د ګندومک
[18.Mar.2022 - 19:53]
په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې دافغانستان او پیر نګیانو(انګریزانو )
ترمینځ یو دشرمه ډک اوکرغېړن تړوڼ
لیک: ډاکتر لطیف یاد
په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې د افغانستان او انګریزانو تر مینځ دوه دشرمه ډک او کرغیړن تړونونه لاسلیک شوی دي چې یو یې د (ګندمک) تړون دی چې دامیر محمد یعقوب خان او انګریزانو تر مینځ او بل یې د(ډیورنډ)تړون دی چې دانګریزانو اوامیر عبدالرحمن خان تر مینځ لاسلیک شوې دي . ددغو دواړوکرغیړنو تړونو په پایله کې افغانستان دخپلې خاورې ډیرې برخې له لاسه ورکړې.زه دلته په دغې لیکنې کې دغه دوه تړونونه په لنډه توګه ګرانو لوستونکو ته ورپیژنمه، ځکه کله کله مې په لیکنو کې تر سترګو کیږي چې ځینې خلک ددواړو تړونونو تر مینځ تو پیر نه شي کولاي او یو یې بولي،حال داچې داتړونونه دانګریزانو سره په بیلا بیلو وختونو کې او دبیلابیلو واکمنانو په وخت کې لاسلیک شوي دی .
۱- دګندمک تړون :
دغه کرغیړن تړون دافغانستان دواکمن امیر شیرعلی خان دزوی امیر محمد یعقوب خان او انګریزانو تر مینځ د۱۸۷۹ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۶ نیټه په ګندمک کې لاسلیک شو. په دغه وخت کې انګریزان ددریو لارونه افغانستان ته راننوتلي ول.
۱- دخیبر ددرې له لارې دجنرال براون په مشرۍ د (۵۰۰۰) زرو پوځونو سره .
۲-دکورمې له لارې خوست ته دجنرال رابرټس په مشرۍ د(۳۲۰۰) تنوپوځونو سره.
۳-دکوئیټې او کوږک له لارې کندهار ته دسټوارټ په مشرۍ (۱۲۰۰۰ ) پوځونو سره .
امیر محمد یعقوب خان چې دخپل پلار له زندانه تازه راخوشې شوی و او اته کلن زندان یې ګاللی ودانګریزانو تر فشار لاندې راغی او دانګریزانو شرایط یې ومنل او په ګندمک کې یې چې دننګرهار دحصارک ولسوالۍ ته نږدې دکابل او جلال اباد تر مینځ پرته سیمه ده دافغانستان په چاروکې دانګریزانو داستازي سر لوئیس کیوناری سره یې دګندمک تړون لاسلیک کړاو په دغه ځای کې دتړون دلاس لیک کیدو په وجه ورته دګندمک تړون وایې.
دګندمک تړون متن :
دغه تړون دافغانستان دامیر محمد یعقوب خان ا و دافغانستان په چارو کې دانګریزانو داستازي سر لوئیس کیوناری له خوا په لسو مادو کې په لاندې ډول لاسلیک شوی دی:
١- ددې تړون دلاسليک دورځې نه به ددواړو هيوادونو ترمنځ تلپاتې سوله او دوستې ټینګيږي.
٢- ددې تړون دلاسلیک وروسته به دافغانستان امير دخپلو وګړو هغه ډله چي دجګړې په وخت کې دانګريز له دولت سره یې اړیکې او دلیکونو راکړه ورکړه درلوده د رسمي فرمان له مخې بخښل کیږي.
٣- دافغانستان امير مجبوردى چي وروسته له دې به له نوروهيوادونو سره خپلې چارې دانګلستان سره د خبرو اترو پر بنسټ او دهغوی په غو ښتنه ترسره کوي ، د افغانستان امير حق نه لري له نورو هيوادونو سره مخامخ اړیکې ټینګ کړي او دانګريزانو دولت له سلا او مشورې پرته له کوم بل هيواد سره دجګړې اعلان وکړي، ددې شرط په وړاندې دبريتانيې دولت حاضر دى ،نوموړى امير دپرديو دتيريو په وړاندې دپیسو، وسلو اوسرتیروپه وسيله او په هر ډول چي دبريتانيا دولت وغواړي ننګه وکړي او هر وخت چي مناسبه وګڼي مرسته ورسره وکړي،که دبريتانيې سرتیري دکوم اړتیا په وخت کې دامنيت دټینګښت اودبهرني دفاع په موخه دافغانستان خاورې ته ورننوزي، دسولې او امنيت له ټینګښت وروسته به سملاسي خپل هيواد ته بیرته ستنیږي .
٤- ددې لپاره چي ددواړو هيوادونو تر مینځ اړیکي لا ټینګ شي او دافغانستان سرحدونه او پولې دپرديو له تيريو نه خوندي پاتې شی شي دانګريزدولت لازمه ګڼي،چي دخپل هیواد دايمي استازی افغانستان ته واستوي ، دغه استازی به دخپلي رتبې سره سم يو ډلګی سرتیري هم له ځانه سره ولري او هم دبريتانيې هيواد حق لري چي داړتیا په وخت کې خپل ځانګړي استازي له ځانګړو هیئتونو سره افغاني پولو ته واستوي،ددې په وړاندې دافغانستان امير حق لري خپل استازی دهند دويسراى دربار يانورو هندي چارواکو ته واستوي.
٥- دافغانستان امير دانګريزانو داستازو د ساتنې لپاره او له دې کبله چي دهغو سره ښه چلند وشي، ځان مسؤل بولي او دبريتانيې دولت سره ژمنه کوي چي هيڅ وخت به دافغانستان په کورنیو چاروکې لاسوهنه ونه کړي او دهغو داستازو درناوی به ساتې .
٦- دافغانستان امير له خپلي خوا او نورو سردارانو له خوا ژمنه کوي چي له انګريزي استازواو نورو وګړو سره چي دسوداګرۍ لپاره افغانستان ته راځې ، ښه اوغوره چلند وکړي او دهغو په شخصي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
۷- -اميربه له انګلستان سره سوداګریزې اړیکې ټینګوی او دهيوادونو تر منځ به سړکونه پرانيزي ، ترڅو چي دواړه هيوادونه سره په آزاده توګه سوداګریزه راکړه ورکړه وکړي او هم دواړه هيوادونه ژمنه کوي چې ،دغه لارې له خطرنه وژغوري.دغه سوداګریز تړون به ددواړو هيوادونو ترمنځ ديوه کال لپاره دترسره کیدو وړ وی او دهيوادونو ترمنځ به آزاد وي .
٨- له کورمې څخه تر کابله دتلګراف مزو دغزولو لګښتونه به دانګريز دولت پر غاړه وي او دهغه ساتنه په امير اړه لري.
۹-ددې لپاره چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دوستي رامینځ ته شي او انګریزي پوځونه په ډاډه زړه دافغانستان له خاورې ووځي ، نو دسیا لکوټ ولایت او دفوشنج سیمه دکوږک ترغره پورې ، دکورُمې سیمې دځا ځیو ترپولې پورې اوهفت چاه او لنډي کوتل دې انګلیسانو ته پرېښودل شي ، مګر ددریو سیمو (کورم ، پشین ، سیبۍ ) ورکول به په دایمي او قطعي ډول نه وي ، داسیمې به دهغو سیمو په نامه (امانت سپارل شوي دي ) ونوموو ، چې بیرته به بیا وسپارل شي او دیادو سیمو مالیه به داداري لګښتونو له ورکړې وروسته افغانستان ته ورکول کیږي ،خو ملاتړ او اداره یې یوازې په بریتانیې پورې اړه لري ، برسیره پردې دبرتانیې دولت دخیبر لیږد لارې درې انتظام چې دجلال اباد او پیښور ترمنځ پرته ده ددغو سیمو له آزادو قبایلو سره دوستانه اړیکي ولري .
١٠- ددې لپاره چي دافغانستان امير وکولاى شي چي خپل ځواک وساتي او هم پورتنى شرطونه په رښتیني توګه ترسره کړی ، دبريتانيې دولت ژمنه کوي چي هغه او دهغه ځاى ناستو ته به دهیواد داصلاح لپاره دکال شپږ لکه کلدارې ورکوي.
اميريعقوب خان دګندمک له تړون نه وروسته :
له تړون نه وروسته سرلوئيس کيوناري له امير يعقوب سره کابل ته راغى ، يعقوب خان يوازې تش په نوم واکمن و او ټولي چارې دسرلوئيس کيوناري په لاس کې وي. يعقوب خان چي کابل ته ورسید ، ايوب خان يي دهرات والي وټاکه او له هغه نه يي وغوښتل چي يوپلتن سرتیري ورته وروليږي،ايوب خان سرتیري وروليږل، سرتیرو ته په هرات کې ويل شوي وو چي تنخواه به په کابل کې درته درکړل شي ، سرتیري چي کله کابل ته ورسیدل له سرلښکر داود شاه خان نه يي غوښتنه وکړه ، څو تنخواه ورته ورکړي. داودشاه خان ورته وويل:"ستاسو غوښتنې حق دې ، خو اوس ټول اختيار له کيوناري سره دى ، هغه ته ورشى او معاش ترې وغواړى." سرتیرير چي کله دکيوناري کور ته چي دکابل په بالاحصار کې و ورسیدل، نو کيوناري ګومان وکړچي ملت پاڅون کړى او سرتیري غواړي پر ده بریدوکړي، نو هماغه و چې خپلو ساتندويانو ته يي امر وکړ چي په سرتیرو ډزې وکړي ، سرتیرو هم متقابلي ډزې پيل کړي ، يعقوب خان ډيره هڅه وکړه تر څو ډزې بندي شي،خوسرتیرو يي خبرو ته غوږ ونه نيو، په پايله کې دسرکيوناري په ګډون دسفارت ١٢٣ کسه ووژل شول. داخبره سمدستې دهند وايسراى لاردليتن او جنرال رابرتس ته ورسیده ، انګريزانو دجنرال رابرتس په مشرۍ يو يوځ دلوګر له لاري افغانستان ته وروليږه، يعقوب خان چي کله دانګريزي پوځد برید نه خبر شو ، ځان يي رابرټس ته ورساوه، خو هغه ورسره په ترېو تندي خبري وکړي او بندي يي کړ. يعقوب خان د ١٨٧٩ ددسمبر په دوهمه نیټه له کابل نه هند ته وليږدول شو او هماغلته دژوند تر پايه پوري استوګن وترڅو هلته مړشو او مزار یې دهند دپنجاب ایالت په سرهند کې دی او دحضرت مجددالف ثانی دمزار تر څنګ ښخ دی.
امیر محمد یعقوب خان ددغه تړون په پایله کې دکورمې سیمه ، دخیبر تاریخي دره،لنډی کوتل،سیبۍ ،پښین او کوږک سیمې له لاسه ورکړې او په دې توګه یې دافغانستان خاوره انګریزانو ته ورکړه .
تاسو په لاندیني انځور کې امیر محمد یعقوب خان وینئ چې په ګندمک کې دلوړ رتبه انګریزي پو ځي افسرانو سره ناست دی .
...............
سبا د ۲۰۲۲ زیږدیز /میلادي کال دفبرورۍ دمیاشتې لومړۍ نېټه دچینایانو نوی کال دی چې دپسرلي جشن یې هم بولي . دغه جشن پنځلس ورځې دوام کوي .چینایان په دې ورځې خواړه نه پخوي ځکه ددوی په اند په دې ورځ د(اور) او (چا کو) کارول دوی ته بدمرغي راوړي نو ځکه دوی د خپل نوي کال یوه ورځ دمخه خپل خواړه پخوي .همداراز چینایی بودایان په دې ورځ غوښه هم نه خوري .
.په دې ورځ دوی خوشالۍ کوي او یو دبل کورونوته ځي او یوبل ته مبارکۍ وایی. .
باید وویل شي چې دچینایانو نوی کال نه یوازې داچې په چین کې لما نځل کیږي ، بلکې په هانکانګ ، تایوان، برونای ، شمالي او جنوبي کوریا ، مغولستان، نیپال، بوتان، ویتنام، سینگاپور، اندونیزیا( اندونیشیا ) ، مالیزیا ( ملیشیا ) ، فیلیپین اوټایلینډ کې هم لمانځل کیږي .
چینایان پر خپل هرکال باندې دیوه حیوان یا مرغه نوم ږدي خو سږنی کال 2022 یې( دپړانګ کال )په نامه نومولی دی .
څو شیبې دمخه شاپینګ سېنټر ته لاړم هلته مې دچینایانوپرپلورنّځي سترګې ولګیدلې چې ډیر یې ښکلی کړي واو دپلورنځي هرې خواته ګلان راځوړند اوپه څراغونو اوډیوو ښکلی کړل شوی و..دپلورنځي نجونواوهلکانو ښایسته کالي اغوستلي وو. ما ددوی له پلورنځي سودا رانېوله او دوی ته مې ددوی دسبا ورځې دنوی کال مبارکي ورکړه
(ډاکتر لطیف یاد)
.......
دډیورنډ پلار تورن جنرال هینري مارین ډیورنډ (Henry Marion Durand)
-----------------------------------
ډګرجنرال هینري مارین په ۱۸۱۲ زیږدیز کال دنوامبر دمیاشتې په (۶مه) نېټه په انګلینډ کې زیږیدلی و.وروسته یې په لندن کې دختیز هند کمپنۍ ( ایسټ انډیا کمپني ) په پوځي اکا ډمۍ کې پوځي ټریننګونه تر سره کړل . نوموړي په ۱۸۳۰ کال له انګلینډه برتانوي هند ته راغی او وروسته بیا په بینګال کې په انګریزي پوځ کې دپوځي انجنیر په توګه دویم بریدمن وټاکل شو ،هغه دافغان - انګریز په لومړۍ جګړه کې ( ۱۸۳۹-۱۸۴۲) او دانګریزانو او سکانو تر منځ جکړه (۱۸۴۸-۱۸۴۹) کې دښو پوځي خدمتونو په بدل کې د تورن جنرالۍ پوځي رتبه تر لاسه کړه . نوموړی د۱۸۴۸ کال نه تر ۱۸۴۹ کاله پورې د برما یا اوسني میانمار په Tenasserim کې دانګریزانو کمیشنر هم و.
کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې دهند ولسونو دانګریزانوپر خلاف پاڅون اعلان کړ هغه په لویدیزه مالوه کې دانګریزی پوځونو کمانډر و چې بیا د۱۸۷۰ نه تر ۱۸۷۱ پورې دپنجاب دګورنر په توګه وټاکل شو.
باید زیاته کړم چې نوموړی د ۱۸۷۰ زیږدیز کا ل ددسمبردمیاشتې په ۳۱ نېټه ددیره اسماعیل خان په ټانک کې په داسې حال کې چې پر هاتي ( پیل ) سپور و ترې لاندې راګوزارشو او د۱۸۷۱ زیږدیز کال دجنورۍ دمیاشتې په لومړۍ نېټه مړ شو او هماغلته خاورو ته وسپارل شو .
(ډاکتر لطیف یاد)
........
دروښاني ملي غو رځنګ ستر مبارز احداد
دپیر روښان دزوی جلا ل الدین تر شهادت وروسته دپیر روښان وراره او زوم دروښاني غورځنک مشال بل و ساته او دمغولي دښمن پر خلاف یې خپلو ویاړلو مبارزو ته دوام ورکړ او دخپلواکۍ غو ښتنې جهنډه یې رپانده او لوړه وساتله. احداد یو زړور او عادل انسان و. دده دتره جلا ل الدین تر مړینې وروسته دپښتنو قبایل دده پر شا اوخوا راټول شول او د۱۰۲۰ لیږدیز /هجري کال دصفرې په میاشت کې دی پر دې وتوانیده چې دجهانګیر دپاچاهۍ د وخت حاکم معزالدین بخشي ته ماتې ورکړي او پر کابل یې برید وکړ.په دغه جګړه کې داحداد یو نامتو کمانډر بارکی ووژل شواو دمغولو ځواکونو د نادعلي میداني او قلیج خان په مرسته داحداد سره وجنګیدل، خو احداد په دغې جګړې کې پر شا شو.
احداد وشول کولای چې څلور کلونه وروسته دکابل په سویلي برخه کې نوي پوځي ځواکونه چمتو کړي او جهانګیر دهند مغولي واکمن دده دبرید دشنډولو لپاره په ۱۰۲۴لیږږدیز /هجري کال کې یو پیاوړی لښکر ور ولیږه. پخپله جهانګیر په خپل کتاب تزک جهانګیري کې په دې اړوند داسې لیکلي دي : (( احداد هغه افغان دی چې دډیرې مودې راهیسې یې دکابل په غرنیو سیمو کې په فتنو او فسادونو لاس پورې کړی دي او ډیر پښتانه یې پر ځان راټول کړي دي. زما د بزرګواره پلار اکبر له وخته او بیا زما دپاچاهۍ چې دالسم کال دی داحداد پر خلاف موږ څو څو ځلې پوځونه لیږلي دي خو تل یې له ده نه ماتې خوړلې ده )) بیا زیاتوی چې (( جهانګیر چې په ۱۰۲۴ لیږدیز/هجري کال داحداد پر خلاف کوم پو ځونه ولیږل نو ستره جګړه وشوه او داحداد درې زره تنه جنګیالي پکې ووژل شول ، خو پخپله احداد کندهار ته لاړاو د ده دپو ځونو مرکز دمغولي لښکرو لاس ته ورغی.))
په ۱۰۲۸ لیږدیز/هجري کال بيا د مغولو او احداد تر مینځ یو خو نړۍ جګړه وشوه او دپیښور دګورنر مهابت خان زوی امان الله خان ته دمغولي پوځ مشري ورپه غاړه وه چې داحدادځواکونو ته پکې لوی زیان ورورسید.
دمغولي دښمن او احداد تر مینځ وروستنۍ جګړه په ۱۰۳۵ لیږدیز/هجري کال کې وشوه او په کابل کې دجهانګیر ګورنر د خواجه ابو الحسن زوی ظفرخان ددغې جګړې مشري کوله .مغولي لښکر دتیراه پر لواغر کې چې داحداد دوسله والې مبارزې مهم مرکز و برید وکړاو احداد یې هلته کلا بند کړ او په کومه شپه چې مغولو داحداد پر کلا برید وکړ نو احدادورسره دزمري په شان په میړانه وجنګیداو خپل سر یې دخپلواکۍ پر لارکې قربان کړ.
کله چې مغولي واکمن جهانګیر داحداد دمړینې نه خبر شو نو په خپل دار السلطنه کې یې دخوښۍ او خوشالیو ډولونه و ډنګول او دخداي په دربارکې یې دسجدې سر ښْکته کړ.
دهند دمغولي دورې په تاریخ مآثر الامرا کې داحداد داسې ستاینه شوې ده : (( دده زړورتیا او بهادري درستم او سهراب داستان موږ ته رایادوي .ده دجهانګیر دواکمنۍ په وخت کې دپاچاهي پو ځونو سره په میړانه وجنګید ))
تراحداد وروسته ددوه زوی عبدالقادر او میرمنې یې بی بی الایي دروښاني غورځنګ جنډه رپانده وساتله .
باید زیاته کړو چې داحداد دملي مبارزو په ویاړ دافغانستان دننګرهار ولایت درودانو ( حصار شاهي ) په ولسوالۍ کې یوه لیسه ( های سکول ) داحداد په نامه شته . اروادې ښاده وي
(ډاکتر یاد)
.........
غازي عمراخان
غازی عمراخان چې دافغاني نپولین(ناپیلیون) په نامه هم شهرت لري دامان خان زوی او دفيض طلب خان لمسی و چې دباجوړ دتر کلاني ټبر دعيسی خيلو دښاخ د مستي خيلو دڅانګې نه و. نو موړی په(۱۸۶۰ زیږدیز) کال کې دپښتونخوا په جندول کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې دقاضي عبدالجلیل نه وکړې او قرآن شریف یې دحافظ عبدالمنان نه زده کړ.دغازي عمرا خان نیکه فیض طلب خان د جندول واکمن واود شپږزرو تنو یو لښکر یې درلوداو د امبیله په جګړه کې د انګریزانو سره په نره جنګیدلی و. دفیض طلب خان تر مړینې وروسته یې زوی امان خان دجندول واکمن اوستر خان و.
دعمراخان تر مړینې وروسته غازی عمراخان دخپلو ورونو له خوا فراراو تبعید شو. لومړی داتمان خیلو دقبیلې مشرلالي خان ته ورغی او وروسته بیا د پچهیګرام خان غلام محمد خان ورته پناه ورکړه. په ۱۸۸۰ زیږدیز کال کې غازي عمرا خان دحج دفریضې داداکولو لپاره مکې معظمې ته لاړاو کله چې بیرته راستون شو نو دجندول حالات خراب ول.وروسته بیا ده دجندول دخانۍ چارې په خپل واک کې واخیستلې او دخلکو په خوښه دجندول دسیمې خان او واکمن وټاکل شو.
غازي عمراخان له پیله دانګریزانو سره په زړه کې دښمني درلودله ،نو ځکه دانګریزانو هم چندانې نه خوښیده او دی يې دخپل ځان لپاره یوستر خطر ګاڼه. همدا وجه وه چې ده دورځو په تیریدلو سره دپیر نګیا نو پر خلا ف خپل پو ځي ځواکونه پیاوړي کول. دغازي عمراخان او پیرنګیانو تر مینځ ډیرې جګړې شوي دي . یو ځل د ۱۸۹۵ زیږدیز کال د اپریل دمیاشتې په ۱۱ نیټه کله چې انګریزانو غوښتل پر جندول برید وکړي نو دوی خپل پو ځونه او لښکرې سیدو ته راوستلې څو دپنجکوړه پرسیند پورې وځي او دغازی عمراخان پر لښکرو برید وکړي، خو پښتانه شاه زلمیان دعمراخان پر مشرۍ پر انګریزانو مرګوني ګوزارونه وکړل او ددوی ۲۳ تنه سرتیري اودرې ستر پوځي افسران یې ووژل.
دخواشینۍ خبره داده چې انګریزانو د غازي عمرا خان پر خلاف ځينې پښتنو مشرانو ته دخان بهادر لقبونه ورکړل او په نغدو رو پیو او خلعتونو یې ونازول څو د غازي عمراخان پر خلاف دانګریزانو ملګرتیا وکړي.انګریزانو د همدې کار لپاره ځینې روحانیون هم وګومارل چې دغازی عمراخان پرخلاف په جو ماتونو کې برو پیګینډې وکړي چې په دغو روحانیونو کې موکراني ملا او ځینې نور هم شا مل ول. له بلې خوا دغازي عمراخان ځینې جاه طلبه او په ځواک او قدرت مین خپلوان او دوستانو هم غازي عمراخان ته ستونزې رامینځ ته کړې .
وروسته بیا انګریزانو پر جندول برید وکړ او دغازي عمراخان کلایې چې مونډا نومیدله محاصره کړه او دغازي عمراخان ۳۰۰ تنه ملګري پکې دانګریزانو دتوپونو په ګولیو شهیدان شول.
غازي عمراخان ته بله چاره پاتې نه شوه او په ۱۸۹۵ زیږدیزکال کې افغانستان ته لاړ.په هغه وخت کې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمن خان و. امیر عبدالرحمن خان د غازي عمراخان تو د هر کلی وکړ او ده ته یې کور او محافظتی ګارډ (ساتونکي) ورکړل خوعمراخان ته یې ددې اجازه ورنکړه چې دانګریزانو پرخلاف جنګي تیاری ونیسي ځکه امیر عبدالرحمن خان نه غوښتل چې انګریزان دې له ده نه خپه شي. امیر عبدالرحمن خان غازي عمراخان ته دسردار بهادر لقب هم ورکړ.غازی عمراخان په ۴۴ کلنۍ کې په کابل کې وفات شو او پخپله امیر عبدالرحمن خان دده ددجنازې په مراسمو کې ګډون وکړ اودده جنازه په درناوي سره خاورو ته وسپا رله شوه.. دده مزار دکابل دچهاردهي په سیمه کې پروت دی او دافغانستان حکومت دغازري عمراخان ددرناوي لپاره په کابل کې یو ه لېسه (های سکول ) هم جوړ کړی دی چې دغازی عمراخان دهای سکول په نامه سره یادیږي.همداراز دکونړ ولایت په مرکز اسعد آباد کې هم دغازي عمراخان په نامه یوه لیسه ( های سکول ) شته .
دغازي عمراخان اروا دې ښاده او دده یاد دې تل تازه وي !
(ډاکتر لطیف یاد)