Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
روسان چا وویستل
[02.May.2022 - 12:48]روسان چا وايستل؟
روسان نیم تلې څپلۍ
روسان شلېدلي ګرېوان
روسان پر خړ خيرن واسکټ دپاسه
د سرې زړې خمتا درې کونجه پیوند
روسان د کلي د ماشوم لیندې زموږه له کلا وايستل
او ما لیدل چې روسان چا واېستل .
روسان نهرو ویالو
روسان ګونګي مازیګر
روسان نالوستي ګودر
روسان پر پورې غونډۍ ښخ شهید غاټول واېستل
روسان له دوړو ډک پکول واېستل
ټولې نړۍ ورته کاته چې روسان ډلې ډلې
او وارخطا وارخطا
له څرخي پله نه را وچتې شور غوغا وایستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .
روسان د میندو ښېرو
روسان د خویندو ساندو
روسان پښې یبلې یتیم
روسان له ژونده ناخبره سرګردانه کوچي
روسان د دې خاورې په وینو تاریخ
روسان د دې خلکو بې کچه سپېڅلتیا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .
روسان واخان کې د وزلوبې د اسونو دربا
روسان ګومل کې زنګ وهلي پینځه ډزي ټوپک
روسان زموږ د تشو مېنو وهم
روسان زموږه د وچتو غرو بې ژبو تیارو
روسان د دې وطن زیږې غوندې هوا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل .
روسان يې وچې اېستل،
تابه وې بس ده چې اېستل، تورې جامې
ټیک لکه بخت دوطن
پر اوږه کړی د زړې خمتا موښلی څادر
پایڅو يې داسې تورې وازې وازې خولې نیولې
لکه روسان به تورېدل چې له زاړه ټوپک يې
سترګې به خدایږو هېڅ پرې نه مړېدې
ماوې چې څوارلس به لا نه وي پوره
چا وې قدم چې سپوږمۍ واخلي نو پينځلس به شي
نې ځان روڼاندی باله
او نه ملا اېسېده
و دوطن دمور ريښتینی بچی
دازادۍ مجاهد
چې يې داسره دېوان له پولې ددنیا واېستل
او مالیدل چې روسان چا واېستل.
عبدالمالک بیکسیار
..........
پېشلمی
د هندسې په قامت دنګ او څڼور ښوونکی
په ملا سم غوټ رامات مڼې ونې ته
په تکیه شوې د لرګي توره تخته باندې دایره رسموي
حاضري وایې خیسته
د ممی خېلو امیني ۱ څخه یې
د پرون نه راتلو پوښتنې سره یو ځای کورنی کار وغوښت
او ټولګیوالو ته یې
د کتابو د را اېستو خبره دوه ځلې تکرار وکړله
د چارقلا محمد انور۲ ته یې وې سم کېنه او غوږ ونیسه
ودود ته وې یې چې کتاب ته ګوره
پر نیاز محمد یې ننی درس چې لوست !
او دی له موږه لکه شپون له پنډو مېږو تاوېده چاپېره
یو ځل یې ماته راپام
ما خپل خیرن چاود چاود او وینې وینې
د مردکو له وجې لاس چې په کتاب مې ایښی ورو راسته کړ
فضل د خدای و ویې نه لیدلم
بلا خو وه خو برکت یې نه و
د ښوونځي له دروازې تر ایدارې د پلنې لارې غبرګو غاړو باندې
د اکاسي د ګلو وږم ټول مالت نیولی
موږ چې پرې ناست نوی رنګه هزارګی ګلم څو ځایه سوری
او مشواڼۍ پرې د رنګو د ماشومانو چپه څو څو ځایه
د همدغې مڼې چې بېخ ته یې تخته ولاړه
په موږ رنګړی سیوری خور
هلته وروستي قطار کې دوه تنه خبرې کوي
خو چې ښوونکی مازې خپل ورمېږ ور کوږ کړي بیا شي چوپه چوپیا
تفرېح ته ډېر وخت خدایزده نه به پاتې ؟
ما غوږ ښوونکي ته خو ایښی او تختې ته ګورم
خو زړه کې وایم ژر تفرېح شي له اوبو سره ډوډۍ مې وخورم
او له عزیز، عاشق الله، عبدالحلیم او له غفاره سره
منډې را منډې پټپټونی وکړم
دې وخت کې زنګ مې تر غوږ
اه ښوونځي کې د تفرېح نه، پېشلمي ته پاڅېدلو والا .
————
۱ - امین الله د سردارخان کوچي زوی
۲- محمد انور وفا سمندر، لیکوال او شاعر