(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زنځېرونه

[01.Jun.2022 - 12:23]

زنځیرونه: د پښتنې افسانې نماینده اواز او انځور 

 

فاروق سرور د افسانو متعدد ټولګې خپرې کړې دي. زنځیرونه یی په کال دوه زره او پنځلسم کښې چاپ کړې ده. دې ټولګه کښې اتۀ افسانې دي. فاروق سرور دومره زورور افسانه لیکونکے دے چې زۀ په دعوې سره وایم چې کۀ دا تخلیقار په انګرېزي، فرانسوي، روسي یا په بله داسې سیمه کښې زیږېدلے وے او نړیواله مترقي ژبه کښې یی دا افسانې لیکلې وې نو خپل قام او نړۍ به د افسانې د جهان روښانه لمر ګرځولے و. د علامت په ژورتیاو کښې لوستونکے د تخت الثری په کونج کونج کښې ویخ ګرځوي او د تخلیقي الوت د سدرة المنتهی حدبراري د دۀ  ترمخې خنډ نۀ جوړیږي. د مزاحمت د جوهر یوه داسې سپېځلې منظرنامه ورغوي چې د مطلق عدل د ماڼۍ اوسپنیز دېوالونه هم ولړزوي. د هغۀ کردارونه سره د دې چې د اساطیري افراط و تفریط د خوږو او خوشبویو چړکاو باندې سینګهار وي خو د ټولنې جزیات/فروعات پکښې په دومره اصولیاتي تفصیل بوڼلي وي چې افسانه د فسون/جادو په یو زورور تاثیر د حقیقت نه هم بالا کوي. دا قسمه تاثیر د نن خطرناک دور کښې د هایپرریئلټیز په صورت کښې مونږ د صارفیت غلامې نړۍ کښې څرګنده او برڅېره وینو هم. د نن عصر کښې د قبایلي رغښت د غېرضروري تلازماتو نه راونیسه د کلیوال ژوند، د ښاري ژوند، د نړیوال کلي ژوند سره سره هغه چې د دروني/داخلي ژوند د تعقل، تخییل او عقیدت سره په جنګ یو حساس تخلیقار او د هغۀ سپېځلتیاوې راڅرګندوي یا د انسان په نوم بدنام شرالدواب راپېژني نو تخلیقي ادب د تفلسف/مذهب/ساینس په جهان کښې یو قیامت برپا کړي. روښانتیا د تهذیب په جامه کښې د ادب د نړۍ مجسمه ملایکه شي او تخلیق کار د انسانیت د ویاړ یویستوے پیامبر. د مینې هغه نقش او هغه پدېده چې د افلاطوني تصور نه یو بېخي مشترک بنیادي انساني خصلت ته راکوز شي انسان د نسیان دهوکې نه رابهر کړي او د خپل انسیت په بایللې/مسخ شوې اثاثه یی مالامال کړي. د رشتو او جذباتو یو داسې جهان اباد کړي چې د هر سا لرونکي ژوندي د ژوند نه ساډوبي ؤرکه کړي او ژوند پرستي پیاوړې کړي

د زنځیرونه نماینده افسانه (زنځیرونه) په خپله محتوا کښې په علامتي توګه هم او د ټولنیز جبر د داخلي نړۍ په ضد د مصنوعي راجوړو پېمانو په لاس د مینې محبت خلاف او د عدل خلاف پدیدو/مظهرونو ته یو چېلنج ورکړے دے. دلته لس داسې قېدیان چې ورباندې د پانسۍ حکم ختلے دے. د دوي د جرم هغه باریک اړخ راڅرګند شوے دے چې هغه جرم نۀ دے یا انساني سپېځلتیا ده، یا د ژوند ضرورت دے او یا د قانون هغه کموت دے چې قانون ورباندې د شرم په ځایی ویاړي! دلته د یو زنداني قیصه په خپل داخلي صورت کښې د "شامو" په شکل د انځورګرۍ هغه کمالات را په ګوته کوي په کوم چې د اورحان پاموک ناول د نړۍ د ادب ترټولو لویه جایزه ګټي. دلته کۀ متکلم د خپل ورور په کړے ګناه د پانسۍ منتظر دے او دعوه ګیرو د پښتنې دښمنۍ د اصولو مطابق د بدل ګډورے جوړ کړے دے نو بل خوا بل قېدي ملک صاحب د پښتونوالې یو مجسم مشر دے. د فراصت او قربانۍ یوه نمونه ده. اګر د قانون او ایین په سترګو کښې مجرم او د جرم بالاے جرم مرتکب هم دے! دلته د ذنداني ژوند حرکیات کله د جنت نه دوزخ او کله د دوزخ نه جنت سازوي. دلته د عشق حرکیات د تاثیر یو داسې اتڼ اچوي چې د قانون پاسدار ترې د قانون سپېځلتیاوې لوګے کوي. د عشق په ژبه مارغۀ یو متحرک کردار جوړیږي. پښتنه مېنا یو داسې قسمه صورت خپلوي چې د منطق الطیئر سیمرغ او هدهد/ملاچرجک او د پلګرم اف پراګرس مابعد الطبعیاتي کردارونه د دې پښتون مزاجه کرداریت نه د تاثیر په کور د شرمه پټیږي. د مېنا د انځورګرۍ او خبرو سره تعلق او تعامل نه صرف افسانوي ریښتیا برڅېروي بلکه د مارغانو د خبرو او ژبې اسماني استناد او ساینسي امکان ته هم روښانه لارې پرانیزي. مرګ او ژوند تر ټولو لویه اثاثه ده او دا اثاثه د عشق په لاسونو کښې د کوم سفر نه راتېریږي او کوم کوټلي منلي حقیقي معیارونه لري دا د شامو، مېنا او بسوګۍ کردارونو لکه د لمر روښانه کړي دي. سرمایه او سرمایه دارانه ذهنیت څنګه د رشتې او بیا د لور د رشتې سوداګري کوي؟ دې مد کښې پښتون کلتور دغه اساس ته کوم ناجایز تقویت ورکوي دا د بسوګۍ پلار او قصاب خاوند داسې لوبوي لکه پېدایشي حق! د اخلاص تعلق کۀ یو خوا د ژوند مرۍ خفه کوي نو بل خوا لس قېدیانو ته د خپل ملګري معشوقې نه د مور راوړلې خور جوړوي. د لفظونو او وېنا طاقت خو مسلم دے "ان من البيان لسحرا ومن الشعر لحكمة" د برېن واشنګ ساینس او کاونسلنګ طریقه علاج او میوزک تهراپیز یی نوې نوې پدیدې/مظهرونه دي. خو د انځورګرۍ ملکه د نن نړۍ کښې په غټ کچ د بلېک مني سپینولو په میدان کښې لکه د یوې مجبورې نڅاګرې ګېره ده! دې افسانې دغه انساني ملکه د فطرت او مینې سره پخپل مقام د ودرولو یوه شاهکاره هڅه کړې ده

د دې کتاب اتۀ واړه افسانې په فني او موضوعاتي حواله بېشمېره صفات لري. د مسنګ پرسنز او غربت دلاسه لور په پلار څنګه ځوریږي او د ماوراے عدالت قتل غم د انسان د پښو نه څنګه مځکه تښتوي؟ او یا ورباندې مځکه څنګه توده سیکه کوي؟ دا حالتونه دلته په ژوندۍ بڼه د پښتون چاپېریال د تخلیق غېږه کښې داسې خوندي کوي چې د لوستونکي د تهذیب یوه یقیني پانګه ګرځي. د علامت زورورتیا ته یی بیان عاجز ګرځي. دا عجز د ریښتینولي/حقیقت/تنوع هغه کلي صورت وي چې انسان ته د واقعیت سره سره ټول پټ محرکات هم راڅرګندوي. زۀ دلته د مثال په توګه د دې ټولګې یوه افسانچه "لاسونه" وړاندې کول غواړم 

"حېران یم چې څۀ وکړم، توره شپه ده، له هرې خوا مې خلق په سوکانو او لغتو وهي او زۀ کله یوې خوا ته ټکرې وخورم کله بلې خوا ته. کمال دا دے چې په دې تیارۀ کښې دښمنان ما ویني خو زۀ یی نۀ وینم ځکه یواځې او یواځې وهل خورم او ځان له دې ظلم او جوره نۀ شم خلاصوے. بس له دړده کریژې وم. ناڅاپه زما ځان ته پام شي چې زۀ خو ړوند نۀ یم بلکه په خوب کښې چا سترګې راتړلې دي. اوس چې څنګه وغواړم چې له سترګو تور ټوکر لیرې کړم نو ناببره مې چیغې تر خلې ووځي چې داسې خو کیدای نه شي ولې چې دواړه لاسونه مې د یوبل سره په جنګ دي. په تېرو نوکانو د یوبل غوښې اړوي او بدبختان مې هېڅ خبره نۀ مني

په پښتنه جعرافیه د تېرې نیمې پېړۍ نه پښتانۀ بچي د خپلې مور سره د خپل ځان سره چې څۀ هم کوي هغه د دغه بیان نه بهر راځي؟ دا متکلم ( د پښتو امانتدار بچے)د خپل بشپړ وجود په اندامونو کښې د کوم دړد او اذیت، او د خپلو د بې وفایۍ د کوم کوم ستم نه راتېریږي،  کۀ یوخوا دا په ګوته کوي نو بل خوا د سترګو تړلو خارجي لاس ته هم څرګنده لاس نیسي

د فاروق سرور منتخب افسانې مونږ په ډېر ویاړ د جهاني ادب د سیاله افسانو سره په سیالۍ پرتله کوے شو. دا د فن/تکنیک/تخلیقیت سره سره د خپلو متعلقاتو په انفرادي او اجتماعي شتمنۍ کښې کۀ یوخوا یو متاثرکن اواز دے نو بل خوا د خپل ادبي وقعت او کمال په اساس یوه ناویاته او ریښتونې داسې انځورګري ده چې د دربار او دولت د خشنګۍ او دروغژن مکر نه پاکه ده. باید دا بار بار چاپ شي ټول پښتون وطن کښې ترلاسه شي او د نړۍ نورو ژبو ته یوړے شي. د ادبیاتو، سماجیاتو او نفسیاتو سره سره د انتراپالوجي او کلتوري علمي څانګو کښې د څېړنې برخه کښې ورته پراخه ځاے ورکړے شي ځکه په یاد علمي ډګرونو کښې دغه تخلیقاتو د ډېرو حقیقتونو خزانې په خپل ځان کښې خوندي کړې دي

 

سمیع الدین ارمان 

اریانا پېښور 

نولسمه مۍ دوه زره دویشتم

-
بېرته شاته