دښاغلي سیدعبیدالله نادر
[04.Jun.2022 - 22:19]د سپوږمۍ نا صری یوه خاطره
لیک: سید عبید الله نادر
سپوږمۍ ناصری چې د وکیلي په صفت د امریکا په کلفرنیا ایالت کې کار کوي .
سپوږمۍ ناصری وايی چې په دنیا کې سړی د ډیرو عجایبو پیښو سره مخ کیږي ، چې انسان ډیر ورته حیران پاتي کیږي.د شنبی په ورځ د ما سپښین په درې بجی په ډیره بیړه د خوراکي موادو د پیریدلو په خاطر د (سیفوی) په نامه مشهوره خوراک پلورنځي ته د شنبه په ورځ ورغلم،چې په (برنل اونیو بلیزنتون) کې واقع ده ، او زما دا تګ هلته ۱۱:۴۵ څخه د مخه نه وو ، زما حواس د ګڼو مصروفیتونو له وجهی غونډ نه ول ، فکر او سوچ می هرې خواته غوړیدلی وو ، نو له همدې وجهی پوهه نه شوم ،چې ماخپله بکسه چې په هغه کې زما یو څه پیسی کارتونه او کور کلي په کې وه ، څرنګه ورکه کړي وي ، په ډیره خوارۍ ما او زما کورنۍ ټول ځایونه مو پسي ولټول ، خو زما بکسه پیدا نه شوه ، زما دا هم په یاد وو ، چې شاید ما خپل بکسه د پیریدولو په لاس ګاړي یا کراچی کې له یاده وتلي وي ،او هلته می پرې ایښي وي ،او یا د موټر ښیښه ښکته پاتي شوي وي او چا اخیستي وي که څنګه ؟ یعنی چا د موټر څخه اخیستي وي ،یا د دریدو ځای کې (پارکینګ) په ځای کې چا ا خیستی وي ،لنډه یې دا چې په بله هفته یکشنبی په ورځپه یوه بجه مونږ دوباره همغه (سیفوي ) مغازی ته ولاړو ،زما خاوند ډریوری کوله، چې خوراکي مواد واخلو ،د سودا پیریدلو په وخت کې می د سیفوي د مسولینو او کارکونکو څخه زړه نازړه دا تپوس وکړ ، که په دغه مشخصاتو بکسه دوی پيدا کړي او یا چا ورته راوړي وي ،مسولي جینې وویل : ته صبر وکړه چې زه دغه المارۍ وګورم ، جینۍ وویل هو دلته چا یوه بکسه د ټولو اسنادو او محتویاتو سره راوړي ده ،چې می کاته خپله بکسه می وه ډیره خوشاله شوم ، او دا چې هرڅه په کښی وو ،الحمدالله د خدای تعالی نه مننه چې هر څه په بکسه وو زه هیڅ داسي یوه کلمه نه لرم چې زه ووایم چې زه څومره خوشحاله شوي یم، او حتی پیسي یې هم نه وي اخیستی، او ان چې زما مهم کارتونه او اسناد هم په کې ول ، په دې نور هم خوشحاله شوم.او د بلي خوا ډیره حیرانه شوم ، ، چې پیسي یې هم نه دي اخیستی ، په دې ورځو شپو کې په دنیا کې ډیره بی اعتباري ده ،ډیره مشکله ده چې سړی دې ګوندی تصور وکړي ،چې داسي ښکلي او سپیڅلي خلک په دنیا کې پیدا کیږي ، د دې پاک ضمیره انسان یعنی د هغه چا څخه چې زه یې نه پیژنم او زما دا بکسه یې د خوراکی توکو پلورنځي ته سپارلی ، زه او زما ټوله کورنۍ د زړه له کومی مننه کوو ،او د سیف وی صادقه کارکونکو څخه هم مننه ،چې دا یې امانت ماته وسپارله، زه اوس د خپل د کور کلي لرمه ، او د قلفونو بدلولو، ته یې هم ضرورت نه لرم ، ځکه چې دې د خدای نیکبخت هیڅ شی هم نه دي اخیستي ،زه اوس په آرامه خوب کوم خو ای کاش ما دا د نجات پرښته پیژندلای ،او لیدلای می وای ،(دا لنډه خاطره او کیسه د خپل وطن هغه واکمنانو سره پرتله کړو چې بی حسابه غلاګانی او خیانتونه یې وکړل، نو دي کیسه کې به لوستونکو ته د عبرت درس پروت وي ، خپل وطن ته مي د داسو سپیڅلي انسانانو او په تیره هغه انسانانو چې تعلیم او تربیی پرې اثر غورځولی وي آرزو ده )
.......
د پوهی بها
لیک: سید عبید الله ناد
یو غل چې پرله پسی یې په یوه کلي کې غلا کوله ،نو وروسته د ده د پرله پسي غلاوو څخه خلکو دا حقیقت پیدا کړ ، چې د غله د پشو پلونه د کلي د مشر د بوټانو پل ته ورته دي ،یوه وویل چې غله په اصل کې د کلي د مشر بوټان غلاکړي دي ، بل وویل : چې د بوټانو خاپونه یې د کلي د مشر د بوټانو د خاپونو په شانه دي ،هر چا په خپل فکری توان سره د واقعیت بیان کولو ،یو لیونې غږ وکړ چې وه خلکو غل په خپله د کلي مشر دی ، خلکو ډیر وخندل او د کلي مشر ته یې چې هلته حاضر وو ، د لیوني له طرفه بخښنه وغوښته ،او وي وییل:چې خیر دی زړه ته مه اچوه دا لیونی دی ،په سبا یې هغه مجنون او لیونی چا ونه لید ،د کلي مشر وویل : چې غلو وژلی دی ، د کلي مشر په حقیقت کې رښتیا ویلي ځکه دی په خپله غل وو ،خو د خلکو درک د واقعیتونو نه ډیره فاصله درلوده ، او یا دا چې د مجنون د سر نوشت څخه ایریدل ،ځکه خلک په دې پوه شول ،چې په هغه آبادۍ کې د پوهی بها ډیره درنه ده ، او ناداني ډیر لوړ مقام لري.
----
د فیسبوک د یارانو نه په اخیستنې سره د فارسي نه ژباړه
روح نوازه ټکي او کلیمات
لیک: سید عبید الله نادر
د کومو کلیماتو او ټکو څخه چې کولای شئ ،د وینا په وخت کې د خپل مخاطب سره و کاروئ ،په هغه کلیماتو چې سړی دروند ښکاره شي ،او د درنښت احساس وکړئ ، او مخاطب هم د آرامتیا احساس وکړي ،هغه باید وکاروئ ، هیڅ خپل عزت او لوړ والی د بل په تحقیر کې مه وینئ ، یا په بله معنی د بل په تحقیر او کم راوستو کې مه ګورئ ، یوه طبقه خلک دي ، چې یا تعلیم او تحصیل نه لري ،او یا که لري یې هم ، نو علم پرې کوم تأثیر نه دی کړی ، نو ځیني وخت د بل د تحقیر او کم راوستو په خاطر او په محفل یا مجلس کې د ځان مطرح کولو په خاطر ، د بل انسان تحقیر او توهین کوی ، دی د خپل ځانه سره داسي انګیري ، چې ټول وخندوی یو کس دوه کسه به وخاندی لیکن ډیری خلک دا درک کولای شي ، چې ده سره بغیر د تکبر او ځان مطرح کولو نور د علم او معرفت ټکی هم نشته ، نو په دې اساس د هر چا احترام په خپل ځای باندی وکړئ ،ډیر کوشش وکړئ ، چې په خبرو کې هم ستاسو څخه څوک آزار نشي ، په احترام کې د چا څه نه کمیږي ، او په بی احترامۍ کې سړی بد ښکاري ، نو په هر انسان باندی لازمه ده ،چې د وینا پر مهال د مخاطب سره د ډیرو ټکو مراعات وکړي ، زه چې تر دې دمه دا لیکنه کوم،د داسو مجالسو شاهد یم ، ځکه دا لیکم آو خپریدل یې هم اړین ګڼم ، په مجلس او ناسته کې ډیر نزاکتونه باید مراعات شي ، هغوي چې د بل تحقیر کوی په ځان کې ډیر نارسایي او کم والۍ ویني یعنی د مقابل لور په پرتله ڼو ځکه دا کار کوی ،او په بله مانا په غیر شعوری طور د مقابل په پرتله د خپل ضعف اعتراف هم کوی ، بی له دې چې دی په خپله پرې پوه شي ، لیکن ځیني زیرک او موشګافه پرې پوهیږي .نو لازمه ده چې د ښه کلیماتو په ادا کولو او استعمال سره هم دوستان خوښ او خوشحاله وساتو، او د چا خوا بده نه کړو.