واڼا جلسې ته د
[14.Jun.2022 - 09:18]د پينځم جون 2022 واڼا جلسې ته د مشر منظور پشتین وینا:
څه یې ویل؟ څه یې ویل؟ څه یې ویل؟ دا یې ویل چي له دغې خاوري نه زه طالبان لري کوم، زه ترهګر لري کوم، اوس دا منافق ریاست بیا لګیا دی جرګې کوي چي زه یې بیا راولم.
محترمو ملګرو زه به نن د تحریک له اړخه په دریو موضوعاتو خبري کوم, نور چي څومره هم مسایل دي هغه زموږ هیر نه دي، خو په هغو به بیا چیري هرځل خبري کوو, خو په دا نن جلسه کي د شهیدانو په حواله سره خبره، د راتلونکي حالاتو په حواله سره خبره او د قیدیانو په حواله سره خبره ده. صرف دری خبري به زه کوم نوري چي څومره هم مسئلې دي د وطن، موږ یو او پي ټي ایم شته هر ځل به په هغې هم خبري کوو. نن د سردار عارف شهید تلین لمانځل کیږي. سردار عارف شهید د یوې داسي کورنۍ سره تعلق لري چي هغې تل په خپله خاوره باندي د خپل ولس لپاره سرونه قربان کړي دي. سردار عارف شهید خپل ټول ژوند د دې قام په خدمت کي تیر کړی دی. دا د ده واڼه بازار د دغه ګواه دی، ټول پښتون وطن یې ګواه دی، او دا کیمپونه او د زورورو ځایونه، د دغي هر یو مخ د دغي ګواه دی چي کله به دوي ظلم و جبر وکړ سردار عارف به دوي مخي ته ولاړ و. په يو مئي/۲۰۲۰ باندي د روژې په میاشت کي د ماښام له آذان نه اول دغو ظالمانو وویشتو او شهید یی کړو. ملګرو دا اف آی آر اول درج کیدو نه بیا په نا معلومو اف آی آر درج شو موږ خواست وکړو چي مه کوه په نامعلومو اف آی آر په باجوه اف آی آر وکړه، په کور کمنډر اف آی آر وکړه ځکه هم چي د دغي وطن اصیل بچي تل دوي ویشتلي دي؛ خو هغه اف آی آر نه کیدو. ملګرو دریم جون ۲۰۱۸ ته علي وزیر دلته را روان و په دی واڼه بازار کي په عامو ولسونو باندي د ریاست پالل شویو دهشتګردو حمله وکړه په عامو ولسونو چي دلته یې زموږ ملګري پکي شهیدان کړل او ډیر زخمیان دي، او اوس هم د یوه زخمي پلار دلته زموږ سره موجود و او اوس هم لا یو زخمي نه دی جوړ. د دوي زخمونه او د دریم جون د واڼه واقعې نن هم زخمونه تازه دي. ملګرو دغه ریاست اف آی ار نه وکړو انصاف یې نه کول. ۲۶ مئی/ په خړ کمر کي د روژې په میاشت کي دغه ریاست فوج مخامخ فایرینګ وکړو چي سپاړس کسان یې شهیدان کړل او ۴۶ يې زخمیان کړل، او ورسره یې علی وزیر، محسن داوړ او نور ډیر ملګري ونیول؛ چي بیا یې کریک ډاون شروع کړو، او دا ناست په ستیج چي څومره هم ملګړي دي دغو ټولو پکي جیلونه وخوړل. دلته دي خوا ته رحمت شاه راته ناست دی، اقبال لالا او نور کوم کوم نام به یادوم د دغي ورځ؟ په پیښور کي چي کوم تشدد په دوي کیدو او هغه هم په دغي عمر چي د دوي په جسمونو باندي کوم تشدد شوی و، دلته ملا باران ولاړ دی، دغو څومره تشدد په ځانونو وخوړ. دا چي څومره ملګري ولاړ دي بیا دا ټول بندیان شول او ظلم او جبر پې وشو؛ او د خړ کمر اف آی ار دوي اولټه په علي وزیر او نورو ملګرو وکړو. دوي اف ای ار ونه کړو! دوي انصاف نه کول! مګر ملګرو دوي دي اف آی ار نه کوي خو د قوم د بچي بچي په ذهن کي په دغه ریاست اف آی آر شوی. د قوم د بچي بچي په فکر کي په دغه فوج باندي اف آی آر شوی دی. چي د وخت له راتلو سره به د دغو ټولو شهیدانو انتقام واخیستل شي او بدل به یې واخیستل شي. نن د شهیدان ورځ لمانځو او موږ د شهیدانو کورنۍ نه دي هیري کړي. موږ پوهیږو چي د دغو شهیدانو کورنۍ د دغي وطن د ښه سباوون لپاره او د ظالم او جابر د مخنیوي لپاره د خپل کور ګلالي بچي شهادت ته ورکړل. د دغو شهیدانو د کورنیو هر غړي ته دا ټول ولسونه دا ټول قوم دا ټول تحریک درناوی او سلام ورته پیش کوو چي دغو کورنیو زموږ په خاطر باندي د خپلو بچو ویني تر لاس کړلې. د دغو شهیدانو خدمت او د دوي روح ته موږ سلام کوو. موږ چي دا هر کال د دوي ورځ لمانځو دا په دې نیت نه لمانځو چي دوي هیر شوي دي؛ بلکه موږ دا درد بیا تازه کوو چي بیا که کله هم زموږ د ملګرو نه شهیدان هیر نشئ او چي ورځ راشي انتقام به هم اخلي. او که دوي د وطن خپلواکي حاصله کړله تر ټولو لوی اتلان به دوي وي او تر ټولو لوي کتابونه او زموږ چي کومه مطالعه وي په دوي به جوړ وي، د دوي به وي.
د شهیدانو ورځ ده ځکه موږ د خپل وطن خبره ضرور کوو، اوس په دغه وطن باندي یو نوی مشکل راجوړوي؛ په خوږو خوږو نومونو باندي دا زموږ د شهیدانو ارمانونه چي و: چي په دغه وطن امن راشي، ښکلی ژوند راشي او خپلواکي راشي، ظاهره خبره ده د دوي په ورځ به موږ د دوی د ارمانونو خبره کوو.
ملګرو ریاست پاکستان څه شل کاله وړاندي په دی خاوره آپریشنونه شروع کړل، په دې فوټبال ګرونډ کي، په دا سپین کي،پښتونخوا وطن کي په عامو خلکو بمبارونه وشول. کله یې نور راوستل، کله یې خپله بمبارونه کول. شل کاله له یو تباهي او بربادی سره یوازي واڼه نه ټول پښتون وطن تباه او برباد شو. دا د ای پي اس د ماشومانو نه واخله د کویټه تر وکیلانو پوري په دا وطن او په دي قبیلي سیمو باندي بمبارونه، هغه په زرګونو خلک چي ورک شول، کورونه چي ړنګ شول، هغه بازارونه چي وران شول دا یې ټولي تباهي او بربادي جوړي کړلی.
څه یې ویل؟ څه یې ویل؟ دا یې ویل چي له دغي خاوري نه زه تالبان لري کوم، زه ترهګر لري کوم، نن دا منافق ریاست بیا لګیا دی جرګې کوي چي زه یې بیا راولم. نن دا منافقت وګوره شل کاله یې په دې نامه باندي په زرګونو ډالر خوړل او زما وطن یې بربادول چي زه د وطن نه دغه خلک باسم، دا وسله والي ډلي باسم، نن یې جرګې شروع کړي دي چي زه دا وسله والي ډلي بیرته راولم. اول خو زه هغه خلک چي په دې جرګه کي شامل دي دا د چا په نمایندګي شامل دي؟ تر پرونه را هیسي د دغو جرګو خلکو خپل بیانونه کول دا دي چي موږ د ولس له خوا نه، د جنرال فیض له خوا تللي یو هلته. دومه خبره موږ پاکستان ته کوو چي ته د چین سره خبره کوې نو په خپلو خلکو یې کوې، چي ته له لندن سره خبره کوې نو یې په خپلو خلکو کوې، ته چي واشنګټن ته خلک لیږي خپل خلک بوځې، ته چي عربو ته خلک ورلیږې خپل خلک بوځې، خو چي کابل ته تالبانو ته کسان ور لیږې نو زموږ خلک در یاد شي. نو بیا دا چین و جاپان ته هم دغه خلک ور لیږه، ته یوازي په هغو ورځو کي د دوي نه کار اخلې. په دغو جنګونو کي زموږ او ستاسي یو روایت وي: چا به چي په کلي کي مړی وکړو یا بل بد به یې وکړل هغه به کډه باروله موږ دلته په لکونو په میلیونونو خلکو کډي بار کړې د چا نه مو مړي کړي و؟ د چا مو څه کړي و؟ چي دوي خامخوا دا وطنونه تباه کړل؛ اویا زره څه باندي پښتانه په دې کي شهیدان شول. نن یو ځل بیا دلته دا لوبه برابروي، زه نن دغي قوم ته د قوم بیانیه وړاندي کوم، موږ د تحریک له اړخه د پی ټي ایم له اړخه یو بیان تاسي ته ایښی دی. د تاسي د هر سړي بیا فرض جوړیږي چي دا بیان تاسي ټولو خلکو ته ور واوروئ. هغه بیان دا دی چي دا معاهدې که کامیابیږي او که ناکامیږي، ستاسي په خاوره د جنګ فیصلی لکه چي دغو خلکو کړي دي دا چي کامیابه هم شي نتیجه به یې په تاسي راځي. څه ګرنټي ده چي نن دی معاهده وکړي او سبا بیا راشي چي زه دی اوس بیا باسم او بیا به جنګونه وي. بیا به خلک آی ډی پي جوړیږي، بیا به په چکپوسټونو ښکنځلي کیږي، بیا به خلک ورکیږي، بیا به کورونو ته د ننه دوي وړي، بیا به اویا زره پښتانه شهیدان کیږي. چي دا کله باسئ او کله ننباسئ، موږ پکي بربادیږو، موږ تباه کیږو. ته خپلي ډالري خورې، خپل دي خرڅ بنجړ کړی دی، د یوروپ او د امریکې چکري وهې او دلته هم یو ښه ژوند لرې ولي دا پښتانه دوي دومره بربادوي؟ نن اول بیانیه زموږ خپل قوم ته ده: وه قومه! شل کاله تا هم دا لوبه کړي ده چي تالب بد درسره وکړي خدای ته لاس پورته کړې چي خدای پاکه فوجیان پرې راولې او چي فوجي څپیړه درکړي بیا لاس پورته کړې چي خدایه تالبان پرې راولې، شل کاله خو دي خپله خدای ته دعاوي کړي دي چي دا راولې. د دغي مرییتوب نه د دغي نالایقتوب نه ووځئ! تاسي ته د تحریک له اړخه نن دا خبره کیږي چي که تاسي یو تعاون وکړو، که تاسي یو کرم په دې قوم وکړو نو موږ به له تباهي او بربادۍ نه خلاص شو. هغه کوم کرم دی؟ هغه دا کرم دی چي د پوځي او تالب ملګرتیا پریږده! د پوځي او تالب جاسوسي پریږده! که تا دا ملګرتیا او جاسوسي پریښوده خپل وطن به له ډیرو مصبیتونو وساتې، خو که دا دي کوله بیا به ته هم او ټول وطن د تباهۍ او بربادۍ سره په یو وخت د هغې له وجهي مخامخ شې. ملګرو دلته چي څوک د تالب ملګرتیا کوي او جاسوسي کوي نو پوځي ته جواز جوړ شي چي زموږ په کلي په عامو خلکو بمباردونه وکړي. او څوک چي د پوځي ملګرتیا کوي تالب ته جواز جوړ شي چي په کلي در ننوځي، دا یو بل ته جوازونه په دې خاوره باندي د جنګ ولي ورکوۍ؟ زموږ د خپل ولس نه دغه غوښتنه ده چي تاسي په دې کي دومره مه بې شعوره کیږئ، مه ناپوهه کیږئ، تاسي نتایج لیدلي دي د دې هر څه؛ تاسي خپل ذلیل ژوند لیدلی دی. هغه ورځ در یاده کړئ چي د پنجاب په روغتونو کي به داسي تلاشي کیدلې لکه په چا چي د مړي اف آی آر وي. نو تاسي خپل ځانونه وپیژنئ موږ د دغي وطن ټولو تنکو ته وایو چي تاسي څه خدمت کولی شۍ او هم د دغي وطن ملکانو ته وایو چي وه ملک صاحب! د پي ټی ایم جلسې ته نه راځې ، بلکل مه راځه، ته کچیرۍ ته ورځې، ته ډی پی او ته ورځې ، ته ډې سي ته ورځې، ته کرنیل ته ورځې، بلکل ورشه خو یو سوال درنه کوم هلته د دغي وطن د امن خبره وکړه! موږ ته مه راځه هغه ځای ته ورشه خو د دی وطن د امن خبره وکړه! موږ د خپل وطن د علماو نه سوال کوو، موږ د خپل وطن له علماو نه سوال کوو چي تاسي د پي ټي ایم جلسې ته نه راځۍ ، نه ده مسئله موږ به دا په یوه طریقه پوره کړو؛ خو البته تاسي چي په کوم ځای کي بیانونه کوۍ دا بچیان ستاسي د وطن بچیان دي زموږ په لکونو په ملیونونو خویندي، میندي په کورونو کي آبادي دي هغه تباه کیږي بربادیږي تاسي د دغي خاوري د امن بیانونه وکړئ. موږ د دغي وطن وکیلانو ته وایو، موږ پیښور بار ته ، موږ کویټه بار ته وایو چي تاسي ته هم موږ درخواست کوو چي نن دا اعلان وکړئ چي په دې وطن باندي د تالب او زورګیر له لاسه چي څوک وځبل شي څوک د دغه سره ظلم ریاست وکړي موږ به یې په مفته اف آی آر وکړو، په مفته به د دوي مقدمه په مخ وړو. موږ د دې وطن له ډاکټرانو نه دا خواست کوو چي د دغي وطن هغه مریضان چي د جبر نه راغلي وي نن اعلان ورته وکړئ چي موږ له خپل مظلوم ولس سره دریږو. موږ د دې وطن هر وګړی ته دا وایو چي تاسي د هغو تحریکونو ملګرتیا وکړئ چي څوک تاسي ته امن غواړي. زه د دغي ستیج نه نن دعوی درته کوم شل کاله پس به یې درته ثابته کړم او لس کاله پس به یې درته ثابته کړم چي دا ریښتوني دی. چي تاسي د امن د تحریکونو ملګرتیا وکړئ. ستاسي په خاوره باندي به تاسي د عزت ژوند وموندئ. ښه ژوند به مو جوړ شي. او بل موږ دنیا ته یوه بیانیه پیش کوو، شل کاله چي دلته جنګ شوی دی کله امریکا ډالر ورکوئ، کله اروپا ډالر ورکوئ، کله چین جاپان ډالر ورکوئ، کله بل ډالر ورکوئ، کله یې یو اړخ ته ورکوئ او کله یې بل اړخ ته ورکوئ په دې نامه ډالر ورکوي چي دا خو دلته د عامو ولسونو تحافظ کوي، او دا خو د عامو ولسونو خیر غواړي. موږ نن د دغي ځای نه ټولي نړۍ ته دا ولسونه پیغام ورکوو چي موږ نه د تالب خلک یو، نه د پوځیانو خلک یو؛ زموږ په نامه د دوي سره امدادونه مه کوه. دا موږ پې بربادوئ او دا موږ پې غرقوئ. ته که له دوي سره امدادونه کوې، ته که د دوي ملګرتیا کوې دا زموږ د تباهۍ او بربادۍ ملګرتیا ده. موږ ځانته ولس یو، موږ له جنګونو نه تنګ خلک یو. نو موږ دنیا ته هم د خپل قوم پیژندګلوي ورکوو چي زموږ قوم وپیژنه، دا له چا سره مه تړه، نه دلته دغه وسله والي ډلي زموږ خیر غواړي، نه زموږ په نامه له چا سره امدادونه کوه. دریمه خبره موږ دغه پوځي او تالب ته کوو: چي زموږ زر خبري په خپل ځای چي تاسي ملګري یاست، او هغه تاسي نه منئ، او وایاست چي نه یاست ملګري. خو که جنګ کوۍ لاړ شئ نور وطنونه هم ډیر دي، شل کاله په عذاب شوي یو تاسي بل وطن ته سره لاړ شئ چي څه هم سره کوۍ ویې کړئ. د تاسي به زړونه سره یخ وي او موږ به له دې جنګونو خلاص یو. ملګرو دا اوس چي کومه معاهده روانه ده سوال دا پیدا کیږي چي ته د وسله والو ډلو سره معاهده کوې نو که چک پوسټونه دي څه ته جوړ کړي دي؟ هغو سره خو ستا معاهده ده او چک پوسټونو هم طریقه دا ده چي سهار په نهه بجې راځي او مازدیګر څلور بجې ځي او په دا مینځ کي چي څوک ځي راځي د دغو څه کار شو ؟ دا چک پوسټونه د دوي لپاره یو کار و بار دی. په دې باندي که کله ته له دغه ځای نه هغه ځای ته ګاډی بیایې نو پیسې درنه غواړي.کله د یو شي او کله د بل شي په بهانه، ټکسونه پې اخلي او پیسې پې جوړوي نور د دوي معاهدې نن نه، لا پخوا شوي دي اوس هسي ولسونه ځوروي. ملګرو د دغې څه ضمانت دی چي دا ډلي بیرته راشي دلته به د خلکو تحفظ وي؟ دا ریاست دغو عامو ولسونو ته د دغې څه ضمانت ورکوي چي دا معاهده به سبا نه ماتیږي؟ او دغسي امن به بر قرار وي. زموږ خو یې په دې باندي شک کیږي چي تاسي به راشۍ پنځه، شپږ میاستي وروسته به ووایۍ چي په پلانکه ځای کي یې سره وویشتل او معاهده ماته شوه. بیا به دلته زموږ د عامو ولسونو وژني، په چک پوسټونو باندي تنګول او د آی ډي پي جوړیدل د لویي تباهي او بربادي سره مخامخ کوي. زموږ دا خبري چي په چا بدي لګیږي یو ځل دي سوچ وکړئ چي دې خبرو کي د ولسونو د امن خبري دي، دا د دې وطن د سوکالۍ خبري دي. دا ریاست که معاهدې کوي اول دي ولسونو ته ضمانت ورکړئ چي دوي به بیا د ډالرو لپاره بیا لوبي نه جوړوئ په دې وطن، او معاهده دي بیا هلته کوي. د دغه وطن له غمځپلیو خلکو سره دي کښینئ. ریاست پالیسیاني خپلي جوړي کړي، د هغې ډالر ځان ته ووهئ او تباهي او بربادي یې پښتانه ته ور پریږدي. ځکه چي له دنیا نه د جنګ هدایت اخیستلو کي دوه شیان شامل وي، یو تباهي او بربادي او بل هم ډالر. چي ډالر دوي ځان ته واخیستل او تباهي یې موږ ته راواچوله، ځکه خو دا قوم او وطن دومره برباد ژوند تیروي. زه د زنداني ملګرو خبره کوم، علي وزیر اوس په یوه نوي اف آی آر کي نیول شوی دی. ده یو ځای چای څښلی دی. په همدغه چای باندي یې اف آی آر شوی دی. او د پاکستان پوځه! ته که ځان ته پیاوړی وایې نو چای خو دي ابي نندن څښلی دی نو هلته به دي اف آی آر کړی وای. ځکه چي هغلته اینډیا وه، هغه دي پریښوده، چایونه دي پئ وڅښلخو علي وزیر چي خپل د پښتونو په کور کي چای څښلی ته اف آی آر پې کوې. راوا انور څلور سوه او څلور څلویشت مړي کړي دي، خو په زندان کي ندی پروت او علي وزیر چای څښلي دی او په زندان کي پروت دی. علي وزیر په اف آی آر کي هم ندي نیول شوی البته دا د پاکستان پوځ جرنیل باجوه په ضد او د هغه په غصه باندي دی نیول شوی دې. چي دی پښتنو ته ښیي چي ستا په خاوره او ستا په هر څه زما قبضه ده، او چي یو ځل مي خوښه شي تاسي هیڅ نشئ کولی. دا ټول پښتون قوم ته چلینج ده د دوی له خوا. دی نه اول چي په پي ټی ایم څومره اف آی آر شوي دي په هغي کي د غدارۍ او دهشتګردۍ دفعات لیکلي دي. ملګرو ستاسي نه پوښتنه کوم، له ټولي دنیا نه پوښتنه کوم، هغه به کوم لیونی ترهګر وي چي دی تا ته یوه هفته مخکي درخواست لیکي په تاڼه کي چي په دی ځای موږ راځو او جلسه کوو؟ او ترهګري کوو او بیا ته ورته وایې چي دا ګرونډ نه دی سم او هغه سم دی. دا کوم لیونی به وي چي ترهګري کوي او تا ته درخواست درکوي د ځای او د وخت؟ معني دا چي ترهګري نشته، البته په دی ملک کي د پښتنو ژوند هغه خامخا دوي تنګوي. که نه شیرین مزاري چي ونیسئ بیا یې په اته ساعتونو کي آزاده کړي، خو علي وزیر به په اتلس میاشتو هم نه آزادیږي. دا ریاست یوازي په پنجاب باندي مهربان دی یا په قاتلینو مهربان دی. دلته له پښتنو سره هیڅ نوع همدردي نشته او پښتانه تل استعمالوي. ملګرو زه بیا یو سوال کومه تاسي چیري دا اوریدلي دي چي د امریکا پوځ خپل امریکایان مړه کړل؟ نه! تاسي چیرته اوریدلي دي چي د برتانیې پوځ خپل خلک مړه کړو؟ نه! تاسي چیرته اوریدلي دي چي عرب پولیس خپل عرب مړ کوړ؟ نه! نه به مو یي اوریدلي. آیا تاسي دا اوریلي چي پوځ په لاهور او پنجاب کي خلک مړه کړو؟ نه! د دنیا يو پوځ هم خپل خلک نه وژني، بلکه پردي وژني. تا پښتانه مړه کړي دي، تا تل دا ورته ثابته کړي ده چي زه ستاسو په سر محافظ نه د ډالرو ګټلو شخص یم. ملګرو، حنیف پشتین، اویس ابدال، قاضي طاهر دا ټول زموږ هغه ملګري دي چي د هغو مقدمات او د هغو مقدماتو نوعیت به تاسي وار په وار اوریدلی وي، او د هغو رویداد به هم ځای په ځای زموږ په جلسو کي ذکر کیږي. دا هغه تکړه ملګري دي چي د وطن په ننګ باندي په زندانونو کي پراته دي. یوه خبره دا درته کومه چي موږ مبارزه کوو او ظاهره خبره ده چي دښمن به هم زموږ په خلاف عملیات کوي. د هغې نه موږ کله هم نه په شا کیږو. خو چي کله هم په یوه ملګري سخته راځي له هغه سره به ټول دریږو هم، او په دې مینځ کي البته چي چا هم مبارزه کړي ده که یې وسله واله کړي ده او که بغیر له وسلې یې کړي ده، هغوي زندانونه هم خوړلي دي او سختي یې هم تیري کړي دي. خو له خپل موقف څخه ندي په شا شوي. البته دا زیری موږ دې قوم ته ضرور ورکوو چي د دغي خاوري بچیانو چي څومره زنداني هم شول خو له خپل موقف څخه شاته نشول. دوي هر کله چي له زندان څخه راووځي له اول نه هم کلک شوي او سخت شوي وي. موږ به د خپلو قیدیانو لپاره په راتلونکي وختونو کي نور هم دریږو او د دې لپاره به کوښښ کوو چي څومره هم کیږي په يوې سولییزي مبارزه به زموږ د دوي لپاره روانه وي او جاري وي. ملګرو افغانستان د نړیوالو قوتونو د غلطو پالیسیانو له وجهي له تباهي او بربادي سره مخ شو، نه یې د ښځو تعلیم پاتي شو ، نه یې روزګار پاتي شو، نه کاروبار. خلک یې تباهي او بربادۍ سره مخ دي او دلته چي څوک په اعلاج ته هم راځي او څه پیسې چي یې جیب کي وي هغه ورنه یو بل یوسي او دلته هم له تباهي او بربادي سره مخ دي. موږ نړۍ ته وایو چي افغانستان ستاسي له لاسه تباه او برباد دی نو لږ د دې خلکو فکر وکړئ -د دې خلکو په معاش او په تعلیم باندي. هلته ځوانانو د پاکستان د سفارت خلاف احتجاج کړی و چي یو پکي عظیم او بل دوران و تر اوسه پوري بند پراته دي په دې خبره چي تاسي د پاکستان سفیر ته بد ولي ویلي دي. موږ دا ټول ولسونه یې د را خلاصیدو غوښتنه کوو. ملګرو موږ د اتفاق او اتحاد درس درکوو چي راتلونکي ورځو که موږ په دغې لوبه کي بیا تباه کیږو نو دا به زموږ ډیره لویه ناداني وي. له خپل تحریک سره کلک ودریږئ! د دغه تحریک تر ټولو لوی قوت خپل قوم دی او د غه قوم تر ټولو لوی قوت خپل تحریک دی. د تحریک او دقوم په مینځ کي چي کومي بد اعتمادۍ راځي د هر ملګری دا فرض دی چي هغه بد اعتمادي تاسي لري کړئ. کردار اړا کړئ ، داسي نه چي خبره جوړه شوي وي چي موسي (ع) به چي خدای ته لاړو نو سامیري یو سړی و، هغه به خلکو ته راغی او په ذهنونو کي به یې داسي وسوسې ور جوړي کړې چي څه به هو جوړ و هغه به سره خراب شول. چي بیا به راغلل څوک د خلکو د وسوسو د حل لپاره او لاړل به، بیا به ده نوري جوړي کړلې. نو له وسوسو نه او له شکونو نه ووځئ، له خپل سپیڅلی تحریک سره روان شئ، اعتماد دغه تحریک په خپل قوم دی او دغه قوم اعتماد دي په تحریک وئ، بله لاره د دغه قوم سره نشته.
که کله هم قوم دا تحریکونه کمزوري کړل نو په دوي به نوره هم سخته راځي بیا په هغه ورځ چي خدای مکړه په کور کي مړی پروت وي او ته خبري کوې چي موږ اول په خبره نه پوهیدلو چي پي ټي ایم صحیح دی او نور غلط دي ، هغه ورځ نه بلکه نن ورځ دا ووایه او نن ورځ موږ درته وایو چي خپل قومي تحریک مظبوط وساتئ د قوم بیانیه په مخ یوسئ. پی ټي ایم به د خپلي بیانیې چي دنیا ته پیش کوي، چي څومره هم پي ټي ایم په بهر هیوادونو کي دی هغه به په لیکلي بڼه دا بیانیه چي موږ ځانته قوم یو له جنګونو نه تنګ یو، او زموږ په نامه باندي دا امدادونه او دغو توپخانو ته یو شی بل شی ورکول پریږدئ. دا به د دنیا هر پارلمینټ ته پي ټي ایم رسوئ. دا ستاسي خبره به د نړۍ هر ګوټ ته رسوئ. او په دې خاوره به هم پي ټي ایم ځي هغو سیمو کي به ډیري جلسې کوي او ډیر عملیات کوي چیرته چي حالات خرابیږي. موږ هغه خلک نه یو چي له حالاتو منډه وهي ، موږ هغه خلک یو چي په قوم بده ورځ راشي هغې بدي ورځي ته د ننه ورشو او د هغه ځای نه یې د حل کولو کوښښ وکړو. نو ان شا الله تحریک به په دې شان روان وي.ډیري مسئلې دي، ډیري خبري دي خو هغه به بل وخت کوو، دا نن موږ صرف د دې لپاره مخصوصه کړله، البته یو ځل بیا د شهیدانو کورنیو ته احترام پیش کوو او د ټول تحریک له اړخه د شهیدانو چي څومره ژوند و هغه ته عقیدت پیش کوو او شهادت ته یې عقیدت پیش کوو. د شهیدانو په ورځ باندي موږ نشو هیرولی چي ارمان لوڼي یې هم رانه شهید کړی، عثمان لالا یې هم شهید کړی؛ نورالاسلام داوړ، طاهر داوړ او وزیرستان کي چي کومي هدفي وژني رواني دي او دلته چي په ټول پښتونخوا وطن کي څومره شهیدان وشول، دا ټول زموږ شهیدان دي. ټولو ته د عقیدت ګلونه وړاندي کوم، او ورسره په دې خاوره باندي د جنګ د ختمولو لپاره به زموږ کوښښونه جاري وي. خد خپل قوم په اعتماد به پرمختګ کوو. ملګرو حوصلې چي ماتي نکړئ! حوصلې لوړي ساتئ! ان شا الله ټولي ورځي به دغسي نه وي، نه به ټول عمر دغسي وي. تاسي اعتماد ولرئ چي یوه ورځ به زموږ او ستاسي د زور هم راځي بیا به پوښتنه کوو او هم به انصاف کوو.
wanna Parlat ta De PTM leader Mr. Manzoor Pashteen Wayna