غږونه او ژبه
[03.May.2018 - 09:26]غږونه او ژبه
رحمت شاه سائل
تحقيق وائى چې د انسان اولنۍ ژبه اشاره وه. يا د اشارو په ژبه به يې د يو بل سره خبرې کولې.خو قياس وائى چې غږ به د انسان وړومبۍ ژبه وه. ځکه چې غږ په نورو زنده سرو کښې هم وۀ. غږونه او اشارې د انسان اجتماعى ضرورت په ژبه کښې بدلې کړې. ژبې ترقى کوله کوله د دې جوګه شوه چې د انسان د عام ضرورت نه علاوه دې د دۀ هغو خيالونو او فکرونو ته هم ژبه ورکړى د کوم د اظهار نه چې ژبه عاجزه وه. د ژبې په دغه توان او طاقت چې کله ضرورت پېښ شوے دے نو د دې دومره ډېر اړخونه دى چې مونږ غوندې خلق په دې کښې يا د دې په هر اړخ کښې د کوم تحقيق کولو جوګه نۀ وو. هسې د قياس تر حده کۀ هر چا څۀ کوشش کړے هم دے نو بې ځايه به ورته نۀ وايو ځکه چې هم د دغسې وړو وړو سوالونو نه د ژبې علم يو باقاعده علم اخستے دے. او نن په ټوله دنيا کښې ژب پوهنه يو علمى ضرورت دے.او ځنې خلق پکښې تر (P.H.D)رسېدلى دى. د ژبې په جوړښت، ساخت او نظام چې کوم چا کار کړے دے .هغه سوسېئر دے _ ډېرو لوستونکو به هغه لوستے وى. د هغې تفصيل ته تلۀ ضرورى نۀ دى.خو د هغۀ په خيالونو کښې د شرکت دپاره بايد چې مونږ لوستونکو ته څۀ نخښې نښانې ورکړو.او د استفادې کوشش پرې اوکړو. هغه وائى چې
(١) ژبه يو داسې مېډيم نۀ دے چې تۀ د هغې نه لکه د شيشې هغه غاړه او ددې غاړه نظر تېر کړے چونکې ژبه د ساخت نه جوړه ده يا ساخت لرونکے شے دےاو دغه ساخت د تل دپاره يک زمانى وى.ځکه نو د ژبې د وئيلو د هغې د منظم کېدو احساس بنده ته کېږى.په دې وجه د آوازونو اصول (يعنې فونيمى اصول) د ژبې بنيادى ساختياتى اصول دى. ددې د شته والى او پوهنې ضرورت د جوړه دار فرق_ يا د دوه اړخيزه تضاداتو نه پوره کېږى.دے وائى چې دا فرق د دنيا په ټولو ژبو کښې يو شان کار فرما، يعنې په عمل کښې وى. او دا اصول د افاقى نوعيت اصول دى.
(٢)”رومن جيک سن“ او ”مورس حالے“په خپلو کتابونو کښې ثابته کړې ده چې د جوړې دار تضاد نه فرق قائمول د يو ماشوم بچى د ذهن وړومبے منطقى تفاعل دے. يعنې زيږنده سر چينه ده. نو مونږ دا هم وئيلے شو چې دا تضاد د انسانى ذهن وړومبے قدم يا ګام دے چې هم ددې نه په فطرت کښې کلچر (کلتور)داخلېدل شورو شى. د جوړې دار فرق په ذريعه امتيازات قائمول او د هغې نه مدد اخستل د انسانى ذهن د خصوصيت خاصه او د انسان د خصوصيت (د ځانګړتيا) لويه پېژندګلو ده. د انسان دغه خصوصيت ساخت پېدا کوى او بيا د هغې نه د کار اخلى.
(٣)سوسېئر د دې نه هم مخکښې ځى او وائى ژبه صرف د لفظونو په ذريعه په عمل کښې نۀ وى بلکې ژبه د نشاناتو د نظام په ذريعه يعنې (سسټم اف سائن) په يعنې د آوازونو او د نشاناتو د نظام په ذريعه په عمل کښې راځى.
لفظونه خو دلته نظر ته راتلونکے د دې رسۍ يو سر دے او هم دا نظام د نشاناتو تجريدى نظام دے او د ژبنى اصول کار د دې نشاناتو د نظام د اصولو او کليو پېدا کول يعنې د ژبې کلهم ساخت پېدا کول دى مونږ نشان سائن (Sign) د دې دوه اړخيزې رشتې په مدد پېدا کولے شو، کوم چې د دې د صوتى رنګ او تصور تر منځه منځه وى_
نشان ددې دواړو يوه مجموعه وى او د دې صوتى غږ يا رنګ معنى نما باتصور معنى وى. د لفظ شجر صوتى رنګ او د شجر په تصور کښې چې کومه ساختياتى رشته ده هم دغه رشته د ژبې نشاناتو تشکيل کوى، ځکه خو ژبه د نشاناتو يو نظام لرى کوم چې تصورات ظاهروى.
ژبه خود مختاره وى او پخپله د خپل حقيقت حثېت لرى .د شجر او صوتى رنګ په تصور کښې کومه فطرى رشته نۀ وى_
په لفظ شجر او د هغې په اواز صوت کښې د شجر يا (اونې) کوم خصوصيت نۀ وى او نۀ دغې لفظ دغې تصور کوم خارجى قوت ورکړے دے. شجر يا اونې له دغه معنى د ژبې ساخت ورکړې ده_
د ژبې خود مختارانه حېثيت په اصل کښې د ژبې ساخت قائم ساتى او د دې حفاظت هم کوى هم دغه ساخت وى چې د خپلو جوړو شوو قانونو يوه مجموعه وى او هم دغه قانونونه وى چې د خپل ضرورت دپاره تشکيلات کوى او ترکيبونه او کلمې تخليق يا خلق کوى. مخکښې وائى چې په ژبه کښې د معنى نما او تصور معنى د ناقابل تقسيم رشتې په وجه د ازمرى (شېر) د صوتى رنګ يا غږ نه مراد بل کوم ځناور نۀ وى هم ازمرے وى خو دا شے ګمان يا واهمه پېدا کوى چې څوک وائى چې ژبه ګنى صفا د شيشې غوندې يو شے وى چې دواړه طرفو ته يې ليدل ممکن وى يا ګنى د څيزونو او لفظونو تر منځه يو د يو سره رشته يا نسبت لرى_
ژبه چونکه زمونږ د عادت برخه ده نو کۀ څوک دغسې فکر کوى نو دا بې شکه فطرى خبره ده خو په فکرى اعتبار سره هم ژبه د شيشې پشان يو شے ګڼل پخپله ځان ته دوکه ورکول دى دا په دې وجه چې د ژبې اصل نوعيت پخپله د ژبې برعکس مخالف دے_
ژبه چونکه صفا شے نۀ دے خو دا شے زمونږ د معمولاتو نه حساب وى په دغې وجه چې کله ژبه کوم خيال ادا کړى نو هم هغه وخت دا د منځه اوځى