ګوجېره بیا
[22.Mar.2022 - 15:13],, ګوجيره,, بيا ګل شوې ده. ګلونه ډېر در سره راوړ
لیک: طیب خان / اسلام اباد، چوپال
ټپه څومره لوغوني ده ؟ دا ځانله خبره ده خو خوږه ډېره ده, ددې خوږلت په اسبابو هم نظر کوو, د ټپې د خوږلت يو سبب دا هم دی چې په دې کښې سوچه جذبه نېغ په نېغه بيان شوي وي, کله چې شاعر غزل يا نظم ليکي نو هغه ته د قافيې, رديف او داسې نورې مجبورۍ په وړاندې وي ددې کبله هغه د جذبې اظهار دومره په خلاص مټ نه شي کولې څومره چې په ټپه کښې زمونږ په وړاندې راځي, د ټپې د ويونکي سره يوه پېښه شوې, هم هغه وخت ئې د خولې نه بې اختياره يوه ټپه وتلې چې د جذبو ټول شدت په کښې ځائی شوی دی, د شاعر کلام چې د فلسفو, صنعتونو او نااشنا قافيو رديفونو نه برجقه وي ددې برعکس ټپه هېڅ قسمه تصنع نه لري ددې کبله اولس ته زيات خپل ښکاري.
ټپه د چا ملکيت هم نه وي او څښتن ئې نه وي معلوم, دې علت هم د جذبې بيانول اسان کړي دي او ټپه کښې د عاطفې اصل زور په خپل ځائی پاتې دی.
پوهان وائي, يو د علم, زده کړې او هنر په زور شعر ليکل وي او بله فطري او وهبي شاعري وي, په فطري شاعرۍ کښي که شاعر د بنيادي توکو لکه تخئيل, تشبيه, استعاره, سېمبول, استوره او داسې نورو نه خبر هم نه وي, نه ئې د شاعرۍ دغه توکي لوستي وي او نه ئې له چا څخه اورېدلي وي خو چې کله ددۀ د شاعرۍ پلټنه وشي نو دغه ټول توکي په دغه شاعرۍ کښې موجود وي, هم دغسې حال د ټپې دی, دا اکثره د داسې خلکو د خولې نه د احساس د شدت په حالت کښي را وتلي وي چې داسې هېڅ شي ته ئې پام نه وي خو هم دغه د جذبې شدت په ټپه کښې داسې ښکلا پېدا کړې وي چې د شاعرانه هنر بېل بېل اړخونه په کښې کمال ته رسيدلي وي.
مونږ که يواځي د عاطفې د کمال خبره کوو نو د جذبې د شدت دومره سوچه اظهار چې اورېدونکي د جذبې دغه خواږه, تراخه په خپل ځان کښې محسوس کړي دغه لوبه يواځې ټپه کولې شي.
يو مشر خبره کوله چې د يوې ښځې مېړه بل وطن ته تلې وو او دوه کاله ئې بهر تېر کړي وو, ښځه دغه مشر ته راغله او ورته ئې ووئيل چې ماله زما مېړه ته خط وليکه,
مشر وائي, زما مخې ته دوه کاغذونه پراته وو هغه مې را اوچت کړل او په نورو کاغذونو پسې په لټون شوم, ښځې پوښتنه وکړه, چې ته څه لټوې؟
ما ورته وې, نور کاغذونه لټوم, ته خاوند ته دوه کاله پس خط ليکې نو چې د دوه کالو قيصو له کاغذونه برابر کړم, بيا ئې ته وايه, زه به ئې ليکم,
ښځې وې, نشته د دومره کاغذونو ضرورت, بس دغه نيمه پاڼه هم ډېره ده, زما خو وړه غوندې خبره ده,
قلم ته مې لاس کړل, ما وې, ښه! وايه؟
بس, سلام دعا, خېر خيريت ورته وليکه, بيا ورته دغه يوه ټپه وليکه:
څوک چې د چا د چنې ګل شي
مناسب نه ده چې سوکړې پرې تېروينه,
او ښاد او اباد ورته وليکه.
دغه په ټپه کښې د عاطفې کمال دی.
په ټپو کښې بعضې وخت د جذبې هم دغه شدت نوې استعارې زيږولي وي او ذومعنيت ئې د سېمبول صورت اختيار کړې وي, سعدالدين شپون صېب په خپل ناول ,,د څمڅې ياران,, کښې يوه پېښه بيان کړې ده, د ناول يو کردار چې په يورپ کښې په يو پوهنتون کښې د طب زده کړه کوي, د ناول ډاکټر او د هغه د پوهنتون ملګري چې د راتلونکي ډاکټران دي, څوک د طب په يوه څانګه او څوک بله کښې زده کړې کوي, څوک د يو وطن دي او څوک د بل, دغه څو ډاکټران يو ځائی راټول شوي دي, د دمې د پاره ئې د طب کتابونه يوې خوا ته کړي دي او پرېکړه ئې کړي ده چې د خپلې خپلې سيمې د ادب څه نمونه به هر تن په اصل صورت وړاندې کوي او بيا به ئې ژباړه هم کوي چې مونږ پرې پوهه شو, چې د ډاکټر وار شو نو د ځان خلاصولو د پاره ئې ورته ټپه ووئيله:
ګودر ته ځم راپسې راشه
منګي مې برغ دي نرۍ ملا مې ماتوينه,
چې ډاکټر ترجمه وکړه نو ټول حېرانيږي چې دومره لنډ نظم, بيا د ګودر پښتنه کوي چې دا څه ته وائې؟
ډاکټر قيصه کوي چې دا دغسې او داسې وي, جينکۍ ترې اوبه راوړي, دقېصې نه وروسته يو تن د پښتنو په بدحالۍ نيوکه کوي چې د اوبو انتظام هم نه لري په ښځو زياتې غندي چې جينۍ د دوه منګو د لاسه فرياد کوي,
د دوي سره ناسته يوه بله جينۍ ورته وائي چې دا جينۍ فرياد نه کوي, دا ناز دی, دا په اصل کښې د خپلې ملا ذکر کوي چې زما ملا نرۍ ده.
دا ذومعنيت چې په يو غشي يو نه چې څو څو ښکاره شوي وي, داسې کمالونه نور هم ډېر بيانيدی شي, په دې لړ کښې د هر چا خپلې خپلې خاطرې وي علت ئې هم دا دی چې ټپه هم داسې زېږيدلي وي, ددې د زېږېدلو د عمل مثال داسې وي لکه استاذ اسد الله غضنفر چې بيان کړی دی, غضنفرصېب ليکي:
کاروان صېب په هغه مرکه کښې د ټپې د جوړېدو په اړه يوه قيصه راته وکړه, زه چې ماشوم وم نو زما نيا چې څلور ورونه ئې سر په سر مړه شوي وو, ماته به ئې د دغه ورونو د مرګونو قيصې کولې بيا به ئې وژړل او يوه ټپه به ئې راته ووئيله چې دا زما نيا د خپل ځوي په مرګ وئيلې وه چې حليم نوم ئې وو.
زمونږ په غره کښې يو ځنګل دی چې تنګړي ورته وائي, حليم په دغه ځنګل کښې د څېړۍ ونې ته په مرغۍ پسې ختلې وو خو چې ځالې ته ئې لاس کړې وو نو مار چيچلی وو, حليم چغې کړې وې, مار ئې د لاسه ټک وهلې وو خو چې کلي ته رسېدو نو مړ وو, دغې ماشوم ته خپلې مور, زما نيا د ځوي په غم کښې يوه ټپه وئيلې وه, شائد چې په ټول ژوند کښې ئې هم دا يوه ټپه وئيلي وي:
د تنګړي په وچ کمر کښې
حليم نارې وهي چې ګوښې پاتې يمه.
د کاروان صېب په نظر, کېدي شې يو چا يوه ټپه وئيلي وي خو په ډېر جذباتي حالت کښې, هغه که غم وي او که خوشحالي, لکه ماشوم چې بې پامه په ملغلره ور پيښ شي.
زه چې ماشوم وم نو ما هم د خپلې مور نه اورېدلي وو, هلته يوه ښځه وه, په کوچيانو کښې په چا ميئنه شوې وه, چې کوچيانو کډې وکړې او ښځه د هغوي په لوګو مېلو (مېنو) راغله نو د خولې نه ئې يو ,,هائې,, ووتو, لاسونو ته ئې ټک ور کړو او ناڅاپه ئې له خولې ووتل:
دا ستا په لوګو مېلو راغلم
يو وار مې هائې کړل بيا مې ټک وهل لاسونه,
ټپه چې اکثر په داسې روحي حالت کښې, د اردو ژبو په اصطلاح د آورد نه د آمد په زور وئيل کيږي ځکه په کښې الهامي ښکلا زياته وي,, (۴۵)
وړاندې مې عرض کړې دی چې په دې لړ کښې د هر چا خپلې خاطرې وي, زه بۀ هم يوه شريکه کړم چې په وزيرستان کښې په سپرلي کښې يو ګل راټوکيږي چې ,,ګوجېره,, ورته وائي, په وزيرستان کښې هم دغسې سور سپرلی وو, د ګوجېرې ګلونه ټوکيدلي وو چې يو ځوان چا مړ کړو.
بل کال ته سپرلی راغلو, ګوجېره ګل شوه چې د ګوجېرې په ګلونو د دغه مړ ځوان د مور نظر پرېوتو نو د خولې نه ئې د آه سره يوه ټپه وختله:
د ګوجېرې په ګل ئې مړ کړی
چې ګوجېره په وطن ګل شي وژاړمه.
داسې ټپې هم دغه د جذبې د شدت له کبله د الهامي ښکلا نه برجقې وي, هم د دغه جذبو او الهامي ښکلا تاثير وي چې داسې ټپې سړی واوري نو غونی پرې ځيګ شي, دا ولې؟ د شيرعالم خبره, دا د زړه نه راوتي وي.
ستا يارانې ته مې زړه کيږي
په څه خبره به اشنا در سره شمه