کابل
[26.Apr.2022 - 20:15]د کابل پوهنتون
د کابل پوهنتون چې په سیمه کې ډیر مهم او پخوانی پوهنتون ګڼل کیږي بنسټ يې په 1931کښې کېښودل شوو، په 1932 کال د طب پوهنځي په جوړېدو سره پرانستل شو.
په 1938 د حقوقو او سیاسي پوهنو پوهنځی، په1942 د ساینس پوهنځی، په 1944د ادبیاتو پوهنځی، په1951 د حقوقو او شرعیاتو پوهنځی، په 1956 د زراعت او انجینرۍ پوهنځی، په1958 د اقتصاد پوهنځی، په1959 د فارمسي پوهنځی او په 1966 د هنر پوهنځی جوړ شول.
په 1968 کال کې کابل پوهنتون 3860 پوهېدونکي /زده کړیالان (محصلین)او 641 استادان/ لکچرران / پروفیسران، لرل
په 1979 کال کښې 8500 پوهېدونکي ، 860 استادان او 440 اداري کارکوونکي لرل
په 2007 کال کښې 7000 پوهېدونکې او 1700 ښځېنه پوهېدونکو او په 2021 کال کې کابل پوهنتون کښې 25000 پوهېدونکو زده کړې کولې
د 1992 او 1996 کلونو په موده کښې د بېلابېلو جنګي ډلو له خوا د کابل پوهنتون ټول بنسټونه ړنګ شول
په 1996 کې دتالېبانو د لومړۍ واکمنۍ په وخت کښې د کابل پوهنتون رئیس مولوي پیرمحمد روحاني ویل، چې د اسلامي حقوقو له مخې د ښځو او نرو ګډه زده کړه یا ګډ سبق منع شوی دی نو لومړی پکار دي چې بیل بیل د پوهیدنې او روزنې امکانات برابر شي نو ښځینه پوهېدونکو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شوه او پوهنتون کې یوازې 300 استادان او 3000 پوهېدونکي پاتې شول
په 2001 کال کې د افغانستان د سیاسي نظام له بدلون سره د پوهنتون بیا رغونه او پراختیا پیل شوه، د کمپیوټر ساینس، چاپیریال، مدیریت او عامه پالیسۍ پوهنځي پکښې هم جوړ شول او د ساینس پوهنځی د ریاضي، فزیک، بیولوژی / بیولوژی، کیمیا/شیمي کیمیا په بېلو بېلو پوهنځیو وویشل شو.
د 3000 نارینه او ښځینه زده کونکو لپاره د استوګنځای ( لیلیه) جوړه او د پوهنځیو شمېر 22 پوهنځیو او 101 ګروپونو ته لوړ شوو. د پوهېدونکو/زده کړیالانو او زده کوونکو شمیر له 3000 څخه 25000 ته ورسېد.
د تالېبانو په دویېم وار واکمنۍ کښې لا تر اوسه د ښځو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
(نصیر ستوری)
Kabul University
By: Nasir Stori
26.04.2022
سرچېنه: پښتانه د ولس پېژندنې له نظره