(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي څیرې

[05.Apr.2022 - 16:46]

ادبي څیرې

لیك: ډاکتر لطیف یاد

نن تاسو دپښتو ژبې دیوه تکړه شاعرسره آشناکوم چې ډیر خوندور شعرونه اوغزلونه لیکي او دپښتو ژبې دپر مختګ او غوړیدو سره بې کچه مینه لري . دغه تکړه شاعر ښاغلی خان وزیر دی چې په دیدار وزیر سره شهرت لري.

ښاغلی دیدار وزیر له نن نه یو څلویښت کلونه وړاندې یعنې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې دشمالي وزیرستان دمیر علي تحصیل دخیسور په کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړي یې په خپله سیمه کې سرته رسولي دي او د ځینو ستونزو له کبله یې خپلولوړو زده کړو ته دوام نه دی ورکړی او دامهال په عربي اماراتو کې په خوارۍ غریبۍ اخته دی. ښاغلی دیدار وزیر دشعر اوشاعرۍ په ټولو ډولونو کې خپل نیلی زغلولی دی اوښایسته غزلونه هم لیکي چې زیاتره یې دخپلې ټولنې او چاپیریال دخلکوآواز دی چې دده زیاتره اشعار دخپل ولس او خلکو د ټولنیز ژوند ،ددوی ددردونو او نا خوالو هینداره هم ګڼلی شو. ښاغلي دیدار وزیریوه شعري ټولګه هم لري چې په ۲۰۱۷زیږدیز کال کې داماراتو دمترقي لیکوالودټولنې له خوا دپښتونخوا په مرکزپيښور کې چاپ شوې ده او نوم یې دي (( نیم ګلاب )) چې په دې شعري ټولګه کې دده ډیرغزلونه ، نظمونه ،ټپیزې او سندرې هم راغلي دي او دوزیرستان دسیمې دنامتو لیکوالانو او کره کتونکو هریوه ښاغلي پرو فیسر ډاکټر محب وزیر اوښاغلي ګوهر وزیر پرې ښکلي تقریظونه هم لیکلي دي او دده داشعارو ستاینه او ادبي تجزیه یې هم کړې ده.

ښاغلي دیدار وزیرددووکلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دی ، دی یومهذب او په پښتو او پښتنواله مین پښتون دی. زه ورته دپښتو ادب په غوړیدو کې د لا زیاتوبریاوو او خوشالیو هیله کوم ،

دادی دده داشعارو څو بیلګې هم ستاسو سره شریکوم:

زۀ او شپون

---------

زۀ یې ولیدم او شین شو پۀ خندا شو"

شپون د خپلې رمې پسونو ته ګویا شو"

وېل یې دلته ددې غرونو پۀ لمن کې"

د خوشحال او ابدالي پۀ دې وطنکې "

د زمرو استونګنځی وۀ خو اوس نشته"

پۀ دې تړه یې ناستی وۀ خو اوس نشته"

 

زۀ یې ولیدم او شین شو پۀ خندا شو"

شپون د خپلې رمې پسونو ته ګویا شو"

وېل یې دغــه د شینکـي نښتر د لاندې"

دې زمرو به پنجې کېښوې لاندې باندې"

نۀ یې ډار محسوسوۀ نـۀ یې خطر وۀ"

پۀ خپل ښکار یې تر ډیلي پورې نظر وۀ"

 

زۀ یې ولیدم او شین شو پۀ خندا شو"

شپون د خپلې رمې پسونو ته ګویا شو"

وېل یې هغه زمریان اوس هم کله کله"

څــوک یې یاد کړي لــه اټکــه تــر کابله"

مګر اوس یې پۀ پنجو کښې آ زور نشته"

پۀ لېمو کې یې خود سره غرور نشته"

 

زۀ یې ولیدم او شین شو پۀ خندا شو"

شپون د خپلې رمې پسونو ته ګویا شو"

وېل یې دغه زمریان اوس دي ترهېدلي"

د بـې ننګـــو یارانــې دي غـــولــــولــي"

خپل تاریخ یې دی هېر کړی د نیکونــو"

افتخار کړي پــۀ پــردیـــو نـســبــونـــو"

 

زۀ یې و لیدم او شین شو پۀ خندا شو"

شپون د خپلې رمې پسونو ته ګویا شو"

وېل یې دغه زمریان لاړل دربدر شول"

نۀ د ننګ، نۀ د ناموس، نۀ د لښکر شول"

اوس یې واغېستې جامې د ګیدړانو"

چاپلوسي کــــړي د پنجاب د بادارانــو"

 

زۀ یې و لیدم او شین شو پۀ خندا شو"

شپون و ما ته پۀ ترخه لهجه ګویا شو"

وېل یې تاسو دلته څۀ غواړئ دیداره!"

لــنــډوه دې دغـــه بــې منــزلـــه لاره"

نۀ دې شعر د قام پۀ دړد باندې زهیر دی"

نۀ دې لاسو کښې هنر، کمان او تیر دی"

------------------------

غزل

 

احساس راويښ که،او خواهش پټ په سينه کې مه ږده:

دا قېمـتي شـيان د ذات پــــه تهـخــانــــــه کې مــه ږده:

 

ستــــا د راتـلــو نيمګړي لوظ مطمــئــين نـــــه کـــړمـــه:

دا رژېـــدلـــى نــيـم ګلاب پـــه ګلدستـــه کښې مــه ږده:

 

د جنــتـونـــو د ښکلا وېـشونکيــه!خــداى تـــه ګــــوره:

دا ســور انګار نــوره زمــونـږه پــه ګلدَره کې مـه ږده:

 

انتظار ډېـــر وشــو،راوايــې خـله د ځــانـــه ســــره:

بس نوره سترګې د پى مخو په کوڅه کښې مه ږده:

 

ژونــد د آزاد مارغه پـــه شان پـــرېـږده ساده انسانــه!

دا شين طوطي د رواياتــو پـــه پنجره کې مـــه ږده:

 

د ديـــدار تــږي ترېـنـه ګــړده ورځ مــخ نــــه وړوي :

لېونۍ!دا ســـره لوپټــه پـــه دروازه کې مـــــه ږده

----------------

سندره

 

احساس د محرومۍ راکوي لار ده که سړک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

اې بل پله مې بوځه وطنداره! زړۀ مې ډک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

 

پېغور د بې ننګۍ راکوي غرونه او راغونه"

وران شوي بازارونه"

تروړلي دي وحشت د ژوند هماواړه رنګونه"

کنډر کنډر کورونه"

وحشي وحشي څېرې دي انسان مخی لا درک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

 

دعوت د بې حسۍ راکوي سر دے که سردار دے"

دا کار او کاروبار دے"

زما پۀ بدرنګۍ لګیا قبا ده هم دستار دے"

غدار دے او غدار دے"

مزې کوي چرچې کوي ملا دے که ملک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

 

سزا د زندګۍ راکوي دا بلۍ ویجاړې"

بې ژونده دي ولاړې"

یوه سپین سرې مور ته مې وئیل چې ولې ژاړې؟"

څۀ غم دے څۀ شے غواړې!؟"

وئیل یې ځویه!ځویې مې پوره کال وشو چې ورک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

 

پېغام د بندګۍ راکوي بس هم دې ته غل دے"

پۀ ننګ ناموس یرغل دے"

زما د وسایلو و لوټلو ته چل ول دے"

پردی څنګه را خپل دے؟"

پۀ غم یې اړولے اڅکزے، وزیر، خټک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

 

اواز د ازادۍ راکوي داسې کله کله"

د جنګ توره بلبله"

پښتونه! بس ده یو شئ له اټکه تر کابله"

پاڅېږئ هله هله!"

دیداره! پۀ حرکت کښې ګندمک دے او اټک دے"

وطن پاټک پاټک دے"

 

اې بل پله مې بوځه وطندار! زړۀ مې ډک دے'

وطن پاټک پاټک دے"

------------

نظم: جنګسالار ته

 

جنګسالاره! تـــا پـــــۀ دې بــانــــــدې سوچ کړی؟

چې د سـتا پـــۀ اوږه بانـــدې کـــوم ټـــوپک دی"

دا چې ټـــــول د اوروریــنـــو مــــرمــــۍ ډک دی"

چې ســـورۍ دې د شــېریــن ورور پرې سینه کړه"

د نــفــــرت د بـــلا خــېــټــــــه دې مـــــړه کــــړه"

دا دې اوســپــنــــو اوزار اســتـــاذان څـــوک دي؟

د ټـــــوپــکـــــــو کارخـــانـــو مالکان څـــوک دي؟

 

جنـــګــســـالاره تــا پـــــۀ دې بــانـــدې سوچ کړی؟

تــا چــــې ایښــي کــمــربــنــــد کښې دي بـمـونــه"

چــې پــــۀ یــــو درز ســـره بل کړي ســرۀ اورونــه"

پـرې ټــــوټـــــې دې د شــېـــریــن لالا بـــــدن کړو"

وران وېجــاړ دې پــرې دا خپــل ګل ګل وطـن کړو"

دا دې اوســــپــــنـــو اوزار اســتاذان څـــــوک دي؟

د بـــمــــــو د کارخــــانـــــو مـــالکان څــــــوک دي؟

 

جــنــګــســـالاره! تــا پـــــۀ دې بانــــدې سوچ کړی؟

دا چــــې تـا تـــــر ملا تـــړلـــی تــــور راکـــټ دی"

د خپل ورور مرګ تــــه دې ایښی پاس پۀ مټ دی"

لـــوپــټــــه دې د ورېــنــــدار پــــۀ وینــو سره کړه"

نښـــانــــه دې پـــرې د خپـــل کــــور دروازه کــــړه"

دا دې اوســـپـــنـــــو اوزار اســتــاذان څـــوک دي؟

د راکـــټــــــو کارخـــــــانـــــو مالکان څـــــوک دي؟

 

جنــــګســـــالاره! تــا پــــۀ دې بــانــــدې سوچ کړی؟

چـــې ددې جــنــګ فائـــده چـــا چـــا تـــه رســیږي؟

چــې د ســتــا پـــۀ وطــن جنګ څـــومـــره اوږدیږي"

روســیـــا،چــیــــن او امـــریــکا پــــرې خــوشالیږي"

راکــــټــــونـــــه او بــمـــــونــــه یـــې خــــرڅــیـږي"

دا چــــې تــــۀ یـــې د دښمــــــن پــــۀ نامـــه بــولې!"

ددې خلــکــــــو اقـتــصـــاد پــــۀ جــــنـــګ چلـیــږي"

 

جــنــګــســــالاره! راشــــه دې بانـــدې ســـوچ وکـړو"

و نـــړۍ تـــــه دا خــبـــــره کــــــــړو ور ســـپــینـــــه"

چــــې بـــس نــــــۀ تــــویــــوو نـــوره د ورور وینــه"

دسیــســــــې بـــــــه کـــــــړو ناکام د فتــنـــه ګــــــرو"

د وحــشــیانــــــــو، ظــالــمـــانــــــو، ســتمـــګـــــــرو"

حــل د شــخـــــړې بــــــه را بــاســـــو پـــــۀ خبــــــرو"

پـــــــۀ جـــــرګـــــو پـــۀ مــرکـــــو او پــــــۀ ســنـــدرو"

----------

د غورځنګ غږ

 

تۀ به مې سېزې شینکي باغونه، زۀ به غلی یم؟؟

نه نـه داسې نۀ کېږي"

تۀ به مې لوټې ودان کورونه، زۀ به غلی یم؟؟

نه نه داسې نۀ کیږي

 

تــــۀ بــه باجوړ،خیبر،تیراه بانــدې تېــری کوې!

ظلم او زیاتی کوې!

تۀ به پۀ بونېر او سوات د جبر غورغوری کوې!

ظلم او زیاتی کوې!

تۀ به غوڅوې ترې اندامونه، زۀ به غلی یم؟؟؟

نه نه داسې نۀ کیږي

 

تــۀ بــه پېښور، کــوټــه او بنــو ژړاوې راتــه!

ناست به یې دلې راته!

تۀ به ډلې ډلې وحشیان خلک ګــرزوې راتــه!

ناست به یې دلې راته!

ډک زما پۀ وینو کړې بېنکونه زۀ به غلی یم؟؟

نه نه داسې نۀ کیږي"

 

تۀ بــه مې قبضه پۀ وسائلــو د وطــن کوې!

هر کار د دښمن کوې!

تا چې پرون څۀ کول هغه کارونــه نن کوې!

هر کار د دښمن کوې!

تۀ به ټیټوې زمونږ سرونه، زۀ به غلی یم؟؟

نه نه داسې نۀ کیږي"

 

تـــۀ بـــه د نــړۍ د بادرانــو ملګرتیا کوې!

ظلم به پۀ ما کوې!

تۀ به سیاست زمونږ پۀ وینه برملا کوې!

ظلم به پۀ ما کوې!

مونږ را ټولوو ټوټې لاشونه، زۀ به غلی یم؟؟

نه نه داسې نۀ کېږي"

 

تۀ وائې چې نه نه سپین ته سپین مه وایه تور وایه!

مدحې د لاهور وایه!

سپین افغان ته ورور مه وایه تور پنجاپ ته ورور وایه!

مدحې د لاهور وایه!

تۀ به راته وژنې ضمیرونه، زۀ به غلی یم؟؟؟

نه نه داسې نۀ کیږي"

 

بس دیداره!نوره د خپلواکه ژوند اعلان کوو،

رحم پۀ خپل ځان کوو"

څومره چې خاموشه یو مونږ،هومره به تاوان کوو"

رحم پۀ خپل ځان کوو"

دویې به رانه تروړي اوازونه، زۀ به غلی یم؟؟؟

نه نه داسې نۀ کیږي"

دیداروزیر

---------------

غزل

 

پــۀ کشمکـش کښـې د ګـنـاه او د ثــواب بــدنـام دی"

څوک دې خبر کړي ادم خان هم، چې رباب بدنام دی"

 

د تـــورې شــپــې ســره نسبت لــري، خبره نـۀ یې؟"

اې کلـیــوالې مـخ څــرګـنــد لــره! نقاب بـدنـام دی"

 

زۀ مـې پــۀ مینه کښې د تت اظهار قایل نــۀ یـمـه"

مـا پـــۀ ګلاب نازوئ! ځـکــه چې ګلاب بـدنـام دی"

 

د ولسونـــو ځــورولـــو یـې کــردار زخـمـي کــړو"

دسپـیــن لباســه ســره دغــه دی جناب بدنـام دی"

 

پــۀ اوروریـنــو رحـسـارونــو کښې ژونـدون لټوي"

پــۀ دې ګناه دیــدار وزیــر خانـه خراب بدنام دی"

-
بېرته شاته