(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون قامي جرګه

[28.Mar.2022 - 16:51]

پښتون قامي جرګه بنو

ليک مولانا خانزېب 

بې جرګې نه به هيڅ کار په لاس وانخلې

چې خبر وي د جرګې په برکت.

خوشال بابا.

 

تېر کال په لسم د مارچ ۲۰۲۱ کښې په باچا خان مرکز او بيا په اووم اګست اشنغر کښې شوې قامي جرګو کښې چې کمې غوښتنې شوې وې نو په بنو جرګه کښې د هغه پينځلس غوښتنو د توثيق سره سره څه نورې مهمې خبرې هم شامل کړې شوي چې ټول په ټوله څه څليرشت غوښتنې دي پدغه غوښتنو کښې ېو جرګو ته تسلسل ورکول او قامي جرګه د پښتنو د یووالي لپاره د ېو مستقل پلېټ فارم په توګه کارول دي د قام مسائل په ېو ورځ کښې نه وي ځکه د حل لار ئې هم وخت اخلي سمدستي قامي شخړې نه حل کېږي خو ېووالي او د ستونزو حل ته سياسي حرکت او فکري شعور خورول هر وخت لازم وي.

د قامي جرګو دا لړۍ تېر کال د باچا خان مرکز نه شروع کړې شوې وه د بنو جرګه پدغه لړې کښې ېو ډېر مهم ګام دې د راتلونکي په اړه ېو ډېره کاميابه جرګه وه د قامي جرګو ارزښت پدې وخت کښې ترهرڅه زيات دې هم ددې لارې کولې شو چې خواره واره پښتانه سره نزدې شي او خپلو ستونزو ته په راتلونکي کښې د ګدو دماغو د لارې د حل لارې چارې سمې کړې شي قامي سياسي ګوندونه ددغه جرګو غوښتنې د وخت د اړتياو په اساس پخپلو منشورونو کښې ځائې کړي  ، د بنو په ښار کښې دا درې ورځې جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب کښې ېوه ستره جرګه وه .

 

درې ورځې داسې کمه شخړه که هغه ،سياسي ،وه که ،کلتوري ، که ،اقتصادي ، که ، ټولنيزې چارې ، که د ،افغانستان شخړه ،  که د پښتونخوا نوې ضلعې ، که د پاکستان سره د پښتون قام د سياسي اړيکې تړون ! په هر اړخ ،علمي ،او ،سياسي ،بحثونه اوشو زما په فکر که د ګوندي سياستونو سره مونږ په پراخ زړه سره د جرګو دې روایت ته دوام ورکړو نو ډېرې قامي شخړې به مو حل شي او پښتانه به په حېث د قام هم سره ډېر نزدې شي نن هم قامي جرګه مونږ ته په ډېرو سياسي شخړو کښې لکه د ،ميروېس هوتک بابا ،او احمد شاه بابا ،دوخت پشان د حل لارې اسانولې شي .

 

دغه راز په په نورلسم د مارچ په پېښور ،مفکوره څيړنيز مرکز ، کښې هم ددې جرګې په اړه د پښتنو پوهانو ېو ډېر ګټور علمي مجلس ترسره شو.

دا ډؤل جرګې بائد مونږ د هر دول پښتنو د روانولو سره بائد چې سیاسي کړو ځکه چې زمونږ مسائل سیاسی دي بېشکه راغوښتل اورېدل دې د هرچا وي که مذهبي مشر وي که قبائلي او اولسي خو د دې جرګو ، روندش ، واک ، او بشپړ کولو چارې دې د سياسي ګوندونو د ېو ګډ پليټ فارم څخه  ترسره کول شي.

 ددې جرګې ځنې ځانګړتياوې وې ېو دا چې د ېو ورځ نه زيات درې ورځې  تر شپږ زره پورې مشران  په قامي جرګه کښې راغونډول د احمد شاه بابا د واکمنې د جرګې، 1747ز ،د ،شير سرخ ، د اديرې نه پس په بنو کښې اوشوه په افغانستان کښې د غازي امان الله خان ،ظاهر شاه ، او حامد کرزي ،په وخت کښې هم دوه درې ورځې غټې جرګې شوي خو هغه ټولې د رياست له اړخه په رياستي تابيا شوي په غېر رياستي بنړه داسې ېو ازاده درې ورځې پرله پسې جرګه کول بيا درې ورځې د ، شپږ زره ،مشرانو خذمت د  ،ناستې پاستې ، خوراک ، څښاک ، مثالي ترتيبات سمول او د بنو پشان لرې پروت ښار کښې ټولې اسانتياوې د شپې د هوټلو په ځائې د بنو د پښتنو په اوجرو کښې خلک ځائې په ځائې کول داسې ېو تاريخي کار دې چې مشر ماموت خان اچکزی او د هغه ګوند ته ډاډ او ستائنه ئې نه کول به   ،تعصب ،  وي .

 

د بنو پښتنو چې د بار نه راغلو په زرګونو شمېر پښتنو ته کمه مينه ورکړه زما په خيال د پښتنو دغه مينه پدې زمان کښې د پښتونولې د وياړ نښه ده زمونږ زيات وخت د عوامي نشنل ګوند ضلع بنو سيکټري اطلاعات ايډوکیټ اصغر نواز صېب سره وو د ميلمستيا او خذمت ئې پور روړي يو د باجوړ نه راسره په ملګرو کښې ،نثار باز خان ،خانبادر سلارزې ،جاوېد ثاقب ،او حاجي ذاکر الله ،وو.

 

پدې جرګه کښې د پښتنو په خاوره د مذهبي ګوندونو ګډون نه کول دا ثابته کړه چې دغه خلک د سیاسي اسلام په نامه د پښتنو فقط ځبېښاک کوي پښتانه په اسلام مئين دي ددغه مينې نه ناوړه ګټه اخلي دا خلک د پښتنو په ستونزو په ارادي توګه چرته هم غږېدل نه غواړي نه داسې مجلسونو کښې ټينګېدې شي ځکه چې بيا په افراطيت ولاړ فکرونو ته ننګونه پېښېدلی شي نور ددغه ګوندونو مشران د پښتنو د قامي ستونزو نه ځان نه خبروي د خپل قام په ځائې د پنجاپ نمک خوار دي که د دغه ګوندونو  خپله مشران نه شو نو راتلې نو کم نه کم خپل ېو پلاوې بې رالېږلې وې خو هيڅوک ئې په نمايندګۍ هم نه وو سياست د پښتنو په سر کوم خو د دوئې قامي ستونزې ېادول کفر ګنړل ډېر لوئي منافقت دې پکار ده چې پښتانه ځان پدې حقيقتونو سره پوهه کړي .

دې جرګې دا ثابته کړه چې د پښتنو نمائنده قامي خلک فقط درې دي ،ماموت خان اچکزی ، اسفنديار ولي خان ،او ،منظور پشتين ، خو د وخت سره د دوئې ترمېنځ ناستې او د قامي ستونزو د حل لپاره ګډ تړون او تګ لاره لازم ده ځکه چې هم د قامي ګوندونو په ېووالي سره د اولس ېووالې ممکن کېدې شي که په راتلونکي کښې دوئې داسې نه کوي نو د اولس ناباوري او بدګماني به دوئې ډېرېږي  د جرګې د هر وېنا وال د دوئې ترمېنځ د ېووالي غوښتنه کوله .

 

دغه راز عموما په سياسي ګوندونو کښې د نظم و نسق د جومات اسلامي د وګړو مثال  ورکول شي خو پدې درې ورځې قامي جرګه کښې دغه سياسي وګړو ځوانانو چې څومره منظم ترتيبات جوړ کړي وو نو زما په خيال داسې پياوړتيا په قام پاله پښتنو کښې ډېر د خوشالې کار دې پکار ده چې ټول پښتانه ګوندونه دغه شان تکړه والې جوړ کړي .

 

د زرګونو پښتنو پدې غونډه کښې په لوئي کچ د باسواده ،تورسرو ،ګډون هم ډېر د ستائنې وړ وو  د رياست له خؤا هيڅ ډول د ،سيکيورټې ، کم بندوبست نه وو پدغه سيمه کښې ېو پوليس هم چا نه دې ليدلې دا خبره د رياستي چارواکو د پښتنو سره د ناسم چلن بد خوئي لوئي مثال دې د ساتنې ټولې چارې هم پخپله ډېر په منظم ډول د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځوانانو جوړې کړي  وې .

 

هر هغه څوک چې صاحب رائې وو وېنا کول ئې غوښتل چې څه ئې هم وائل مکمله اجازه وه هرچا ښه په آزادې څنګ چې دپښتنو د جرګو روایات دي ډاډه خبره کوله هيڅ کم پوچ مجلس پکښې نه دې شوې نه په چا پسې شخصي سپکې چا وائلي بلکې ډېر په قامي سياسي انداز کښې خبره کېدله ځنې خبرې د  مشرانو نه د ګيلې په توګه کول شوې چې پکار وې

 

دغه راز پدې جرګه کښې د پښتو،ليک دود ،په اړه هم ېو شخړه جوړه کړې شوې وه پکار داده چې مونږ د ،ملي وحدت ،خبره کؤو نو دغه وحدت د ژبې د ېو ليک په شکل کښې هم لازم دې د ،باړه ګلې ، ليک دود ډېر مناسب او علمي دې که بيا هم ورسره څوک اختلاف لري نو دغه اختلاف دې په اولسي غونډو کښې نه ! په علمي مجلس کښې سره حل کړې شي دا خالص د ،ژبساپوهانو ،مسئله ده هغوئې ته دې اوسپارل شي او پرېکړه دې اومنل شي .

 

په جرګه کښې د ېو لس کسیزه کمېټې د لارې هغه اجتماعي ستونزې مخې ته راوړل شوې چې هيڅ بشر ورسره اختلاف نشي ساتلې که دا لړۍ دوام اولري نو نورې خبرې به هم مخې ته راوړل شي او سمې به شي.

په جرګه ځنې ځانګړي غوښتنې دا وې ! د پاکستان د فيډرېشن دننه د پښتنونخوا ېو لويه صوبه جوړولو غوښتنه ده چې  ،سويلي پښتونخوا ،او د ،اټک ،او ، مياوالي ، د ضلعې د پښتونخوا برخه کول دي د دې عمل سره به پښتانه د ،پنجاپ ، نه پس د وګړو په حېث د پاکستان دوېم لوئي قام شي چې په نتيجه کښې بې د قامي ستونزو د ګډ حل او د فيډرېشن دننه د وسائلو د وېش په برخه کښې ونډه ډېره شي.

دغه راز جرګې ته د ېووالي په لور مزل کولو لپاره د پښتنو د ېو پارليمان بنړه ورکول مهم خبره ده ځکه چې پدغه لار به داسې جرګو ته دوام وي او پښتانه به هم سره خپلو کښې نزدې شي .

په جرګه کښې د افغانستان په د راتلونکي په حواله د اولس واکې بشپړ کولو د افغان اولس په واک کښې د برخه من کولو او د نړۍ سره د تګ لپاره د ،لوئې جرګې ،د لارې د لنډ مهاله حکومت او بيا د اولسي رائې په وسيله حکومت والې ته د دوام ورکولو غوښتنه ده .

د عثمان کاکړ سره د لکونو پښتنو د وژنې او تاوانونو د سپيناوي لپاره د پاکستان د عدالتي شبکې ستر قاضي فائز عيسی په مشرۍ کښې د ېو کمېشن غوښتنه ده .

د غازي بروتا د بند او نهر په لار د ،اباسين ، د مخې د پنجاپ په لور د ستنولو کلکه غندنه شوې ځکه چې د ،نړۍ وال ،اصولو ترمخه د ېو سيند مخ په بل لور اړول ،نړۍ وال جرم ،ګنړل شي دغه جرم د غازي بروتا په شکل کښې روان دې پدې غږ کول ډېر مهم وو .

د ګيس،تېلو ،اوبو ، چلغوزو ، سره په ټولو معدني وسائلو د پښتنو د اختيار مقامي خلکو ته برخه ورکول د ،آئل  ريفائنريانو ، د مقامي پښتنې سيمې په ځائې په پنجاپ کښې د جوړولو غندنه شوې د پښتونخوا د نوؤ ضلعو په ستونزو هم ډېرې ګټورې خبرې اوشوې او د اتلسم آئيني بدلون لاندې شوې د ټولو ترسره کولو غږ هم اوشو.

په جرګه کښې په ،ډېورنډ کرښه ازغن تار ، په ړومبي ځل د پښتنو له خؤا په رسمي توګه لږول په سختې سره رد کړې شو او په پښتو کښې د آئين ترمخه د نصاب جوړولو اختيار ورکولو غوښتنه هم اوشوه.

 

په باچا خان مرکز پېښور کښې چې په لسم مارچ 2021 کښې کمه ړومبې قامي جرګه شوې وه نو د هغې ځنې ځانګړې غوښتې په ،پښون مجله اداريه ، اپرېل ګنړه کښې څه پدې ډول وې .

 

پۀ پښتني سيمو کښې ترهګري او د ترهګرو ډلو بيا منظم کېدل:

پۀ تاريخ کښې پښتنو ته تر ټولو زيات زيان پۀ تېرو څو لسيزو کښې پۀ دې خاوره د روانې ترهګرۍ لۀ کبله رسېدلې دې. پۀ پښتون وطن کښې يو لړ فوجي عملياتو چې پښتون قام ته لوي زيانونه ورسول، د هغو فوجي عملياتو برڅېره هم ترهګر پۀ پښتني وطن کښې پۀ ازاده توګه فعاليت کولې شي او بيا لۀ نوي سره منظم کېږي. “پښتون قامي جرګهلۀ رياست څخه غوښتنه کوي چې دا عمل دې پۀ زغرده ودروي او د ټولو پرائېوېټ ملېشاو خلاف دې قانوني کاروائي وکړي. “پښتون قامي جرګهغوښتنه کوي چې د پښتنو تحفظ دې يقيني کړې شي او د هر ډول ماوراء ائين فعاليتونو مخنيوې دې پۀ زغرده وشي.

 

د بې کوره شوو پښتنو بيا ابادول:

 

پۀ پښتونخوا وطن او پۀ ځانګړې توګه نوو ضلعو کښې چې د ترهګرۍ او فوجي عملياتو پۀ نتيجه کښې پۀ کومه پراخه کچه پښتانۀ بې کوره شوي دي تر افغانستان کډه شوی، د هغوئې زر تر زره ابادول د رياستِ پاکستان ذمه واري ده. “پښتون قامي جرګهپۀ کلکه غوښتنه کوي چې بې کوره پښتانۀ نۀ يواځې دا چې بېرته دې پۀ خپلو کورونو کښې اباد کړې شي، بلکې دغو ځپلو شوو پښتنو ته دې پوره معاوضه ورکړې شي او هغوئې ته دې د کاروبارونو زمينې مساعدې کړې شي. لۀ باجوړ څخه تر وزيرستانونو پورې او لۀ چمن څخه تر چتراله پورې چې د پښتنو د شتمنيو کومه تباهي شوې ده، د هغوي بازارونه او مارکيټونه نړولې شوي دي،پښتون قامي جرګهغوښتنه کوي چې د دې تاوانونو دې زر تر زره تلافي وکړې شي.

 

د بې درکه خلکو مسئله:

پښتون قامي جرګهد بې درکو پښتنو مسئله پۀ جدي توګه راپورته کوي او پۀ کلکه دا غوښتنه کوي چې څومره پښتانۀ هم بې درکه کړے شوي يا مسنګ پرسنز (Missing persons) ګرځولې شوي دي، هغوي دې زر تر زره عدالت ته پېش کړې شي. د پښتنو دا نمائنده جرګه پۀ شريکه او څرګنده دا خبره کوي چې مونږ هېڅ يوې رياستي ادارې ته دا اجازه نۀ ورکوو چې پښتانۀ دې اوچت کړي او لۀ ځانه سره دې ئې د مسنګ پرسنز پۀ توګه وساتي.

 

د لېنډ مائنز صفائي:

پۀ جنګ ځپلو پښتني سيمو کښې چې د رياست امنيتي ادارو کوم لېنډ مائنز خوارۀ کړي دي، چې پۀ نتيجه کښې ئې پښتانۀ بچي، ښځې، ځوانان او بوډاګان د مرګ ژوبلې لۀ زړۀ چاودونکو پېښو سره پۀ ورځني بنياد مخامخ کېږي؛ دغه لېنډ مائنز دې پۀ هنګامي بنيادونو لرې کړې شي او د بشري حقونو د داسې سرغړونو مخنيوې دې يوه جدي مسئله وګڼلې شي.

 

پۀ نوو ضلعو کښې انتظامي، قانوني او سياسي اصلاحات او ترقي:

د پښتنو د نوو ضلعو د بيا ودانۍ کار تر اوسه د زباني جمع خرچ تر حده روان دے؛پښتون قامي جرګهغوښتنه کوي چې پينځويشتم (25) ائيني ترميم دې پۀ حقيقي توګه نافذ کړے شي.

 

اتلسم ائيني ترميم او اېن اېف سي اېوارډ:

اتلسم ائيني ترميم دې پۀ حقيقي معنيو کښې ومنلې شي، د دې ترميم د تخريبولو لۀ هڅو دې لاس واغيستې شي. د اېن اېف سي اېوارډ لۀ پينځو کلونو څخه اجراء نۀ کول يو غېر ائيني اقدام دې؛ زر تر زره دې د اتلسم ائيني ترميم پۀ رڼا کښې د اېن اېف سي اېوارډ اجراء وشي.

 

د بجلۍ خالص منافع:

پښتون قامي جرګهغوښتنه کوي چې د بجلۍ د خالصې ګټې تفصيلات دې وړاندې کړے شي او دا ګټه دې زر تر زر صوبو ته حواله کړې شي، ځکه چې پۀ بجلۍ او نورو قدرتي وسائلو فطري او ائيني ملکيت د قامونو دے او د ملکيت دا حق تسليمول د وفاق د قائم ساتلو او پرمختګ د پاره ضرورے دې.

 

د اوبو ملکيت:

د اٰبي وسائلو يا اوبو ملکيت او اختيار دې صوبو ته وسپارلے شي او هم داسې چې پۀ دې مورد کښې څومره معاوضه مرکز ته پاتې ده، هغه دې هم زر تر زره صوبې ته وسپارلې شي.

 

قومي وسائل او منرل اېکټ:

د پښتنو پۀ قامي وسائلو لۀ يوې اوږدې مودې د منظمې قبضې دسيسې روانې دي، د دغو دسيسو مخنيوې د وفاق د پايښت او د پښتنو د ازادو شهريانو پۀ توګه پۀ وفاق د اعتماد ضمانت دې. “پښتون قامي جرګهمنرل اېکټ خېبر پښتونخوا د پښتنو پۀ قامي وسائلو يوه بد ترينه ډاکه ګڼي او غوښتنه کوي چې پۀ وسائلو دې لومړې حق او اختيار د مقامي خلکو ومنلې شي.

 

پۀ پښتونخوا وطن کښې لۀ نوي سره سرشمېرنه:

پښتون قامي جرګهپۀ 2017ز کښې شوې سرشمېرنه د پښتونخوا وطن بالخصوص د نوو ضلعو د سرشمېرنې پۀ حقله پۀ درغلۍ ولاړه ګڼي؛ جرګه غوښتنه کوي چې پۀ پښتونخوا وطن کښې دې لۀ نوي سره سرشمېرنه وشي.

 

بلاک شناختي کارډونه:

پښتون قامي جرګهغوښتنه کوي چې د پښتنو د بلاک شناختي کارډونو مسئله دې زر تر زره حل کړې شي.

 

نصاب او تعليم:

د اتلسم ائيني ترميم لاندې د تعليمي پاليسۍ انتظام او د نصاب اختيار د صوبو سره دې،پښتون قامي جرګهد مرکز لۀ خوا ديکسان تعليم” (Uniform Education) نفاذ د ائين څرګنده خلاف ورزي ګڼي.

 

جرګې د خېبر پښتونخوا پۀ پوهنتونونو کښې پۀ مالي بدحالۍ او انتظامي کړکېچونو او بحرانونو باندې ژوره اندېښنه وښودله. جرګه د پوهنتونونو دننه د سيکېوريټائزېشن او جنسي زورونې د مسئلې پۀ زغرده د حل کولو کلکه غوښتنه کوي. جرګه د پنجاب، بلوچستان او د ملک پۀ نورو پوهنتونونو کښې پۀ ځانګړې توګه پنجاب پوهنتون، بهاء الدين زکريا پوهنتون او انټرنېشنل اسلامک پوهنتون کښې پۀ پښتنو محصلينو د تشدد او نسلي امتياز پۀ سختو ټکو کښې غندنه کوي. جرګه د طلباء يونينز د بحالۍ مطالبه کوي او د تعليمي ادارو د پرائيوېټائزېشن غندنه کوي.

 

پۀ پاکستاني مېډيا کښې د پښتنو سپکاوې:

د پاکستان پۀ مېن سټريم مېډيا کښې د پښتنو خلاف د نسل پرستۍ پۀ بنياد پروپېګنډې د يو معمول بڼه خپله کړې ده؛ دې پروپېګنډې ته دې زر تر زره د پائې ټکې کېښودے شي. پۀ مېن سټريم مېډيا کښې چې کوم ځاے او حېثيت د پنجابي قام کلتور، سياست او مسائلو ته ورکړې کېږي، هم هغه ځاے او حېثيت دې پښتون قام ته هم ورکولې شي.

 

د رښتياو کمېسون (Truth Commission) جوړول:

د پښتنو پۀ وطن کښې چې د ترهګرۍ پۀ خلاف د جنګ پۀ مهال کوم جنګي جرمونه او جنايتونه شوي دي، د هغې د پلټنو تحقيقاتو د پاره دې پۀ زغرده د رښتياو معلومولو يو کمېسون جوړ کړې شي. دخړ کمراو د دغسې نورو پېښو دې عدالتي تحقيقات وشي.

 

تجارتي لارې:

دا جرګه غوښتنه کوي چې د افغانستان او پاکستان تر منځه دې د باجوړ د ،ناوپاس ،سره د مومندو ،ګوسړۍ ، د کرم ،خرلاچي ،تري منګل ، او سويلي وزيرستان ،غلام خان ، سره ټولې تجارتي لارې پرانستې شي. جرګه دا غوښتنه هم کوي چې د پښتونخوا نوې ضلعې دې د لويو لارو پۀ مرسته يو بل سره وتړلې شي.

 

سي پېک:

پۀ سي پېک کښې د بلوڅيانو د ملکيت او د پښتنو د برخې تعين تر اوسه نۀ دے شوېجرګه لۀ حکومته د دې وضاحت غواړي. د سي پېک پۀ کمېټۍ کښې دې بلوچستان، پښتونخوا او سندهـ ته استازيتوب ورکړې شي او د سي پېک مغربي لاره دې لۀ يو بشپړ پېکېج سره يقيني کړې شي.

 

د پښتنو د زراعت تحفظ:

د پښتنو زراعت دې خوندي کړے شي او د پښتنو پۀ قومي زراعت بالخصوص تمباکو باندې دې د هغوي د ملکيت حق تسليم کړې شي.

 

اېکشن ان اېډ اف سول پاور ارډيننس:

پښتون قامي جرګهدا اېکټ ردوي دا په ټوله پښتونخوا د ايف سي آر ېو بل شکل دې  او د دې د بېرته اغيستلو غوښتنه کوي.

 

د بلوچستان سيټونه بېرته بحالول:

پښتون قامي جرګهمطالبه کوي چې د بلوچستان دشېرانياوهرنائيضلعو صوبائي نشستونه دې بېرته بحال کړې شي او د کوئټې او نورو پښتني سيمو حلقه بنديانې دې درستې کړې شي.

 

د روغتنونو پرائيوېټائزېشن:

دا جرګه د روغنتونونو د پرائيوېټائزېشن عمل ردوي او غوښتنه کوي چې پښتونخوا وطن ته دې د صحت بهترين او لازمي سهوليات ورکول يقيني کړې شي.

په اګست کښې چې په اشنغر کمه جرګه شوې نو په هغه جرګه زياتره افغانستان چاپېريال خور وو خو بيا هم ارزښتناکه وه بائد چې دا لړې روانه اوساتل شي.

 

اولسونه چې سند وبله و کا

بادشاهان ورته سجود کاندي اختيار

خوشال بابا.

 
-
بېرته شاته