Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
ستړی سومانه
[25.Apr.2022 - 14:34]ستړی ستومانه چې له کاره راځم
تا یادومه چې په لاره راځم
د ارمانونو پنډ په سر راوړمه
کور ته چې هر ماښام له ښاره راځم
د کلي ډېرې لارې ډېرې کوڅې
په دې کوڅه د چا لپاره راځم
د میخانې دروازه مه بندوئ
یارانو زه به له روزګاره راځم
ډاکټر صاحب شاه صابر