د عرفان الله کوټوال
[06.May.2022 - 08:51]د شاعر او لیکوال ښاغلي عرفان الله کوټوال شعرونه
*****
اوس دی شاعري په حسن نه کيږي
اوس دې هغه پاڼه زېړه شوې ده
اوس دې محراب نوې کړه امام ياره
اوس درنه قيبله هم هېره شوې ده
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
---------
چې ادم غنم ته لاس کړه په پښتو
نو که ما صنم ته لاس کړه په پښتو
اشاره کې دې نه وکړه نو شکي شوم
په پښتو منم ته لاس کړه په پښتو
پښتو يوازې د پښتون ټغر له نه ده
نو ته هم ګيلم ته لاس کړه په پښتو
دا حجره ده ځوانه جانه اوخپلواک يي
لوټه شته چيلم ته لاس کړه په پښتو
کوټوال پښتون, جانان, هرڅه, پښتانه
لومړي ته نه دوهم ته لاس کړه په پښتو
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
---------
شاعر څه دی دلعلونو او مارانو مقبره ده
درخساراودسرو شونډو تور زلفانو ترجمه ده
تورو سترګو تمانچو او بڼوغشوته ډال نيسي
دايي مۍ دي دا پياله ده دخمانو ميکده ده
بياد زيړمازيګري او هم شفق نه غاړه تاوکړي
د رباب اومنګي خواکې درندانو تماشه ده
عجيبه دنيا ودانه کړي نري نري باران کې
دا يي کيف دژوندانه دی د خوبانو فلسفه ده
ټول رنګونه د ژوند دوي لاس کې نيولي
دابدرنګه ژوند ورپاتي دخوارانو معشوقه ده
شنه خالونه او شنه بنګړي د سپينو ليچو
دا تفسير او دا حاشيه ده د پيرانوصحيفه ده
نو کوټواله دې رنګونو کې تا څه ورګوزارکړي
يو ځل بيا وايه واه واه د شاعرانو صدقه ده
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
---------
دا د کوپړو په سر څرخيږي پل يي نه دريږي
څه د غنمو او جوارو د وړو ژرنده نه ده
کوټوال خو ځکه انديښمن يم چې پښتون ويده دی
د غليم دام رانه چاپېر دی دا ملنډه نه ده
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------------
چې مې مينه درسره نه ده نو څه ده
ستا په مينه کې مې سر لاس کې نيولی
--------------------
هلته څه خورم دلته څه خورم
خو لګيا يمه غمونه پخپل زړه خورم
چې دسولې دې جرګې ته فکر وکړم
نو پخپل فکر لګيا يم خپل ماغزه خورم
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------------
کلی اباد ګودر ودان غرونه سمسور د وطن
په هر یو بڼ دمرغو شور دی نور راځه کلي ته
جومات ډبه دېره ګودر چای او چیلم د حجرې
وروره همدا دپښتو کور دی نور راځه کلي ته
دکولالي منګي اوبه لکه دواورې یخې
سورکټوری یې په سر سور دی نور راځه کلي ته
دپسرلي دژوند خوندونه په کې نورې مزې
صرف ستا جدايي راکړی زور دی نور راځه کلي ته
دنیمو شپو له پردي کټ نه خوب د ځمکې ښه دی
چا راته کړی دا پېغور دی نور راځه کلي ته
مینه بازار دسرو غوټیو لګېدلی په کې
دګلابونو پېر او پلور دی نور راځه کلي ته
دا تور او سور او شین بیرغ د افغانیت نښه ده
برم یې په ټوله نړۍ خور دی نور راځه کلي ته
خوالې نا خوالې دورورۍ په منځ کې کېږي خیر دی
په پردي کور کې ژوند سر تور دی نور راځه کلي ته
منم چې جنګ دې نه خوښېږي ترېنه ستړیښکارې
زړه مې ترې ستا په شانه تور دی نور راځه کلي ته
په خپل وطن سر ورکوو خپله مورچله ساتو
په مونږه یکې یو دا تور دی نور راځه کلي ته
که څوک دا وایي ستاسې کلي کې پردي څه کوي
نو دا پنجابی ګنې ستا ورور دی نور راځه کلي ته
ملاصیب!په کوم دلیل کومه فتوا اوپه کوم کتاب کې؟
دا ورور وژنه خو سور اور دی نور راځه کلي ته
که خدای کول هر څه به ښه شي امېدونه شته دی
وزر د سولې زر راخور دی نور راځه کلي ته
صادق له هر وطن ساتونکي او سر باز نه لوګی
اوس یې په مټو کې ښه زور دی نور راځه کلي ته
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------
راځه چې ځو چيرته به ډاډه په سکرو پخه کړو
دلته لمبې دي د باروتو انسانان پخيږي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
ما چې د غزل توري را واړول
ستا ښکلا په دی قالب کې نه راتله
تا لکه نرګس چې نظر ښکته کړه
ډيره شوه حيا ادب کې نه راتله
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
چې دوخت په ژبه اوس هم نه پوهيږي
داسې تن نه خو بيا ښه دې راګوزار سر
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------------
بس مزې درسره بويه چې خان خېل يي
دغريب مزې پريږده چې په چا پور وي
چې دخپل هوس نيلي شميرلې نه شيي
لا روان دي که هر څومره په کې زور وي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
ځوانان لګيا دي ترې جانان جوړوي
سوله دې راشي خپل ارمان جوړوي
ديوې شيبې دخوښۍ ښکلې انځور
تر عمره هيلو نه کاروان جوړوي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
ښکلا پرست يم ښکلي نه پيژ نم
ما ته له ژوند څخه منشا ښکلې ده
د هر چا خپله تله خپل معيار دی
ما ته د هر فطرت ادا ښکلې ده
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
---------------
وژنه مې اشنا چې اسره ونه کړې
ستا دی لاس ازادوي خورقيب به راته نه لمسی
-----------------
خدايه بل قيامت په پښتنو راځي
مونږ خو په قيامت کې دلته شپې کوو
څومره حوصله دی راله راکړه چې غم نه کوو
مونږ سلګو نيولي يو سلګو کې تماشې کوو
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
هۍ څومره ښکلې لګي ازانګې د اذانونو
دا ځمکه پرې ښايسته ده منارې د جوماتونو
هر ګل مو په تسبيح باندی سحرا کې ثناخوان دی
هرې خواته ريدی خوله کې وړي شغلې دسرودونو
زخمي زخمي غاټول مو خولې په ويرکې وازې کړي
انصاف د ژوندون غواړي قافلې د فغانانو
نرګس مو سر ټيټ کړی دی ګريوان کې په ژړادی
نور بس دی جنګه نه شو وړې لمبې د بمبارونو
دسولې په لاسونو سره ډولۍ د ژوندون راوړه
د کوټوال قبرته مه ږده دا خازې د ارمانونو
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------------
شوکېدلې يو امېل يمه په لار يمه شيندلې
د يو څو سختو خبرو انتحار يمه شيندلې
په شات او شات خبرو باندی چا کړمه سرکښه
له نفرته د چا زهر ,زهر چار يمه شيندلې
هيڅ اميد مې د ژوند نشته د چا خيال کې
ستا په لاسو سنګسارشوې ګناهګار يمه شيندلې
چا د شمار شپو رڼولو کې د قدر لټون وکړه
زه تمام عمر ستا لوري ته په څار يمه شيندلې
له ګړنګه ځان شيندل راته ښکلا دوطن ښکاري
دا زرې زرې چې ځم لکه ابشار يمه شيندلې
کوټوال ګوري دی نړۍکې جنت هسې ليونی دی
د انسان سره د مينې کارو بار يمه شيندلې
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
---------------
زه ګرم نه وم هيڅ چاره نه وه خالقه
ملا هم نه وم زماسره فتوه نه وه خالقه
کافر نه ومه خو دومره بې وسي وه
چې له ما سره سيپاره نه وه خالقه
دغلا چارې راته ځکه ښې ښکاره شوې
د روزګار مې دم دورهه نه وه خالقه
نو قاضي صيب له پاچا نه تپوس وکړه
د روزګار چاره يي زده نه وه خالقه
دا يو څو پکې ښه غوړ سرونه کرځي
د نور ټولو سرسايه نه وه خالقه
ما کوټوال به لانور څومره ګرموي خو
په کنډر کې يې دروازه نه وه خالقه
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------
ساده سړی يم ما ساده ته زړونه مه راکوئ
زړونه ښېښې دي هسې نه چرته چې مات شي رانه
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------
اخواته او ديخوا تورتمونه دي
زه لکه دنيمې شپې ګړۍ يمه
لار وهم تيارو کې په رڼا پسې
نه شم تلی تړلی يم زندۍ يمه
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------------
جنګ توره بلا ده اميد ونه الفتونه خوري
څوک پکې جنت له ځي اوچانه جنتونه خوري
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------------
زه دستور د زمانې ځان سره يوړم
کنه ځانله زه پخپله يو دستور يم
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------------
دلاټېن اوتورتم مينځ کې يوه تت انځور ته ناست يم
خدای خبر دی چې ګټم يي که بايلات دی
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------------
اوس مې بخښنه په خولې نه راځي حق ژوندکوومه
چې کله مړشوم تاسو او خدای راته بخښنه کوئ
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------------
په انسانيت کې د غريبو بنده ګانو کور يم
الهي غږ مې واورې زه د افغانانو کور يم
بدن مې سوزي له وجوده مې لمبې چاپير دي
زه د څلويښت کاله د جنګ يتيمانو کور يم
زما بچي دشهادت په رقابت کې ډوب دي
بې شميره کونډو ته حيران دشهيدانو کور يم
په يوه غېږ کې د قابل او د هابل کيسه ده
ستاپه نړۍ کې زه د داسې دوښمنانوکور يم
يوه ټوټه افغانستان يم جهنم خو نه يم
چې ماکې سوزي مجرمان دانسانانو کوريم
کوټوال جنت کې دوزخي دوزخي ژوند کومه
زه د جنت په تصور د دوزخيانو کور يم
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------------
که اوربند شي او اختر وي نو مزې دي
چې د یار خواکې دلبر وي نو مزې دي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------------
زړه مې ليونې دی ليوني ملګري غواړي
نوڅه وکړم د دومره هوښيار زړه سره
ګير چاپېر حالاتو ته چې وګوري
داکم بخت ماغزه خوري د هغه سره
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------------
راځي کله ناکله راکیټونه له پنجابه
غږ پورته کړه کریابه غږ پورته کړه کریابه
ولس مو مطمین دی په تاباندې بې حسابه
غږ پورته کړه کریابه غږ پورته کړه کریابه
خدای دې مونږه خلاص کړي دتورمخو له عذابه
غږ پورته کړه کریابه غږ پورته کریابه
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
----------------------
ځۍ چې اعتکاف له ځو
د سترګو ايتلاف له ځو
لاس مو هلته نه رسي
جومات د ګوټ غلاف له ځو
پريږده د شرابو کيسې ياره نو
دواړه دنشه ژونده خلاف له ځو
ستا ده که زما ده د دنيا مينه
ځه ددغه مينې انحراف له ځو
حورې او غلمان پريږ دو
نورداخرت اخلو انصاف له ځو
ځه کوټواله لاس په لاس
ځو د عمل ناف له ځو
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
مونږ ژوند پورې حيران يو اوژوند مونږه ته حيران دی
دواړه ښه ترغوږو ډوب يو سور سيلاب دی اوروان دی
مونږه دې ته په تعجب يو چې داژوند په مونږه پوردی
او ژوندمونږته په تعجب دې چې داڅه ډول انسان دی
ديوڅو ورځو ميلمه دی خو خپل ځان يي کوربه کړې
ديو بل په غوښو بوخت دی په يو بل باندی ودان دی
دغه مينه او دا نفرت يي څه جوړه جوړه اوسيږي
نه هغه له دی نه ځار شو او نه دا د چا جانان دی
هيڅ منزل يي معلوم نه دی چې ترچا او ترڅو درومي
بس کوټوال دی چې روان دی اوسر زوره دی نادان دی
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
مونږ سپېلني لوګی کوو ورته چې زړه ته راځي
څوک چې مو زړه نه ځان وباسي نو په مخه يي ښه
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------
زه پکې اوس سم په لاره تلې نه شم
زه دې اند ېښنو ليونې کړې يم
لويږمه پاڅيږم او روان يمه
زه د ژوند سلګو ليونې کړې يم
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------------
دداسې تخم په کرلو تجربه کوومه
چې مينه وشيندم اومينې درمندونه واخلم
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------------
خلک ترې څه غواړي وايي فرض کومه نفل کوم
زه ترېنه هغه غواړم چې فرض کوم که نفل کوم
پورته کړه لاسونه طالب جانه په ښکاره وايه
ته چې هرڅه غواړې زه يي نه غواړمه نقل کوم
شابه خلاصه کې د جنت تصوير را واړوه
زه د چا په سترګو کې هغه ژوند پخپل عقل کوم
ځه ورشه حاجي شه بيرته راشه او قيصې کوه
زه د يوې بلې نړۍ ژوند په کوم کم عقل کوم
ته لګيا يي ما له جنت غواړې او دنيا ځانله
پريږده مې کوټوال يم دغه دواړه پخپل اصل کوم
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
--------------------
څه نا اشنا او زبر دسته زنده ګي ده
چې د ورور او ورور د قصده زنده ګي ده
هيڅ احساس د سو کالۍ ورسره نشته
څومره لنډه ده خو سخته زنده ګي ده
هغه پل ړنګول غواړي چې ترې تېر شي
بل سره نشته هيڅ مرسته زنده ګي ده
نه خپل شي جوړولای نه د بل عزت منلی
ښه ورانه او روانه ده بد بخته زنده ګي ده
يه ! کوټواله د ژوند نوم راته وانه خلې
دا په زوره په شنه لخته زنده ګي ده
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------------
ما د خپلو اوښکو د سيند غاړې ته دمه ايښې
تا د رقص ميدان کې په ګډا کې خولې وکړلې
زه د جنازې د کټ په سوري کې ولاړ يمه
تا د زلفو سوري ته ګلبڼ کې دمې وکړلې
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------
ستاهريو بوټي اوهر کاڼي ته سلام وطنه
هره ګور ګوره دې ولاړه لاس په نام وطنه
هره پلوڅه دې نڅا کوي غوړاسکي خاندي
هريو نښتر لاس کې نيولې راته جام وطنه
ستا د موماڼواو اوګېو خوند مې نه هيريږي
په هره پوله دنګ غوزان لکه امام وطنه
دمرخڼوسرخۍ دې پېغلې شوې ټالونه وهي
املوک بادامو غړۍنېغې کړې په بام وطنه
توتانو هم غيږې خورې کړلې چې لمرونيسي
هم دمڼو غمبوري سره شولو تمام وطنه
اوپه ډق,ډق انارو وخندل دغره لمن کې
ته وا شفق لاسونه تاوکړه په ماښام وطنه
دمالټو رنګ په يوه نظرباندې تک زېړوتښتيد
لکه سړې شي خپله مينه کې بدنام وطنه
دانګور تاک په سينه ښکته اميلونه زانګي
دکوټوال ژوندته دښايست کړي اهتمام وطنه
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-------------
را شه ديوه نوي باب ورقه راته واړوه
مادبخت دکرښو دغه ټول کتاب کتلی دی
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
---------------
دازړه عجيبه شی دی طبيعت يي ټول انسان دی
ژبه نه لري ګړيږي ښپې يي نشته خو روان دی
نه دچا خبره اوري اونه چا سره سلا کړي
لګيا دی خپله کاندي اوپه کړو کې سرګردان دی
دابې سره ليونی دي څه ماغزه يي سر کې نشته
بې معشوقه مستانه دی په دانا کې هم نادان دی
کله زړه پسې زه خاندم کله ماپورې خندا کړي
مونګه دواړه ليوني يو په يوبل مو دا ګزران دی
دا کافر دزمانې دی هيڅ مذهب يي معلوم نه دی
زړه زماسينه کې نشته په سينه کې مې ايمان دی
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
چې نرې نرې باران وي او وصال پکې جانان وي
اودمستې نغمې شورکې يو رنګين کلې ودان وي
هم دسترګو کټورو کې ويو بل ته خمار نيسې
کله ست وي کله غړپ اوکله يو بل ته حيران وي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------------
دومره پېرزو د خالق بس دی ستاپه حسن باندې
چې په مخلوق کې څوک په ځان باندې ميين پيداکړې
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
-----------------
چې نه دېګ لري نه تېغ جدا ترې بويه
دنړۍ تندی هم ګونځې په دا مردشي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
----------------
ساده سړی يم چې دامينه خلک څه ته وايي
زما چې زړه کې څړيکې راشي وايم مينه به وي
(عرفان الله کوټوال Irfanullah Kotwal)
------------------
دغه کېف ته نه رسي هيڅ کيف دبخت
څاڅکې چې دګل غېږې ته ولويږي
------------------
شاعر: عرفان الله کوټوال) Irfanullah Kotwal)