دواده په هکله
[03.Jan.2018 - 13:11]د واده په اړه په زړه پوري متلونه او د لويانو خبري: مجردان دې ارو مرو ولولي.
راټولونه: حنېف حیران
۱-واده هغه پیوند دی چي له یوې وني سره بله پیوند کوي، که ښه وي، دواړه به ژوندي پاته شي او که بد وي، دواړه مري. (نیوټن)
۲-هغه مېرمن نېکبخته وي چي د خاوند امر مني. (یوناني متل)
۳-که ښځه او مېړه وغواړي په کنډواله کي هم ژوند سره کولای شي. (المانی متل)
۴- مېرمني دوه ډوله دي: له یوې سره کېدلای شي ډېر څه ومومې او له بلي سره به فقیر شې. (ایټالوى متل)
۵- د کالیو د اخیستلو پر مهال یې څنډي سمي ګوره او د واده پر مهال د نجلۍ د مور په اړه ډېره څېړنه کوه. (اذربایجاني متل)
۶- د انګور تاک د ښې خاوري څخه ټاکه او لور د اصیلي مور. (چینايي متل)
۷- که په پور دي واده وکړ، له خندا سره مخه ښه وکړه. (المانی متل)
۸- مور او پلار یو کس په خپله نه شي خوښولای، خو د مېرمني د مور او پلار خوښول د یو کس په خپل لاس کي وي. (پرل باک)
۹- له خپلي مېرمني سره د یو کتاب په څېر چلند وکړئ او ستړي کوونکي فصلونه یې مه لولئ. (سوني سمارت)
۱۰- واده تر جګړې تګ ته ډېره زوړتیا غواړي. (کریستین)
۱۱- له ښځي پرته کور د هدیرې په شان وي. (فرانکلین)
۱۲- د مینئ یوازنی علاج یا درملنه واده دی. (آرت بوخوالد)
۱۳- خاوند د کور ماغزه وي او مېرمن یې هم زړه. (سیریوس)
۱۴- مینه د واده سهار وي او واده هم د میني ماښام. (بلزاک)
۱۵- تر واده وړاندي مي د خپل اولاد په اړه شپږ نظره لرل، خو اوس چي شپږ اولاده لرم هیڅ نظر هم نه لرم. (لردلوچسر)
۱۶- له واده سره سم نارینه پر خپل تېر شوي ژوند کرښه راکاږي او مېرمن یې پر راتلونکي. (سینکالویس)
۱۷- ریښتونې خوشحالي تر واده وروسته لاس ته راځي. (پاستور)
۱۸- واده وکړئ هر ډول چي وي، که مو په زړه او سم واده وکړ یو نېکبخته سړی به ياست او که ناسم و، فیلسوف به شی. (سقراط)
۱۹- جګړې ته تر تګ وړاندي دوه ځله ځان ته دعا وکړئ، خو د واده کولو پر مهال درې ځله. (لهستانی پوه)
۲۰- څومره چي متاهل کسان ډېر شي، جنایت هومره کمېږي. (ولټر)
۲۱- واده داسي تړون دی چي په ټوله نړۍ کي چلېږي. (مارک تواین)
۲۲- واده تل میني ته د پای ټکی ایښی دی. (ناپلیون)
۲۳- هغه واده چي د پیسو لپاره وي، پیسې له منځه هم وړي. (رولاند)
۲۴- مېرمني د دې لپاره له نارینه سره واده کوي چي تغیر وکړي، خو نه یې کوي او نارینه هم د همدې لپاره، خو نه یې کوي. (البرت)
حنېف حیران