Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
[01.Jul.2022 - 11:02]سبا رُو به د اسمان کوي سېلونه
اؤ دې زړۀ پۀ زمکه وُليدل خوبونه
سبا رُوبه د ځوانۍ پۀ خوب ووده وي
اؤ دا تږے زړۀ به وکړي ديدنونه
سبا رُو به پۀ صديو کښې يوه ورځ وي
او پۀ دغه وخت به وخت کوي نازونه
سبا رُو به حال دَ زړۀ دَ هجر وائي
اؤ ورو ورو به تېرې ورځې کړي ويرونه
سبا رُو به شهزادګۍ وي پۀ داستان کښې
اؤ چاپېره به ګدېږي کردارونه
سبا رُو لکه شهد شونډې واکړى
اؤ لۀ حلقه به تېريږى جنتونه
سبا رُو به لکه سپينې مټې پړق کړي
اؤ ړاندۀ خلق به راؤړي بينا زړونه
سبا رُو به مشک پۀ دواړه لاسه نولي
اؤ چاپېره به فضا وهي موجونه
سبا رُو به د مسکا ګنجونه وېشي
اؤ دا سرۀ ګلاب به ټک وهي لاسونه
سبا رُو به تور ګټان زلفې پرانيزي
اؤ چاپېره به وريږي بارانونه
سبا رُو به کجاوه کښې لونګ پاشي
اؤ دا دشتې به پۀ ځان کوي نازونه
سبا رُو به کج حَبَش باڼۀ کړي پورته
اؤ عالم به دَ تيارو کړي منتونه
سبا رُو به د غزل مصرع کړي پورته
اؤ جوټې به خوري دا غرونه اؤ سيندونه
سبا رُو به کړي نظر پۀ ملنګانو
اؤ چاپېره به وي سترګې کچکولونه
سبا رُو به کړي نظر پۀ مسافرو
اؤ دې خلقو نه به هېر شي خپل کورونه
سبا رُو به اشاره کړي لېونو ته
اؤ دا روغ به پۀ سر ونولي رېګونه
سبا رُو به فېض د ژوند دَ لارو عام کړي
اؤ دا مرګ به روزانه مروړي لاسونه
سبا رُو به خواهشونه وي تسنيمه!
سبا رُو به وي پۀ خوب پسې خوبونه
(ریاض تسنیم)