ځان ګوري
[18.May.2022 - 15:04]ځان ګوري او بهر ګوري
لیک: اجمل ښکلی
څه وخت مخکې په يوه مجلس کې ملګري راټول وو. يوه ملګري بېدرېغه نيوکې کولې، په دې کې غيبت هم و، پر نورو خندنۍ هم وې؛ خو لنډه دا چې مجلس د خنداوو رنګ واخيست. هغه وخت کې فکر راولوېد، چې ځينې خلک څومره ډاډه وي، چې دا د دوى نيوکې څومره پر ځاى دي، کله هم دا فکر نه ورلوېږي، چې ممکن زما دلايل کمزورې وي، برداشت مې سم نه وي.
دا ډول خلکو ته چې د بهر نړۍ په اړه ورته خپل اخيستى برداشت دقيق برېښي او فکر کوي، چې خبره په ده کې نه، بهر نړۍ کې ده، ارواپوهنه بهرګوري(Extrovert) وايي. د بهرګورو په اړه دا زما برداشت دى او فکر کوم، چې دا له هغه مفهوم سره کټمټ يو شى نه دى، چې يونګ په لومړي ځل د دې نومونې لپاره کارولى و.
بهرګوري په بهر نړۍ کې داسې ورک وي، چې ځان ترې هېر وي. د ځان د هېرولو مانا دا نه ده، چې ګنې خپل لباس يا نورو اړتياوو ته يې پام نه وي، بلکې ډېر کله يې خپلو خبرو او خپل فکر ته پام نه وي. ارواپوهانو د دې ډلې خلکو نورې ځانګړنې دا په ګوته کړي، چې شهرت غواړي وي، مېلې او غونډې يې خوښېږي، ځان مطرح کول او د ځان صفت خوند ورکوي او فعال وي، د عمل او مبارزې مېړني وي.
د ځان مطرح کول او شهرت طلبي بده خبره نه ده؛ خو چې په خپل حد کې وي. البته زما خبره يې په يوه بل اړخ ده او هغه دا چې دا ډول خلک له ځانه بې نيازه وي، په ځان کې ورته "خو" نه ښکاري او فکر کوي، چې خرابي په بهر نړۍ کې ده او بايد بهر سمه شي، ځکه نو له نيوکې خوند اخلي. هغه د صائب که د چا د شعر ژباړه د همدې خلکو په اړه ده:
ټول عمر مو همدغه غلطي وکړه صائبه
چې ګرد مو په څېره و، موږ هېنداره پاکوله
د شخصيتونو دا ځانګړنې که له فردي بېلګو خپلو سياسي شننونکو ته وباسو، موږ ګنې له ټولنيز پلوه د بهرګورۍ منفي صفتونه نه دي ورخپل کړي؟ تل پر نورو نيوکه کوو او د خپلو نيوکو په مطمين هم يو. کله مو فکر کړى، چې زما ليد او زما اخيسته ښايي سمه نه وي.
که پر خپل فکر باندې فکر وکړو، زموږ مخ ته دوه لارې دي، يو دا چې بايد د خپل استدلال سرچينې او طرز کره کړو او يا دا چې غلي شو.
غلي کېدل د بهرګورو کار نه دى. ارواپوهان وايي، چې بهرګوري ښه جرګه مار او ډېر خبرلوڅ وي. غلي کېدل د ځان ګورو(Introvert) يا درون ليدو کار دى. دا دويم ډول افراد د بهر پر ځاى په ځان کې ورک وي، فکر کوي، چې بهر هر څه سم دي؛ خو د ده ليد سم نه دى. د شاه سعود لاندې شعر د همدې خلکو د زړه غږ دى:
لېونتوب مې بس همدغه و سعوده
له هر چا نه به په ځان کې پټېدمه
دا د عمل خلک نه وي، د تيورۍ خلک وي، د بهر پر ځاى يې د فکر لورى ځان ته وي، د جلوت پر ځاى يې خلوت او د هجوم پر ځاى يې تنهايي خوښه وي او څوک چې د ده د تنهايۍ نشه خرابوي، په ښه سترګه ورته نه ګوري، د کوچنيانو شور او د مجلسونو خبرې پرې ښې نه لګي. ارواپوهان وايي، چې د دوى ښه وخت شپه ده، چې نړۍ خاموشه وي.
زه نه پوهېږم، چې سعود به ځان ګورى وي که نه؛ خو د ارواپوهنې پر بنسټ ويلاى شم، چې زياتره شاعران، مفکرين او ليکوال، په تېره نارياليست هغه ځان ګوري وي. د يونان نامتو تراژيدي شاعر يورپيديس په غارونو کې ډرامې ليکلې، فيلسوفانو د فلسفو د ايجاد لپاره ځان يوازې کړى او بودا له خلوته راپاڅېدلى و. د صوفيانو په اړه هم دا خبره ډېره اورو، چې په ځان کې ورک وي او دا خبره ناسمه هم نه ده، ځکه د خداى په کايناتو کې فکر وخت ته اړتيا لري. مولوي وايي:
اى نسخه اسرار الهى که تويى
و اى آيينه جمال شاهى که تويى
بيرون ز تو نيست هر چه در عالم هست
از خود بطلب آن چه خواهى تويى
ارواپوهنه وايي، چې ځان ګوري په خبرو کې محتاط وي، چې ستاينه يې کوې، لکه يو بې ګټې کار چې کوې او له هجومه ويرېږي، چې هسې نه پکې ورک شي.
دا دواړه ډلې افراد په ټولنه کې وي، د دوى د صفتونو په اړه د احتمال خبره کېږي، ممکن بهرګورى د ځان ګوري يو نيم صفت ولري او يا برعکس؛ خو دا دوه انتها دي. که بهرګورى په نړۍ کې دومره ورک شي، چې ځان هېر کړي، هم زيانونه لري او برعکس که ځان ګورى دومره په ځان کې ورک شي، چې بهر نړۍ ورته مازې غبار ښکاري، هم له حقيقته مخ اړوي او دا دواړه انتهاوې موږ په خپله ټولنه کې عملا وينو.
موږ داسې بهرګوري لرو، چې خپلو خبرو، خپل ليک، خپلو سرچينو او خپلو دلايلو ته نه ګوري، چې څومره دقيق دي؛ خو فکر کوي، چې همداسې ده. له دې ډول خلکو سره د پوهنپوهنې کتابونه مرسته کولاى شي، چې علم څه دى؟ سرچينې يې څه دي؟ استدلال څه دى او بنسټونه يې کوم دي؟ نو ممکن دلايل يې علمي او خبرې دقيقې شي.
که تاريخ وګورو، د علم په اړه پاسنيو پوښتنو ته ځان ګوري متوجه شوي دي. ځان ګوري ښه اداره چيان او ښه سياستوال نه وي، ځکه چې د عمل پر ځاى د نظر خلک وي، ځکه چې دوى له حده زيات محتاط او زودرنجه وي. د ځان په اړه چې وړه خبره واوري، شاربي يې. کومه خبره چې کوي، بيا بيا پرې فکر کوي، ټول اړخونه يې ځيري او دومره يې ځيري، چې اخر هغه خبره له ويلو وباسي او د همده په ذهن کې مړه شي. ممکن دا خبره چې دى يې ووژني، د خلکو لپاره ګټوره وي. دا د ځان ګورۍ افراطي بڼه ده.
د ځان ګورۍ افراطي بڼه دا ده، چې دى هېڅکله د ځان له بلا خلاص نه وي. تل زړه خوري، چې زما دا خوى ښه نه دى، داسې فکر مې ولې وکړ، دا خبره که وکړم، غبرګون به يې بد وي، زه بايد دا يا هغه خويونه پرېږدم. د دې ټولو فکرونو لپاره دى وخت او تنهايۍ ته اړتيا لري او تنهايي ورته خوند ورکوي؛ خو بهرګورى دې فکرونو ته وخت نه لري، هغه له ځانه بې نيازه وي، هغه د نړۍ د بدلون جذبه لري.
د ځان په اړه د ډېر فکر له امله کله ځان ګورى په متناقض شخصيت بدل شي، په يوه ټاکلي موقعيت کې چې څرنګه عمل پکار وي، هغسې ورته سخت شي، ځکه چې ځان هم کوټي او د ځان د لويۍ ښودو هڅه هم کوي؛ خو شرايط د ده د لويۍ نمايش ته چمتو نه وي، ځکه نو د شرايطو د غوښتنې او د ځان د ثابتولو ترمنځ توازن و نه ساتلا شي او لا ځان ګورى شي.
که خپلې ټولنې ته وګورو، په هر ډګر به له دې ډول افرادو سره مخ شو او دا کومه بده خبره نه ده. د هرې ټولنې افراد يا بهرګوري يا ځان ګوري وي؛ خو بده خبره دا ده، چې په دواړو اړخونو کې افراط وشي، هله ترې يوه ټولنيزه ستونزه جوړه شي. د افراط د مخنيوي لپاره ښه دا ده، چې پر ځان او نړۍ فکر وکړو او د ځان او بهر ترمنځ د توازن د راوستو هڅه وکړو، زموږ ټولنه دغې منځلارۍ ته اړتيا لري او دا منځلاري د ارواپوهنې پر بنسټ ممکنه ده، چې يو ځان ګورى په مېلو او مجلسونو له ځان کوټلو راوګرځوو او بهر ګورى د مطالعې يا نورو محدودو فکري ناستو په مټ ځان پېژندلو ته وروبولو.
اجمل ښکلی Ajmal Khkulay