(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زلزلې مرکز

[25.Jun.2022 - 07:48]

 

د زلزلې مرکز او څپې

لیک: ديپلوم انجنير ستانه مير زهير

هره زلزله يو مرکز لري چې د هغه مرکز څخه د زلزلې څپې او موجونه په هر لوري خپرېږي. د مثال په توګه: که موږ د اوبو ډنډ ته يو کاڼی ګوزار کړو نو هر څومره چې څپې د کاڼی له ځايه لري کېږي په همغه اندزه يې شدت او سرعت کمېږي

 د زلزلې څپې او موجونه هم همداسې دي څومره چې د مرکز نه لرې ځی شدت يې لږ او زيانونه يې کم وي. دزمکې په دننه کې دزلزلې دې مرکز ته (هايپوسنټر) او هغه سيمه چې دزمکې پر مخ په همدې مرکز باندی پرته وي (ايپی سسنټر) وايي. د زلزلې په دوران کې لومړی سپک ټکانونه او بيا قوی ټکانونه منځ ته راځی چې دا ټول له يو مرکز نه سرچينه اخلي.

 که چېرې د يوې زلزلې مرکز (ايپی سنټر) د خلکو نه په ډکې سيمې کې پروت وي نو يې شمېره ځانی او مالی زيانونه منځ ته راوړی.

 دغه راز زلزلې په چين، جاپان، چيلی او دامريکا په متحده ايالتو کې زياتې ليدلې شوې دي

 ا وهم يې زموږ دهېواد بدخشان، تخار، کابل او غزني په ښارونو کې زيات زيانونه اړولي دي. دزلزلی مرکز په زمکه کې د يو نه تر ٨٠٠ کيلومتره په ژوروالی کې موقعيت لري. دمرکز د ژوروالی له مخې د زلزلې په څلورو برخو وېشل کيږی.

 

١. سطحي زلزلې: دا هغه زلزلې دي چې مرکز يې دا زمکې له مخ نه ١٠ کيلو مرته ژور موقيعت لري. د دې زلزې يو مثال د ١٩٦٦ م د تاشکند زلزله ده چې د ښار نه د باندې چا حس نه کړئ شوه خو د ښار دننه کې يې ٣٦٠٠ کورونه له خاورو سره برابر کړل او په زرګونو کسان يې مړه او ژوبل کړل.

 

٢. عادی زلزلې: هغه زلزلې دي چې مرکز يې له ( ١٠٦٠) کيلومترو ژور وي

 

٣. منځنی زلزلې: د دې زلزلو مرکز له (٦٠- ٣٠٠) کيلومترو پورې ژور پروت وي. مثال يې د بدخشان زلزلې دي چې په ټوله منځنی اسيا او دهند په نيمه وچه کې حس کېږي. ددې مرکز لرونکې زلزلې د زمکې پر مخ دزياتو  ويجاړيو او زيانونو سبب ګرځي. د دغه شان زلزو مرکزونه د ارام سمندر په څنډو برما، ايران، رومانيا، يونان، ايټاليا او د اطلس د سمندر په جنوبی څنډو کې تثبيت شوی دی. د افغانستان زلزلې هم دهمدا ډول زلزلو نه ګڼل کيږي.

 ٤. ژورې زلزلې: هغه زلزلې دي چې د مرکز ژور والی يې د زمکې له مخ نه (٣٠٠- ٨٠٠) کيلوم متره ښکته موقعيت لري.

 

د زلزلې څپې

هغه انرژي چې د زلزلې په مرکز کې ازادېږي دخپل شاوخوا په کاڼو، شګو او خاورو باندې قوي فشار وارد وي چې لومړي د انبساط او بيا دانقباض سبب ګرځي. دغه عمليه دزلزلې د اهتزازونو (موج يا څپې) د پيدا کېدو سبب ګرځي، چې د (سايز ميکی څپې) په نامه يادېږي او د زلزلې د مرکز نه په هر لوري خپرېږي.

 د زلزلې د څپو سرعت او چټکتيا د مختلفو موادونه د تېرېدو په وخت کې مختلف وي. په فولاود کې په يوه ثانيه کې ٥،٨ کيلومتر، په ميده خاوره کې ٢،٥ کيلومتره په شګو او جغل کې په يوه سانيه کې (٠،٥١) کيلو مترو ته رسېږي. يعنی څومره چې د چاپېريال ارتجاعيت او محکميت زيات وي نو په هغه اندازه دڅپو د انتشار سرعت هم زيات وي.

 د زمکې پر مخ دزلزلو اهتزازونه او څپې په درې ډوله د شيانو د بدلون سبب ګرځي.

١. عمودی اهتزازونه: دا هغه اهتزازونه دي چې زمکې له مرکزنه دزمکې مخ ته ٨٠  يا ٩٠ درجو په زاويه واردېږي. په دغسې زلزلو کې کاڼي، ودانۍ ا هر څه هوا ته پورته کېږي. لکه د ١٧٨٣ م کال د ايټاليا د جنوب (کلا بريا) په زلزله کې لومړی يوه ودانۍ څومتره هوا ته پورته شوه او بيا بېرته راولوېده اوله منځه لاړه.

٢. افقی اهتزازونه: هغه اهتزازونه دي چې د يو لوري نه بل لوري ته په افقی ډول حرکت کوي او دخپل تګ لوري په اوږدو کې د کلاګانو برجونه، ديوالونه، ونې او داسې نورشيان په همغه لوري چپه کوي .

٣. د ايروي اهتزازونه: دا ډول زلزلې ډيرې کمې وي په ١٨٨٠ء کال کې چې کومه زلزله دجاپان د توکيو په ښار کې پيښه شوه هلته يو هرم وليدل شو چې ځای په ځای څرخېده ، د (ايشيکا) په ټاپو کې يوه مجسمه وليده شوه چې ګره چورلېده.

په کومه سيمه کې چې د زلزلې له لاسه ورانې او ويجاړې راغلې وي موږ کولی شو چې د شيانو دچپه کېدو له لوري نه،  د هغې زلزلې تګ لوری هم معلومه کړو.د زلزلې وړاندوينه

لیک: ديپلوم انجنير ستانه مير زهير

د زلزلې دوړاندوينې  ځنې  نښې نښانې په لنډه توګه داسې څرګندولی شو :

_ بيلابيلو څيړنو ښوولی چې د زلزلې د راتلو دمخه د چينو ، کوهيانو او کاريزونو داوبو سطحه او  مقدار سمدلاسه يا کميږي يا ډيريږي  . د خونداومزې  له پلوه هم  په کې بدلون راځي .

_ تجروبو ښودلې چې د زلزلې د راتلو  د مخه د ځمکې پر مخ ځنې واړه واړه درزونه او چاودونه پيدا کيږي چې ټول يې يو جهت يا  لوري لري .که  د زلزلې نه وروسته په دقيقه توګه وکتل شي نو زلزله هم له همدې درزونوڅخه   تيره شوي وي  .

_ د غير طبعي نښو پرته داسې ګذارشات هم ورکړل شوي چې د زلزلې د راتلونه څو شپې  د مخه ، په فضاه کې ځنې نوراني وړانګې ليدل کيږي چې د شمال په لور حرکت کوي او وروسته سمدلاسه ختيز لوري ته خپل تګ لوری بدلوي .

_ تجربو ښودلې چې څاروي ، خزندګان او مرغان د زلزلې د راتلو د مخه خپل ځانګړي غبرګونونه وښايي .

خره ، سويې .. له ښکته نه پورته يانې د ژورې نه د لوړو سيمو په لور ځغلي. غوايي ، ميښې ، وزې ، پسونه  رمباړې وهي او هڅه کوي چې له موږي نه ځان خلاص اوپه  کوم لوري وتښتي .

 سپي  سخت سخت غاپي او له ځانه  ويره څرګندوي . کورنۍ پيشو ګانې ځان غونجوي او هڅه کوي په سطل  کاسه ، ديګ او يا کوم بل ژورځای کې  ځان  پټ کړي .

 په کبانو ( ماهيانو ) کې، ډله ايز مرګ را منځ ته کيږي . اوکوم چې  ژوندي پاتې  وي له ځانه ډيره نا رامي وښيي .چاپانيان چې زيات وخت د سختو زلزلو سره مخا مخ وي ، دخپلو کورونو په  ښيښي بکسونو کې يو ډول کبان ساتي چې د ( ګربه ماهي ) په نامه ياديږي . دا کبان د زلزلې د راتګ له مخه ، زيات نارامه ښکاري . چاپانيانو په خپلو لرغونو  افسانو کې دا کبان د زلزلو خبر راوړونکی  يا قاصدين  بللي دي  .

مرغان  له ځمکې نه هوا ته الوځي اونارامه  چيغې وهي . موږکان او مږې له سوړو راوځي او هرې خوا ته منډې وهي  . په دقيقه توګه د زلزلې وړاندوينه ناشونې ده . نو ځکه ډير احتياط په کار دی چې ځنې وخت  داوازو او افواګانو ښکار نه شو .

د 2004 م کال د ژمي په موسم کې ، د شپې له خوا د پاکستان  او افغانستان په ځنو ښارونو کې ، سمدلاسه اوازه خوره  شوه چې د شپې په دوه بجو يوه سخته زلزله راتلونکی ده. دا اوازه په بيړه دګرځنده تليفونونو له لارې له يوه ښار نه بل ښار او له يوه هيواد ه بل هيواد ته ورسيده . دهمدی اوازې  له مخی په ميلونونو کسان واړه، زاړه، سپين ږيري او ناروغان له خپلو کورونو څخه په داسې وخت کې ووتل چې د ژمی ډيره سړه شپه وه او په ځنو ځايونو کې واوری اوپه ځنوځايونو کې سخت باران وريده. خو ناخبره ولس په ساعتونو ساعتونو له کوره بهر پاتې شو او چې سهار بيرته راګرځيدل په ځنو ځايونو کې غلو او ډاکوانو يې په

 بې رحمۍ کورونه لوټ کړي وو .

يوځل بيا هم يادونه کووچې  په اوسنی وخت کې بشر د خپلی ټولی عصری ټکنالوژۍ په مرسته ، په دی نه  توانيدلی چې  په دقيقه توګه د زلزلی د راتلو نيټه او وخت  وټاکي ، اميد دی چې په راتلونکی  وخت کې به ،  زموږ ولس  ددې ډول اوازو او افواګانو ښکار نه شي .

زلزله کيدای شی په همدی شيبه کې چې همدا اوس تاسو دا ليکنه لولی راشي او کيدای شي په خپل ټول عمر کې هم د زلزلی سره مخامخ نه شي.

۱- په سیمه کې د زلزلې د مرکز  موجودیت 

هره زلزله يو مرکز لري چې د هغه مرکز څخه د زلزلې څپې او موجونه په هر لوري خپرېږي

د مثال په توګه: که موږ د اوبو ډنډ ته يو کاڼی ګوزار کړو نو هر څومره چې څپې د کاڼی له ځايه لري کېږي په همغه اندزه يې شدت او سرعت کمېږي

 د زلزلې څپې او موجونه هم همداسې دي څومره چې د مرکز نه لرې ځی شدت يې لږ او زيانونه يې کم وي

دزمکې په دننه کې دزلزلې دې مرکز ته (هايپوسنټر) او هغه سيمه چې دزمکې پر مخ په همدې مرکز باندی پرته وي (ايپی سسنټر) وايي. د زلزلې په دوران کې لومړی سپک ټکانونه او بيا قوی ټکانونه منځ ته راځی چې دا ټول له يو مرکز نه سرچينه اخلي.

 که چېرې د يوې زلزلې مرکز (ايپی سنټر) د خلکو نه په ډکې سيمې کې پروت وي نو يې شمېره ځانی او مالی زيانونه منځ ته راوړی.

 دغه راز زلزلې په چين، جاپان، چيلی او دامريکا په متحده ايالتو کې زياتې ليدلې شوې 

نو پکتیکا کې د زیاتې مرګ ژوبلې علط دادی  چې همدلته  یې مرکز و

 

۲- په سیمه کې د سطحی زلزلې موجودیت 

د ژوروالی له مخې د زلزلې په څلورو برخو وېشل کيږی.

سطحي زلزلې

دا هغه زلزلې دي چې مرکز يې دا زمکې له مخ نه ١٠ کيلو مرته ژور موقيعت لري. د دې زلزلې يو مثال د ١٩٦٦ م کال د تاشکند زلزله ده چې د ښار نه د باندې چا حس نه کړئ شوه خو د ښار دننه کې يې ٣٦٠٠ کورونه له خاورو سره برابر کړل او په زرګونو کسان يې مړه او ژوبل کړل.

پکتیکا هم د زلزلې نوعیت سطحي و ځکه  چې عمق یې  ۸ کیلومتره و

 

عادی زلزلې

هغه زلزلې دي چې مرکز يې له ( ١٠٦٠) کيلومترو ژور وي

 

منځنی زلزلې

د دې زلزلو مرکز له (٦٠- ٣٠٠) کيلومترو پورې ژور پروت وي. مثال يې د بدخشان زلزلې دي چې په ټوله منځنی اسيا او دهند په نيمه وچه کې حس کېږي

ددې مرکز لرونکې زلزلې د زمکې پر مخ دزياتو  ويجاړيو او زيانونو سبب ګرځي. د دغه شان زلزلو مرکزونه د ارام سمندر په څنډو برما، ايران، رومانيا، يونان، ايټاليا او د اطلس د سمندر په جنوبی څنډو کې تثبيت شوی دی. د افغانستان زلزلې هم دهمدا ډول زلزلو نه ګڼل کيږي.

 ژورې زلزلې

هغه زلزلې دي چې د مرکز ژور والی يې د زمکې له مخ نه (٣٠٠- ٨٠٠) کيلوم متره ښکته موقعيت لري.

۳- د زلزلې د شدت  زیاتوالی چې د ریشتر په مقیاس  6,1 درجې وه

......

خدای مه کړه د زلزلې له امله !

په ړنګه شوې ودانۍ کې دننه را ايسار ياستی

نو ځه باید وکړئ؟

———————

 

خدای مه کړه  د زلزلې له امله پر تاسو ودانۍ رالويدلې ده او د خاورو خځلو لاندې ايسار ياستی  نو  په عموی توګه په دې اړه  لاندې لارښوونو  ته پاملرنه وکړی !!!

 ١- که تاسو د ودانی د خاورو خځلو لاندی ايسار شوي ياستی، بی ځايه ځان مه ښوروی ، څو له پاسه در باندې نور درانه شيان راونه لويږی. او که د غولی ( صحنپه مخ ياستی نو د دوو ورځو وروسته چې نور مو له  بهر څخه  د مرستی  اميد قطع شوي وي ،  بياکولی شی  رسک  قبول کړی او د خپل خلاصون له پاره حرکت وکړی.

٢زيات غوږ ونيسی او لږی چيغی و کړی . څو مو چې  له بهره مثبت غبرګون نه وی تر لاسه کړی ، له بی ځايه چيغواو نارو  ډډه وکړی. ډاډه اوسی تاسو حد اقل د ٣ورځو له پاره له تندی او حد اقل د٧ ورځو له پاره له لوږې نه مړه کيږی .

٣-د خاورو خځلو لاندې د شته اکسيجن څخه  هغه وخت زياته استفاده کولی شی چې خپل حرکتونه کم کړی او ارامه اوسی.

٤بې ځايه  هلې ځلې او حرکت ستاسو د بدن دخولې کيدو سبب کيږی او دخولې له امله د بدن اوبه کميږی،  ښه به وی بې ګټې عمل ونه کړی .

٥- که په خپل شاوخوا کې کومه نقطه  يو څه خوندی بولی، د ملاستې په وخت کې خپل سره په همغه ځای کې کيږدی اويا هم خپل سر د خپلی ګيډی په لور وغځوی څو حد اقل له پاسه د راولويدونکو شيانو څخه مو سرخوندی وي . په دغسې وختونو کې ، په دخاورو خځلو  له پاسه ، زياتره د لټون مرسته کوونکی ډلی او  هم د کور کلي ننداره کوونکی ښکته پورته ګرځی چې له بده مرغه دخاورو او تيږو د رالويدو احتمال زيات وي.

٦که غواړی په ډيرو سختو او بدو شرايطو کې ژوندي پاتی شی نو هڅه وکړی چې نااميده نه شی، ځکه نا اميدی د مرګ دوهم نوم دی، زياته انديښنه او خپګان  ورو ورو ستا دو جود مقاومت کموی.

٧په لومړيو شيبو کې خپل شاوخواته ،  لمدبل وګوری که په کوم ځای  کې مو د کور نل پرې شوي وی نوتر هر څه دمخه ښې ډيرې اوبه وڅښی . ځکه کيدای شی لږ څه وروسته دا اوبه قطع شی.

........

دزلزلې په وخت کې ذهني امادګي او چټک غبرګون!

 

 ويجاوړونکې زلزله سخته  غميزه وي ،زلزله ځپلی  شخص ګوری چې تر مخ يې خپل خپلوان او دوستان مړه کيږي او هغه کور نړيږي چې کلونه کلونه په کې اوسيدلی وي . نو طبعی خبره ده چې  په دغسې حالاتو کې به د يو سخت روانی او ذهنی کشمش سره مخامخ کيږی. چې ددغه رواني او ذهني کشمکش ځنې نښې نښانې داسې دي :

_ بې حاليپه دې حالت کې زلزله ځپلو کسانو ته زړه بدی ، کانګې ، نس ناستی ، سر درد ، بې هوښي   او داسې  نور ې ستونزې پيدا کيږي ..

........

_ فکري ګډوډيدا حالت انديښنې ، خپګان  او د حافظې ګډوډي او اخطلال د ځان سره لري .

_ ا حساساتي کيدل : په دې حالت کې زلزله ځپلی  شخص ته  غمجني ، بې حوصلګي ، د زلزلې په وړاندې د حد نه زيات حساسيت او ويره .او په وړه خبره زياته غوصه ورځي .

_ په اجتماعي سلوک کې ګډوډي : د نورو سره د مرستې او همکارۍ  رو حيه له منځه ځي .

د پورتنيو نښو نښانو او روانی غبرګونونو يادونه ،  موږ سره دا مرسته کوی  څو پوه شو چې د سختې زلزلی نه وروسته،  هم له ځانه  او هم نورو نه  دا ډول انتظارکيدای  شي  .

که ستاسو د کورنۍ په کوم غړي کې دا ډول نښې نښانې وليدل شي  ، خپل خپلوان ، دوستان  او ګاونډيان يې بايد په بيړه  مرستې ته ورودانګي ، د لومړنيو مرستو ترڅنګ هغوي ته ډاډ ګيرنه ورکړی ،  صبر او زغم ته  راوبولی ، يوازيتوب ته يې مه پريږدی او تر يو حده هڅه وکړی چې هغه مصروف وساتی .

 .دې ډول ناروغانو ته زموږ لار ښونه داده چې عادي حالت ته  د راګرځيدو له پاره به ښه وي چې هره ورځ  فزيکی  تمرينونه يانې ورزش ، ښه خواړه او پوره خوب وکړی .

 د سختې زلزلې نه وروسته بله غټه ستونزه داده چې ځنې واړه ماشومان هم  ، د سخت  ناوړه روانی حالت سره مخامخ کيږی. په دغسی حالاتو کې، کيدای شي  هغوي له تاسونه ډول ډول پوښتنې وکړي چې زلزله څه شی دی ، اويا  ولې منځ ته راځي ؟

 ښه به وي د هغوی هرې پوښتنې ته په ساده او مهر بانه ژبه ځواب ووايې  او بې ارزښته يې ونه ګڼی .

 که هغوي پوه شی چې زلزله څه شی دی او څنګه منځ ته راځی،  کيدای شي ډير  هغه پټ او مرموز خيالونه چې تر اوسه يې د هغوي ذهن نارامه کړی  له منځه لاړ  شي

هغوي خپلې خوښې ته پريږدی چې هرې خواته ازادانه وګرځي او لوبې وکړيهغوي و هڅوی ( تشويق ) چې د زلزلی په وخت کې خپلی تجربی او احساسات تاسو ته  په خپله ژبه ووايی. کيدای شی د ځنووړو ماشومانو سره ويره او ډار له حد نه  زيات وی، هغوي يوازې مه پريږدی ،  ښه به وي د علاج له پاره  يې کوم روانی ډاکټرا ته بوځی .

........

د زلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو ؟

د زلزلې څخه وروسته لارښوونې _ لومړی حالت

 

تاسو د زلزلې څخه  وروسته د دوو حالتونو سره مخا مخ کيږی :

 ۱_ په لومړي حالت کې ، دکور دننه ياستی او د زلزلې په وخت کې  مو کور ړنګ شوی نه دي  .

۲_ په  دويم حالت کې ستاسو کور ړنګ شوی او خدای مه کړه تاسو د ړنګې شوې ودانۍ دخاورو خځلو لاندې ايسار شوي ياستی .

———————

لومړی حالت : کور مو د زلزلې نه وروسته جوړ دی

 

١-   يوه شيبه د مخه زلزله په خيرسره تيره شوه ،  اوس تاسو په خپل کور کې دننه ياستی ، ويره او ډارهم درسره شته ، خو هڅه وکړی خپل صبر او زغم بيرته

تر لاسه کړی اود کورنۍ  نور غړي  هم وهڅوی چې ځانونه ډا ډه کړی .

٢ _ اوس يو څه ډاډه شوي ياستی ، غواړی خپل کور وګوری چې په زلزله کې څه ورپيښ شوي ؟

 هڅه وکړی په  يبلو پښو ونه ګرځی  ، ځکه کيداۍ شي د زلزلې په وخت کې ستاسو د کور د کړکيو ښيښې  ماتې شوي وي ، په ديوال کې راځوړنده اينه او ياهم تابلو ګانې  يا ديوالي ساعتونه  رالويدلي وي  او  هرې خواته  يې ښيښي خورورې پرتې وي . که بوټان يا څپلۍ نه وي ، کولی شی د مجلې ، کتاب  او ياهم د ډبل کاغذ څخه د يوې ټوټې په مرسته ،  لومړی د خپلو يبلو  پښو ته پيزار جوړ کړی او بيا په کور کې وګرځی .څو ښيښي مو په پښو کې لاړې نه شي .

٣شاو خوا ښه په ځير وګوری. که په کوم ځای کې مو د بريښنا مزی پرې شوی ډير ژر د بريښنا عمومي جريان قطع کړی.

که د ګازپايپونه  مو په کور کې غځيدلي  وی،او بوي مو احساس کړ ، ډير ژر د کور کړکۍ خلاصې کړې او هم ګاز له عمومی کانتور څخه بند کړی. که د ګاز نل پرې شوی وی او بنديدل يې ناشوني  وی ډير ژرله کور څخه ووځی. پام مو وي چې په دې حالت کې د لاټين ، د بريښنا ګروپ، سګرت او حتی دتيلی دلګولو څخه  هم په کلکه ډ ډه .وکړی  په دې برخه کې لږه بې پروايي د ټول کور د سوځيدو سبب کيدای شي . که تياره  ډيره وي ، د لاسي څراغ  څخه ګټه واخلی .

٤ - که په کور کې مو  اور لګيدلی وي، او مخه يې نيولی شی، سمد لاسه هغه مړ کړی، که زيات وي او د کنترول څخه بهر وي، فوراً  له کوره ووځی.

٥د اوبو د بمبې خواته هم ورشی ، که تر اوسه په نلونو کې اوبه وی نو ډير ژرد راتلونکې زيرمې له پاره  يو څو لوښي ورنه  ډک کړی او که د اوبو جريان قطع شوی وی،  په يخچال کې د شته پخ ټوټی په لوښو کې  واچوی څو په اينده کې د اوبو له پاره حد اقل  ورنه ګټه واخلی.که په نلونو کې اوبه راځي او ستاسو په کور کې نل پرې شوی وي ، ډير ژر کو رته د اوبو د راتلو بهير له بهر نه قطع کړی .

٦_   ورستيو ټکانونو ته هم ځانونه تيار کړی ، ځکه د لويې زلزلی څخه ورسته  کوچنۍ او سپکی زلزلی هم راتلونکې وي .نو ځکه مو يو ځل له کوره وتل  ضرور ديخو کله چې له کوره وځی ، د کور دروازی او کړ کی په احتياط خلاصی کړی. پام مو وي چې له پاسه  څه شی درباندی راونه لويږی . د وتلو په وخت  کې  به ښه وي چې  يو کس د مخه شي  اودکورنی نور غړي  د هغه پسې کتار شی . لومړی کس بايد  په ډير احتياط لاره

 و څاري چې تر مخ يې د زلزلې په وخت کې کومه کنده نه وي جوړه شوې او يا هم په ځمکه د بريښنا  تارونه يا لوڅ شوي کيبلونه  پراته وي .

٧له کوره بهر په ګاونډ کې د ژوبلوکسانو،ماشومانو زړو او معيبونو سره د مرستی له پاره ځنډ مه کوی ،په دغسې شيبو کې  لږه بې پروايي  انساني عمل نه دی

٨- خپله لاسي راډيو چالان پريږی، چې د زلزلې په اړه دحکومتي ورستيو خبرتياو او لارښونو  څخه خبرشی.

٩خپل تليفون  مصروف مه ساتی،  پريږدی چې نورخپل خپلوان او دوستان ،  تاسو ته تليفون وکړی.

١٠- د زلزلې نه وروسته خپلو خوړو ته هم پاملرنه وکړی چې د کور دماتوشو و  ښيښو ، وړی وړی زری په کې ګډی شوی نه وي.

١١- خپل کور  ښکته پورته ښه په ځيرو ګوری او ځان ډاډمن کړی چې دزلزلی په وخت کې يې کوم درز ياچاود کړی که نه ؟ د زيانمن شوو ودانيو څخه ژر ووځی ، کيدای شي چې د زلزلې وروستي ټکانونه هغه ونړوي .

١٢ _ که ستاسو کور بيمه وي او دزلزلې له امله يې کومه برخه نړيدلی وي .مخکې له دينه چې دهغې برخې  په جوړولو او پاکولو پيل وکړی ، ښه به وي لومړی يې عکسونه وباسی چې وروسته يې بيمې ته د سند په توګه وړاندې کړی .

١٣دزلزلې  څخه وروسته په لومړيو شيبو کې هڅه وکړی چې د سړوخو راکو نو لکه کنسرو څخه ګټه واخلی. او که دا نه وي نو د خوراکی موادود پخو لو له پاره ، د کور دننه  په نغري ، بخاری او يا هم د ګازی ډبی د لګولو څخه ډډه وکړی. او که اړتيا وی نو دا کار بيا له کوره بهر په ازاده فضا کې وکړی.

١٤- د اوازو او افوا ګانو د اچولو څخه ډډه وکړی.

١٥- په کوڅو او سړکونو کې ګڼه ګوڼه مه جوړوی پريږدی چې د مرسته کوونکو ډلو امبولانسونه او موټرې  بې له ځنډه تګ راتګ وکړي.

١٦- د  ړنګو شوو شويو ودانيو ليدو او سيل ته مه ورځی  او مه په هغو کې  بې ضرورته  تګ راتګ کوی ١٧په ځمکه د بريښنا پرتو تارونو او کيبلونو ته لاس مه وروړی، د تګ را تګ په وخت کې مو هم پام وی چې لاس يا پښه مو ورسره تماس ونه کړی.

١٨که چيرې د خاورو ګټو لاندې  د کوم ايسار شوي کس  غږ اوری ،ځنډ مه کوی ،  سمدلاسه يې د پيدا کيدو په لټه کې شي . ځکه کيدای شي نوموړی شخص  ټپي وي ،  وروسته بې هوښه شي او د بيا غږ کولو توان ونه لريد خاورو خځلوڅخه د ټپي  د را ايستلو په وخت کې له ډير احتياط څخه کار واخلی چې خدای مه کړه  د ملا تير ( ستون فقراتته يې  زيان ونه رسيږي .

١٩- د سختی زلزلی څخه وروسته، ډير کسان کولی شی چې تاسو سره مرسته وکړیخپلې انديښنې او هغه څه چې تاسوځوروی،دنورو سره شريکې کړی .

دهغو کسانو سره له مهربانۍ او محبت نه کاو واخلې چې تاسو په هغو کې د سترس نښې لکه : ويره . چټک تنفس يا ساه ايستنه ، په خوب کې ګډووډي او نور ګوری .

٢٠- د اصلي زلزلې  څخه وروسته ، د سپکو ټکانونو له پاره هم  د لومړنيو اړتياو ، ضروری توکي زيرمه کړی.

٢١- له هغو زلزلو وروسته چې په سيمه کې زيات کورونه نړيږي ، تر  دريو ورځو پوری هڅه مه کوی خپلو شخصی مصرفيتونو ته لاړ شی ، په خپل کور کې مو شتون ضرور دی .ځکه  په دغسې وختونو کې د ځنو حاشيوي  غلو او داړه ماران له خوا د کورونو د شتو مالونو د غلاوو تر څنګ په ناموس تيری او د ماشومانو د غلاکولو هڅې هم ملګرې وي . . څو په سيمه کې امنيت راځي ښه به وي چې څو ګاونډۍ کورنۍ يوه هسته جوړه کړی  او خوا په خوا و اوسيږی .

٢٢د ويجاړونکې زلزلې څخه  وروسته  په سيمه کې بې امنيتي زياته وي ، که موټر لری هغه ژر تر ژره پنچر کړی  او بيټری يې ورنه وباسی .

٢٣ _ هير نه کړی چې تاسو سره د زلزلې څخه وروسته يوازې نغدې پيسې مرسته نه شي کولیهغه څه چې تاسو سره  په هر وخت کې مرسته کولی شي ، په کور کلي او کو څه کې د ګاونډيانو او دوستانو سره ستاسو  نيک او ښه اړيکي  دي .هيله ده  چې دا پانګه د يوې ورځې نه بلې ته زياته کړی .

٢٤ _ که په زلزله کې مو کور څه ناڅه وران شوي وي ، په اوس وخت کې د اوسيدو وړنه وي تاسو غواړی بل ځای ته لاړ شی او يا هم د کور سره نږدې په خپله باغچه يا د کلي په ميدانۍ کې واوسی ، ښه به وي چې ددريو ورځو له پاره خوراکي مواد او اوبه د ځان سره يوسی . دخوړو او اوبو زيرمه ستاسو د روحيي تقويې سره مرسته کوي .

٢٥ _ که غواړی کومې لرې سيمې ته کډه وکړی ، خپلو خپلوانو او دوستانو ته په تليفون خبر ورکړی . که دا امکانات نه لري د خپل کور په دروازه يا کومه بله جوړه برخه ليکلی  ياداښت پريږدی . په ياداښت کې بايد خپل تګ لوری په روښانه توګه وليکی .

د زلزلې  له خطرونو به  څنګه ځان ساتو ؟ دويم حالت :

خدای مه کړه ستاسو کور ړنګ شوی او تاسو د خاورو خځلو لاندی ايسار شوی ياستی.

په لومړيو شيبو کې ، مخکی له دينه چې په چيغو او نارو پيل وکړی، خپل شاوخوا يو ځل ښه په ځير وګوری چې په کوم حالت کې ياستی ؟  ايا د ساه  ايستلو او  تنفس له پاره  پوره هوا شته که نه ؟

که ځای وړوکی او د هوا حجم کم وی ، نو په زوره چيغې مه وهی ، ځکه ستاسو د لوړ غږله انګيو او انعکاساتو سره سم ،  په چټکی د اکسجين اندازه کميږی. په دغسی شرايطو کې کولی شی ورو ورو غږونه وکړی که امکان لری د تيږو د ټکولو څخه هم استفاده وکړیاو که ځای مو پراخه  وي او د  هوا حجم  هم زيات وی،  بيا نوپه لوړ غږ هم چيغی او نارې وهلی شی  څو ستاسو غږ   ژرمرسته کوونکو ډلو ته ورسيږی .

ځنې وخت اړتيا وي چې د چيغو او نارو په ځای غوږ ونيسی ، څو له بهر حالت نه خبر شی. په  دغسی حالتونو کې ، که تاسو په ځمکه خپل يو غوږ کيږدی، نو بهرنی غږ ونه په  ښه توګه اوريدای شی.

که دغږ کولواو  د تيږو د ټکولو توان  نه لری ، نو بيا  هڅه وکړی په خپلو پښو اولاسونه څه نا څه ځمکه وډبوی، په ځانګړې توګه د شپې له خوا ځکه دا وخت يوڅه کراري وي ، او ستاسو غږونه مرسته کوونکوډلو  ته په ښه توګه رسيدای شي .

بل مهم ټکی چې بايد تل مو په يادوی، هغه د سختيو په وړاندې  صبراو زغم دی . لکه شاعر چې وايي :

که فلک دې دزمري په خوله کې ورکه

 د زمري په خوله کې مه پريږده همت

د خاورو خځلو لاندې ايسارتيا ، په رښتينې توګه سخته شيبه وي  خو هيڅ وخت مه نا اميده کيږی او تل په دې تمه اوسی چې خامخا به  له خاورو خځلو څخه  ژوندی وځی . ډيره وارخطايي او زياتې انديښنې کيدای شي تاسو تر هغه وخته پورې له ژونده بې برخې کړي چې مرسته کونکې ډلې درشي او  تاسو له هغه ځايه راوباسي . په خدای ايمان ولری ، دوعاګانې وکړی ، د الله پاک نومونه ( يا رحمن يا رحيم  ) په کراتوکراتو ذکرکړی .خپل فکري تمرکز د الهي مرستې ته وګرځوی .

 کله نا کله د خپل فکر د بدلون او ځان مصروف ساتلو له پاره د وړوکتوب نه تر همدې شيبې پورې خپلې خاطرې را په زړه کړی .دا کار ستاسو ذهني تشنج کموي او د راتلونکو ستونزو له پاره مو د مقاومت روحيه پورته بيايي .

په زړه پورې  يوه رښتينې کيسه ولولی :

 د پخوانی شوروی اتحاد د ارمنستان په جمهوريت کې  (( …يوه پلار د خپل ماشوم زوی سره وعده کړی وه ، که زوي يې د هر څومره سختې پيښې سره مخامخ شي  پلار به يې مرستې ته ځان ورسوي او هغه به خامخا  له مصيبته خلاصوي …) .

 يوه ورځ د سختې زلزلې له امله د ښونځي چت راولويده نوموړی ماشوم د نورو همصنفيانو سره ، دخاورو خځلو لاندی ايسار شوو ، نور ماشومان سخت وارخطاوو او په چيغو چيغو يې ژړل ، خو دا ماشوم پخپله ډير ډاډمن معلوميده ، نور و ته يې هم  ډاډ ورکاوه چې مه

 وار خطاه کيږی ، زما پلار ه له ماسره وعده کړې ده هغه به خامخا  راځی او تاسی ټول به  د خاورو خځلو له ډيری څخه له ماسره يو ځای  ژوندي وباسي.

همغسې وشول ،  يوه ورځ وروسته  د نو موړی ماشوم پلار وتوانيده خپل لس کلن  زوی ، پرله پسې د شپږو ساعتونو خاورخځلو په لری کولوسره ژوندی راوباسي

په عموی توګه په دې اړه  لاندې لارښوونو  ته پاملرنه وکړی !!!

 ١- که تاسو د ودانی د خاورو خځلو لاندی ايسار شوي ياستی، بی ځايه ځان مه ښوروی ، څو له پاسه در باندې نور درانه شيان راونه لويږی. او که د غولی ( صحنپه مخ ياستی نو د دوو ورځو وروسته چې نور مو له  بهر څخه  د مرستی  اميد قطع شوي وي ،  بياکولی شی  رسک  قبول کړی او د خپل خلاصون له پاره حرکت وکړی.

٢زيات غوږ ونيسی او لږی چيغی و کړی . څو مو چې  له بهره مثبت غبرګون نه وی تر لاسه کړی ، له بی ځايه چيغواو نارو  ډډه وکړی. ډاډه اوسی تاسو حد اقل د ٣ورځو له پاره له تندی او حد اقل د٧ ورځو له پاره له لوږې نه مړه کيږی .

٣-د خاورو خځلو لاندې د شته اکسيجن څخه  هغه وخت زياته استفاده کولی شی چې خپل حرکتونه کم کړی او ارامه اوسی.

٤بې ځايه  هلې ځلې او حرکت ستاسو د بدن دخولې کيدو سبب کيږی او دخولې له امله د بدن اوبه کميږی،  ښه به وی بې ګټې عمل ونه کړی .

٥- که په خپل شاوخوا کې کومه نقطه  يو څه خوندی بولی، د ملاستې په وخت کې خپل سره په همغه ځای کې کيږدی اويا هم خپل سر د خپلی ګيډی په لور وغځوی څو حد اقل له پاسه د راولويدونکو شيانو څخه مو سرخوندی وي . په دغسې وختونو کې ، په دخاورو خځلو  له پاسه ، زياتره د لټون مرسته کوونکی ډلی او  هم د کور کلي ننداره کوونکی ښکته پورته ګرځی چې له بده مرغه دخاورو او تيږو د رالويدو احتمال زيات وي.

٦که غواړی په ډيرو سختو او بدو شرايطو کې ژوندي پاتی شی نو هڅه وکړی چې نااميده نه شی، ځکه نا اميدی د مرګ دوهم نوم دی، زياته انديښنه او خپګان  ورو ورو ستا دو جود مقاومت کموی.

٧په لومړيو شيبو کې خپل شاوخواته ،  لمدبل وګوری که په کوم ځای  کې مو د کور نل پرې شوي وی نوتر هر څه دمخه ښې ډيرې اوبه وڅښی . ځکه کيدای شی لږ څه وروسته اوبه بندې شي.

.........

په هيواد کې  زلزلې 

                  او د خلکو انديښنې او وسوسې !

 

د ١٣٨٥ ل کال په ژمی کې،  يوې خونړۍ زلزلی، د ايران د بم ښار، څه نا څه ديرش زره   اوسيدونکی ووژل ،ددې  بشری ناورين نه،  څو ورځې وروسته  زموږ د هرات په ښار کې هم بيلا بيلو اوازوداسې  ويره او ترهه خوره کړه چې  چا به ويل نن زلزله راځی او چا به ويل سباهمدغو ناسمو  اوازو د هرات ښاريان مجبور کړل چې د ژمې يخې او سړې شپې تر شنه اسمان لاندی په  سپيرو ډاګونو کې سبا کړی. خو هيڅ مرجع نه وه چې ددغو اوازو مخه يې نيولې وای او خپل هيوادوال يې له دغو ستړو او ستومانيو څخه ژغورلي وای . سره له دې چې علم او ټکنالوژۍ ډير پرمختګ کړی خو بيا هم د زلزلې د وړاند وينې له پاره  تر اوسه داسې څه نه شته چې هغه  بشريت له دغه سترطبعي  مصيبت څخه وژغوري .کيدای شي همدا اوس چې تاسو دا ټکي لولی زلزله پيښه شي او کيدای شي تاسو يې په خپل ټول عمر کې هم احساس نه کړی .   همدارنګه د ١٣٨٦کال د حمل په ١٤ نيټه چې يوی سختې زلزلې د شپې په دوه بجو  زموږ د هيواد زياتې سيمې و لړ زولی نو سهار د هر هيواد وال په زړه کې دا هيله وه چې د بيګانۍ زلزلې په اړه  پوره معلومات تر لاسه کړي. خو له بده مرغه  بيا هم هيڅ داسې يو علمی مرکز نه و چې زموږ  د هيواد والو  د غواندښنو او وسوسو ته يې سملاسي ځواب ويلی وای . تر څو يوې نړيوالې راډيو د پيښور ښار د زلزلې پيژندنې علمي مرکز سره اړيکي ونيول او زموږ د هيوادوالو د خبرتيا له پاره يې داسې خبر خپور کړ : بيګانۍ زلزله د ريختر په مقياس ٦.٨ درجې وه او مرکز يې د بدخشان په سيمه کې وه . ددې خبر په اوريدو دهيوادوالو يو څه تسلي وشوهافغانستان د نړۍ د زلزله لرونکو سيمو په يو فعال کمر بند کې پروت دی څومره زلزلې چې د سيمې په هيوادونو کې منځ ته راځی، د هغو مرکز عموماً زموږ د هيواد، د هندوکش په غرونو کې وي .

 

 پوښتنه پيدا کيږي چې په دغه ډول يو حساس موقعيت کې  ايا ولی موږ د زلزلې پيژندنې يو علمی مرکز نه لرو؟

ځواب يې که په تاريخی لحاظ و څيړو نو ويلی شو چې موږ لومړی د کابل پوهنتون د انجنيرۍ په پوهنځی او وروسته بيا د افغانستان په علومو اکاډۍ کې د زلزلې پيژندنی يو فعال مرکز در لود. خو کله چې په هيواد کې د ډاکټر نجيب رژيم سقوط وکړ نو ورسره سم ددغه علمی مرکز د زلزلې د اندازه کولو دستګاه لومړی د کلا شنکوف په ډزو ويجاړه او ورسته د زړو او سپنو په تول کې په کباړ يانو وپلورل شوه.

له بده مرغه، له هغې ورځې تر نن پورې، بيا چا د دې دستګاه د اخيستلو او فعالولو               پا ڼه نه ده اړولې . په داسی حال کې چې  د افغانستان له پاره، له هر څه نه زيات نه يوازې يوې دستګاه  ته بلکې څو دستګاوو او څو علمې مرکز ونو ته اړ تياده. څو دغه مرکزونه په هيواد کې تيری شوې او راتلونکې زلزلې ثبت او راجستر کړي .ځکه د همدغو زلزلو  له ارزونی ورسته د بيلا بيلو سيمو له پاره سيسميکی نقشې جوړيږي . او  همدغه نقشې دی چې د هغو له مخی بيا مهندسان د زلزلو په وړاندې د ودانيو مقاومت سنجوي. نو که چيرې موږ د خپل هيواد په اړه دغه ډول اساسی او ضروری معلومات و نه لرو نو بيا خو     د ابادۍ او بيا رغاونی کارونه د پوښتنې سره مخامخ کيږی.

موږ  ګورو چې همدا اوس زموږ د هيواد په لويو ښارونو کې هره ورځ  يو شمير لوړ پوړيزه ودانۍ جوړيږی چې د هغو ساختماني نقشې اکثراً له بهرينو هيوادونو څخه راوړل شوی او يا کاپي شوي  دی. په داسی حال کې چې د هر هيواد  جيولوجيکي  موقيعت د زلزلو په وړاندې يو د بل سره توپير لري. په ځنو ځايونو کې زلزلې  ډيرې سختې او په ځنو کې يا هيڅ نه وي او يا هم کمزورې وي . ا  نو که چيری موږ د خپلو ودانيو په جوړولو کې د خپل هيواد د زلزلی ځانګړی حضوصيات په نظر کې ونه نيسو، کيدای شی په راتلونکو کې  خدای مه کړه ستر  بشری ناور ينو نه را منځ ته شیددې کار د مخنيوي  له پاره دکورونو اوښار جوړولو وزارت بايد پوره پاملرنه وکړي او ټولې هغه ساختماني  نقشي د خپلو مسلکي کسانو تر کلکې څارنې لاندې راولي چې همدا اوس  د هيواد په بيلابيلو ښارونو کې تر کار لاندې دي .

 

ديپلوم انجنير ستانه مير زهير

-
بېرته شاته