(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لټون کښې

[18.Mar.2022 - 19:21]

په (لټون) کې لټون

لیک: محمد نعمان دوست

شاید زما دې لیک ته هیڅ اړتیا نه وي او شاید ضرور وي. اړتیا به ځکه نه وي چې په لوی کار کې باید څوک وړو خبرو ته ګوته ونه نیسي؛ خو ضرور راته ځکه ښکاري چې کله وړې تیروتنې هم د سترو ګډوډیو لامل کیږي.

 

ما سره یو غټ کتاب دی، دې کې د پښتو د عظیم او ځانګړي سبک شاعر، شاعري راټوله شوې ده او پر پښتۍ یې ( لټوند غني کلیات او نوی کلام) لیکل شوي دي.

 

دا ستر کار ښاغلي محمد زبیر حسرت کړی دی او ښه په شوق یې کړی دی. ستر کار ځکه دی چې د یوه حقدار شاعر ټوله شاعري یې راټوله کړې ده او که څوک غواړي د غني خان فکر، خیال، هنر،بصیرت او... وپیژني؛ نو د همدې کتاب له لوستلو یې پیژندلی شي.

 

د کتاب بل اهمیت یې په مقبولیت کې دی، له دې غټ مقبولیت به بل څه وي چې پښتون غوندې قام کې د یو شاعر کتاب تر ۲۰۱۷ کال پورې شپږ ځله چاپ شي. ما سره چې کوم کتاب (لټون) دی؛ دا په ۲۰۱۷ کال فبرورۍ کې، د یونیورسټي بک ایجنسي لخوا په عبدالحلیم پریس لاهور کې شپږم ځل چاپ شوی دی.

 

تر شعر لاندې د شعر د لیکلو نېټه یو مهم کار دی. له دې څخه لوستونکی کولای شي د شاعر عروج او نزول ښه معلوم کړي. مثلاً : د شاعر لومړي کلامونه له وروستیو سره پرتله کړي او بیا وګوري چې شاعري یې په دې موده کې مخکې تللې او که شاته راغلې.

 

په لټون کې هم خوشبختانه له ګڼو شعرونو سره دا کار شوی او د شعر په وروستۍ برخه کې نېټه لیکل شوې ده؛ خو دریغا چې په چاپ کې دقت سر خوړلی دی او که دا تیروتنې اصلاح نشي، نو پیړۍ پیړۍ وروسته به څیړونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

 

زه به خپل وس کوښښ وکړم چې ځینې دغه تېروتنې په ګوته کړم او هغه هم په دې نیت چې که راتلونکي کې، بیا دا کلیات چاپیږي چې اصلاح شي:

 

په (۳۲۴) مخ کې، د تسلی په نوم شعر دی. د دې شعر په لمنلیک کې لیکل شوي:

 

((  دا زما اولنی شعر دی چې د څوارلسوپنځلسو کالو عمر کې مې لیکلی و، کله چې زه انګلینډ له د اوبو جهاز کښې روان وم. آبي جهاز نلډیرا جولایئ ۱۹۲۹)).

 

د بابا دا تبصره موږ ته څرګندوي چې لومړۍ شاعري یې له ۱۹۲۹ جولای، څخه شروع شوې او دا مهال یې عمر د ۱۴- ۱۵ کالونو و.

 

خو په (۱۵۱) مخ کې بیا د خړو په نوم د نظم په اخره کې، چې په ۱۵۳ پاڼه کې ختم شوی، نو ورسره لیکل شوي ( الیکشن ۱۹۲۵)!

 

غني خان چې په ۱۹۱۴ کې زیږیدلی، نو د پورته نېټې مطابق دا شعر یې په ۱۱ کلنۍ کې لیکلی، چې دا له بره تبصرې سره ښکاره په ټکر کې ده. ځکه، پورته مو ولوستل چې لومړی شعر یې په ۱۹۲۹ کې لیکلی او عمر یې د ۱۴-۱۵ کالو ترمنځ و.

 

بله فاحشه غلطي په (۶۶۲) مخ کې ده. دلته  ( ازبیل ته) تر سرلیک لاندې یو شعر دی او په پای کې یې تاریخ ( لندن ۱۹۱۱) لیکل شوی. یعنې د دې سنې مطابق، بابا له خپل پیدایښت درې کاله وړاندې لندن ته تللی و او هلته یې بیا د ازبیل په نوم خپلې ملګرې ته شعر لیکلی و!

 

په (۲۷۴) پاڼه کې له یوې بلې تیروتنې سره مخ کیږو.د لته (د فریدون د مور خط) تر سرلیک لاندې نظم دی. د نظم له شروع مخکې غني خان یوه لنډه تبصره کړې. په تبصره کې لولو چې د واده په دولسم کال د ۱۹۵۱ کال د جون په ۱۵ مه، یې زوی ( فریدون) وزیږیده. دا مهال غني خان د هزارې په یوه زندان کې بیمار پروت و چې د همدې زوی د پیدایش خوشخبري ورته راځي او بیا بابا دا نظم لیکي؛ خو د دې نظم په پای کې سنه ( ۱۹۵۰) لیکل کیږي. د دې خو دا مطلب شو چې ګوندې د زوی له پیدایش یې یو کال وړاندې ورته خوشخبري راغلې او بیا ده ورته نظم لیکلی!

 

دغه شان په (۵۲۸ ) پاڼه کې دیوداسي ( د بُت وینځه) په نوم یو نظم دی. د دې نظم په یوه بیت کې لولو:

 

تور او سور دوه رنګه واخلم ترې چنګیز یا تیمور جوړ کړم

 

د دوی سترګو کښې دا قهر، زما اور وهي ټوپونه

 

د دې بیت په رابطه چې کومه لنډه اضافونه شوې؛ نو هغه کې د ګوډ تیمور له نوم وروسته لیکل شوي ( ۱۹۹۵۱۴۰۴ ع) د دې خو دا مطلب شو چې تیمور په همدې کلونو کې ژوند درلود؛ یعنې په دې حساب یې (۵۹۱) کاله عمر کړی! حال دا چې دا مغولي واکمن په ۱۳۳۶ کې زیږیدلی او ۱۴۰۵ع، پورې ژوندی و.

 

په ۶۷۸ پاڼه کې ای د هر چا دلبره، لنډ شعر دی. د دې پای کې سنه لیکل شوې:

 

( ۲۷ اکتوبر۱۹۳۵، عبدالغفار نګر بمبۍ امریکه ۱۹۳۳) لوستونکی د دې سنو په لوستلو ګنګس شي چې اخر دا شعر په کوم کال کې او چیرته لیکل شوی؟ امریکه، که بمبۍ؟ په ۱۹۳۳ او که ۱۹۳۵؟

 

په هرصورت، انسان له سهوې سره وي؛ خو ډيره سهوه هم د بخښل کیدو نه وي. د یوه څیړونکي ټوله خواري په اوبو لاهو کوي.

 

په خواشینۍ چې زموږ د ځینو لیکوالو او حتی د سترو لیکوالو یوه ستونزه دا ده چې د کتابونو په اړه له خپل لیک سره سطحي چلند کوي. مثلا: که د چا پر کتاب څه لیکي، نو د کتاب د لوستلو او یا په دقیقه توګه او خط په خط د لوستلو تکلیف نه کاږي، بس یو څو پاڼې واړوي راواړوي او بیا پر ټول کتاب لیک وکړي.

 

پر دې کتاب د یونیورسټي بک ایجنسي له خوا د عرض ناشر تر سرلیک لاندې لیک شوی. پروفیسرجهانزیب نیاز صیب هم پرې لیک کړی او حتی د نظر ثاني اعزاز یې مشتاق مجروح یوسفزي صیب ته حاصل دی؛ خو لکه چې یوه هم د ټول کتاب د لوستلو تکلیف نه دی کړی او یا یې هسې پاڼې اړولي. کنه دومره ښکاره چاپي تیروتنو ته چې ما غوندې د یوه مبتدي لوستونکي په اول ځل لوستلو فکر کیږي، نو د دې درنو مشرانو خو خامخا کیده.

 

په پای کې یو ځل بیا خپله خبره تکراروم او هغه دا چې دا لیک مې د دې په خاطر وکړ چې که دا کلیات بیا چاپیږي؛ نو چې دا تیروتنې اصلاح شي او بل له هغوی، چې د چا پر کتاب لیک کوي، په ډېر درنښت غوښتنه کوم چې له لیک مخکې ټول کتاب په پوره دقت ولولي او لیکوال خپلو او ټایپي تیروتنو ته متوجه کړي او پرینږدي چې غلطۍ له کتاب سره سمې چاپ شي او ښایسته کتاب بدرنګ کړي.

 

۱۸/ مارچ/۲۰۲۲

-
بېرته شاته