دفسبوک ګټې
[25.Dec.2017 - 12:15]د فسبوک ګټې !؟
لیک: تورپېکۍ ولي قاضيزاده
شاوخوا يوه مياشت وړاندې مې د فسبوک د زيانونو په اړه يوه مقاله وليکله او خپره مې کړله ؛ ډېرو دوستانو قبوله کړله او له ما سره هم نظره شول ، خو فسبوک مُثبت اړخ هم لري ! د فسبوک مُثبت اړخونه څه ؟ او کوم دي !؟
فسبوک : يوه ټولنيزه رسنۍ ده چې د ۲۰۰۴ م . کال د فبرورۍ له څلورمې نېټې څخه Facebookفسبوک =
را په دېخوا د کلفورنيا يوه اوسېدوونکي ښاغلي زده کړيال : مارک زوګبرګ د خپلو همټولګيوالو په مرستې جوړ کړ . اوس يې د امتياز څښتنان ؛ پنځه تنه هر يو ، مارک زوکېربرګ ، دوستين موسکوويتز ، اېدوارد سېورين ، اندريو مکولم ، کرېس هيوجېز ) دي . له تېرو ديارلسو کلونو را په دېخواد فسبوک ټولنيزه رسنۍ ، لکه: ګڼ شمېر نورو ټولنيزو رسنيو غوندې په نړۍ کې مېليونونه مېليونونه انسانان کاروي !!
د فسبوک په ټولنيزې رسنۍ کې د يوې رسنۍ په صفت هېڅ نقص ، ستونزه ، بد والی او نيمګړتيا نشته ! خو خبره د فسبوک په کاروونکو کې ده ، چې له فسبوک څخه ناوړه ګټه پورته کوي !! فسبوک د نالوستو ، لږ لوستو ، تنګ نظرو ، مُتعصبينو ، وسله والو بانډونو ، مافيايي سازمانونو ، بد کاره وو ، بد ژبو ، بد فکرو او بد کړنو ) وګړو په سور تنور ، کثيف ډېران او تور دوزخ بدل کړی دی !!
په حقيقت کې فسبوک د : سياست ، تبليغاتو ، کمپاين ، کشف او سري( مستورو او مخفي) رازونو ، اطلاعاتو ، د لاسته راوړلو لپاره ډېره فعاله ، مؤثره ، مُستنده او دقيقه وسيله ده !! زما د معلوماتو په چوکاټ کې نن ، سبا د نړۍ د ډېرو زياتو هېوادونو د ملي امنيت او کشف ادارې له فسبوک څخه ژوره ، پراخه ، هر اړخيزه ګټه پورته کوي ... !!
پوهېږم چې د فسبوک د کارولو پر سر زموږ په هېواد ، پاکستان ، بنګله دېش ، هندوستان ، ايران او ... کې ځينو لږ پوهو ، تنګ نظرو ، خود خواهو او مُتعصبو پلرونو ، وروڼو او مېړونو خپلې لوڼې ، خويندې او مېرمنې ( د سو تفاهم له مخې ) وژلې او معيوبې کړې دي !! خو دا توکی او فکټ د دې خبرې معنَی نه لري ؛ چې ګواکې فسبوک ملامت دی ! داد وروسته پاتې ـ سُنتي ټولنو د بدوي فرهنګونو او برلاسو دودونو ، نالوستۍ ، کم علمۍ او جهالت لاسته راوړنې او مردود پيداوار دي !!
فسبوک په نړۍ او معاصر ژوند کې يو شمېر ډېرې ګټې لري ، د بېلګې په ډول :
۱. د فسبوک کاروونکي د فسبوک پر مټ له : نوو پېښو ، تازه اطلاعاتو او ضروري خبرونو څخه ډېر ژر خبرېږي !
۲. د فسبوک هر کاروونکی کولی شي ؛ چې سلګونه او زرګونه دوستان ( نران ، ښځې ، ځوانان ، پېغلې ، خپلوان ، پردي ، اشنا ، نا اشنا ، شاعران ، ليکوالان ، ژورنالستان ، استادان ، څېړوونکي ، سندرغاړي ، هُنروال ، هُنر پال ، رسامان ، خطاطان ، سياستوال ، تجاران ، سپورت مينان ، پهلوانان ، سينما ګران ، او ... ) ولري !
۳. فسبوک کې د فسبوک کاروونکی ډېره ګټوره پوهه او نوې زده کړه تر لاسه کولای شي !
۴. په فسبوک کې هر فسبوک وال نوي ويديو ګانې ، نوې سندرې ، نوي انځورونه ، ښُکلې منظرې او ښايسته عکسونه ليدلی ، اورېدلی او را ټولولی شي !
۵. فسبوک د ځوانانو او پېغلو لپاره د تيورۍ او پرکتيک عملي ښوونځي دی !
۶. د فسبوک پر مټ هر ځوان ، هره پېغله ، هر سړی او هره ښځه کولی شي چې خپل ځان ته د ژوند شريک پيدا کړي !
۷. د فسبوک په ذريعې مشران او صاحب نظران کولی شي چې ځوانانو او پېغلو ته اړينې او ضروري لارښوونې وکړي ! او خپله پوهه او تجربې ورته انتقال کړي !!
۸. فسبوک سړی له نوې تکنالوژۍ ( سمارت فون ، های فون ، سله فون ، لپټاپ او ډېسکټاپ ـ کمپيوټرونو ؛ های پاټ او ... ) سره اشنا او بلدوي !
۹. د فسبوک په مرستې ډېرو ليرې هېوادونو او سيمو کې مېشته دوستانو ته پيغامونه ، عکسونه ، ويديو ګانې ، پېښې په بيړې او چټکۍ سره استول کېدای شي ! او د هغو غبرګون آن ټايم تر لاسه کولی شي !
۱۰. په فسبوک کې سړی له ځان څخه پورته ، له ځان څخه کښته او هم سطحه کسانو سره مخامخ کېدلی شي ، ډول ډول تجربې حاصلولی شي ؛ لوړ پوهان ، ستر شخصيتونه پيژندلی شي ، د هغوی اندونه ، پندونه ، ليکنې ، شعرونه او پنځونې لاسته راوړلی او ارزولی شي !
۱۱. د فسبوک مجازي نړۍ داسې يو غوره او اړين شی دی لکه « جام جهان نما » ! چې هر انسان پکې ټوله نړۍ ليدلی شي !
۱۲. فسبوک د ريسرچ ، څېړنې او سروې ډېره مُثمره ، ارزانه او ګړندۍ وسيله ده!
۱۳. فسبوک د ساعت تېرۍ يوه ارزانه ، بې ازاره او اغېزمنه وسيله ده !!!ک