پښتو ته خپله پښتنو
[05.Jan.2022 - 11:23]پښتو ته پخپله پښتنو په ټيټه سترګه کتلي
ليکوال : حبيب الله غمخور
په دې هيله چي ژبپوهان په دې هکله علمي ليکنې وکړي !
ترهرڅه وړاندي غواړم لوستونکي او ټول دوستان دې ټکي ته متوجه او بغاوت ته چې ددښمن غوښتنه ده جواب ووايم، زه د افغانستان ټولو رسمي او غير رسمی ژبو ته درناوي لرم اودهغوي زما دولس ژبې بولم .خو ترکومه چې زه پښتو ژبی يم اودسرپه سترگو ورته گورم چې ددې اکثريت ولس مورنۍ ژبې ته همدا ډول سپکاوي رواندي اوکوښښ کوې چې يوه رټلې اوله هرڅه نه محرمه ژبه څرگنده سي، ځان مکلف بولې د دې ژبې دويونکی په توگه د مور داوصيت ته درناوی ولرم چې زويه په پښتو ريشخند مه وهه او مه بل چاته اجازه ورکوه چې رېشخند په ووهی. په تکرار دا څوکرښي وليکم. او ترهرچا پښتو ژبو ليکوالو او چارواکو ته دا څرگنده کړم چې پښتو ته تاسو پښتنو په سپکه سترگه کتلی دي .
په دې وروستيو ورځوکي مي په بېنوا ويبپاڼه کښي د نورو علمي مقالو په ترڅ کي يو مطلب (( پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده )) ترنامه لاندي ولوست .
په نوموړي مطلب او ليکنه کي د اوسني حاکميت د واکدارانو څخه ګيله پرځای بولم او بايد ووايم چي زه ليکوال، ژبپوه او اديب نه يم خود ژوندد حالاتوپراساس همېشه کوښښ کوم چي دخپل هيواد په تاريخي،سياسي او فرهنګي روانو حالاتو ځان خبر او خپل نظر ددرنوهيوادوالو سره شريک کړم.
پورته سرليک(( پښتو هم د افغانستان رسمي ژبه ده )) وهڅولم يوه لنډه غوندي تبصره وليکم او هدف مې دادی چي د پښتو ژبي ښاغلي ليکوال ددغه ستونزي د پيدا کيدو اوحل په هکله مفصلي مقالې وليکي اودولتي اړونده ادارې اوعلمي موسيسې خپل ملي مسوليت ته متوجه کړي،ترڅو افغان ولس ددغه ستونزي په ټولو اړخونو پوه اوپښتو له سپکاوي نه نجات ومومي.
له بده مرغه تراوسه دا مسئله لکه څنګه چي ښايي نه ده څېړل شوې،چي ولي پښتو ژبه په رښتيانی بڼه په افغانستان کي دولتي شوې (ملي شوې ) نده؟
ولې پښتو په ارگ اوافغان دولتي کورنيو اوبهرنيو اداروکي بېگانه او خواربو ښکې ده؟
زما په عقيده که چيري موږدپښتو ژبي سره دبرخورد اواړيکو مسئله وڅېړو،څو ټکو ته بايدپام وکړو :
١/ پښتانه د دې هيواد تاريخي اوسيدونکی او پښتو د دوی ژبه وه او ده، البته زه نه غواړم دپښتو ژبي پرتاريخي تکامل او ترنن ورځي پورې دپښتو ژبي پر تاريخ خبري وکړم.که پښتانه په دې هيوادکي څو زره کلن تاريخ لري نو ژبه يې هم همدا شان لرغونتوب لري.سره له دې چي پښتنو شاهانو پرپارسي ژبو سيمو خپل واک او سلطنت ساتلی او هغه منطقې يې په خپل دولتي حريم کي د تاريخ په بېلابېلو دورو اودبېلابېلو وختونو لپاره ساتلي دي،خو بيا هم لکه څنګه چي معلوميږي پښتوژبي هلته خپل ويونکي ندي پيدا کړي،برعکس د فارسي ژبي کارولو او رواج ته زمينه برابره شوې ده چي ددې خبري اصلي ريښې بايدژبپوهان وڅېړي.
٢/ سلهاوو کلونه پخواچي زموږ په هيواد کي د لويو او کوچنيو شاهي رژيمونو د جوړيدو سلسله را پيل شوې ده له هغه وخته بيا تراوسه دغو شاهانو په خپلو درباری، ادبي،غونډو او محفلونو کي يوازي فارسي ژبه وه،شاعران او بيا را وروسته هنرمندان دربار ته رابلل اويوازي هغوی دربار ته دورتګ امکان درلود .
نه غواړم دهر پاچا نوم واخلم ځکه دا کارد همدې ليکني په توان کي نه دی ځکه په يوه کلمه سره وايم چي (( له پيل نه بيا تراوسه )) درباردفارسي ژبي د ويونکو ځای ؤاوپارسی ژبه په دربارکي برلاسې ده.
٣ / ممکن په لسهاوو نور لاملونه هم وي چي ولي فارسي ژبي دومره پر مختګ وکړ اوډير ښه عالمان ، اديبان او شاعران لري چي حتی دپښتو ژبي ويونکو په منځ کي د فارسي ژبي ديو شمېرسرغندويه شاعرانو دشعرونو ټولګي لکه پنج کتاب،ګلستان،بوستان،دحافظ صاحب،خواجه عبدالله انصاري ، اونورفارسي ژبو عالمانو په قوي ګمان دهمدغو شاهانو اوددوی پلوه ديني عالمانو دربارته منلي اوفارسي ژبي ته دهغه چو پړ پايله ده چي اوس پخپل موجوديت په ټول تاريخ کي پښتونه شي کولای مروجه ملي او دولتي ژبه شي.
ټولو ته څرګنده ده چي په ټولو پښتو ژبه ويونکو سيمو کي ماشومانو ته دديني لومړنۍ پوهي دترلاسه کولو په لاره کي دفارسي ژبي او پورته ويل شوو کتابونو لوستل علمي پوهي اوليکلو زده کړي معيار بولي، سره له دې چي که ښه پاملرنه وکړو دا تعبير ځکه ساده دی چي پښتو ژبي ماشومان که څه هم پارسي کتابونه لولي خو هغوی پښتو ليک لوست بايد زده کړي نه فارسي، ولي له ډيره پخوا د هغي دقيقي فرهنګي مداخلې پر اساس چي په پښتو ژبوسيمو کي د مذهبي تاثيراتو او امکاناتونه په استفادې سره ترسره سوی ، فارسي دپښتو ځاي نيولی دی،ځې دا لومړی ساده بريښي او د پښتو ژبي د رواجولو د مخنيوي پر ضد يې تاثيرات محسوس نه مالوميږي ولي په حقيقت کي دا ډير ژور تاثير او ژوري ريښې لري .
سوال دادي ولې پنج کتاب يا بوستان او گلستان چې دفارسي ژبو شاعرانو شعرونه دمذهبي کتابو رنگ ورکړه سوي او په پښتو ژبو سيمو کي په ماشومانو لوستل کيږي،خو بل لورته د هيڅ کوم پښتو ژبې شاعر په هرکچه چې یې لرو دشعرونو ټولگې ته دمذهبي کتاب رنگ ندي ورکړه سوی؟
٤ / دلوی احمدشابابا له دربارنه بيا کله چي تيمورشا يو قزلباشه وکړه اوهغه دده ګرانه ښځه وه اوبيا ترهمدی اوسنيو شېبو پوري زيات وخت قانونو کي ليکل شوي دي چي پښتو رسمي ژبه ده او په دې راوروسته کي د رسمي کلمې سره د ملي کلمه هم يو ځای شوې ده چي په غټ ګومان داکار يوازي دپښتنو دخوشحالۍ لپاره شوی دی،ځکه په عمل کي پښتو ته په دربار او دولت کي داستعمال ځای نه دي ورکړه شوی.
په افغانستان کي دلوړو اومسلکي زده کړو موسسې ( پوهنتونونه ، دارلمعليمينونه او نوري علمي موسيسې) يوازي دهيوادپه پلازمينه کابل کي وه او درسي کتابونه يې په دري ( فارسي ) ژبه وه . او که څوک رانه خپه نه شي ددربار او حتی ځينو شاهانو ژبه دري ګرځېدلې وې ،دوی په پښتوخبري نه شوې کولاي اويا يې غلطه پښتو ويل،خومتاسفانه دوي ددې ولس چې داکثريت ژبه ده زډه کړې لپاره هيڅ تلاښ ندي کړي.
٥/ دافغانستان دتعلمي اوتحصيلی مؤسسو لپاره اکثريت کتابونه په دري ژبه تهيه کيدل اوتحصيلی ژبه دري وه.متاسفانه اکثره پښتوژبو ليکوالواو استادا نو هم ددې لپاره چي ددوی ليکنې اولکچرونه ګويا اعتبار ولري اوددولت له خوا تشويق شي ليکني او ژباړني په دري کولې ،داله پښتو ژبې سره هغه لويه جفاده کوم چې دپښتو درټلو اوسکاوی سره یې مرسته کړې اودپښتو ژبې دپرمختگ اوپياوړتيا مخه یې نيولې ده .
٦ / حقيقت تريخ وي که يوه شېبه موږ پښتانه پخپله ځان ته ګوته ونيسو له پيل نه بيا تر اوسه د انګريزانو د هغې پښتو دښمني پاليسۍ له مخي چي نه يې غوښتل پښتانه پوه، د لومړنيو او لوړو زده کړو اوقلم خاوندان شي د خپلو ګوډاګيانو او هغو نوکرانو پواسطه چي په افغان ولس کي له مذهبي او يا بل اعتبارنه برخمن وه تبليغ کاوه او پښتانه يې د مکتب او تحصيل سره غبرګون ته هڅول همدا علت دی چي له بده مرغه سره له دې چي دا کلمه همېشه وايي چي تعليم پرنراو ښځه فرض دی ولي دهلک اونجلۍ ښوونځی ته له تګ نه مخه نېول کېده اوهمدا اوس یې هن له بده مرغه نيسي. په پښتنو کي پراخ تبليغ شوی دی اوکيږي چي ښوونځی اولوړي زده کړي ددوی د اولادو عقيده خرابه وي .دهمدې پښتنون دښمنه پاليسۍ دعملي کيدو پايله ده چي دغه لوی اکثريت دسواد له نعمت نه محروم او په پايله کي که غواړو اويا نه ! بايددبلي ژبي ويونکي پردولتي څوکيو مقرر شي،طبعي ده چې هغوی څنګه پښتوژبي ته کاروکړي؟ متاسفانه يوشمېر پښتانه مامورين پخپلو کاري دفترونو کي دپښتو ژبې استعمال ته ندي متوجه اودخپلي ناپوهی له امله هغه څه کوي چې اورېدلی یې دي .
واقعيت دا دی چي په پوهه د انسان عقيده نوره هم مکمله او ټينګيږي،خدای پېژندنه ،حق پېژندنه ، اويا د نورو ټولوناوړوکړو وړو په اړوند معلومات انسان يوازي د پوهي په نتيجه کي ترلاسه کولای شي .
٧ / همدا پښتو ته په سرسري نظر کتل ددې باعث شوی چي په حقيقت کي په ښوونځيو، پوهنتونو او مسلکي موسسو کي نه په پښتوکوم کتاب وو او نه پښتو هلته ځای لري له شرمه ډکه خبره خو لاداده چي په زياتو تعليمي او تحصيلي موسسو کي پښتو د يوه ځانګړی مضمون په شکل ويل کېده ، يوازي په کابل کي د رحمان بابا ،خوشحال خان او ابن سينا ليسې په پښتو وې او په نورو ټولوکي په پارسي ژبه درس لوستل کېده اولوستل کيږي .
٨ / موږکه وغواړو چي دخپل هيوادپه تاريخ پوه شواويا هغه ولولونوضروري ده چي دخدای بخښلي غبار صاحب،کهزاد صاحب چي مورنۍ ژبي يې فارسي وه اثارو ته مراجعه وکړو او يا حبيبي صاحب چي هغه هم په دواړو ژبو ليکني کړي دي.که دافغانستان دتاريخ په هکله ټول ليکل شوي اثار راټول کړو دا به ثابته شي چي په پارسي ژبه زيات اثار ليکل شوی او چاپ شوي دي.
په دې وروستيو وختونوکي د پښتنو او پښتوژبي د تاريخ په هکله لږ څه نوري ليکني شوي چي دهغې جملې نه دښاغلی پوهاند مجاور احمد زيار،پوهاند محمد رسول باوري،دښاغلي استادغوث خيبري،ښاغلی شهسوار سنگروال اويوڅودگوتو په شمېر ليکوالو اوعلمانو لخوا ليکل سوی اوډېروخو پخپل لگښت چاپ کړي دي .دافغانستان علومو اکاډمي،پوهنتونو ،اطلاعاتو اوکلتور وزارت لدې ليکوالو سره کومه مرسته نده کړې .
٩/ له هغې نېټې نه چي د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوی دی بيا تر اوسه پوري بېله مرحوم نورمحمد تره کي بل هيڅ کوم ولسمشر يا پاچا په نړيوالوغونډو، ارگ اومحفلونوکي په پښتو وينا نه ده کړې، ترهغه وروسته مرحوم نجيب هم دملگرو ملتو په عمومي غونډه کي په پښتو وينا وکړه چې ددې دواړو دا ملي کارديادگارپه توگه يادېږې.غېرله دغونوروټولو پخوانيو او اوسنيو چارواکودهيواد په داخل اوبهر کښي په پارسي اواوس خو دا شل کاله انګريزی هم موډ ده اويادټولو دولتي اصولو خلاف تردې نامه لاندي چې گويا پښتو اودري ته درناوی لري گډي وډې خبري کوي ،خو دا بېچاره گان پدې نه پوهېږي چې د دې ښاغلي په دري ژبه خبري باندي څنگه په دې ۳۴ ولايتونو ۳۳۴ ولسواليو کي پوه سي همدا ډول دری ژبې دويناپه پطو برخه.
د بېلګي په توګه : ښاغلی حامد کرزی پښتون او په کندهارکي زېږيدلی او ډاکتر اشرف غني په لوگر کي مګر زياته علاقه لري چي په هيواد کي دننه په فارسي، انګريزي ژبو او يا گډي وډي خبري وکړي.
سره له دې چي د ټولومنل شويو نړيوالو ديپلوماتيکو نورمونو په اساس ښه داده چي د يو هيواد چارواکي په بهر او داخل کښي د بهرنيانوسره پخپله ژبه خبري وکړي اودخپل باور ژباړونکي ولري ، يوازي په هغو خاصو حالاتو کښي ددوو هيوادو د مشرانوتر منځ کومه خاصه مسئله چي بايد پټه او ددوی تر منځ وي د تړلو دروازو شاته دوه په دوه په انګريزي اويا بلي هغې ژبې چي دواړه په اساني سره خبري پري کولای شي خبري کوي .
ولي متاسفانه دا دواړه ښاغلی اونور دولتي چارواکي په کابل کي د بهرنيو مشرانو او مطبوعاتي کنفرانسونو کي په انګريزي او حتا لويه جرګه او نوروغونډو کي په پارسي اودري گډي وډي خبري کوی .
ډير داسي دليلونه اوبېلگې شته چي د پښتو ژبي سره د پښتنو لخوا د جفا اوخپل سرۍ انکار نه منونکې کړنه سوې چې پر ې کتابونه ليکل کېداي شي خو واکداران به دغه کار ته اجازه ورنه کړي .
په همدې اساس واضح اوڅرګنده ده :
په هغه هيواد کي چي پښتانه تر ټولو لوی اکثريت دي بيا هم دربار ، پاچاهانو بيا راوروسته ولسمشرانو ته پښتو بېګانه ښکاري .
د هيواد په اکثريت تعليمي او تحصيلي موسسوکي پارسي مسلطه ژبه اوپښتو بېګانه وه اوده .
متاسفانه دولتي ټول کاروبار حتی په هغو ولايتونوکي لکه : کندهار ، فراه ، هلمند ، روزګان ، زابل ، پکتيا ، خوست ، ننګرهار ، پکتيا ، کنړ ، لغمان ، کي چي ٩٥ ٪ پښتوژبي دي پارسي مخکي ده .
راډيو، تلويزيون ، اوچاپي خپروني غوڅ اکثريت په پارسي ژبه نشرات کوي . ان تر دې پوري دهغو بهرنيانو لپاره کوم چي په افغانستان کي ديپلوماتيکي اويا نوري دندي لري پارسي ژبي ترجمانان ګمارل کيږي .
که رښتيا ووايو دهمدغوپښتنو واکدارو په اصطلاح برکت دی چي په بهر کي ديپلوماتانو اونورو کارکوونکو ته پارسي ورزده کوي ياني داسي پوه شوی دي چي د افغانستان رسمي او ملي ژبه پارسي ده ،نو څنگه به توقع وشی چي پښتو مروجه دولتي يا ملي ژبه شی؟
په دې وروستۍ لسيزو کي د مهاجرت په شرايطو کي يوشمېر پښتو ژبو اديبانو، ليکوالو اوشاعرانو يو شمېرکتابونه په خپل اويادشخصي مطبوعو په لگښت چاپ کړې دهغوی دودول په پارسي ژبو سيمو کي دچادنده بللاي سو.که دداکتابونه دولت چاپ کړی واي کېداي سول ترهغو سيمو هم رسېدلی اودهغوي په کتابتونو کي واي . دپښتو ژبي عالمانوته دا زمينه نده برابرې سوې داسي علمي ،تاريخ،ادبي او تخنيکي اثاروليکي چي په هغو د پوهيدو اړتيا هر څوک او دهري ژبي ويونکی احساس کړي متاسفانه داسي چاپ سوی اثارډير کم او يا هيڅ نه دي ليکل شوی.هغه چي ليکل شوی دي د رواجولو او شهرت پيدا کولو لپاره يې هيڅ چا تلاښ نه دی کړی .
که ټول تاريخي شواهد، دليلونه او دپښتو ژبي سره ناخوالي وڅېړو پايله به يې داوي :
تر څو چي خپله پښتانه ، پښتانه واکداران، پښتانه ليکوال اوپوهان خپل دغه ملي اووطني لوی مسوليت درک نه کړي او دهغه د رفع کولو لپاره وجداناً کار ونه کړي او په پښتو ژبه داسي علمي تاريخي،ادبي او فرهنګي اثارونه ليکي اوونه ژباړلي چې دنوي نسل لپاره يې لوستل اړينه ونه برښي د پښتو سرنويشت به خالي فرمانونه او د اساسي قانون په مادو کي دهغې په يادونه (( پښتوملي يا رسمي ژبه )) ده دا ستونزه او د پښتو ژبي بدمرغي پای ته نشي رسيدای . پښتانه چي ددې ټاټوبي اصلي اوتاريخي اوسيدونکي دي دخپلي ژبي دکارولو او هغې ته له درناوي نه به بې برخي او محروم وي.
زه په دې عقېده يم راځی چي د يوه افغان په صفت پر پښتو ژبي له سياسي او اډيا لوژيکي تجارت او په خبرو دهغې له ملاتړاو دفاع نه تير شو چې دژبې له پياوړتيا اوعلمی کېدوسره مرسته نسي کولاي ، ځکه دا کار پښتانه له نورو لږه کيو څخه چي دهغو عام ولس هيڅ ګنا نه لري ليري کوي او د پښتنو دښمنان بيا له موقع نه په ګټه اخستلو سره دژبوپه جنګ او سيالی کښي خپلې کرغېړنې او افغان دښمنه سياسي ګټي لټوي .
ښه به داوي هغه څه سرته ورسوو چي په افغانستان او له هغه نه بهردنورو ژبو ويونکي دخپلوعلمي او تخنيکي مالوماتو دپوره کولولپاره په خپله وهڅيږي چي پښتوژبه زده او دا علمي اثار پرې مطالعه کړي .
ژبه هغه وخت غښتلې کيږي چي دويلو،لوستلو او زده کولو اړتيا يې احساس شي .
د پښتو سره معقوله اوعادلانه کړنه زموږ دهيواد د ټولو ژبو په ګټه بولم او د ژبنيو اختلافاتوڅخه د ناوړه ګټه اخستونکو د تلاښونو مخه به نېول شوې وي . ښه به داوي چي پښتو ژبه د خپلو پښتنو په واسطه غني اوغښتلې کړو او له بلې ژبي سره يې په نامعقوله سيالی کي مطرح نکړو .
که پښتانه پښتو ته په درنه سترګه وګوري په هغه صورت کي به په افغا نستان اوله افغانستان نه بهر ټول نه دا چي د پښتو درناوی به وکړي، بلکي هغه به زده ، په دولت، دربار او مطبوعاتوکي به عامه او مروجه ژبه شي .
په دې بايد پوه يو او ټينګ باور ولرو چي دهر چا عزت او لوړ تيا پخپلو اوخپله ژبه کي ده .
په دې هيله چي پښتانه په دې تکل شي چي دخپلي ژبي عزت داسي وساتي چې د نورو ژبو ويونکو ته زموږ دولس د دښمنانو د تبليغ زمينه برابره نشي . ومن الله التوفيق
ژباړه
حسین عالم مندوخیل
شهید غازی شیر جان کاکړ
شیر جان کاکړ ته په 8 دسمبر په کال 1940 کښې فیرنګیانو پهانسۍ کړ په 4 اکتوبر په 1940 کښې شیر جان کاکړ په فورټ سنډیمن (ژوب) کښې پولیکټیکل ایجنټ میجر بارنز ( بارنیس) په خپل کور کښې په توبنچه باندي وه ویستو او مړ یې کړو د میجر بارنز محافظ( سکوړټی ګارډ )او باورچی ( اشپز) د شیر جان کاکړ د نیولو هسه وکړه خو شیر جانه کاکړ هغه دوه هم وه ویستو او پر هغه ځای یې مړه کړل
فورټ سنډیمن په موجوده ژوب کښې د انګریزانو په 19 پیړۍ کښې انګریز افسر فوجی رابرټ سنډیمن په مشرۍ کښې د یوې غونډۍ پر سر یوه لویه قلعه جوړه کړه په دهغه قلعه کښې به هر وخت تر 20 زرہ زیات فو جیان تیار ولاړ وو
دا فوجی قلعه چې پر کمه غونډۍ جوړه سوې وه له دې سره نزدې اپوزی بازار وو چې په یوه وخت تر 3 زرہ کسانو د روزی د کټلو د پاره د ژوند په کار مصروفه وو د اپوزی باراز مقامی شمیره 445 شتون لرلو د اپوزی بازار د کوټې ښار سره به یو تنګه ریل له پتړۍ سره تړل سوي وو او دا د ریل ګاډۍ به له اپوزی بازار او د کوټې تر میان چلیدو
40 کاله میجر بارنز پر له پسې له 1927 څخه د هندوستان په مختلفو علاقو کښې په فوجی او سیاسی دفترو کښې کار کړي وو
په 1938 کال کښې میجر بارنز په وزیرستان کښې پی او اے جوړ سو او په 1939 کښې میجر بارنز د سیاسی ختدماتو کولو د پاره فورټ سنډیمن کښې یو سیاسی نمائینده وټاکل سو
په کمه ورځ چې شیر جان کاکړ د په خپله بنګله کښې وه وژلو په هغه وخت د ده په بنګله کښې د ده ښځه او بچی هم په بنګله کښې ول د وژلو وروسته شیر جان کاکړ د اپوزی بازار پر خواه تر غونډۍ وا ویشتو او په تشته کښې کامیابه سو
د دې پیښې را مخته کیدو اولسي روایات یا خبرې هغه وخت دا کول کیدې
1. چې شیر جان کاکړ انګریزانو ته د اپوزی د نواب د جوړیدو درخواست کړي وو خو انګریزانو دا نوابی د قلعه سیف الله نوابانو ته ورکړه
2. دویمه خبره دا وه چي شیر جان کاکړ په اپوزی کښې د رود جوګزی اوسیدونکي وو هغه وخت دا سیمه بغیر قسیم وه نو دا سیمه د اپوزی په سیمه کښې راتله خو نن سبا دا سیمه د قلعه سیف الله په سیمه کښې شمارل کیږي
ویل کیږي چي شیر جان کاکړ په انګریز ملیشاء کښې نوکري درلوده خو دا خبره معلومه نه ده چي دۍ انګریزانو په کمه وجه له نوکری څخه وه استو ویل کیږي چې د ده څو تنخواه وې انګریز سرکار پر ملیشاء پاتې وې نو د دهغو پیسو د نه د ادا کولو په وجه شیرجان کاکړ میجر بارنز وه وژلو
د دې علاقې د ادب شاعرانو پر دهغه حواله دا کاکړی غاړې هغه وخت ویلې
شیر جان وو ویل پولټیکله زما تنخواه راکه
لا دي ولم په لنډۍ لا حال صفا راکه
هو داسي په دې انداز په مختلفو غاړو کښې د دې واقعې ذکر په یو بل انداز باندي د شیر جان کاکړ ملګري (لونی پښتون)
په یوه وه غاړه کښې ذکر سوې ده چې هغه وخت لونی پښتون هم د انګریزانو په ملیشاء کښې له شیر جان کاکړ سره د انګریزانو نوکر وو هغه وای چې شیر جان د انګریز د نوکری وروسته د تنخواه د اخستلو او د انګریز له خواه د تنخواه د نه ورکولو وروسته شیر جان کاکړ میجر بارنز له وراغلی
غاړه
پولټیکل وویل شیر جان ته تنخواه غواړې
زرکی وزه تر بنګله باید سزا غواړې
ستا تربور لونی پاګل ته حق له ما غواړې
د پاګلو حق زه نه وینم پر ځان باندي
شیر جان وو ویل پولټیله ستا چمونه دي
ما راوړی له ګورمنټه کاغذو دي
پر لیکلي مي د هر انګریزنومونه دي
له تربور مې دي ګهۍ ( کمۍ) حال په ریښتیا راکه
زما تنخواه به راکوې په سپین میدان باندي
د لنډۍ ګوزار به وه وینې پر ځان باندي
شیر جان وویست پولتیکل د زړه پر میان باندي
ویر یې جوړ کړ د لندن پر افسران باندي
په دفتر کی شین لوګۍ د توپنچې ګرځي
په بازار کی شنې پلټنې د فوجو ګرځي
شیر جان وویل فیرنګۍ مي مرداړ کړي دی
اپوزی مي په سرو وینو رنګولی دی
څه وخت وروسته د شیر جان کاکړ د تربور انګریزانو له شیطانی وروړه او شیر جان یې وه نیولو
د شیر جان کاکړ د نیولو وروسته د شیرجان کاکړ خپل تربورو څه داسي غاړې هغه وخت کشلې وي
غاړې
د کاکړو نوم یې ښه کی
شیر جان کار د غازی وکی
په دفتر کښې ټکهار دی
د سرو ښکار کوي شیر جان دی
میمه ګوری تر کړکۍ
شیرجان ترې ولی ګولۍ
میمې ټول کړه خپل هلکان
دریم کاړتوس ورکړ شیر جان
ترله نه کوي ارمان
فیرنګه کونډه کړه شیرجان
په 8 دسمبر 1940 کښې شیر جان کاکړ ته په م جیل کښې پهانسی ورکړل سوه تر پهانسي ورکولو له مخه له شیر جتن کاکړ څخه د اخری خواهیش پوشتنه وکړل سه چې آخری خواهیش دي څه دي شیر جان د ژوند آخیری خواهیش وکړ چې سګریټ دي راکړل سي چي وه یې سیکوم
د شیر جان د پهانسی وروسته په مختلیفو سیمو کښې ښځو کاکړیغاړې ویلې په دهغه سیمو کښې
ژوب. قلعه سیف الله. پشین. چمن. لورالائی توبه اڅکزی. قلعه عبدالله خان . دکی. سنجاوی . زیارت. بر شور. توبه کاکړی او نورو سیمو کښې
چي پهانسی تې خزاوی
شیر جان سګریټ ولګاوی
زه دي جار سم تر مزغی
پراوډه تل تربوران مری
د شیر جان تورې څوڼکې
پهانسی پورته کړې له مځکې
او داسي نورې
انګریز سر کار بارنز یوړول کراچۍ ته او هلته یې د انګریزانو په هیدیره کښې شخ کړ
پولټیکل یجنټ ایچ اے بارنز له خپل چپراسی تارا سنګ او جمعدار سره 4 اکتوبر 1940 کښې د ورځې پر پاو بالا دولس بجې شیرجان کړ قتل کړل
ملک دولت خان حرمزی انګریږ ته شیطای وکړه او شیرجان ګاکړ انګریزانو ګرفتار کړ او په سیشن عدالت کښې مقدمه پر وچلیده او په 14 اکتوبر باندی شیرجان کاکړ ته پهانسیورکړل وه او د د مړنې جنازه یې په خړه ګاډی کښې پښین ته راوړه او په پښین کښې په کلی شادیزینامه کلی کښې خاورو ته په 8 دسمبر 1940 کښې خاورو ته وه سپارله
ژباړه
حسین عالم مندوخیل
کتاب نوم
afghan on the passes
لیکوال . عزیز لونی مخ377
........
د۲۰۲۱ ز کال دفبروري ۲۴ مه