(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ارواښاد ستوری روح ته
دا د کـــوم اجــل جــرس ؤ چـې پـه غــوږ مـولـګــیـدلـی
چې د ستورو له مداره مو یــو ســتـوری غــورځــیـدلـی
یا بـه مـونـږ بد نـصـیـب یــو یــا خـدایــه سـتـا رضــا وه
سـتـا رضـا ده ستارضــا ده دا مـو تـا تــه دربــخــښــلـی
د پــــښــتـو د پــټــکــی ول ؤ د غــرور یــوه شــملــه وه
زمــونـږ ســتوری د اقــبـال ؤ چــې په سر مو اوسیـدلی
زمونږ لعـل ، زمونـږ ګـنـج ؤ دا زمونـږ د ژونـد رڼـا وه
چـې بـغـیـر لـه ده ژونـدون وی مـونـږ بـه ولی ژړیـدلی
دا به څـومره نـیکـمـرغی وی چې د خپل ستوری رڼا ته
مـوفـرهـنـګ غـــیـږی وهـلی او یــو بــل ئې څمـلـولـی
دا به فخر دابه ژوند وی چې یو سـتوری مو په لاس وی
داوړه وړه پـــــښــتــو مــــولاس نــیــولـــې ګــرځـولــی
د «کـوټـوال» به په تـنـدی کې رڼـا ئـې د ســتـورونـه وه
کــنـه ســتـوری بـه تــر عـمـره مو پـه ټــنــډه ځـلــیــدلی بېرته شاته |