Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مرسته
[04.May.2022 - 10:48]مرسته
چي موږ واړه مرګي حاله ووله لـــوږي
دى دنيا هغه وخت هيڅ سخا ونه کړه
چي موږ واړه وو بى برخي له لبا ســــه
دى دنيا زموږ پرحال ژړا ونــــه کــړه
چي موږ واړه مبتلا وو په رنځــــونو
دى دنيا مـــو دهيڅ رنځ دوا ونـــه کړه
خو چي کله ترخپل منځ موږ سره وران شوو
او روان مو يوله بله سره جنګ شو
هرګريوان مو ترلمني پوري چاک شو
هرلستوڼۍ موپه وينو باندي رنګ شو
دغه وخت د دې دنيا هر يو وګړي
زموږ ورور شو، زموږ خپل شو، زموږ څنګ شو
راله راٸې وړه وسله له هره آړخــــه
راته وٸې ويل ،کوم شٸ مو پکار دى
که به موږ ته دخنجر ضرورت پېښ ٶ
دوى به و ويل توپک ترتاسي جـــار دى
دوى به و ويل د توپ ښه دروند ګزار دى
بيا دجنګ په ژبغړاندو سرو لمبو کي
شپېلي وسوې،دشپنو سندري وسوي
د وړکـــوټو او سور خولو ماشومــانو
تتي ژبـــي او وړي خــــبري وســـوي
مر مريني مناري ايرې ايرې شــوي
په سره اور کي دجمات کوتري وسوي
هديري دوطن پلني شوې،اوږدې شوې
رنګ په وينو ورله ډيرشهيدان راغلل
وهرکلي ته په څير دســرو مرغـــانو
سره زخمونه په لټون دانسان راغلــــل
چي زموو دپرهرونو عـــــلاج وکړي
په دنيت ستر جراحان دجهان راغلـــل
خو يوه لآ هـــم مــرهم راوړي نه ٶ
بس نښتر ٸې چلاوه په دواړو لاسو
راته وٸې ويل داچي ګـــزک اخلي
پرې کوو هر يو زخمي اندام لتاسو
هسى نه وي چي نور مخ ورسره خوړين سي
که خوږمن دچا لېمه وي هغه باسو
بيا چي موږ زياتره ګوډ شوو،يا ړانده شوو
موږ وٸل په دي دنيا به څوک باور کړي
که له لوږي مري ډوډۍ به پيدا نکړي
خو که جنګ کوي وسله په خلاص مټ درکړي
څوک دي نه اوري خبره که ژوند غــواړي
که مرګ غواړي درته وا دلحـــد ور کړي
(دروېش درانی)