Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لېونتوب
[01.Jul.2022 - 11:06]لېونتوب
نظم
_____
لکه په خوب کې چې وې شل کاله روان په لاره
لکه له شل کاله مزل وروسته د پام شي چې غلط روان يې
يو څوک د مخ ته را ولاړ شي درته ووايي چې
بېرته واپس شه او په کومه لار چې راغلې دلته
په همدې لار هغه نقطې ته لاړشه
چې شل کلونه مخکې دې پکې ژوند کړی دی
تاسره سوال پيدا شي
چې د ژوندون پر دې يولاسې جاده
واپس کېدل په کوم اساس ممکن دي
ذهن ته زر ډوله فکرونه درشي
کله تصميم و نيسې
چې ګرځېدل بيخي امکان نه لري
کله بيا ځانته يو کاذب ډاډ ورکړې ووايي چې
ژوند خو يوازې وړاندې تګ هم نه دی
کله نا کله به شاتګ هم کوې
زمری چې ګام اچوي شاته درومي
...
کله مايوسه شې او ځان درته تنها و اېسي
ځان داسې حس کړي چې زره شان انګېزه د نه وي
هيلې د مړاوې او ژوندون ته حوصله د نه وي
په ځان غوسه درشي لعنت ووايي
سر د را ځوند شي او تللو ته شيمه د نه وي
په ځان د خوا بده شي، سل ډوله فکرونه وکړې
د رواني بېمار په شان د آرام هېڅ موازنه د نه وي
...
بيا يو کس ووينې چې غم نه لري
له سرنوشته هم راضي وي او هېڅ رم نه لري
نه د چا زړه کې کار لري نه سوچ د بل څه کوي
تسبې په ګوتو اړوي، سترګې يې نم نه لري
په ځان شکمن شې، او په خپله عقيده و خاندې
د بې حسۍ آرمان بې واره درشي
له خدایه و غواړې چې واخلي درنه درک او احساس
يا ورته ووايې چې نه غواړم شعور او عقل
له عاطفې او مقدسو جذبو هم شکايتونه وکړې
بس لېونتوب درته حل لار ښکاره شي
...
بيا د يوه هيله سر راپورته کړي په خود راشې
سترګو ته غبرګ لاسونه ونيسې او ويې موږې
مخ ته يوه لپه سړې اوبه ور پاشې لږ ساه واخلې
خپل سرنوشت ته ښېرا وکړې، ځان ته ډاډه ورکړې
خو چې بازار کې د يتيم ماشوم څهره وګورې
يا په سړک د ناستې ځوانې ګدا ګرې محتاجي ووينې
يا يو بوډا چې بیوسي يې له څهرې توييږي
يوه ګړۍ، يو لحظه کې اتومات، سم دستي
ها دروغجن ډاډ په يوه لحظه لمبه واخلي او وسوزيږي
...
د بېوسۍ او بې حسي په ښار کې ځان ووينې
هلته په شنه غونډۍ يو قبر وي په وينو ودان
دلته دا بله خوا وي ور د ښوونځي تړلی
هالته ها بل طرف کې لويه هديره ودانه
يو ډبر ليک ولولې
پرې ليکل شوي وي چې
شهيد پلانی چې شل کلن و رژېد
هالته يوه بله کرښه دا سې وي چې
دا يې د ناوې په جامو کې مړه کړه
آسمان ته وګورې، مړې اوښکې د پر مخ جاري شي
...
کلي ته لاړ شې کلی چوپ ولاړ وي
ها پخوانۍ مستي يې هېڅ نه وي
لارې يې خامې له ګردونو ډکې
ونې سپېرې لکه يتيم ماشومان
سيندونه وچ ته وا له تندې مړه دي
غرونه هماغسې دنګ مګر له شوره خالي
نه د زرکانو غاړې نه دې کوترو غومبر
خلک يې هم له حسن و مينې منکر
نه خوشامندې نه تودې غېږې
بس زړه د کلک شي، ماشومتوب در ياد شي
ها له ښکلا ډک لېونتوب در ياد شي
فصل د نوي زلميتوب در ياد شي
کيف د تللي مينتوب در ياد شي
کلی چنګه
محب الله ارمل