Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ګلستان بابا
[01.Jun.2022 - 09:27]
دپښتونخواد نامتو شاعر ارواښاد ګلستان بابا یو څو شعرونه
ګلستان بابا په ۱۸۸۱زیږدیز کال کې دپښتونخوا په اکبر پوره کې زیږیدلی و. د پلار نوم یی پراچه کریم بخش پټواري و. د ګلستان بابا اصلي نوم ګل محمد پراچه و. ګلستان بابا د اتم ټولګي (جومات )پوری سبق ویلی و. د وړوکوالی نه د شاعرانه مزاج خاوند و.
ګلستان بابا دری زامن او یوه لور درلودل په زامنو کې یی مشر زوی عبدالله جان، دویم زوی یې نثار جان،دریم زوی یی یوسف جان او لور یی انجمن آرا نومیدله.
د ګلستان بابا مشر زوی عبدالله جان ډیرخوږ غږ او آوازدرلود او د خلکو په فرمایش او سپارښتنه به یې غزلې او سندرې ویلې، خو ګلستان بابا د عبدالله جان ددې شوق او ذوق سره همغږی نه و ،خو په پای کې يې عبدالله جان ته اجازه ورکړ ه او عبدالله جان د موسیقی میدان ته د زړه د خلاصه راودانګل.
د ګلستان بابا کلام د عبدالله جان په ښکلي غږ تر لرې لرې ځایونو پورې خپور او مشهور شو. ګلستان بابا به شعرونه ویل او عبدالله جان په خپل خوږ غږکې دده شعرونه د موسیقی په بدرګه کې ویلې چې عبدالله جان د ګلستان باباد ښکلو شعرونو په وجه د موسیقۍ په ډګرکې د ډیر ستراو لوی نوم خاوند شو.
د ګلستان بابا کلام د عبدالله جان استاد په آواز د افغانستان ، نوي ډهلی (آل انډیاراډیو) ،ایران او د پاکستان ریډیوګانو کې خپریدل چی اوس هم کله کله په غوږونو دده سندرې لګیږي. د ګلستان بابا کلام نورو ګڼوهنرمندانو او فنکارانوهم په خپلو آوازونو کې ریکارډ کړي دي.
ګلستان بابا اوعبدالله جان به د افغانستان واکمنانو د موسیقی لپاره ورغوښتل. که څه هم د ګلستان بابا خپله مورنی ژبه هند کو(اینکو) وه، خو د پښتو ژبی سره ی یډیره مینه درلوده. د همدی مینه برکت و چی ګلستان بابا په پښتو ژبه کې بی مثاله شاعري کړې ده چی ته به وایی چې دا یې مورنۍ ژبه ده.
ګلستان بابا زمونږ په اولسي شاعرۍ کې ډیر لوی او ستر نوم لري ، خو له بده مرغه دغه لویه هستي زمونږ د زړونو او خیالونو نه هیره شوې ده، ان تردې چی نوم یې هم څوک نه اخليی. ګلستان بابا په پښتون قام ډیر حق لري ځکه چی خپله مورنۍ ژبه یې شاته غورځولې ده او پښتو ژبې ته یې نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي دي.باید زیاته کړو چېدپښتو زبې نامتو سندرغاړی استاد اولمیر هم دده شعرونه په خپل خواږه غږ کې ویلي دي چې زه به یې دشعرونو بیلګې دهغه به سندرو کې تاسو ته وړاندې کړم.
په پای ګلستان بابا داسی وخت راغی چی معاشي او مالي ژوند یی ډیر زیات خراب او سخت شو. که څه هم د سوات ،باجوړ او د دیره اسماعیل خان نوابانو ګلستان بابا ته بلنه ورکړه چی هغوی ته ورشي، خو ګلستان بابا ترې انکار وکړ او خپل محنت او مزدوري به یې کوله. ده دخپل عمر وروستۍ شپې او ورځې دپیښور په کوچي بازار کې تیرې کړې او هم هلته د غربت په تورو تیارو کې په ۱۹۵۸ زیږدیز کال کې په حق ورسید او د پیښورد وزیر باغ په هدیره کې خاوروته وسپا رل شو او قبر یی اوس هم هلته شته . روح دې ښاد او یاد دې تل زموږ په زړونو کې تازه وي.
راځی چی د کلام نمونې یی وګورو.
حمد
زه به څه بیانوم ربه قدرت ستا
بادشاهان دي حیران شوي په حکمت ستا
بی لښکره بادشاهي نه ده چا کړې
بی لښکره دی خالقه سلطنت ستا
ته بی شکه لم یلد و لم یولد یې
نشته نشته دی خاونده شراکت ستا
که تمام عمر په ژبه زه ګویا یم
یو ذره به پوره نه کړمه صفت ستا
سر ترپایه د ګناه په دریاب ډوب یم
ګلستان) تل امیدوار دی د رحمت ستا)
نعت
آب د ګلو دې رخسار ته نه رسیږي
انبیاء دا ستا مقدار ته نه رسیږي
که آفتاب دی که مهتاب دی که حوران دي
ستا د مخ یوه انوار ته نه رسیږي
جنتونه که ددی نه شی دوه چنده
د مکی ښکلی دربار ته نه رسیږي
که یوسف د مصر بی مثله ښایسته دی
ستا د غاښو یو چمکار ته نه رسیږي
کل نبیان د خدای محبوب دی ګلستانه
محمد (ص )خیرالابرار ته نه رسیږي
کله خزان وي کله ګل کله بهار دی
دا درب اختیار دی
کله ږلۍ وینمه
کله سیلۍ وینمه
کله باران وی په آسمان کې درزهاردی
دادرب اختیار دی
څوک بخمل اغوندي
څوک ململ اغوندي
څوک دپیسې لپاره بل ته منت بار دی
څوک عیشونه کوي
ګرځي لمونځونه کوي
څوک د نیستۍ له لاسه خپل وطن کې خوار دی
دګلستان خبرې
که وکړئ خیال چیرې
هم نصیحت دی هم مجلس دی هم ګفتار دی
دا درب اختیار دی
»»»»»»»»»»»»
زما آشنا راځي
دښاپیرو دباغ ما لیاره
ګلونه راوړه دګلزاره
نن مې دیار دراتلو غږدی
ماته ریبار راغی
نیولی ما ورته خپل غوږ دی
وخت دبهار راغی
جارو کومه ورته لاره
زما آشنا راځي
دښاپیرو دبڼ مالیاره
مالیاره وامې و ره داسوال
ګل درانبیل راوړه
چې پکې وکړې خپل کمال
داسې امیل راوړه
جارو کوم ورته لاره
زما آشنا راځي
زه دبونیر دغوث ملنګ
نوم ګلستان دی زما
کوی دخوارو سره ننګ
سخی سلطان دی زما