دافغانستان په حالاتو
[03.May.2022 - 15:02]د افغانستان پۀ سياسي حالاتو د باچا خان او ولي خان نظر او اثر
لیک: شمس بونېرے
د افغانستان خاوره پۀ تاريخي، سياسي او ستراتيژکي حواله ډېر اهميت لري. د هندوستان د سرو زرو مرغۍ نيولو د پاره د تاريخ پۀ اوږدو کښې دا خاوره د لار پۀ توګه کارولې شوې ده. زۀ دغه اوږد پس منظر ته نۀ ځم.
د شاه شجاع پۀ وخت کښې د رنجيت سنګهـ دوستۍ پېرنګيانو ته د افغانستان د قبضه کولو لار وښوده. پېرنګے هندوستان ته د سمندر د لارې راغلے ؤ او د سوويت يونين نه خپله وېره ئې د افغانستان پۀ نيولو محفوظول غوښتل. د افغانستان خپل ټبردار ئې د اقتدار د پاره مړۀ او څۀ زندانيان کړل. پۀ افغانستان کښې پۀ ازادۍ او خپلواکۍ مئين امير امان الله خان پۀ 1892 کښې پېدا شو.
د پښتون قام فکر پرست او د افغانستان د خپلواکۍ ارمان د امير امان الله خان سره پېدا شوے او د دۀ د فکر سره لوے شوے. د پېرنګي خلاف پۀ خپل اولني تقرير کښې ئې ووې چې وطن ازاد او د پېرنګي بالادستي نۀ منم او هم د نن نه زما وطن افغانستان ازاد او خپلواک دے. د پېنډۍ پۀ ناسته کښې پۀ 1919 کښې د ازادۍ پۀ معاهده لاس ليکونه وشو.
دلته پۀ هشنغر کښې د پېرنګي د شړلو، د زړو رسمونو ختمولو او د سياسي سرګرميو بنياد ايښودلو د پاره خداے پاک عبدالغفارخان باچا خان پۀ کال 1890 کښې پېدا کړو. د خپل قام بې اتفاقۍ، زړو رسمونو او د تعليم نشتوالي او د پېرنګي د شړلو سياست ته متوجه شو. د امير امان الله خان او باچا خان عمرونه، فکرونه، عادتونه او ارمانانونه شريک وو. باچا خان او امير امان الله خان د پښتنو وحدت، تعليم، ترقي او د وطن ابادي غوښته.
امير امان الله خان افغانستان کښې صحافت ته لار پرانسته. باچا خان 1928 کښې “پښتون” مجله شروع کړه. امير امان الله خان د جينکو سکولونه پرانستل او باچا خان د ښځو پۀ تعليم او شاعرۍ کښې د دوي ډاډګيرنه وکړه. د هند نه د مهاجرو پۀ تګ باچا خان هم تلے ؤ. امان الله مشرانو ته استوګنې د پاره جدا مکانونه ورکړي وو خو باچا خان د عام مهاجرو سره پاتې شو. څو ورځې پس باچا خان او نورو مشرانو د امداد غوښتلو د پاره امان الله خان سره قصر کښې ملاقات وکړو. مشرانو ته ئې ووې، افغانستان بې توانه نۀ دے چې د پېرنګي پۀ ضد ستاسو د پاره جنګ وکړي؛ کۀ فوځي تربيت غواړئ، درکولے شم، کۀ کورونه،کارونه او زمکې غواړئ، درکولې شم؛ خو پېرنګے تور ښامار دے، پۀ ما د ګزار تابيا کوي او تاسو هم د دې ښامار پۀ لکۍ نۀ شئ ودرېدلے چې پۀ ما ګزار ته حرکت و نۀ کړي . قبائيلي علاقو ته لاړ شئ، مکتبونه پرانيزئ او د پېرنګي خلاف نهضت وکړئ، زۀ به در سره کومک کوم.
باچا خان او امان الله د يو بل سره ډېره مينه لرله. باچا خان به امان الله خان ته “د پښتنو باچا” وې او امان الله خان به باچا خان ته “د پښتنو سالار” وې. د ډيورنډ کرښې پورې راپورې “د پښتنو باچا” او “د پښتنو سالار” اصلاحات شروع کړي وو. پېرنګي دا هر څۀ ليدل او نيم ورته نۀ پاتې کېدو. غازی امان الله باندې نېغ پۀ نېغه ګزار ئې وس کښې نۀ ؤ، خو پۀ دې پوهه ؤ چې کۀ غازي امان الله خان ئې د باچاهۍ نه لرې کړو نو پېرنګي ته به خطره کمه شي. پېرنګيانو خپل جاسوس د بغدادي پير پۀ نامه را ولېږلو. بغاوت، بد امنۍ، غلاګانې او ډاکه مارۍ ئې شروع کړې او د افغانستان باچاهي حبيب الله کلکاڼي وتروړله. امان الله افغانستان د پېرنګي د غلامۍ د زولنيو نه ازاد کړو خو خپله اټلي ته پۀ جلاوطنۍ مجبور شو – هلته مړ او ننګرهار کښې ښخ شو.
غازي امان الله خان ته د حالاتو پۀ خرابېدو باچا خان د هغۀ سره ودرېدلے ؤ. دلته اتمانزو او د محکومې پښتونخوا نورو علاقو کښې ئې د غازي امان الله خان پۀ حق کښې جلسې جلوسونه کړي وو. د غازي امان الله خان ئې نۀ صرف سياسي او اخلاقي مرستې کولې بلکې د هغۀ د پاره مادي او مالي مرستې هم جمع کړې شوې وې. د “پښتون” مجلې د وړومبنۍ ګڼې )مۍ (1928 نه ئې د غازي امان الله خلاف د کېدونکې پراپېګنډې جواب شروع کړے ؤ.
بچه سقه پۀ کابل نهه مياشتې حکومت وکړو، ولې د خلقو پۀ مرسته محمد نادر شاه بچه سقه ګرفتار او پهانسي کړو. ولې پۀ خپله درې کاله پس يو هزارېوال هلک عبدالخالق مړ کړو او د دې نه پس محمد ظاهرشاه پۀ 1923 کښې د نولسو کلونو پۀ عمر کښې د کابل باچا شو. 1973 کښې داود خان د تخت نه کوز کړو او افغانستان نه ئې جلاوطن کړو.
ظاهر شاه بادشاه زيات اوقام پرست کم ؤ. د وطن دفاع د پاره ئې اردو )لښکر( او امن امان د پاره عسکر ټاکلي او تربيه کړي وو. د سړکونو، تعليمي ادارو کښې شوروي اتحاد کومکونه کړي وو. داود خان ښۀ ځيږ پښتون قام پرست، د باچا خان معتقد او د ولي خان ذاتي ملګرے ؤ. ولي خان به ورته د مينې نه “داود جان” وئيلو. يومجلس کښې ولي خان هغۀ ته وئيلي وو چې داود جانه! بايد چې ظاهر شاه دې د نوم د پاره يو سمبول پۀ هېواد کښې ساتلے وے، ځکه چې نور قوتونه به دا ستا خلاف د کاروايۍ د پاره يو جواز جوړ کړي او هېواد کښې به اړے ګړے جوړ شي. وروستو بيا هم دغسې وشول.
پۀ دولسم دسمبر 1964 باچا خان د انګلېنډ نه مصر ته او هلته نه افغانستان ته علاج د پاره لاړو. هلته به يو شمېر وفدونه باچا خان سره ملاقات د پاره راتلل. يوه ورځ يوه ډله د وفد پۀ شکل کښې د باچا خان کور ته د خبرو اترو د پاره راغله. دوي سره د قبائيلي امورو مدير هم ؤ. دوي د باچا خان نه تپوس وکړو، پاکستان خو تاسو د پښتنو ملاقاتونو ته نۀ پرېږدي او اکثر زندان کښې پراتۀ يئ؛ دا وطن خو د پښتنو ازاد دے، تاسو ولې دلته پښتنوکښې دورې نۀ کوئ؟ باچا خان مسکے شو او وې وئيل، د خپل مدير نه تپوس وکړئ چې پښتنو ته ځم کۀ نه؟ دوي مو د پښتنو دورو ته نۀ پرېږدي. بهرحال، باچا خان د دې نه وروستو دورې شروع کړې خو دۀ سره به د حکومت خفيه جاسوس هم ؤ چې راپور دولت ته ورکړي. دغه زمانه کښې د باچا خان دغه دورې ډېرې د اهميت وړ دي.
ولي خان افغانستان ته تلے ؤ. د روان فرهادي پۀ ډېر زيار او خواهش ئې دۀ سره انټرويو وکړه. روان فرهادي د ولي خان نه تپوس وکړو، تاسو ولې د بنو د قرارداد بائيکاټ کړے ؤ؟
ولي خان جواب ورکړے ؤ، کانګرس او مسلم ليګ د پېرنګي سره پۀ دې متفق وو چې پښتنو نه تپوس کول پکار دي چې هند سره يو ځاے کېږي او کۀ پاکستان؛ نو مونږ تجويز ورکړو چې دا خبره دې هم کېښودې شي چې کۀ پښتانۀ خپل ايالت غواړي – دغه خبره و نۀ منلې شوه نو مونږ بائيکاټ وکړو او زۀ نن هم دا وايم چې زۀ پښتونستانے نۀ يم او دا ځکه وايم چې کۀ زۀ ځان ته پښتونستانے وايم نو دا د پېرنګي خبره تسليمول دي چې افغان جدا او پښتون جدا دي.
د ولي خان پۀ “باچا خان او خدائي خدمتګاري” )دوېم جلد( کښې يوه خبره به را نقل کړم. ولي خان وائي چې کله باچا خان د پاکستان ائين سازې اسمبلۍ ته لاړو نو هلته ترې چا تپوس وکړو چې ستا د “پښتونستان” نه څۀ مطلب دے او افغانستان سره پۀ تعلقات دے څۀ خيال دے؟ وائي، باچا خان ورته د پښتونستان پۀ حقله د نور تفصيل نه علاوه ووئيل چې پۀ مونږ د انګرېزانو دا راکړے نوم “شمال مغربي سرحدي صوبه” بد لګي، دا نوم نۀ بلکې هسې اړخ ښودل دي. او د افغانستان سره د تعلق پۀ حقله هم د ولي خان الفاظ دلته را نقل کوم چې:
“نو باچا خان ورته ووې چې کۀ ستا دا اسلام ما د دې ځاے نه زر ميله لرې بنګالي سره پۀ ورورولۍ تړي چې نۀ مې ورسره ژبه شريکه ده، نۀ جامه، نۀ خوراک څښاک، نۀ تمدن او صرف يو د مذهب پۀ رشته تړلي يو نو چې ما د زر ميله لرې مسلمان سره ورورکوې، نو د دې را پورې مسلمان افغانستان سره پۀ ورورولۍ تا ته څۀ اعتراض کېدلے شي؟ چې ستا پۀ ګز پۀ اسلام را سره شريک دے خو د اسلام نه علاوه پۀ شريک سرحد را سره پروت، ژبه، خوراک، څښاک، تاريخ، تمدن، ثقافت هر څۀ شريک دي نو بيا د هغۀ سره پۀ ورورولۍ تاسو ته څۀ اعتراض کېدے شي؟
دغه مرکه کښې نورې هم ډېرې خبرې دي، پکار ده چې ولوستې شي.
باچا خان او داود خان د افغانستان ښۀ چارواک، منتظم او د پښتنو د فکر ملګرے ګڼلو. دلته پۀ پاکستان کښې قومي انتخابات شوي وو او د پښتنو پۀ ايالت کښې د عوامي نېشنل پارټۍ او جمعيت شريک حکومت راغلے ؤ. پارټۍ فېصله وکړه او باچا خان د تورخم پۀ لاره ولي خان، مولانامفتي محمود، افضل خان لالا او نورو مشرانو پېښور ته راوستلو.
د لياقت باغ د واقعې نه پس ښاغلے خټک صاحب، د بلوچستان مشران او پښتانۀ زلمي افغانستان ته لاړل. ښاغلي داود خان دوي ته لار او ځاے ورکړل او د پښتون زلمي پۀ نوم کېمپونه جوړ شو. د افغانستان نه پۀ پاکستان کښې د پاکستاني رياست او د “جمهوري ډکټېټر” بهټو د لاسه پۀ پښتنو بلوڅو د کېدونکي ظلم خلاف اواز د ميډيا پۀ لاس ټولې دنيا ته رسېدل شروع شو. دلته پاکستان کښې باچا خان پۀ “ويل چئير” د پښتنو کلو پۀ کلو او حجرو پۀ حجرو د اتفاق د پاره ګرځېدو. افغانستان کښې اندروني صور تحال د ثور انقلاب راوستو او پاکستان کښې مارشل لاء ولګېده. داود خان شهيد او نور محمد تره کئ د جمهوري ملک رئيس شو. امريکې او اسلامي ملکونو د انقلاب پۀ ضد پېسې او وسله ورکول پېل کړل او د پاکستان حکومت د پښتنو پۀ خاوره جهادي کېمپونه او جهادي تنظيمونه جوړول شروع کړل. نو پۀ باچا خان مرکز کښې ارواښاد ولي خان پرېس کانفرنس وکړو او پۀ خلقو ئې غږ وکړو چې “دا جهاد نۀ بلکې دا فساد دے، اور دے او د کابل نه به پۀ پاکستان کښې هم خورېږي.” د باچا خان او ولي خان دا خبره درسته ثابته شوه او دا فساد، اور او مرګونه دلته هم روان دي. ملايانو د جهاد پۀ نوم جنګي کارخانې جوړې کړې او د پاکستان فوځ سياسي بالادستي پۀ لاس کښې واخسته.
د افغانستان سياسي، رياستي او صدارتي منصب ډاکټر نجيب ته تر لاسه شو. د ډاکټر نجيب پلار پېښور کښې د تجارتي موادو رئيس ؤ او ډاکټر صاحب هم دلته پېښورکښې سبق وئيلو او د طب سند ئې د کابل طبي پوهنتون نه اخستے ؤ نو ډاکټر صاحب او د هغۀ پلار د باچا خان سره شخصي او ذاتي تعلق لرلو او ډاکټر صاحب به ولي خان ته “بابا” وې. د ډاکټر صاحب د صدارتي چوکۍ پۀ دور کښې باچا خان 1988 کښې وفات شو. د دنيا مشران او راجيو ګاندهي د دعا او وروستو کتلو د پاره پېښور ته راغے. د بابا پۀ وصيت هغه د تدفين د پاره ننګرهار شيشم باغ ته يوړے شو. پۀ دغه جنازه او سفر کښې د وران کارو پۀ لاسونو مرګونه او ژوبلې وشوې. د داخل او خارج د ټولومېلمنو پالنه او علاجونه وشول. ډاکټر پۀ ژوندوني هم او پۀ مړينې هم د باچا خان خدمتونه وکړل. د شوروي اتحاد فوځ د افغانستان نه ستون شو. پۀ ګوند کښې دننه اختلافات څرګند شوي وو. ډاکټر د صدارت چوکۍ پرېښودله او د اقوام متحده دفتر کښې ئې پناه واخسته. جنګونو زور پېدا کړو. طالبانو، جنرل حميدګل او جنرل )ر( نصيرالله بابر هم پۀ دغې پناه ګاه کښې شهيد کړو. د ډاکټر صاحب دې حادثې او واقعې پۀ همه نړۍ او ټولو پښتنو اثرات خوارۀ کړل. د مينې او غم خبره به دا وکړم چې ارواښاد ولي خان پۀ سپين جومات کښې درې ورځې فاتحې ته ناست ؤ.
د نائن الېون نه پس باچا خان مرکز کښې د ولي خان پرېس کانفرنس د پاکستان د جنګي اقتصاد او د عالمي قوتونو د دو رنګۍ د ښکاره کولو د پاره نن د يو تاريخي دليل حېثيت لري. دغه جنګ پۀ عمومي توګه اوس د پښتنو افغانانو پورې محدود نۀ دے پاتې، د دنيا هر ځاے د دې جنګ ښکار کېدے شي – خو پۀ خصوصي توګه د ډيورنډ کرښې دواړو اړخو ته پراتۀ پښتانۀ افغانان د دې جنګ اور ته مستقل پۀ نخښه دي. د ولي خان د دغه پرېس کانفرنس رڼا کښې، عوامي نېشنل پارټي تر نن دور پورې پاکستان او افغانستان کښې د افغان رژيم بالواسطه او بلاواسطه حکمرانۍ ته مخامخ ولاړه ده او دې مزاحمت کښې ئې وينې توې شوې.
وخت او تاريخ روان وي. افغانستان دولت کښې حامدکرزے او اوس اشرف غني د دولت مشران دي. دواړو پۀ خپلو وختونوکښې د کوزو پښتنو او عوامي نېشنل ګوند سره ښۀ تعلق او اړيکې لري. افغانستان کښې چې د امن مذاکراتو خبره اوچته شوه نو دا صرف اسفنديار ولي خان ؤ چې د افغان امن مذاکراتو د پاره د “Lead by Afghan, owned by Afghan” بيانيه باندې ودرېدو او خپل غږ ئې د دنيا غوږونو ته ورسولو.
څۀ ورځې مخکښې افغانستان کښې يو امن کانفرنس ته اسفنديار ولي خان پۀ رسمي توګه ووې چې افغانستان کښې امن پکار دے، د پاکستان او افغانستان تر منځه د شکوک او شبهات ختمولو د پاره بايد دواړه ملکونه د دولت پۀ سطح سنجېدګي ښکاره کړي. هغۀ وئيلي وو، امن مذاکرت دې شروع شي، مونږ د دې د معطل کولو پۀ حق کښې نۀ وو، زمونږ اصولي موقف دا دے چې د افغانستان دولت دې پۀ دې مذاکراتو کښې د مساوي فريق پۀ حېثيت شامل وي. هغۀ وئيلي وو، د افغانستان دولت دې د طالبانو سره د اوربند معاهدې وکړي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې تجارتي لارې خلاصې کړې شي او د طالبانو او افغان دولت تر منځ دې روس، چين، ايران، پاکستان او سعودي عرب د منځګړي او ضامن کردار ادا کړي.
د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته د باچا خان او ولي خان سياسي وراثت کله هم د افغانستان نه لا تعلق نۀ شي پاتې کېدے. د افغانستان حالات دلته نېغ پۀ نېغه اثر انداز کېږي او د کرښې دواړو اړخو ته د پښتنو افغانانو د ژوند مشکلات ختمولو د پاره د باچا خان او د ولي خان بابا فکر، نظريه، تګلاره او ټاکل شوي اهداف د دې خطې د بد قسمتۍ د ختمولو نسخه ده.
شمس بونیری Shams Buneri