ټالسټایۍ
[03.Jan.2018 - 13:20]"پاڅون" (ستمبر / اکتوبر 2017ء) لولم او دا خط ليکم.
ټالسټائۍ به ارومرو يخنۍ نه مړکېدۀ چې مال يې تالا والا کړو. معلومېږى چې د پټوارى او کچرۍ په چل نۀ پوهيدۀ نو ځان يې بې غمه کړۀ نن خو هوښيار "حلال خور" کۀ د پير دسنګر فرزند ارجمند وى نو هم پردۍ برخه د سخات ګوړه ګنى. د چين ماچين "چوچى پاچا" د سپو د غوښو شوقى وۀ. پرون مې د يو مزدور نه تپوس وکړو. په تا زوره وره ده؟ وې "او جى" "چې رانه خفه شى بيا زۀ هم خفه شم. " ما وې خفه کېږې ولې ؟وې مړه هسې بيسه درېم پکښې را اودانګل "پېسې ورکوه نو خوشاله به وى. "
ټالسټائۍ بوډا ليکونکى سره څۀ وو نو ګوريده به ورته نا او د هغه بې د تېښتې نه بله کومه لار وه__ ماشومان لکه د شادوګى پېښې کوى کۀ مشرانو يې کتاب پېژندې نو دوى به هم کتاب ليدۀ__ زما لاس رپى املا مې هم سمه نۀ ده نو کمپوزر ته ګناه نشته که په مخ 4 د "الشمال النبويه" دا آخرى ټکے "التوبه" کړى او د 502 او 5.2 تميز اونۀ کړى.__ حضرت زبېر زبېر ته علم دے کۀ ټولنه د استاذانو د قدر مقام ته اورسى نو دا به د اولس معراج وى. پاتې شو حاکمان نو دوى خو د پېسو په زور بره ځى طمع ترېنه مۀ کوئ. (ما لهُ زَبر هُوَ زبېره) او د امتحان نګرانۍ کښې کمال وى نتيجه ښه شى. حضرت زبېر زبېر ډېر محنتى او د ښو اخلاقو ځوان دے د پاک نبى صلى الله عليه واله وسلم د يو اُمتى په حېث بنيادم ته د نفغ د رسولو وېنا کوى دغه مضمون دې لوستونکى د هغۀ په جذبه اولولي.__ ډاکټر روتهه فاؤ د رنځورانو مور وه د انسانى دنيا د زړۀ سواندو بنى آدمو په نظر کښې د جنت حوره وه.__ اندېش شمس القمر او رحمت شاه سائل زمونږ غوندې بلا اواره ګرد په ځان مئين کړى دى.__ جوګندر ناتهه منډل استعفى ولې ورکړې وه؟ دا قابل قانون دان د پاکستان نه ولې لاړ..___ د بابا احمد شاه ابدالى په شان مشر ته نن ډېر ضرورت دے چې د پيرنګى کرخې ورانې کړى.___ د ډاک نظام دے د نظره نه شى د عام و خاص خدمت کوى.__ لېونتوب ( راشه لېونے شه چې دې نور عالم غم خور شى) خوشحال خان بابا رائې ده فارسى خوان هم داسې وائى.__ شېر على باچا د بدلون د مبارزې دپاره نن هم ستاسو تعاون غواړى د باچا روح دغه دے په بام ولاړ دے قام ته نعرې وهى.
کلثوم بى بى د قام په سر د علم و هنر د "ريښمين " بېرغ سايه غواړى چې په سوى لوى اننګو يې غوښه راشى.__ ساجده بى بى چې دعا کوى نو مونږ توان مومو. لور خور نعمت دے او دعا يې ثروت.__ يوسفزي د حضرت يوسف عليه السلام د نوم په نسبت ښائست لرى د اجمل يوسفزى خبره ښائسته ده خو د چا په سر کښې دې ډز نۀ کيږى مورنۍ ژبه د زړۀ په تختۍ د نور په قلم ليکلى وى ،اسانى پېدا کوى د وړو بچو تعليم سهل شى. په ماشومانو شفقت پيغمبرى خصلت دے زياتې پرې مۀ کوئ.
شيرين زاده د خود غرضَ مشر په...... رګى ګوته اېښې ده...___ طبقاتي نظام به غندو خان خو د پښتنو مشر وى زبر زير په طريقه استعمالول عبارت خشته کړى کنى نو مطلب زير و زبر شى. د پښتو يو دوه حرفى لفظ به د نفر يا د يو کلى نوم وى او يا به د اکوړ وال په ژبه زيړې شى دغه شان غل په زبر هم راځى او په زير هم خو په ضم چې راشى نو بيا به دې د تشناب تکل په غاړه وى.__ مغل اورنګ پرېږده دلته په دې اويا کاله کښې څومره قتلونه اوشو.__ چا اوکړل او ولې د ختيز او لويديز قيصۍ په وينو چا رنګ بنګ کړه.؟.__ په تنقيد تنقيد مزيد محاسن او عېبونه ښکاره کړى حساس دا احساس پېدا کوى.__ اتۀ سوه روپۍ به هميشه کمې وى او ماهر سوال ګري به د رنځور انو د نفسياتو نه فائده اخلى.__ مير ګاټے خان دے د خان غندنه به نۀ کوؤ مشر دے "نظام به ستائيو"، په ميرګاټى د چا څۀ په ګرګاډى يې خفګان دے کنى نو "فن پاره" خو د "ميرګاټى" غېبت ممکن کړه.__ مامون الرشيد باچا اول نمبر ايماندار دے، په لاس ( او ډنډه ) د منکر دفاع د چارواک او حکومت کار دے ،په ژبه هم هر کس د ناکاره کار مخ نيوې نه شى کولې. په ډګډګى دوه تنه ترهګر ښکارى د پوليس الزام ته چې باچا غاړه کېښوده نو احسان به يې منے بل هغه کۀ "ګل څانګه" يادوى کۀ "په جاړو کښې ګلونه" ګورى ورسره ګرځه مامون به يې بنده د رشيد او باچا دے، سيد افضل شاه يې ښۀ پيژنى.__ کاغذ ختم شو بيا د ټالسټائۍ ذکر کوؤ په مخ 60 دا يو لفظ نقطه چينى نا نکته چينى دے .
والسلام
اسرار د طورو