(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاص کونړ

[18.Jun.2022 - 13:33]

خاص کونړ ولسوالي

خاص کونړ د کونړ په ولایت کې یوه د مهمو ولسوالیو نه ده چې د زده کړې  کچه پکې اوچته ده. دا ولسوالي ستراتیژیک اهمیت لري، چې د کونړ سیند پر غاړه سهیل خواته پرته ده. د شمال له خوا د کونړ سیند، د سهیل له خوا د مومند له قبایلو سره، د ختیځ پلوه د سرکاڼو له ولسوالۍ او د لوېدیځ اړخه د ښېوې له ولسوالي سره نښتې ده.

د روسانو تر وتلو نه وروسته د کابل رژیم لومړنى ولایت چې تخیله کړ، هغه د کونړ و. په هغه وخت کې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې ټول ښوونځي وران شوي وو او یو ښوونځی هم فعال نه و. په ۱۹۹۳ م کال کې ما په خپلو شخصي امکانانو او په امریکه کې د ځينو دوستانو په مرسته د خاص کونړ لېسه، د منګوال منځنى ښوونځى او د خاص کونړ د نجونو ابتدايه ښوونځى بیا له سره فعال کړل، چې تر درېو کالو پورې مې ورته امکانات برابر کړي وو. وروسته بیا ما دا ښوونځي د سویډن مؤسسې ته وسپارل چې مرسته ورسره وکړي. په هغه وخت کې تقریباً ۷۰۰ هلکانو او نجونو په دې ښوونځیو کې زده کړې کولې. دا چې د خاص کونړ ولس له زده کړو سره زیاته مینه لري؛ نو د طالبانو د رژیم په وخت کې هم دا ښوونځي فعاله وو. د خاص کونړ په ولسوالۍ کې اوس ۲۷ ښوونځي دي، چې نهه یې د لېسې تر کچې پورې دي. د دغو ښوونځيو نه پنځه لېسې د هلکانو، درې لېسې د نجونو، یوه د زراعت او یوه د دیني علومو مدرسه ده. پر دې سربېره یو حمایوي دارالمعلمین هم د خاص کونړ په ولسوالۍ کې شته دی

د ۲۰۰۲ م کال د بېړنۍ لويې جرګې په انتخاباتو کې د خاص کونړ هر ونډ په لومړۍ مرحله کې خپل درې څلویښت استازي (نماینده ګانوټاکل، چې زه هم لومړی د منګوال د ونډ نه تعيین شوم. په دویمه مرحله کې د خاص کونړ استازو ډګروال محمدالله خان او زه د رايو په اتفاق بېړنۍ لویې جرګې ته تعيین کړو.

 دا نوع انتخابات د امریکه د ایوا (Iowa) په ایالت کې د کاکس (Caucus)په نامه یادېږي.  کاکس ګروپ يا غونډې ته وايي چې د هر کانديد طرفداران په يوه ځای کې راټولېږي بيا د دغه ايالت د انتخاباتو د کمېسيون غړي د ټولو په مخ کې د هر کانديد پلوي کسان شماري. په دغه ډول ټاکنو کې د وټ اچول او يا وټ چاپول نه وي او هم د انتخاباتو مصارف ډېر کم وي.

د دې خبرې یادونه اړینه ده چې د ۲۰۰۲ م کال د بېړنۍ لويې جرګې د ټاکنو ټول لګښت د مشرقي په څلورو ولايتونو کې د يو لک امريکايي ډالرو نه کم وو، اما هغو ټاکنو د پرله پسې ټاکنو په مقایسه چې ميلونونو ډالر لګښت پرې شوی و، د خلکو په نزد زيات مشروعيت درلود او د ولس ښه استازيتوب يې کولی شو. د دې لپاره چې په راتلونکي کې په کمو پيسو ولايتي او پارلماني مشروع ټاکو  لپاره لاره هواره شي زه د پورته سيسټم وړانديز کوم، چې خلک په خپله خوښه نمايندګان د يوې شفافې پروسې پر اساس وټاکي او هم د ټاکنو پایلې بايد په هماغه ورځ معلومې وي تر څو د درغليو مخه ونيول شي،نه داسې چې د ۲۰۰۹م کال او یا د ۲۰۱۴م ټاکنو په څېر د ټاکنو پایلې بحران ته ورسېدلې او حتی څو میاشتې یې ونیولې بیا هم پایلې ولس او دنیا ته د قناعت وړ نه وې. که د ونډونو یا قومي جوړښت پر اساس ټاکنې وشي؛ نو د دا ډول انتخاباتو لګښت به ډېر کم او د حکومت په وسه به پوره وي چې د انتخاباتو مصارف ورکړي نه چې د انتخاباتو لپاره هم زموږ لاسونه بهرنيانو ته اوږده وي. دا يوه بېله مسئله ده چې زيات بحث او سياسي ارادې ته اړتيا لري چې ترڅو د افغانستان په ټاکنیزې پروسې کې شفافيت رامنځ ته شي او ولس پکې فعاله ونډه واخلي

د خاص کونړ ولسوالي په پنځه ونډونو تقسيم شوې ده، چې بيا هر ونډ په کلو باندې تقسيم شوی او بيا هر کلی په پلرني يا سهم تقسيم شوی دی. په دې تقسيماتو کې دوه مهم ټکي دا دي چې يو خو ټوله ګټه او تاوان او حتى عامه ځايونه لکه جبه (د سيند په غاړه غيرمزروعي ځمکه چې د څارویو د څر لپاره وي)، ډاګ او ځنګلونه ټول په همدې شکل تقسيم شوي او د هر ونډ ساحه او ځای معلوم دی؛ خو په رسمي اسنادو کې د دې تقسيماتو په اړه هيڅ معلومات نشته دي. په حقيقت کې دا د دې ونډونو او کلو عامه ملکيت دی، چې استفاده ترې کولى شي؛ تقسیمولى يې نه شي، خو د دولتي قوانینو په چوکات کې که کومه ځمکه يا ځای چې رسمي سند ونه لري هغه دولتي ځمکه او ځای دی. په واقعیت کې داسې نه ده او دا عامه ملکیت د کلو او قومونو دی او حکومت باید په دې اړه د خلکو د ښېګڼو په چوکاټ کې سم تصمیم ونیسي، تر څو چې د ځمکو مسایل په دایمي او ښه توګه حل کړي. په دې سيسټم کې تغیيرات د خلکو په ملکيت کې بدلون راولي او دا ډول تغیيرات تازه یا نوي جنجالونه په سيمو کې ايجادوي. محلي چارواکي بايد د هرې ولسوالۍ په اړه دا ډول معلومات راټول کړي ترڅو د ولس د مشکلاتو په حل کې ورسره مرسته وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د خاص کونړ د ولسوالۍ سره د شالۍ او ولۍ په نامه شپږم ونډ هم اضافه شوی دی، چې پخوا د شالۍ او ولۍ سیمې د قبایلو په نامه یادېدې؛ خو په ټاکنو کې یې برخه اخيسته او وټ به يې د خاص کونړ په ولسوالۍ کی اچاوه، مګر د دې سیمو خلکو تذکرې نه درلودې. د کونړ ولایت اکثره ولسوالۍ سرحدي کلي لري چې د حاشه په نامه یادېږي. شالۍ، ولۍ او د دې سیمو مربوط کلو ته د سیوري مومند هم وایي. د شالۍ ولس زوپیالي خېل مومند دي، چی په خوګاخېلو ورګډېږي. خوګاخېل د مومندو په بایزې پښې پورې تړلي دي. د ولۍ او څپري زیاتره ولس بوټي خېل دي چي دا هم د بایزو په پښې پورې تړاو لري. یو څو کورونه د فرمولي په نامه هم د بر څپري په سیمه کې شته دي. د هر ونډ برید یعنې سرحد، په قومي مسایلو کې برخه اخيستنه او د کلو شمېر نه او سهم معلوم دی، چي د محل خلکو ته پته ده او په رسمي چوکات کې کوم سند د دې ونډونو په اړه نشته؛ خو هر چارواکی د دې ولسوالۍ چې هلته کار کوي، په دې پوهېږي چې څومره ونډونه په هره ولسوالۍ کې شته دي او قومي جوړښت يې څنګه دی. د همدې تقسیماتو پر اساس ولس خپل ورځني مشکلات حل کوي.

 

د خاص کونړ د ولسوالۍ ونډونه

 

لومړى: د منګوال او چمیارۍ ونډ

په دغه ونډ کې د منګوال او چمیارۍ په نومونو دوه لوی کلي دي. په دغو دوه کليو کې اړوندې بانډې یعنې له کلیونه بهر کورونه شامل دي.

 

د منګوال کلی:

د منګوال د کلي ولس اکثره مومند دي، چې په خټه اتمرخېل او د مومندو د بایزو د پښې پورې تړاو لري. دوی د مومندو د مزري چينې د سیمې نه دلته راغلي او مېشت شوي دي. ویل کېږي چې د کلي نفوس پخوا زر کوره حساب شوی دی؛ خو د ثور له کودتا نه وروسته او د جهاد په کلونو کې او بالخاصه د روسانو د تهاجم نه وروسته د دې کلي ټول ولس مهاجر شو او دا کلی په کنډواله بدل شو. اوس تقرییاً دوه سوه کوره بېرته دې کلي ته ستانه شوي دي. دا چې کونړ ولایت په عمومي توګه لږه ځمکه لري نو د کونړ ولس همېشه د افغانستان په داخل کې او یا له هېواده بهر په نورو سیمو کې خواري او غریبي کوله او په دې توګه به يې خپلې کورنۍ ساتلې. د ډېر پخوا نه د منګوال د کلي اوسېدونکي اکثره دوه کوره وو، چې زیاتې کورنۍ د پاکستان د کراچۍ په سیمه کې اوسېدلې او هلته یې د کراچۍ په بندر کې مزدورۍ او کار کاوه. اوس د کراچۍ په کیا ماڼۍ سیمه کې د منګوال د کلي په نامه لویه محله شته ده او اوس هم خپل مړی ژوندی د همدې کلي په پخواني حساب سره پالي

که د خاص کونړ پورته چارت ته نظر واچوو ګورو چې د منګوال او چميارۍ ونډ په دوه کليو تقسيم شوی دی، چې د سهم په حساب دوه برخې د منګوال او يوه برخه د چميارۍ د کلي ده. همدا رنګه د منګوال کلی بيا په اوه پلرينو تقسيم شوى دی. په دغه پلرينو کې پنځه پلرينې اتمرخېل مومند، یوه پلرینه ګډوله يا ارګجه، مومند او څو نورې وړې کورنۍ پکې شته دي. يوه پلرينه سهم ارجل (متفرقه) قومونو ته چې په کلي کې اوسېږي ورکړل شوې ده. د منګوال پلریني په لاندې ډول دي:

1. د ملوک بابا پلرینه

2. د جنګي بابا پلرینه

3. د امیر بابا پلرینه

4. د سادات بابا پلرینه

5. د وحدت بابا پلرینه

6. د دیندار بابا پلرینه. په دې پلرینه کې ترکاڼان، دله زاک، جاله وانان او رنګریزان هم شامل دي، ځکه د دې پلرینې تعداد کم دی.

7. ارجل متفرقه قومونه (موسی خېل، شونکړي وال چې ساپي دي او جولاګان)

همدا رنګه زموږه کورنۍ چې د منګوال میا صاحب د کورنۍ په نامه شهرت لري له منځه سهم لري.

د منګوال میا صاحب چې زما نیکه و سید محمدنعمان نومېده چې د امان الله خان په وخت کی د پېج په دره کې حاکم و، خو اصلاً دی د کامې ولسوالۍ د مستالي په کلي کې اوسېده او هلته یې ځکمه او جایداد درلود، چې سلسله نصب يې میا علي صاحب (رح) ته رسېږي. د میاعلي صاحب (رح) زیارت د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په سیمه کې دی. زیاتره کسان چې لېونیان وي د هغه زیارت ته يې د دوعا او ښه کېدو لپاره بیایي. زما نیکه وروسته د سرکاڼو میاصاحب (رح) نه چې هغه د ملا نجم الدین اخوندزاده مؤذن و، لاس نیوکه کړې وه یعنې مرید شوی يې و. منګوال میاصاحب وروسته د سرکاڼو میاصاحب په امر خپله حاکمي پرېښوده او له کامې نه د خاص کونړ ولسوالۍ د منګوال کلي ته راغى او دلته یې لنګر او مریدان درلودل. دا چې منګوال میاصاحب دیني عالم او حافظ د قرآن هم و؛ نو د منګوال مشرانو ته یې د پیرۍ او مریدۍ تر څنګ دیني زده کړې هم ښودلې.

البته دا پورته تقسیمات داسې شوي دي چې هيڅ کور په کلي کې بې برخې یعنې بې سهمه نه دی پاتې شوی. د بېلګې په توګه شاخېل د منګوال په کلي کې یو کور دی خو د کلي په ګټه او تاوان کې سهم لري. د پورته تقسيماتو نه دا جوتېږي چې د افغانانو او په خاصه توګه د پښتنو په سيمو کې د اجتماعي عدالت زيات خيال ساتل شوى دی، چې حتی د کمزورو کورنيو لکه کسبه کارو سهم هم په ټولنه کې خوندي دى او دوی د نورو مېشتو ولسونو په منځ کې مساوي حقوق لري.

د منګوال په سیمه کې د ګورګورې بابا په نامه یو مشهوره زیارت هم شته دی چې د منګوال لېسه هم د همدغه زیارت ترڅنګ ده او پخوا به د اختر په درېیمه ورځ د خاص کونړ خلکو دلته مېله کوله. د خاص کونړ په ولسوالۍ کې پخوا هندوان هم اوسېدل او زیاترو يې په کليو کې دوکانونه درلودل. یو کم تعداد يې ځمکې هم درلودې چې تر اوسه پورې د هندوانو یوه کورنۍ د کونړ له کلي سره نږدې ځمکه لري او د دې ځمکه ورثه هم شته دي چې اوس پرې د هندوانو په خپلو منځو کی دعوه ده او د دوى ځمکه چي تقریباً شل جریبه کېږي د حکومت سره تحت تامین ده. پخوا د منګوال په کلي کې هم هندوان اوسېدل خو په کونړ کې د جنګونو په وجه ټول هندوان د کونړ له سیمې نه جلال آباد ښار یا نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د منګوال کلي ډېر مشهور مشران درلودل لکه ملک شیرمحمد خان، ملک شیرافضل خان چې په صوبدار صاحب مشهور و، ملک امانت خان، ملک عبدالوکیل، ډګروال شیرافضل خان مومند، ملک نورافضل، ملتان ملک، نادرخان ملک، مدیر سیف الرحمن خان، زما تره وکیل عبدالقادر، مدیر عبدالباقي خان او سیدحنیف پاچا.

د منګوال موجوده ملکان حاجي عبدالقیوم، ملک محمد آصف، ډګروال بهادرخان، میر سلام خان او انګور ملک دي.

 

د چمیارۍ کلی:

د چمیارۍ کلي تاریخچه داسې ده چې چمیار پخوا هندو و او په دغه سیمه کې اوسېده چې اوس دا کلى د چمیارۍ په نامه یادېږي. چمیار دوه زامن درلودل چې چمر او عطا نومېده. کله چی چمر مسلمان شو نو د ده ورور عطا راپاڅېد او هغه یې مړ کړ، چې ا وس هم د چمیاري په کلي کې د هغه قبر شته او شهید بابا ورته وايي چې همدې ځاى ته د شهید دېره هم وايي. د چمیارۍ کلی اوس درې سهمه لري چې د چمرخېل، عطاخېل او د منجیانو په نامه یادېږي. د منجیان کلي اوسېدونکي د مزار درې د غرونو د سرونو له کليو یعنې د ارېت او شوماش له کليو نه دلته راغلي او مېشت شوي دي. د منج کلى اوس هم د ارېت په سیمه کې شته دى. د منجیانو ژبه پخوا دیګاني ژبه وه چې اوس هم د وټه پور په یوه محدوده سیمه کې ژوندۍ ده. د منجیانو په سهم کې یو څو کوره الله خېل مومند، کاشکوټي، بوټي خېل، برزګ خېل او یو کور میاګان هم برخه لري، چې په دې کلي کې اوسېږي.

د چمیارۍ په کلي کې دوه مهم نور زیارتونه هم شته چې یو یې د بر سلطان بابا او بل یې د کوز سلطان بابا په نامه یادېږي او ویل کېږي چې دواړه سره تره او وراره وو. دوی ته ځکه سلطان بابا وایي چی کومه لوحه یا شناخته چې پخوا دلته موجود وه نو پرې لیکل شوي و چې: سلطان ابوالخیر مازندراني. د دې زیارتونو نور تاریخ د دې کلي خلکو ته هم نه دى معلوم. پخوا د اختر په څلورمه ورځ ډېره لویه مېله به د خاص کونړ خلکو د سلطان بابا په زیارتونو کې کوله.

د چمیاري د کلي اوسني ملکان، ملک محمد طاوس، ملک محمد حنیف، ملک ناصر او ملک غلام حسن دي. په ۲۰۰۲ م کال کې د دغه کلي ملکان یوازې ملک محمد کریم او سرکاتب سید امین و.

 

دویم: د چندراو او لوټانو ونډ

د چندارو او لوټانو په ونډ کې د چندراو کلي، نیمايي برخه د لوټانو، سنه خېل، کوزچنچن، کنډر او کاویړ کلي شامل دي. محمد معظم اخون زاده او د هغه کورنۍ چې اصلاً په خټه یوسف زي دي، په دې کلې کې میشته دي. محمد معظم اخون زاده د کونړ او مشرقي د سیمي ډېر مشهوره مشر و چې د ولسي جرګې مرستیال هم پاتې شوی و. د چندراو په کلي کې مختلفې قبیلې لکه مومند، ساپي، یوسفزي او ځینې خیلونه لکه ترکاڼان، جاله وانان، جولاګان او داسې نور هم اوسېږي. په دې کلي کې یوه لویه مدرسه موجود ده چې پخوا پکې د مزار درې مشهوره عالم، شهید مولوي عبدالمتین تدریس کاوه. مولوي حسین اخونزاده د پېج درې چې وروسته يې په مولوي جمیل الرحمن شهرت درلود او د جماعة الدعوة للقرآن والسنة په نامه يې حزب جوړ کړ هم د چندراو په مدرسه کې څه وخت د مولوي محمد حسن اخون زاده نه چې د محمد معظم اخونزاده زوی و، سبق ویلی و. د جماعة الدعوة للقرآن والسنة ډله د سلفیانو او وهابیانو په نامه هم یادېږي. مولوي جمیل الرحمن وروسته خپلې زده کړې له مردان سره نږدې د پنج پیر په مدرسه کې سرته رسولې وې. دې ونډ هم ډېر مشهور مشران درلودل، لکه فراز ملک، ذوالفقار ملک، حاجي عبدالعلي، حاجي قوماندان غازي محمد خان، ملک محمدعلي، ملک خلیل، ملک شېرزمان او حاجي یادګل.

د دې ونډ اوسني ملکان، مولوي صفي الله، حاجي محمد عبدالله، ملک روح الله، ملک حیات الله، ملک عبدالولي او ملک مرجان دي.

 

درېیم: د کونړ او تنر ونډ

د کونړ کلی چی د کونړ ولایت نوم هم د همدغه کلي نه اخيستل شوی پخوا د کونړ د سیمې مرکز و. په دې ونډ کې د کونړ دوه کلي صاحب جم او چاراکې کلي، د لوټانو نیمايي سیمه ، میاګانو کلى، رین، چارکلا، کرموټا، کلالان، زرګرانو بانډه، سید بانډه، طلايي بانډه او د تنر کلي شامل دي. د کونړ په کلي کې پخوا یو وړوکی بازار هم و، چې اوس هم یو شمېر دوکانونه لري او د کونړ په ولسوالۍ کې دا يوازينی بازار و. خو اوس د خاص کونړ په نورو کلو کې نور واړه بازارونه هم جوړ شوي دي، چې څو دوکانونه په کې وي. د کونړ په کلي کې هم یوه لویه مدرسه وه، چې پخوا پکې د شوماش مولوي په نامه یو مشهور مدرس، تدریس کاوه او زیات شاګردان يې درلودل. دې کلي کې مشهور سپین ږیري او مشران تېر شوي دي چې د مرحوم وکیل محمدجان خان چې په ولسي جرګه کې دوه دورې د خاص کونړ د ولسوالۍ استازی و، مرحوم وکیل محمد ګل خان چې په ولسي جرګه کې د خاص کونړ استازی او د ولسي جرګې دویم مرستیال و، مرحوم حاجي خدای رضا او مرحوم حاجي علي رضا، مرحوم علاقدار محمدحسین خان، مرحوم ملک محمد صدیق ارباب، مرحوم دیپلوم انجینر نېک محمد خان چې د بند او برق په څانګه کې د هېواد مشهور انجینر و او ډاکټر سیدقاهر عاطف نومونه د یادولو وړ دي. د هېواد تکړه هنرمند مرحوم ګلاجان استاد هم د کونړ د کلي اوسېدونکی و. د کونړ په ولایت کې لومړنۍ لومړی ښوونځی هم د کونړ په کلي کې و، چې وروسته د تنر کلي د وکیل عبدالجلیل ملنګ په کلا کې تر ډېر وخته پورې دا ښوونځى و. د خاص کونړ لومړنی ښوونځى اوس لېسه شوی او د ډاکتر کبیر ستوري د لېسې په نامه یادېږي.

د تنر کلی د دې ونډ یو بل مهم کلى دى، چې د خاص کونړ د ولسوالۍ د تعلیم یافته طبقې مهم مرکز و. په لسګونو صیب منصبان، دولتي چارواکي او استادان په دې کلي کې تېر شوي او شته دي. د امان الله خان د دورې قاضي القضات امیرالله خان چې په ۱۳۰۳ هجري شمي کال په ترکیه کې او وروسته په بخارا کې د افغانستان سفیر و، هم د تنر د کلي و چې د ده کورنۍ د قاضیانو په نامه یادېږي. د قاضي القضات امیرالله خان پلار هم قاضي و او جمال الله نومېده. په لاندې توګه د دې کلي د څو نورو مشهورو اشخاصو یادونه هم ضروري بولم، چې د سیمې او هېواد په کچه مشهور و: مرحوم میرزا غلام سرور اخونزاده، مرحوم میرزا عزیزخان اخونزاده، عصمت الله روحاني، مرحوم میزرا محمدجان خان، مرحوم لعلوجان چې د غازی میرزمانخان زوم و، په ولسي جرګه کې د خاص کونړ استازی مرحوم عبدالجلیل ملنګ، مرحوم ډاکتر کبیر ستوری، د حربي پوهنتون استاد ارکان حرب مرحوم ډګروال فضل ربي خان، مرحوم دیپلوم انجینر غلام رضا، د کابل پوهنتون استاد جلال الدین خان کونړی، د هوايي او مدافع هوايي قواو پخوانى قوماندان جنرال غلام سخي او مرحوم مولوي عبدالحنان. یوازې د تنر په کلي کې ۲۲ تنه د طب د پوهنځیو نه فارغ ډاکتران شته دي.

د دې ونډ ملکان عبدالجلیل ملک، ملک عمراخان، ارباب اسدالله، ملک عبدالظاهر، ملک محمدمعصوم، ملک میرويس، ملک محمد نادرخان او ملک علي سید دي.

 

څلورم: د بانډې او اراضي ګانو ونډ

په دې ونډ کې کوزه اراضي، بره اراضي، کوکې بانډه، قلاګۍ، لغاني او د بانډې نیمايي برخه، کلي شامل دي. د اراضۍ سیمه د خاص کونړ د ولسوالۍ مرکز ته نږدې او خلک يې له تعلیم سره خاصه مینه لري. وکیل عبدالقدیر په ولسي جرګه کې د خاص کونړ استازی، ظاهر منطق، مدیر حبیب الرحمن خان، مدیر محمدرحیم خان، مدیر غني ګل، میا ګل ګودامدار، حاجي جلادخان او ډاکټر غلام حیدر رفیقي د دغه ونډ اوسېدونکي دي.

د دې ونډ ملکان حیات الله ملک، ډاکټر بصیر، معلم نورالله، ملک عبدالستار او ملک محمدجلیل، ملک طاوس، ملک مقبل او ملک ولایت خان دي.

 

پنځم: د کولي ګرام (حکیم اباد) او شامکار ونډ

د کولي ګرام په ونډ کې د کولي ګرام ډاګ کلى، د کولي ګرام لاندې کلى، صاحب زادګان، اخوندزادګان، کوز سرای، بر سرای، شیخان، اهنګران، شامکار او د یوسف کورونه شامل دي. کولي ګرام کلی هم ډېر ښه مشران درلودل، لکه مولوي ماهر، مولوي عبدالوهاب سوزان، مرحوم عزیرالله ملک، مدیر رستم، ملک میرحبیب، حاجې سیدحبیب او ملا شامکار. مولوي ماهر په لېسه کې زما استاد و؛ خو د جهاد په دور کې مولوي ماهر استاد او د هغه ورور سوزان استاد او مدیر رستم د حکمتیار د اسلامي حزب د یو جهادي قوماندان، معلم محمدامین له خوا د شپې د خپلو کورونو نه وویستل شول او بېګناه شهیدان کړاى شول.

د دې ونډ ملکان، ملک محمدنور خان، ملک تاج محمد، ملک ګلستان، ډاکتر مجید، ملک احمدشیرخان، ملک محمدصدیق، ډګروال عبدالقیوم او نظام الدین صاحب زاده دي.

 

شپږم: د شالۍ او ولۍ ونډ

دا ونډ دوه تقسیمه دی. د شالۍ ولس زوپیالي خېل مومند دي او دا لاندې کلي په دغه سیمه کې شامل دي: بره شالۍ، کوزه شالۍ، یخه چینه، ماڼوګۍ او شجاع کلى. د شالۍ کلی له ډېر پخوا نه په دوه ګوندیو ویشل شوی دى، چې دا ګوندي د غازي حاجي او فیروز حاجي د کورنیو ترمنځ وې او ډېره اوږده دښمني په خپلو منځو کې لري او تراوسه پورې لس ګونه کسان د دوی تر منځ وژل شوي دي. د دې دوه کورنیو دښمني اصلاً د یو قيران یعنې پنځوس پوله یا د یوې افغانۍ د نیمايي نه پیل شوې ده. وايي چې د دوی د کورنۍ یو کس د بلې کورنۍ په یو کس باندې یو قيران قرض و، هغه نه ورکاوه نو هغه يې پرې وواژه او د پنځو لسیزو نه زیات کلونه کېږي چې دا پتنه(دښمني) روانه ده او د قيران د پتنې په نامه یادېږي.

په ۲۰۰۲م کال کې د شالۍ ملکان، ملک عجب، ملک محمدافضل، ستانه ګل ملک، ملک عطا خان، علم جان ملک او عبدالله جان وو.

د ولۍ په سیمه کې د کلاول،، توتکي، اوبو تنګي، ننګوسې، میرګل تنګي، کربه ډاګ، سپینکۍ، برچنچن، کوزڅپري، برڅپري، شنیلۍ، آنارو کلي او کنډوالې کلي شامل دي. د هجرت په وخت کې موږ څو میاشتې د برچنچن په کلي کې اوسېدو. د ولۍ د سیمې ولس بوټي خېل مومند دي او یو څو کوره فرمولي هم په بر څپري او کنډوالې سیمه کې اوسېږي. د برچنچن او انارو د کليو ولس باره خېل مومند دي. د دې سیمې مشهور مشران، حاجي رضاخان او د هغه زامن عمرحاجي او ملک محمدایوب خان، خلیل ملک او جلیل ملک چې دواړه سره وروڼه وو، خټ ملک، خواری ملک، حکیم خان، نوروز ملک، د کنډوالې حاتم ملک ، ایوب خان او امیرجان ملک د برچنچن وو. کله چې موږ مهاجر شولو نو په اول سر کې د کابل د حکومت له وېرې موږ ته چا ځاى نه راکاوه؛ خو د برچنچن امیرجان ملک چې ډېر زړور او مېلمه دوست انسان و، زموږ کورنۍ ته يې ځاى راکړ چې یوه وړه خونه وه چې د خپل کور نه يې جدا د ېیلمه لپاره جوړه کړې وه. موږ تقریباً دېرش کسه په هماغه یوه خونه کې د ۱۳۵۸ کال د جوزا د میاشتې نه تر سنبلې میاشتې پورې اوسېدلو چې بیا له هغه ځاى نه پېښور ته مهاجر شولو. څرنګه چې زما خدای بخښلي پلار سید محمود حسرت د هجرت نه وروسته په عملي جهاد پیل وکړ؛ نو موږ د کابل د حکومت تر سخت تعقیب او تهدید لاندې وو. امیرجان ملک به ویل که حکومت ما بمبارد کړي هم څه پروا نه کوي خو زه تاسې ته نه شم ویلى چې زما له ځایه لاړ شئ. زموږ د تګ نه یوه اوونۍ وروسته د چنچن کلی او خاصتاً همدا زموږ د اوسېدلو ځای د کابل حکومت له خوا بمبارد او د نیپالم بمب يې پرې واچاوه چې ټوله ساحه له منځه لاړه. زموږ د هجرت او په چنچن کې د اوسېدلو کيسې ما په خپل بل کتاب (د واقعیتونو په بهیر کې) کې په تفصيلي توګه بیان کړي دي.

په ۲۰۰۲ م کال کې د ولۍ سیمې ملکان، ګل محمد ملک، عثمان ملک، نبي جان، عمرګل، محمد حاجي، لالاګل، حکیم خان، نادر، جلیل ملک، ملک محمد علي، ملک نوروز او اسرار ملک وو.

د خاص کونړ سیمې ښه جید عالمان لکه مولوي محمد حسن اخونزاده، مولوي عبدالحنان استاد او د کولي ګرام مولوي مشهور وو. اوس هم خاص کونړ ښه عالمان لري لکه مولوي ګلرحمان، مولانا محمد اجمل حکاک، مولوي عطاوالله، مولوي مطیع الله، مولوي سمیع الله، مولوي محمد اسرائیل صاحبزاده او مولوي عبدالخالق.

د جهاد په کلونو کې د خاص د کونړ د سیمې مشهور جهادي مشران او قوماندانان، د لیکوال پلار مدیر سید محمود حسرت، چې په مدیر صاحب يې شهرت درلود، حاجي غازي خان، څارنوال محمدصالح، قوماندان ظاهرخان، ګل سید میا، مولوي نظرمحمد، استاد عبدالصبور عزیزي، مولوي غلام حسن چې په صحاف ملا يې شهرت درلود، سخي صاحبزاده، محمودجان، ملک محمد جان، اسرائیل، د کاوېړ ګوجر ، غني، مامور او عبدالوهاب چې د قوماندان ظاهر خان وروڼه وو، حبیب الله منځني، اکاجان، خیالي ګل، طالب، ګلاب او اول خان حاجي وو. یو شمېر د دې قوماندانانو نه په خپلي منځي جګړو او رقابتونو کې یو بل سره هم ووژل. پر دې قوماندانو سربېره یو شمیر نور مهم مشران هم په لومړي سر کې د لیکوال له پلار سره جهاد کاوه، چې د منګوال د کلي باز شيخ، ملا محمدرحمن، حاجي ګلبت خان او له چمیارۍ نه ملک طاوس، عبدالغفار، نظیر، کبل خان حاجي، محمد کریم ملک او شیر افضل د یادونې وړ دي.

سرچېنه: د کونړ ولایت قومي او سېاسي جوړښت؛ لیکوال سیداه محمود میاخیل

-
بېرته شاته