بهرام او
[12.Apr.2022 - 15:01]بهرام شهزاده اوګل اندامه
سمونه او څېړنه: ډاکټر عبدالله جان عابد
تبصره: قاسم قربان خوېشکي.
قصه يواځې د پښتو ادب نه بلکې د نړي وال ادب يو داسې برخه ده چې په هر وخت کښې يې خپل وجود برقرار ساتلے دے. په موجوده سائنسي او مادي دور کښې هم قصې خپل اهميت نۀ دې بائيللے. قصه په زمکه د انسان سره سمه په وجود کښی راغلې ده. د انسان د تهذيبي, لساني, تمدني, معاشرتي, او معاشي پرمختګ سره سره قصې, هم خپل ارتقائی سفر جاري ساتلے دے, چې بېلا بېل ډولونه مخې ته راغلي دي. د پښتو وړومبۍ قصه کومه ده دې باره کښې هېڅ معلومات نشته البته په تحريري توګه د دغې روايت ابتدائی معلومه شوې کړۍ د نهمې صدۍ سره تعلق لري.
د نهمې او لسمې هجرۍ د ځينو پښتو حکايتي اثارو تذکره پروفېسر ډاکټر عبدالله جان عابد صېب د نامتو محقق استاد حبيبالله رفيع په حواله څۀ په دې ډول کړے ده.
"تر اوسه لومړنې پېژندل شوې حکائي اثر د بابړ خان کاکړ "تذکرهرغرغښت"ده چې د نهمې صدۍ په پای کښې ليکلې شوې ده. ورپسې د قصه ليکنې په ډګر کښې زرغونه کاکړه ولاړه ده چې شيخ سعدي ټول په پښتو شعرنظم کا او "بوستان د پښتو"يې وباله. دريم ليکونکے دوست محمد کاکړ عليه رحمت دے.
د دغو يادو شويو حکايتي اثارو نه علاوه په لسمه صدۍ کښې د ارزاني خوېشکي د يو حکايتی اثر ( د حضرت محمد خوب)يادونه هم زمونګ ادبي مشرانو کړې ده خو د ارزاني خوېشکي د کليات مدون ډاکټر پروېز مهجور خوېشکی دغه اثر د ارزاني خوېشکي نۀ ګڼي".
يولسمه هجري د پښتو په قصه ايز او په داستاني ادب کښې په دی لحاظ هم ارزښت لري چې په دې کښې د روماني قصو او داستانونو د ليک اغاز شوې دے او دغه شروعات د خوشحال بابا زامنو کړي دي, چې د اوليت سهرا يې د سکندر خان په سر ده. دۀ په اول ځل ۱۰۹۰ کښې د ليلی مجنون قصه منظومه کړه. ورپسې دلے شهۍ او ادم خان درخانۍ صدر خان خټک او يوسف زليخا عبدالقادر خان نظم کړه.
د دولسمې صدۍ په نورو قصه ايزه اثارو کښې د بائی بونېري لېلی مجنون, د حميد بابا شاه و ګدا او نېرنګ عشق , د فياض بهرام شهزاده او ګل اندامه, د طالب رشيد ګل صنوبر, د غلام احمد ګګياني سېف الملوک , د محمد اعظم کوديزي جلات محبوبا , د بابو جان شها او ګلان, د مهين تذکره ابرار , د اخون کبير د تميم انصاري او د غل او قاضي قصه, د شېرګل سېف الملوک او بدري جماله او ځينې نورې قصې د ذکر وړ دي.
ځما موضوع چونکې قصه د زرداد جهنډاخيل ( مدون ډاکټر عبدالله جان عابد) بهرام شهزاده او ګل اندامه ده نو ځکه په نورو قصو د بحث نه ځان ژغورل ضروري ګڼم.
د زرداد جهنډا خيل قصه په ديارلسمه پېړۍ کښې ليکلې شوې ده چې استاد محترم فرهاد محمد غالب ترين يې د اول چاپ ذکر څۀ داسې کوي:
"ماته ياد شي حې په سکول کښې د زده کړې په ورځو کښې تقريبا ۱۹۶۳ د زرداد جهنډاخيل دغه کتاب په چاپ شوي بڼه ماسره موجود وه او لغل سنګھ, کړک سنګھ تاجران کتب قصه خوانۍ بازار پېښور له اړخه شائع شوے وه. "دغه شان په "ادبي څهرې"کښې يې ارواښاد پروفېسر ډاکټر پرويز مهجور هم ذکر کړے دے.
خو له بده مرغه د ادب ټول تاريخونه په دې حقله خاموش دي, صرف پروفېسر ډاکټر عبدالله جان عابد خوېشکي صېب په خپل کتاب"پشتو زبان و ادب کی مختصر تاریخ" کښې د بهرام شهزاده اوګل اندامه د قصې په ناظمانو کښې د زرداد جهنډاخيل يادونه کړې ده.
چې دې نه پس يې په کتابي شکل کښې( هم دا اثر) هم د ځانګړې علمي او تحقيقي مقدمې سره د پښتو ادب په دنيا کښې معرفي شوه چې د سند درجه لري.
"ډاکټر راج ولي ليکي چې: زرداد جهنډاخيل او عبدالله جان عابد د يو کلي دي, ځکه يې پرې دومره خواري کړې ده. يوه داسې تحقيقي مقدمه يې پرې ليکلې ده چې په خپل نوع کښې يو Thesisدے."ځما خپله خيال دا دې کۀ په روښانيانو د پرويز مهجور صېب تحقيقي او علمي مقدمې ځانګړې او د سند درجه لري ا و خوېشکو نوم يې روښانه کړې دے ,نو د قصې په مېدان کښې دغه نوم د ډاکټر عابد صېب ګټلے دے لکه د خپل استاد ځانګړے حيثيت لري چې هم د دوي پورې محدود ښکاري.کۀ داسې اووايو چې مهجور صېب په ګدۍ ناست دے نو بې ضائعه به نه وي. او ولې به نه وی چې د چا متعلق مهجور صېب ډېر پخو ويلې وه چې:
"ایک طوفان…. جو ابھی خاموشی کی کوکھ میں ہے.
ایک صبح……جو ابھی اندھیروں کی پہلو میں ہے.
ایک مستقبل….. جو زبان و ادب کے ماتھے پر لکھا ہوا ہے.
ماشاالله دا پېش ګوئۍ هېڅ مبالعه نۀ لري ځکه چې د ډاکټر عابد صېب شخصيت د هر چا په وړاندے دے.
خبره مې دا کوله چې د بهرام شهزاده او ګل اندامې دا قصه په اول ځل په د دوه زره پنځلس کښې د جنورۍ په مياشت کښې د داستان پبلي کېشننز پاکستان , پېښور اسلام اباد نه د ډاکټر صېب علمي مقدمې سره د چاپ په کالو خائسته شوه.چې ټول يو سل يو شپېتۀ۱۶۱ مخونه لري. د فهرست نه پس څلور مخه د ډاکټر راج ولي شاه خټک ديباچې ته وقف دي ورپسې "څو خبرې"د عنوان لاندې په دريو مخونو د استاد الاساتذه فرهاد محمد غالب ترين حفظه الله تاثرات درج دي. دې نه پس شپږ پنځوس ۵۶مخونه د مدون تحقيقي او علمي مقدمې ته وقف دي. دې پس اصلي متن پېل کیږي چې لړۍ يې يو سل يوڅلويښتمې ۱۴۱ صفحې پورې غزېدلې ده. ورپسې د ګرانو ټکو فرھنګ او په دريو مخونو د قلمي نسخې عکسونه دي. دغه شان نهه مخونه د مدون د پېژندګلو دپاره مخصوص دي.
تړون يې څۀ داسې شوے دے:
تړون:
د حاجي ملک عباد په نوم چې د زړداد جهنډاخيل د بهرام شهزاده او ګل اندامې د قصې قلمي نسخه يې محفوظه ساتلے وه.
ډالۍ:
د ملګري شکيل احمد په نوم چې د متن د قلمي نسخې سهره يې په سر ده.
بهرام قصه د بهرام شهزاده او ګل اندامه د زرداد جهنډاخيل نزدې نزدې په هغو شرائطو پوره ده کوم چې د داستان دپاره د دې فن عالمانو بيان کړي دي. طوالت , د ضمني قصې او د تخيل رنګ اميزي د داستان بنيادي فني توکي ګڼلے شي چې په دې زير بحث قصه کښې يې خيال ساتلے شوے دے. د داستان بل يو خاض وصف د مافوق الفطرت څيزونو , مقامونو او کردارونو بيان وي, چې يو مهم جو مثالي کردار په کښې هيرو وي. اوس چې په دغه تناظر کښې مونږ د زير بحث قصې مطالعه کوو نو په دې قصه کښې حېرانونکي مافوق الفطرت څيزونه , مقامونه او کردارونه موجود دي. دې سلسله کښې مونږ دا په ډاګه وئيلې شو چې دا قصه په پښتو کښې د داستان نمائندګي کوي.ترکومه حده چې د مذکوره داستان د ناظم خبره ده نو په دې حقله ډاکټر عبدالله جان عابد صېب ليکي چې:
"د شاعر اصل نوم زرداد دے , چې تصديق يې د هغې شجرې نه کيږي کومه چې ما په دې لړ کښې د پټوار خانې نه ترلاسه کړې ده.… د زرداد تخلص څۀ دے ؟ په دې باب هېځ معلومات ترلاسه نه شو, البته هغه ټوله قصه کښې خپل اصل نوم ( زرداد)د تخلص په ځاے راوړے دے. زرداد په خوېشکو کښی په قام جهنډاخيل دے د زوکړې او مړينې کلونه يې نه دي معلوم , څو په ۱۸۷۰ کښې يقينا ژوندے وه. ځکه چې په ۱۸۷۰ کښې چې د خوېشکو د زمکو کوم بندوبست شوے دے په هغې کښې زرداد جهنډاخيل د جائيداداد مالک ګرځولے شوے دے. په دې حساب زرداد جهنډاخيل د ديارلسمې صدئ شاعر دے او د هغۀ قصې ډا زير بحث نسخه د هغۀ په ژوند ۱۸۲۲ھ کښې ليکلې شوې ده. هرکله چې د هغۀ ژوند د ۱۸۷۹ پورې يقيني دے نو دا اندازه لګول څۀ ګرانه خبره نه ده چې دا مذکوره قصه د هغه د ځوانۍ د زمانې يادګار دے. د دې پس به هم يقينا چې د هغۀ فن د ودې , پرمختيا او پراختيا ډېرې مرحلې سر کړي وي خو افسوس چې د زرداد نور حال احوال د تياره په کومي کښې دے".
ياده دې وي چې د مدون تحقيقي زيارونه دې اثر پورې محدود نه دي بلکې دې مېدان کښې نور ډېر بلها قابل ذکر خدمات دي چې دلته يې تفصيل ضروري دے.
دمدون د نورو چاپو اثارو تفصيل:
۱.لپې اوښکې "د ملک شير علي خان د منتخب کلام تدوين, ارزاني پښتو ادبي ټولنه نوښار ۱۹۸۶
۲.خویشکی سماجی سرگرمیوں کی تناظر میں بہ اشتراک دیہی ترقیاتی تنظیم خویشکی پایان ۱۹۹۹.
۳.قائد اعظم پاکستانی زبانوں کے آئینے میں بہ اشتراک علامہ اقبال اوپن یونیورسٹی اسلام اباد۲۰۰۲.
۴.پاکستانی زبانوں میں منتخب کلامِ اقبال کے منظوم تراجم بہ اشتراک علامہ اقبال اوپن یونیورسٹی اسلام اباد ۲۰۰۲.
۵.کتابیاتِ پاکستانی ادب ۲۰۰۲ بہ اشتراک اکادمی ادبیات پاکستان اسلام آباد ۲۰۰۳.
۶.کتابیاتِ پاکستانی ادب ۲۰۰۳ بہ اشتراک اکادمی ادبیات اسلام آباد ۲۰۰۴.
۷.کتابیاتِ پاکستانی ادب ۲۰۰۴ بہ اشتراک اکادمی ادبیات اسلام آباد ۲۰۰۴.
۸.کتابیاتِ پاکستانی ادب ۲۰۰۵ بہ اشتراک اکادمی ادبیات پاکستان اسلام آباد ۲۰۰۶.
۹.پشتو زبان و ادب کی مختصر تاریخ , یونیورسٹی پبلشرز پشاور ۲۰۰۹.
۱۰.اجمل خٹک :شخصیت اور فن .اکادمی ادبیات پاکستان اسلام آباد ۲۰۰۷.
۱۱.کتابیاتِ پاکستانی ادب ۲۰۰۶ بہ اشتراک اکادمی ادبیات پاکستان اسلام آباد ۲۰۰۷.
۱۲.پاکستانی زبانوں کے صوفی شعراء بہ اشتراک علامہ اقبال اوپن یونیورسٹی اسلام آباد۲۰۰۸.
۱۳.پشتو ادب کے جدید رجحانات , یونیورسٹی پبلشرز پشاور ۲۰۰۸.
۱۴.پشتو محاورہ: تہذیبی و لسانی مطالعہ, پشتو اکیڈمی پشاور یونیورسٹی ۲۰۰۹.
۱۵.پاکستانی زبانیں: مشترک لسانی و ادبی ورثہ بہ اشتراک علامہ اقبال اوپن یونیورسٹی اسلام آباد۲۰۰۹.
۱۶.پشتو ادب: ماضی و حال( تدوین)پشتو اکیڈمی بلوچستان ۲۰۱۴.
۱۷.بہرام شہزادہ او ګل اندامه ( تدوین)داستان پبلی ذ کېشنز ۲۰۱۵.بهرام شهزاده او ګل اندامه.
حواله جات:
۱.پشتو زبان و ادب کی مختصر تايخ. مخ ۳۳۹.
۲. پشتو و ادب کی تاريخ ( ايک خاکه)حنيف خليل. مخ۲۲۶
۳.بهرام شهزاده او ګل اندامه: مخ۱۷.۱۸.۱۹.۲۰.
۴.همدا اثر: ۴۴.۴۶.۵۲.
۵. همدا اثر.
۶.ديباچه خيال بخاری د بهرام ۷.شهزاده او ګل اندامه: مخ ۱۰.