخي افغانستانه دې ښار ته راغلي او همدلته میشت شوي دي. 

د مفتي عبدالرزاق خان د کتابخانې لیدلو لپاره دده کور ته ورغلم. د دیني کتابونو یوه مغتنمه کتابخانه یې درلوده. عربي، اردو، هندي، پښتو او پارسي کتابونه پکې وو.د پښتو تفسیر یسیر یوه ډېره زړه د ډهلي چاپ نسخه هم پکې وه. 

د کتابخانې تر لیدو وروسته یې د خپلو سوانحو یوه کتابچه راکړه او راته یې وویل چې کله بېرته ډهلي ستنېدې، د شپې زما مېلمه یې. غواړم کاکړۍ ښوروا درته په عنعني لوښو کې آماده کړم او لکه د کلیوالوکاکړانو هغو په ډول به یې سره وخورو. په مننه ترې رخصت شوم. په هوټل کې مې دده د سوانحو کتابچه ولوسته. دده د ژوند، کورنۍ، کارنامو او علمی تدریسي صلاحیتونو په باب پر ډېرو خبرو پوه شوم. په هندي مسلمانانو کې دده موقف او احترام هم را څرګند شو او په دې هم پوه شوم چې مفتي صاحب د هند د آزادۍ د مبارزانو د کاروان ملګری پاتې شوی دی.

بله شپه د مفتی صاحب میلمستیا ته ورغلم په رښتیا چې یې کلیوالي ښوروا پخه کړې وه او په خټینو لوښو کې یې په داسې طریقه راوړه چې د کلیوالو کاکړو تر منځ رواج لري. ګواکي ده راته دا ښوول چې یې کورنۍله تاریخي افغانستانه د اوږده لېرې والی سره سره د افغان کاکړو کلیوالو دودونه ساتلي دي.

دغه نومیالی عالم، د هند د آزادی د لارې مبارز تر اوږده شریفانه ژوند وروسته، له دې نړۍ رخصت شو، اروا یې ښاد.

-
بېرته شاته