(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تورو غرو خایست

[05.Apr.2022 - 16:53]

د تورو غرو ښائست مې خوښ دی

لیک: طیب خان / اسلام اباد - چوپال 

 

ټپه څومره لرغوني ده؟ دا خبره لږه ددې اړخه ليدل هم غوره دي، لکه څنګه چې وړاندې راغلي دي چې مارګن سټرن وئيلي وو, که افغانستان وران شي او غرونه ئې ونړيږي خو د ټپو نه به بېرته پښتانه زرغون شي, هم دغسې د اولسي ادب د پوهانو وېنا ده چې ټپې هم د ځان سره د پښتنو ډېر زاړه رسمونه, کلتور, تهذيب، ثقافت او د دود دستور بلها رنګونه خوندي ساتلي دي, خبره د وړاندې کولو نه لومړی د اولسي ادب په اړه  د داور خان داود صېب نظر ولولئ:

 

,, اولسي ادب د يو قام د وينې رنګ, د ژوند لوړې ژورې, د مېوو خواږه, د دريابونو زور او مېدانونو وسعت لري, چې د حجرې د خوند, د ګودرونو د رنګ, د خيالونو د غورځنګ او زلمو د ننګ يوه ښکلی هېنداره ده, د پښتو اولسي  ادب وږمې د زرګونو کلونو راسې د پښتونخوا د بېلو بېلو سيمو غرونو, باغونو, ,کلو بانډو, مېدانونو, حجرو او ورشوګانو کښې خورې دي, دا د وړو زړو, ښځو او سړو, پېغلو او زلمو د جذبو, تاثراتو او احساساتو مکمل تصوير او تفسير دی چې د مئينو او غمژنو زړونه ټکوروي او د اولسي ادب تنده ماتوي,, (۵۵)

 

دا خبره هم سمه ده چې وخت سره زمونږ په کلي کښې زمونږ د سترګو ليدلي هغه د کچه خټو دېوالونه چې په بلۍ به ئې په سپرلي کښې سپرلی غوړېدلې وو, څو هغه د پېريانو قيصي چې زمونږ په وړاندې شوې وې چې يو سړی به د نړۍ په يو سر کښې وي او بل به ئې د نړۍ په بل سر کښې ويني او خبرې به ور سره کوي, د کلي نه بهر د کمر په سر د ارټ ځائی هم يو نري غوندې پېپ نيو لی دی او د غوايانو د غاړې د ګنګرو  کړنګارهم په يو غړمبېدونکي په لوګو تور مشين بدل شوې دی, خو په ټپو کښې لا تر اوسه په بلۍ ټوکيدلي ګلونه شته دی, مونږ ئې لا معنه کولې شو نو دغه ټپې هم شته دی

څه شيان په کښې داسې هم دي چې زمونږ نه وړاندې مشرانو پېژندل او مونږ ته ئې معنه کړې وه, زمونږ نه پس به دغه بلۍ او ارټ هم څوک نه شي معنه کولې, دغسې به دا قسمه ټپې هم راشي چې دا د تورو لوګو مشين به په کښې څوک ستائي, دغه د ټپې د بدلون عمل دی چې د وخت سره روان دی, ددې ثبوت په ټپو کښې ښه ډېر په نظر راځي, لکه يو ځائی کښې څوک د اميدونو ګل په لاس کښې نيولی په انتظار ولاړ وي او بل ځائی چا په دغه نيمه لار د خپل بې سوده انتظار مړاوي ګلونه ژړلي وي, يو د ټپې په دوېمه مصرعه کښې خپله کارګزاري بيان کړې وي او بل هم د دغې ټپې په مصرعه کښې خپله بې وسي په ډاګه کړي وي, لکه ددې ټپې دا حال وګورئ:

 

په کشمالو کښې ورته پټ شوم

جينۍ وربل کښې کشمالي ږدي را به شينه

 

دا اوس يو تن دی چې ښه په زړۀ جمع دی چې کار سم دی په انتظار کښې ئې هم يقين او باور دی او د کشمالو ږدل ښه د شوق او مينې اظهار هم لري چې سړی دعوه کوي چې چک ئې اچولی دی, بيا ور پسې چا بله مصرعه تړلې ده:

 

په کشمالو کښې ورته پټ شوم

جينۍ هوښياره کشمالو له نه راځينه.

 

دا اوس ښه غرق دی, ځان ورته ښکاره دی چې هسې خوشې پټ دی, او  د جينۍ د هوښيارۍ خبره ئې دا هم ظاهروي چې ددۀ په نيت کښې هم غلا ده, بيا هم دغه مصرعې پسې چا بله ويشتې ده,

 

په کشمالو کښې ورته پټ شوم

جينۍ د غواؤ غوبانه ده را به شينه

 

دا خو سم زمونږ د کلي ګل نبي دی چې په هر څه پوهيږي, څاروې ئې په نښه کړي دي او مورچه ئې نيولې ده, په دې ټپه کښې موجود د لک بوڅ خوئي نه ئې ظاهريږي چې کېدې شي دا غواګانې هم دۀ په زوره د کشمالو خوا ته راشړلي وي, دغسې ټپه کښې هر سړی او ښځه د خپل عمل عکسونه وکاږي او د ټپې د بدلون دا عمل دغسې روان وي, لومړی ددې عمل ښکار څو ټپې ولولۍ:

 

په لار کښې ناست يمه ځان ژاړم

خدايه د لارې مل مې راولی مئينه

 

په دغه ټپې کښې بيا کيفيت بدل دی

 

په لار کښې ناست يمه ځان ژاړم

غنچه د ګل رانه جدا شوه مړ به شمه (۵۶)

 

دا ټپه هم په دغه تناظر کښې ګورو,

 

ستا دې په خپل حسن قسم وي,

چې د ديدن په وخت کښې رو ږده قدمونه

 

ستا دې په خپل حسن قسم وي,

که يار دې بل وي ماته راکړه جوابونه (۵۷)

 

دا ټپه هم وګورئ چې يو تن ديدن له ځي بل جدايۍ وهلی دی, ټپه ئې داسې کړې ده:

 

خلق اختر ته خوشحاليږي

زه چې د يار ديدن له ځم خوشحاله يمه

 

خلق اختر ته خوشحاليږي

زه خفه کېږم چې جدا له ياره يمه

 

دا دوه ټپې هم د دغه سلسلې لړۍ ده:

 

سر مې د غم په زنګون ځانګي

لکه په باغ کښې چې ګل مات په ډنډر شينه

 

سر مې د غم په زنګون کېښود 

په تصور کښې د جانان پرکاله شومه(۵۸)

 

اوس دلته بيا دا سوال را مخي ته شو چې دا بدلون داسې روان دی نو بيا مونږ په ټپو کښې دا لرغوني آثار څنګه لټوو؟

اصل خبره هم دلته ده, د خټو دېوالونه او د بلو قيصه خو ورو ورو د مېنځه ځي, ارټ خلک هېر کړي وائي سر دې وخوري څه شی به وو سر پرې نه خورو, خو بعضې شيان او د هغې نومونه داسې وي چې خلکو ته په هر دور کښې په هغې کښې څه د حل طلب مسئلې يا د يادولو جوګه څه رازونه ښکاري ددې کبله دغه ټپه د څه موضوع په صورت کښې په هر دور کښې موجوده پاتې شي او تر خوندې کېدو ژوند وکړي لکه هم دغه بيا بيا تکراره شوې ټپه به واخلو چې سپوږميه کړنګ وهه را خېژه.

دغسې څه لفظونه هم داسې وي چې په ژبه کښې ور ننوځي, يو څوک داسې وسوزي چې په عامو سوزېدو ئې سود نه کيږي نو ځان په ستي حساب کړي:

 

بې اوره وسومه ستي شوم

ملالو سترګو په ما اور ولګاونه

 

د پښتو عامه ژبه داسې ده چې خشاک سوزي او ايره کيږي خو د عاشقانو دعوې هم ځان ته څه وائي نو دا عاشق هم ستي شوی دی, ستي ته د ژبني اصولو د لارې کتل مهم دي, اوس د ستي رسم ډېرو ملګرو ته د هندي فلمونو کتلو د کبله هم پته ده خو د ستي په اړه د سليمان لايق صېب څېړنه ولولئ:

 

,, په اريائې قبائلو کښې د ستي رسم په ښځو باندې د سړو د جبر او زياتي د ټولو نه زيات زړه برېښونکې او د انسانيت په ضد رسم وو, د ستي رسم کښې به چې ښځه کونډه شوه نو د خاوند د مړي سره به ژوندۍ اور ته اچول کېده, په ځېنې نورو لرغونو مذهبونو کښې د مړي د سېزلو په ځائی د ښخولو رواج وو, دغه خلکو به ښځه د خاوند سره ژوندۍ ګور ته سپارلهدې رسمونو غالبا په هندي اريائي قبيلو کښې زيات دوام کړی دی.

د پښتو په عاميانه شاعرۍ او خصوصا په ټپو کښې د (ستي) د لفظ او دود څرکونه او پراخه استعمال دا اټکل مېنځ ته راولي چې د پښتنو ښځو لرغونو مياندو هم ددې غېر انساني او منسوخ رسم دردونه زغملي دي,, په ټپو کښې داسې ټپې وينو:

 

ورک شی بېلتونه غم زرغونه

سوي داغونه راکوی ستي دې کړمه

 

ستا په يارۍ کښې تومتي شوم

په اور ستي شوم څوک مې خوا له نه راځينه

 

ګودر دې ونيو تومتي شوم

په اور ستي وې تومتي نه وې مئينه

 

د (ستي) کېدلو او ژوندي ښخېدلو رسم يواځې د ښځې د پاره وو او سړې ددې ښکار نه وو, په ورستو وخټونو کښې د ستي توري د اولسي ادب نه د خواصو ادب ته لار کری او خصوصا د غزل په قلمرو کښې ئې د خوشحال نه را په دېخوا زياته وده کړې.,,(۵۹)

 

 هم دغسې بلها قيصې او لفظونه ددې کبله چې لا سپړدل غواړي, تېرو مشرانو خپلو راتلونکو ته په دې هيله را رسولي دي چې دوي سره به د لېپ ټاپ کمپيوټر کڅوړه هم په وږه وي نو دوي به ئې وسپړي.

داسې نور بلها مثالونه, داستانونه او کردارونه هم په ټپو کښې خوندي دي چې نورې نورې څېړنې غواړي او د نور لرغونتوب دليلونه او شواهد ترې راوځي, د اسانۍ ښکار او ټاپو سختنو ته دا شاربلې موضوع ښکاري او څېړل ئې د وخت زيان ګڼي خو زما يقين دی چې دې ته وخت ورکول به پښتو ته ضرور نوره ګټه ورسوي.

 

توره د ځوان سره ښائيږي

دا نامردان څه له ښېوه په تورو کړينه

-
بېرته شاته