(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
پښتو لومړنې شاعر؛ شېخ بېټن بابا ...
پښتو لومړنې شاعر؛ شېخ بېټن بابا ؤ که امير کروړ؟
د مياشتينې پښتو مجلی (پلوشه) کراچئ د فروري 1990 ګڼه کې د ښاغلي افتاب خټک ليکلې يو مضمون (ټپه و د پښتون مزهب) دې. ليکي چه د پښتو ړومبې معلوم شوې شاعر امير کروړ دې. خو زۀ پخپله دې تاريخي غلط فهمي سره د مودو رایسې اختلاف لرم. او هيله کوم چه څوک محقق ليکوال راپاسي او ددې ترديد وکړي. دې سلسله کښې ګران ليکوال منتظر بېټني زما سره متفق هم وو. و دا اراده ئې ښکاره کړه چه دې به په دې موضوع ضرور څه نا څه ليکي. خو تاحال د ټانک آسمان شين دې. دا دعوه د (پټې خزانې) په حواله کېږي. اوس به مونږ د هغو موادو، معلوماتو او د شواهدو زکر کوو چۀ د هغې په بنياد دا دعوه کېږي. او د پټې خزانې دا خپل اصليت په باره کښې د پټې خزانې يو څو اقتباسات دا دي:
نقل کا شيخ کټه: پخپل کتاب (لرغوني پښتانۀ) کښې چه دې نقل کا له تاريخ سوري څخه ... تاريخ سوري کښې راوړي. چه امير کروړ د امير پولا د سوری زوئ وو. چۀ په کال 139ه سن هجري د غور په مندېش کښې امير شو... دا اميران له پيړيو په غور او بالشتان او بست کښې وو. او د هغه (سور) نومي اولاد دی چه د سهاک له پښته وو. امير پولا په هغه دعوت کښې شريک وو. چه ابو العباس سفاح د بني اميه سره جګړه کړله و ابو مسلم ئې هم مرستي وو.
(پشتو ادب ايک تعارف) کښې پروفېسر عبدالرؤف نوشهروي ليکي چۀ:
تاحال دريافت شده اولين نظم کا تعلق 139 هجری سی بتايا جاتا هی. يـه نظم هم کو محمد هوتک کی کتاب پټه خزانه کی ذريعه ملی هی. يـه امير کروړ کی اېک نظم هی.
هم دغه فاضل مؤلف د شېخ بېټن په باره کښې ليکي:
چوتهی صدی هجری کا معروف شاعر هی.
خو ډېر افسوس و حېرت خبره ده چۀ په پټه خزانه کښې د شېخ بېټن ذکر بطور شاعر نيشته. البته د شېخ خرشبون سړبني رح و د شېخ اسماعيل رح په باب کښې ئې ضمناً ذکر داسې راغلې دې چې:
دا پښتون بابا (شېخ خرشبون) د کسی (سلېمان غر) د عبدالرشيد نمسې وو. کال کښې به يو وار تلئ د خپل ترۀ بېټني ليدنه به ئې کوله. او پس له وفات به ئې هم زيارت ته ورتلئ
چونکه خرشبون بابا د دې کتاب په حواله په کال هجرئ 411ه کښې وفات شوې دې. نو د دې نه دا خيال پورته کېږي چۀ شېخ بېټان به د کال 411ه نه لږ مخکښې وفات شوې وي. اوس که د قېس عبدالرشيد وجود و د دربار رسالت ص کښې د دۀ موجودګئ ثابت شي نو بيا د پښتنو د تاريخ هغه ورسره ټول تړلي روايات به هم صحيح وي. دې باره کښې مونږ يو ځل بيا هم د پټې خزانې نه مدد اخلو. پوهاند حبيبي سريزې کښې ليکلي دي چه:
دا چې کيس (معرب قېس) د پښتنو د نيکونو څخه يو نيکۀ د سلېمان له غرو څخه د حضرت محمد ص په حضور مشرف شو. دا خبره د ابن اثير په قول په اسدالعابه (239ه) و د حافظ ابن حجر عسقلاني په قول په الاصابه (268هـ) کښې ثابته ده. چه د دوئ رواياتو منبع هم کتاب اکبير دې؛ چه د بلخ د خلقو په طبقاتو کښې کښل سوې دې (فضائل بلخ - 317). مونږ نه سو کولائ چۀ د دغو ثقه و معتبرو کتابو روايات هم له يوه سره ناليدلی اوګڼو
اوس د پرتنو اقتباساتو نه پته لګي چه:
1. د کسی غر و د سلېمان غر يو دې. ځکه چۀ فاضل حبيبي د دې وضاحت پخپله د کتاب په حاشيه کښې داسې وائي ((پښتانۀ د سلېمان غرۀ ته د کسی غر وائي))
2. کيس (قېس) هم هغه بزرګ دې چه د پښتو پخواني تاريخونو مطابق رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته د عبدالرشيد نوم ورکړې وو، و دې رسول پاک ص د مبارکې زمانې سړې يعني صحابي وو.
3. شېخ بېټن د قېس عبدالرشيد زوئ وو
4. خرشبون د شېخ بېټن زوئ وو. چه د سړابن په کور کښې د خرشبون سره لوئ شو
پټه خزانه ليکي:
خرشبون بابا د شېخ اسماعيل سره چه د بېټنی نيکۀ زوئ وو، لوئ شو
قېس عبدالرشيد کله وفات شو نو د پټې خزانې ياد دې سريزې نه د دې پته لګي، خو د (افغان يا پټان) مصنف ليکي:
قيس کی مطلق خيال هی کـی اس نی 87 سال کی عمر مين 41 هجری بماطبق 662ء مين وفات پائی
دا خيال کولو کښې شک کولو ګنجائش ډېر کم دې. خو يو څو خبرې يقيني دي. چه حضرت قېس رض د رسول ص د زمانې سړې وو. د قوم مشر وو. د ملاقات په وخت به د دۀ عمر کم از کم څلوېښت کاله وو. بېټن (بطان) د دۀ مېنځنې زوئ وو. نو دا څنګه کېدې شي چۀ دې د څلورمې صدئ شاعر وي. شېخ بېټن يقيناً د 41 هجري نه مخکښې پېدا دې. او داسې ده. د شاعرئ زمانه هم د اولنئ صدی نيمګئ ده. و داسې د موجوده معلومو شواهدو په بنياد شېخ بېټن د امير کروړ نه کم از کم شپېته اتيا کاله اګاهو پېدا شوې دې. دا خو لا څه چه شېخ خرشبون و شېخ اسماعيل هم د امير کروړ نه مخکښې تېر شوی دي.
د بېټن، خرشبون، و د اسماعيل د نومونو سره د شېخ د لقب لاحقه هم قابل د غور ده. شېخ د عربي تورې دې. چه فارسئ، اردو و پښتو کښې هم مستعمل دې. شېخ په ډېرو معنو استعمالېږي. عرف عام کښې شېخ مشر، عمر ته رسېدلې، و نېک سړي ته وائي. فقهاء د شېخ تورې د هغې عالم د پاره په کار راولي چه د هفت (7) علومو ماهر وي. خو د پښتنو په مخصوصه اصطلاح کښې شېخ هغه کس ته وئېلې شي چه نوې نوې تازه تازه ئې اسلام قبول کړې وي. و بيا د هغې اولاد ته هم شېخان وائي.
دې بزرګانو د نومونو سره د شېخ تورې دا جوته کړه چۀ هغه وخت دوئي اسلام نوې نوې قبول کړې وو.
بېټ نيکۀ د خدائ تعالی د لارې سړې وو. نېک و عاجز بنده وو. نوې نوې ورته د اسلام رنړا رسېدلې وه. دې د پاره شاعري ئې مناجاتي و دعائيه ده. د دې نه برعکس د امير کروړ د نوم سره د امير تورې د دۀ د امارت لوري ته اشاره کوي چۀ امير وو، سردار وو، د دبدبې و د شان و شوکت خاوند وو. دې د پاره ئې شاعري وياړناکه، فخري، و رزميه ده. (دې باندې به مونږ روستو هم بحث کؤو). و څنګه چه د مادي تاريخ اصول دې، چه د هر قام په تاريخ کښې د مزهبي پېشوائيت دور اول راځي و ده امارت و د شاهي دور روستو راځي. د دې کوټلي اصول لاندې هم د شېخ بېټن دور د امير کروړ نه مخکښې راځي. دلته يو وضاحت ډېر ضروري دې. چه د حبيبي صېب دا ليکل چه قېس د کيس معرب شکل دې، صحيح نه دې. بلکه کيس د قېس وران شوې صورت دې. ځکه چه پښتانۀ نن هم د خپلې بې علمي و د ناپوهې په سبب سم دم نوم خراب کړي. ابراهيم ته به بريم، يوسف ته به ايسف، و محمد خان ته به مخمد يا ممد وائي.
اوس به راشو لږ د (سهاک) و د (سور) د ذکر په لوري چۀ دا څوک وو؟ و د غور بادشاهي سوری و غوری خاندان څنګه موندلی وه؟
(سهاک) اصل کښې ضحاک دې. چۀ د اجی وهاک د توري معرب دې. انسائېکلوپيډيا وال ليکي چه ضحاک د ملک شام يو افسانوي شهزاده وو. چا چه جمشېد بادشاه ته د ماتې ورکولو نه پس د ايران په تخت قبضه وکړه. د ضحاک په اوږه به دوه (2) اژدهې ناست وو. دې د زرتشتي عقائدو مطابق آسماني طاقتونه د جمشېد بادشه ته سزا ورکولو د پاره مامور کړو. د ضحاک خلاف کاوه نومي يو پش (لوهار) د انقلاب بېرغ اوچت کړو. د دۀ دا بېرغ بنئ وه. چۀ نوم ئې (جوهرفش کادياني) وو. ضحاک ئې اور ته ورغوزار کړو. اوس به تر قيامته پکښې سوزي. باغيانو فريدون چه د جمشېد د خاندان نه وو، د ايران په تخت کښېنستو.
د نوابان ټانک په يو تاريخ کښې د ضحاک شجره داسې ورکړې شوې ده:
ضحاک بن مارک بن اسن بن ارم بن نوح ع
د ضحاک په څلوېښتم پشت کښې يو مشر بهرام شاه کوفې ته ځي و حضرت علي رض هغۀ ته د غوريستان حکومت ور ليکي. د سلطان بهرام کشر زوئ جلال الدين وو. محمد سوری د سلطان فخر الدين بن سام غوری غور نيکۀ وو. دا فخرالدين په هندوستان کښې د سلطان شهاب الدين په نوم مشهور شو. هندوستان کښې اسلام د دۀ په وجه خور شو. هغه د سيالکوټ د قلعې بنياد کېښودو. و راجه پتهور د هغه د لاسه مړ شو.
د امير کروړ کومه شاعري چه د پټې خزانې مولف راخستلې ده، هغه څه دا رنګ ده:
زه يم زمرئ، پر دې نړي له ما اتل نستـه
په هند و سند و پرتخار و پر کابل نسته
بــــل پـــه زابــل نسته، لـــه مـــــا اتل نسته
غشې د من مې ځي، پــرېښـــنا ميـــــر څمنو بــــــانـــدې
پــــه ژوبله يـــــو نـــــم، ير غالم پر تښتېدونو بـــــــاندې
پـــه مـــاتېدلو بـــاندې، لـــه مــا اتل نسته
زما د بديو پرخول تاوېږي هسک په نمنځ و په وياړ
د اس له سوومې مځکه رېږدي غـرونه کـــاندم لـتـــاړ
امير کروړ ته منسوب دا وياړنه د وزن په لحاظ د پښتو د نننئ چاربېتې ته ورنيزدې دې. ګران ټکي پکښې استعمال شوي دي. چه هغې ته ئې د زړې پښتو نوم ورکړې شوې دې. شاعري ئې سمه بلا ربه و ترقي يافته ده. داسې ښکاري چه دا وخت د امير کروړ قام تعداد کښې سم زيات وو. ځکه خو ئې داسې لافې و ډسکې ويشتلي دي. د هند و د سيند و کابل په زمکه خپل ثاني نه ويني، و هېوادونه ويجاړوي. تاريخي لحاظ سره هم دا هغه زمانه (760ء يا 143 ه) ده چه د تاريخ فرشته مطابق د پښتون وګړو شمېر زيات شو و دوئي د غرونو ن راووتل و د کرمې، پېښور، و د خېبر په مېدانونو کښې مېشته شو. د ابياتو جذبات، الفاظ، و افکار فطري نه زيات مصنوعي معلومېږي. که دې سره د نوشهروي صېب د اردو ترجمه نه وې نو ريښتيا خبره دا ده چه ما په شان ډېر پښتنو ليکوالو ته هم د دې لوست به ګران کار وو.
اوس مونږ راځو دبېټ نيکۀ د مناجاتو په لور، چه د سلېمان ماکو (612ه) د تذکرة الاولياء په ذريعه مونږ ته را رسي. د دې کتاب موندل د صديق الله رېښتين صېب د کوششونو برکت ګنړلې شي. د دوئ مقبول مناجات ابيات دا دي:
لـــويـه خدايه لــويه خدايه ....... غر ولاړ دې درناوې کښې
ستـــــا په مينه پـه هر ځايه ....... ټــــوله ژوی پمذارئ کښې
دلتـــــه دي د غـــــرو لـــمنې ....... دا وګــــړي ډېر کړې خدايه
زمونږ کږدئ پکښې پلنې ....... لــــويه خدايه لــــويه خدايه
او بل:
دلــــته لــــږ زمــــونږ اوربـــــــــل دې ....... هسک او زمکه نغښته ستا ده
وو ډکورګې دې و وړېورجل دې ....... د مــــــــــــړو وده لـــــــــــه تــــــــــــــا ده
مينه ستا کښې مونږ مېشته يــو ....... دا پـــــــــــــالنه ستــــــا ده خدايــــــه
د بـــــل چـــــا پـــــه مــــلۀ تـــلۀ نـــه يو ....... لويـــــــه خدايــه لويــــــــــه خدايــه
دا ابيات دعائيه مناجات دي. يو عاجز بنده د خدائ پاک په دربار کښې لاس نيولې دې او په ډېر ساده ټکو و کلکې عقيدې سره يوه دعا غواړي. د يوې ژبې ابتدائي شاعري هم دغسې ساده، عام فهمه و د لنډ بحرونو وي. عبارت ئې د بهرني اثراتو نه پاکه دې. د مصادرو و د اسماؤ جوړښت ئې خالص د پښتو دې. و دې تاريخي حقيقت ته اشاره کوي، چۀ پښتانه هغه وخت د شمېر په لحاظ ډېر کم وو و د خدائ په هيله د اوچتو غرونو په لمنو کښې پراتۀ وو. د کېژدېو ژوند (nomadic life) ئې تېروه. مطلب دا دې چه د صف د جوړښت و د اندروني تاريخي شهادت لحاظ سره هم د شېخ بېټن اشعار د امير کروړ د اشعارو نه زنډني و پخواني ښکاري.
د پښتو ادب محقيقينو ته خواست دې چه هغوئي دې په دې مسلې لږ ژور سوچ اوکړي. ړوند تقليد دې پرېږدي. اميد دې چه دوئي به هم زما سره په يوه خولۀ شي چۀ د ننني معلوماتو په رنړا کښې شېخ بېټن نيکۀ د پښتو ړومبې شاعر دې، نه که امير کروړ.
حوالې:
1. پټه خزانه؛ مصنف محمد هوتک بن داؤد، سره دپوهاند عبدالحئي حبيبي د سريزې.
2. پشتو ادب ايک تعارف؛ مصنف پروفېسر عبدالرؤف نوشهروي.
3. تاريخ نوابان ټانک؛ (ناچاپ) مصنف پته نيشته.
4. افغان يا پټان؛ مؤلف الله بخش يوسفي.
5. مياشتيزه پلوشه؛ کراچئ، فروري 1990ء.
6. اردو انسائيکلوپيډيا؛ چاپ د فېروز سنز.
7. Poppy Cultivation in Swabi - Gadoon Area; Dr. Hussain Khan
De Pakhto zabi Lomrani Shayeer Sheekh Beten Baba wo Ka Amir Koror
By: Dr. Cheragh Hussain Shah
د پښتنو قامی سنګر
-
بېرته شاته |