Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لاچي لونګ
[12.Apr.2022 - 17:08]لاچي لونګ
(تور لونګین دې د سینې سره په جنګ دی )
(دانه لاچي لونګ دی )
زه یي لیونی کړم
تور لونګین دې په ټټر باندې ټالونه وهي
په سپینه زنه دې ابۍ درته خالونه وهې
هسکې غړۍ پسې دې هر سړی ملنګ دی
دانه لاچي لونګ دی
زه یې لیونی کړم
ستا خمارې سترګې ، ډک جامونه د صنم دې
ستا ګلابې شونډې ، بلې ډیوې د شومه دم دې
سوځیدلي هر عاشق پرې نیمه خوا لکه پتنګ دی
دانه لاچي لونګ دی
زه یي لیونی کړم
سپین مړوندونه دې ډک دي په بنګړو
هم ښایسته دي دواړه لیچي په کونګرو
هره شرنګا دې د مطرب د رباب ترنګ دی
دانه لاچې لونګ دی
زه یې لیونی کړم
خوب صورته سکه د سپوږمۍ خور یې
هر اندام دې لکه ګل د افتاب نور یې
اننګو کې دې پټ کړي د سرو ګلابو رنګ دی
دانه لاچي لونګ دی
زه یې لیونی کړم
ملنګ دي یم د مینې اې شیرینې ګلورینې
راشه زړه مې واخله اې د ګلو نه حسینې
ګران منلي ستا د سپینې خولې قلنګ دی
دانه لاچي لونګ دی
زه یې لیونی کړم
معاون ګران برهاني Mawin Gran Burhani
8/4/21 بریمن