سوریان
[01.Jul.2022 - 11:26]سوریان
لیک: ډاکتر لطیف ېاد
سوريان يا زوريان د پښتنو يوه لر غو نې قبيله ده چې داوسيدو اصلي ځای يې دغور تاريخي سیمه ده چې په مر کزي افغا نستان کې پر ته ده ٠ دغه قبيله په اصل کې دلوديو پښتنو يوه پښه ده اودپښتنو دنسب په عنعنوي شجرو کې کښل شوي دي چې دلودي زوی سياڼي دوه زامن درلودل چې يو يې اسماعيل او بل يې پړانګی نومیدل چې داسماعيل له دريو زامنو نه يې مشر سور نومیده چې دده نسل دسور ،سوري او يا زوري په نامه ياديږي ٠(١) دغه خلک په پيل کې دمرکزي افغا نستان دغور په غرونو کې اوسيدل، خو ورو سته دشمیر ډېروالي اوياهم جګړو او ځينو نورو عواملو دېته اړ ايستل چې له دغې سيمې نه په لیږدېد وپيل وکړي٠ ځينې يې دهرېرود په واديو کې میشته شول ، ځينې يې غزني ته وليږ ديدل او ځينې يې هم د سليمان دغره ختيزد دامان په سیمه کې میشته شول ٠همدااوس هم ددامان په سيمه کې سوري پښتانه استو ګنه لري٠ ددغې قبيلې خلک په غور،بادغيس او هرات کې دزوريانو په نامه سره مشهور دي چې اوس هم ډېر شمیر زوريان يا سو ريان په دغو ولا يتو نو کې میشته دي ٠ ځيني يې هندوستان ته وليږديدل٠د سوري واکمنا نو لړۍ چې له آره له غوره پيل شوې ده په هندو ستان کې يې يوه ستره واکمني رامينځ ته کړه چې سوري شیرشاه يې بنسټ ايښودونکی ګڼل کيږي٠
دافغا نستان نوميالی مؤرخ او مشهور ليکوال لوی استادارواښاد علامه عبدالحی حبيبي د"پښتو ادبياتوتاريخ "په نامه اثر کې دسوري پښتنو په اړوند داسې کښلي دي :
" سوري يا زوري دپښتنو شاهانو يوه لر غونې کورنۍ ده چې له دوی نه دپښتو ژبې داسلامي دورې ډېر اثار موږ ته راپا تې دي اودغه سوريان دپښتنو په تاريخ کې ډېر اهميت لري٠ سوري دغور يوه مشهوره قبيله ده چې اوس هم شته او زوري يې بولي اودا نوم خورا زوړ او لر غونی دی او عربو تاريخ او جغرافيا ليکونکو هم سور دزور يا زوري په بڼه راوړی دی٠ (٢)"
په اسلامي دوره کې لو مړنی مؤرخ چې دسور يا زور دنامه يادونه يې کړې ده احمد بن يحيی مشهور په البلا ذري دی چې د٢٥٥ لیږدیز/ هجري کلو نو په شا او خواکې او سیده ٠ ورپسې نورو مؤر خينو لکه احمد بن سهل بلخي( مړ٣٢٢ لبږدیز) په خپل اثر کتاب الا شکال يا صورالا قاليم کې چې په٣٠٩ لیږدیز کې يې کښلی دی، اصطخري په ٣٤٠ لبږدیز کې په خپل کتاب المسالک والممالک کې او ياقوت په معجم البلدان کې دسور او زور يا دونه کړې
ده(٣)
داسلام دمخه هم سوريان دغور واکمنا ن تیر شوي دي چې ددوی يوه کورنۍ دشنسبيانو په نامه يا دېدله ،ځکه چې دشنسبيانو دشاهي کورنۍ لوی نیکه شنسب نومید چې دخرنک زوی و٠
پردې سر بیره د اسلام په پيل کې دسوري کورنۍ يو بل واکمن ماهوي سوري نو مید چې په مرو کې واکمن واو دساساني امپراتورۍ وروستنی واکمن دريم يزدګرد يې چې عربان يې يزدجرد بولي وواژه٠
دمخه مو يادونه وکړه چې په غور کې دسوريا نو دشنسب کهول داسلام په پيل کې دغور په غر ونو کې واکمني کوله چې په دغو واکمنانو کې يو هم امير پولاد و چې دابو مسلم معاصر او دهغه ملګری پا تې شوی دی چې مشهور مؤرخ منهاج السراج جوزجاني هم د منتخب تاريخ نا صري په حواله کښلي دي چې امير پولاد دابو مسلم ١٣٩ لیږدیزمعاصر و٠ دامير پولاد زوی امير کروړ نومید چې دجهان پهلوان په نامه يادېده چې دتاريخ سوري ليکوال محمدبن علي البستي هم دده ستاينه کړې ده او ليکي چې امير کروړ جهان پهلوان ډېر زړور،اديب او دقلم او تورې څښتن و٠
که څه هم تاريخ سوري اوس نشته، خو دپټې خزانې مؤلف محمدهوتک د شيخ کټه متي زی غورياخیل د "لر غوني پښتانه " په حواله دامیر کروړ سوري په اړوند داسې ليکلي دي :
"امير کروړ دامير پولاد سوري زوی و چې په١٣٩ لیږدیز/هجري کال دغور په مندېش کې امير شو او جهان پهلوان يې باله او دغور کلا ګاني او دبالشتان، خيسار او تمران ماڼۍ او بر کو شک يې ونیول او درسالت له کهوله يې په خلافت کې ډېر کومکو نه وکړل٠ امير کروړ ډېر غښتلی پهلوان او په يوه تن له سلو جنګياليو سره جنګیده، نو ځکه يې کروړ باله چې معنی يې ده کلک او سخت٠ امير کروړ په ١٥٤ لیږدیز کال د پو شنج په جګړو کې ووژل شو٠ "
دلته به بې ځايه نه وي چې د امير کروړ جهان پهلوان دهغې وياړنې لومړني بيتونه رانقل کړو چې دخپلو سوبو په اړوند يې ويلې ده :
زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هندوسند وپر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته، له ما اتل نسته(٤)
دغور دشاهي کورنۍ نو ميالي :
دغور په سوري واکمنانو کې دالانديني کسان ډېر مشهور واکمنان او نو ميالي تیر شوي دي :
١-شنسب دخرنک زوی د٤٠ او ٨٠ لیږدیز په شا اوخواکې٠
٢- امير پولاد دشنسب زوی د١٣٠ لیږدیز په شاوخواکې
٣- امير کروړ جهان پهلوان دامیر پولاد زوی ١٣٩-١٥٤لیږدیز
٤- امير ناصر د اميرکروړ زوی د١٦٠ لیږدیز کال په شااو خواکې
٥- امير بنجي دنهاران زوی د١٧٠ لیږدیزکال په شااوخواکې
٦-امير سوري د٢٥٣ لیږدیز کال په شااوخواکې ٠
٧-امير محمد سوري د٤٠٥ لیږدیز کال په شا او خواکې
٨- امير بوعلي دمحمد سوري زوی د٤٢٥لیږدیزه شا اوخواکې
٩- عباس دشيش زوی او دبو علي وراره د٤٥٠ للیږدیز په حدودو کې٠
١٠-امير محمد دعباس زوی د٤٥٠لیږدیز په شا او خواکې
١١-قطب الدين حسن دمحمد زوی د٤٦٠ لیږدیز په شااوخواکې
١٢-ملک الجبال عزالدين حسين دقطب الدين حسن زوی د٥١٠ لیږدیز کال په شااو خواکې
١٣-قطب الدين محمد دعزالدين زوی مړ٥٤١ لیږدیز کال
١٤-بهاؤالدين سام دعزالدين زوی( ٥٤٤-٥٥٤لیږدیز کال )
١٥-ملک شهاب الدين خرنک دعزالدين زوی د٥٥٠ لیږدیز په شااو خواکې
١٦- ملک شجاع الدين دعزالدين زوی د٥٥٠ لیږدیز په شااوخواکې
١٧- سلطان علاؤالدين حسين جهانسوز عزالدين زوی(٥٤٤-٥٥١) لیږدیز
١٨-سلطان سيف الدين دعزالدين زوی( ٥٤٣- ٥٤٤) لیږدیز
١٩- ملک فخرالدين مسعود دعزالدين زوی د ٥٤٠ لیږدیز کال په شا او خوا کې٠
٢٠-سيف الدين محمد دجها نسوز زوی د ٥٥١ لیږدیز کال په شا او خواکې٠
٢١-سلطان غياث الدين محمد سام(٥٥٨-٥٩٩لیږدیز)
٢٢-سلطان معزالدين محمد سام(٥٦٩-٦٠٢لیږدیز)
٢٣-سلطان غيا ث الدين محمود دغيا ث الدين محمد زوی( ٥٩٩- ٦٠٧ لیږدیز)
۲۴- سلطان بهاؤالدين سام د محمود زوی ٦٠٧ لیږدیز
٢٥-علاؤالدين اتسز دجها نسوز زوی(٦٠٧-٦١١ لیږدیز)
۲۶-علاؤالدين درغور( ٥٩٩-٦١٢زیږدیز)
٢٧- ملک نا صر الدين کزيو دشهاب الدين خر نک زوی د٦١٨ لیږدیز کال په شااو خواکې
٢٨-سلطان شمس الدين محمد دفخرالدين مسعود زوی د٦٥٠ لیږدیز کال په شااو خواکې
٢٩- سلطان بهاؤالدين سام دشمس الدين محمد زوی ( ٥٨٧-٦٠٢ لیږدیز)
٣٠-جلال الدين ابوعلي دبهاؤالدين سام زوی (٦٠٢- ٦١٢ لیږدیز)
٣١ -علاؤالدين مسعوددبهاؤ الدين سام زوی(٦٠٢-٦١٢لیږدیز)
٣٢- علا ؤالدين مسعود دشمس الدين محمد زوی د٦١١ لیږدیز کال په شا او خواکې٠ (٥)
دسوريانو دقبيلې مشهور مؤرخين، ليکوال او شاعران :
دسوريانو قبيلې په خپلې غيږ کې پياوړي مؤرخين،ليکوال او شا عران روزلي دي٠دلته به بيځايه نه وي چې د ځينومشهورو کسانويادونه يې وکړو:
١-محمد بن علي البستي دتاريخ سوري مؤلف:
دغه تاريخ او مؤلف يې موږ ته دپټي خزانې مؤلف محمد هوتک دلرغوني پښتانه په حواله راپيژني٠ په دې تاريخ کې دلر غو نو پښتنو په اړوند په تيره بيا دامير پولاد او دهغه دزوی د امير کروړ جهان پهلوان١٣٩ لیږدیز په اړوندډېر ګټور معلو مات لري٠
٢- شيخ اسعد سوري مړ٤٢٥ لیږدیز کال:
دپښتو ژبې يوډېر ښه شاعر و٠ دپلار نوم يې محمد و٠دی په غور کې اوسيده او دغور په سوري شاهي کورنۍ کې دډېر درناوي نه بر خمن و٠ نو موړي د امير محمد سوري په وير نه کې دا قصيده ويلی ده چې يوازې يو بيت يې رااخلو:
دفلک له چارو څه وکړم کوکار
زمولوي هر ګل چې خاندي په بهار
٣- ښکارندوی غوري٥٨٠ لیږدیز:
ښکارندوی دغور واو پلار يې احمد دغور دفيروز کوه کوټوال و ده يوه بو للۀ په لاندې ډول ده:
دپسر لي ښکلوونکو بيا کړه سينګارونه
بيا يې ولونل په غرونو کې لالو نه (٦)
ددې کبله چې غوريان سوري پښتانه ول د دوی اولاده وروسته دغور دغرونو نه دافغا نستان په بیلا بیلو بر خو کې میشته شول او ځينو يې په هندو ستان کې سترې سوبې کړي دي چې يو له هغو نه هم سلطان شهاب الدين غوري وچې د٥٧١ زیږدیزکال نه يې د٦٠٢ زیږدیز کلونو پورې يې په هندو ستان باندې يې هم خپل راج چلاوه٠
٠دسوري قبيلې ښاخونه او څانګې :
دسوري دقبيلې دځينو ښاخونو او څانګو نو مو نه په لاندې ډول دي : شاهوخیل، الاخیل،يونس خیل،تره کي، محمودزي،شیر خیل، دولت خیل،شادي خیل، داؤد خیل،اتمان، کوټي ،بهرام، نورا خیل اونور٠٠٠ (٧)
دسوريانو دقبيلې داستو ګنې سيمې:
لکه چې دمخه مو وويل په پيل کې دسوريانو دقبيلې اصلي ټا ټوبی دغور تاريخي سيمه وه چې وروسته دشمیر دډېر والي او ياهم دنورو ير غلګرو ځواکونو دبريدونو او يا هم دنورو عواملو له کبله نورو ځا يو نو ته وليږ ديدل٠ په اوسني وخت کې سوريان دافغانستان دغور،بادغيس او هرات په ولا يتونو کې استو ګنه لري چې په دغو ځايونو کې يې خلک دزوري يا زوريانو په نامه يادوي ٠همداراز دسليمان غره ختيز ته ددامان په سيمه کې دپاکستان دراولپنډۍ په چهچه کې او دهندو ستان د پنجاب دايالت په بيجواره،دهند د هريانا ،اتهراپراديش او بيهار په ايالتونوکې هم ددغې قبيلې خلک شته ٠ بايدووايو چې دهندوستان په هندوانواو سکهانو کې هم دسوري په نامه قبيلې شته چې دکهتري اوکوهکران په کاسټونو پورې اړه لري او په پنجاب کې اوسيږي٠خو هغوی پښتانه نه دي.
په هندوستان کې دسوريانو واکمني :
په هندوستان کې د پښتنوسوريانو دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی فريدخان و چې وروسته په شیرشاه سوري مشهور شو ځکه چې دزمري سره په يوازې وجنګيد اوزمری يې مړ کړ نو ځکه دشير خان لقب ورکړل شو او کله چې دهندوستان واکمن شو نو بيا يې دشیرشاه سوري لقب غوره کړ ٠ شير شاه دحسن خان سوري زوی او دابر اهيم خان سوري لمسی دی٠ په هندوستان کې د پښتون واکمن سلطان بهلول لودي په خت کې ډېر شمیر پښتانه دروه له سيمې نه هندو ستان ته راغلل، ځکه دغه پښتون واکمن دروه يا د افغا نستان پښتنو ته يو فرمان ليکلی و چې که هر پښتون هندو ستان ته ورشي نو دی به منصبونه، خلعتو نه او جاګيرونه او په خپل پوځ کې به لوړ لوړ منصبو نه ورکوي٠ هماغه و چې دبهلول لودي ددغه فر مان سره سم د فريد خان يا شير شاه سوري نیکه ابراهيم سوري دخپل زوی حسن خان سوري سره يو ځای د بهلول لودي په واکمنۍ کې دمنصبونو دتر لاسه کولو لپاره هندو ستان ته لاړل اوڅه موده يې دحصار فيروزه په کلا کې تیره کړه ٠دغه سيمه اوس يوازې دحصار په نا مه يا ديږي(٨) چې دشمالي هند دهريانا دايا لت يوه ولسوالي ده ٠هريانا نن ورځ دشمالي هندوستان يو ايالت دی چې دپنجاب،ډيلي،راجستهان،اتهر کهنډ،هيما چل پراديش اواتهراپراديش دايا لتو نوسره ګډه پوله لري٠
سوري شير شاه په ١٤٧٩ زیږدیز کال کې په حصار فيروزه کې چې دهند دهريانا په ايالت کې موقعيت لري دې نړۍ ته ستر ګې پرانيستلې او پلار يې فرېد خان نوم پرې کیښود٠ د هند دپښتون واکمن بهلول لودي دواکمنۍ په وخت کې کله چې جمال خان ته دجو نپور حکو مت لاس ته ورغی نو هغه دفريد خان پلار حسن سوري ته دخواص پور او ټانډه سيمې دجاګير په ډول ورکړې او دپنځه سوه ژوبله ورو او جنګياليو میړو مشر يې وټا که٠
فريد خان وروسته بيا اګرې ته لاړاو هلته دولت خان لودي ته چې په هغه وخت کې دسلطان ابر اهيم لودي دسترو امراوو نه وورغی٠ دولت خان لودي نو موړی سلطان ابر اهيم ته وروپیژاند او کله چې دفريدخان پلار حسن سوري مړ شو نو فريد خان ته دخپل پلار دجاګير فر مان ورکړل شو٠ کله چې لودي سلطان ابر اهيم دمغولي بابر له لاسه دپاني پت په جګړه کې ووژل شواو پهاړ خان لواڼی چې دلودي سلطان ابر اهيم له خوادبيهار دا يالت صوبه دار واو خپلسری او ياغی شوی او خپل ځان ته يې دسلطا ن محمد لقب غور ه کړی ونو فريد خان هغه ته ورغی او دهغه له خوا منصب ورکړل شو ٠يوه ورځ فريد خان له سلطان محمد سره يو ځای ښکار ته لاړل چې ناببره يو زمری را ښکاره شو٠ فريد له زمري سره مقا بله وکړه او پخپله توره يې هغه وواژه٠سلطان محمد دده دزړورتوب نه ډېر خوشاله او ده ته يې دشير خان لقب ورکړ او سلطان محمدورځ په ورځ دده موقف لوړاوه څو چې يې دخپل زوی جلال خان استاد وټا که٠ شيرخان وروسته خپل ځواک ډېرکړ او دپښتنو په مر سته يې مغولي واکمن همايون مات کړ٠همايون ايران ته وتښتيداو شيرشاه دهندوستان واکمن شو اود حضرت اعلی لقب يې غوره کړ٠
شير شاه په هندوستان کې دپښتنو ديوې داسې پياوړي واکمنۍ بنسټ کیښود چې نه یوازې موږ پښتانه بلکې دهندوستان تاريخ پرې وياړي او دده تلپاتي خد متونه يادوي٠ دشير شاه له مهمو کارونو نه يوداو چې دبنګال دسونارګاون نه يې ترافغانستانه پورې سړک جوړ کړچې ( ګرینډ ټرنک روډ ) یې بولي او دسړک په دواړو غاړو ته يې ونې کښينولې څو مساپران ځانونه دګر مۍ نه خوندي کړي٠ همداراز يې په لاروکې کاروان سرايونه او جوماتونه جوړ کړل او څاه ګانې يې وکيندلې چې مساپران ترې ګټه واخلي٠ دشيرشاه بل مهم کارداوچې دپوست او ډاګ سيستم يې په داسې ډول تنظيم کړ چې ډېر چټک او ګړ ندی و، ان نن ورځ هم هنديان په دې معتقد دي چې دشير شاه دډاګ او پو ست سيستم یو ډیر غوره سیسټم و. شير شاه په هند کې دځمکو داسې اصلاحات رامينځ ته کړل چې دده دځمکې داصلاحاتو دسيستم نه اوس هم ګټه اخيستله کيږي٠ شير شاه په هندوستان کې تقر يباشپږ کلونه په ډېر عدل اوانصاف سره واکمني وکړه چې دده عصر دهند په تاريخ کې يوطلايي عصر ګڼل کيږي٠ په پای کې د٩٥٢ لیږدیز کال دربيع الاول دمياشتي په دولسمه نیټه دکالنجر دکلا دنيولو په وخت کې دباروتوداور له کبله ټپي او بيا وروسته مړشواو دهندوستان دبيهار ايالت په سهسرام کې ښخ شو٠ دده زيارت ته اوس هم ګڼ شمير خلک ورځي اوددغه عادل واکمن روح ته دعقيدت نذرانې ډالۍ کوي٠دشيرشاه تر مړينې وروسته يې زوی سليم شاه پا چا شوچې بيا وروسته يې دولس کلن زوی فيروزخان ته واکمني په لاس ورغله، خو نو موړی دنظام خان دزوی مبارز خان له خوا چې دسوري شير شاه وراره و ووژل شو او نوموړي دمحمدشاه عدلي يا محمد شاه سوري په نامه ځواک تر لاسه کړ٠ ترهغه وروسته ددغې کورنۍ نور واکمنان لکه ابر اهيم شاه سوري، سکندرشاه سوري او عادلشاه سوري په هند کې واکمني چلولې ده٠
د شير شاه دزمانې مشهور کسان چې دسوريانو په قبيلې پورې يې اړه درلوده :
احمد خان سوري چې دشير شاه ميرنی ورورو،قطب خان سوري،بر مزيد خان سوري اوکمال خان سوري چې دشيرشاه دواکمنۍ ستر اميران ول٠جلال خان سوري،سکندر خان سوري،سيد خان سوري،غازي خان سوري،مبارک خان سوري،فتح خان سوري،محمد خان سوري،نظام خان سوري، مبارز خان سوري،مدا سوري دشير شاه مير نی ورور(٩)
دسوريانو دواکمنۍ په اړوند مشهور کتا بونه :
١- تاريخ داودي چې مؤلف يې عبدالله له آره پښتون اودمغولي واکمن جهانګير معاصر دی٠ داکتاب ماددې مقالې ليکوال د١٣٦٨ لیږدیز کال دلړم په مياشت کې له اردو نه پښتو ته ژباړلی وچې بيا په١٣٧٠لیږدیز کال دافغانستان دعلومو اکيډيمۍ دپښتو څيړنو دنړيوال مرکز له خوا دآريانا په مطبعه کې د٤٠٠٠ ټوکو په شمیر چاپ شو ،خوپه١٣٧٢ لیږدیز کال کې دکابل په تنظيمي جګړو کې وسوځيد او څه ټوکو نه چې پاتې ول نو په هټيوکې دوکاندارانو دپوړيو کار ځيني اخيست٠ دغه اثر وروسته بيا دويم ځل لپاره دانش خپرندويې ټولنې په ٢٠٠٧ زیږدیزکال کې په پیښور کې د١٠٠٠ ټو کو په تیراژ خپور کړ٠
٢-تاريخ شير شاهي دعباس خان سرواڼي ليکنه چې ډېر کلونه وړاندې دافغانستان په پښتو ټو لنه کې دارواښاددکتور دولت محمد لودين له خوا ژباړل شوی و٠
٣- تاريخ شاهي داحمد ياد ګار اثر چې ماددې مقالې ليکوال تر جمه کړی ،خولا چاپ شوی نه دی٠
٤- (شير شاه اور ان کاعهد) دپروفيسر کالکارنجن قانو نګواثر په اردو ژبه٠ دغه اثرما وژباړه او يوه کاپي مې دافغا نستان دعلو مو اکيډيمۍ دپښتو څيړنو بين المللي مر کز ته ورکړه، خو کله چې تنظيمي ټو پکيان پر کابل مسلط شول نو د چايونو ددمولو لپاره يې سوځولی وا و له بده مرغه ما يې بله کاپي نه درلودله،خو خبر شوم چې ښاغلی دکتور نثار احمد صمد هم دغه اثر له اردو نه پښتو ته ژباړلی دی٠
٥-افسانه شاهان هند: دغه اثر چاپ شوی نه دی ،يوازې يوه قلمي نسخه يې دبريتانيا په بريټش ميوزيم کې خوندي ده مولف يې محمدکبير دشيخ اسماعيل حزیازوی دی٠ په هندوستان کې زما يوه دوست ددغه کتاب دقلمي نسخې مايکروفيلم زما په واک کې راکړ٠ما وژباړه اوس راسره دی او که خدای کول ډېر ژر به چاپ ته چمتو شي٠
-------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
١-تاريخ حيات افغاني،٣٠٤ مخ ،دپیښور چاپ٠
٢-عبدالحی حبيبي، دپښتو ادبيا تو تاريخ،لومړی او دويم ټوک،٤٣٢مخ،ددانش خپرندويه ټولنه،٢٠٠٥ کال،پیښور٠
٣- نو موړی اثر،٤٣٣ مخ
٤- محمد هوتک، پټه خزانه،٣٤ مخ،د١٣٣٩ لیږدیزکال چاپ کابل٠
٥-عبد الحی حبيبي، تاريخ مختصر افغا نستان از ما نه های قديم تا استقلال،١٦٥-١٦ مخونه،کابل١٣٦٨٠
٦-پټه خزانه، ٣٨ او ٤٨ مخو نه٠
٧-پښتني قبيلې،١٧٨ مخ، دپیښور چاپ٠
٨-تاريخ حيات افغاني،٣٠٤ او ٣٠٥ مخونه٠
٩-احمد يادګار، تاريخ شاهي،دبينګال ايشيا ټيک سوسائټي،داسما ءالرجال فهرست،٤٠٩-٤٤٦ مخونه،کلکته،هندوستان
............
کنډ =چې ځیني پښتانه یې کنډوری، کونډری، زرکنډ، کانډ ، کنګړوچی ، زیړی کنډ ، چیړ ، سرکنډ، جاوله ( ژاوله- زاوله ) بولي او له ونې نه ترشح کوي بيا کلکېږي . په عربي ژبه یې صمغ بولي او په فارسي او اردو کې ورته ګوند وایي . ایرانیا ن یې صمغ عربی بولي او په انګریزۍ کې ورته Arabic Gum یا resin هم وایي .سر یښناکه ماده ده چې دڅښاک په شربتونو اوپه تیره بیا په کوکاکولا ، دنقاشي او انځورګرۍ په رنګونو ، دوا جوړونې اود سګرټو د کاغذ په یوځای کولو کې تر ې ګټه اخیستل کیږي ،همداراز یوناني طبیبان یې په دواګانوکې کاروي او ویل کیږي چې دملا ددرد او دجنسي ځواک دپیاوړتیا لپاره ګټوردی.په پښتني سیمو کې یې ښځې په خپلو ويښتانو کې کاروي .
..............
یوڅو عربي ویي او پښتوژباړه یې :
۱- اتقیا=پرهیزګاران ، متقیان
۲- احیا=بیا ژوندي کول
۳-ادبا =ادیبان
۴-ادعا=غوښتنه ،مطالبه ،دعواکول
۵-اسرا=اسیران
۶-اقربا= خپلوان او دوستان
۷- استسقا = داوبو یاباران غوښتنه
۸-استیلا=غلبه ، واک
۹- اقتفا =پيروي، په چا پسې تگ، تقليد، د چاپر پله تلل
۱۰-اقتضا=غوښتنه
۱۱-اولیا =ولیان
۱۲-اطبا=طبیبان ، ډاکټران
۱۳-انشا= دلیکوالۍ فن او هنر
۱۴-اصفیا =صوفیان ، پاکان ، سپیڅلي خلک
۱۵-استثنا =بېل ، ځانګړی
۱۶-انتها = آخر
۱۷-حکما =حکیمان
۱۸- شرفا= شریف خلک
۱۹-رفقا = دوستان ، ملګري
۲۰- رئسا = رئیسان . مشران
۲۱- رقبا= دښمنان، رقیبان
۲۲=ابتدا = پیل
۲۳-صلحا = صالح او نیک خلک
۲۴- عقلا=پوه اوعاقل خلک
۲۵-فقراء =غریبان، بېوزلان
۲۶- فضلا= عالم او فاضل خلک
۲۷-فقها= دفقهې عالمان
۲۸-علماء= عالمان
۳۰-نجبا = نجیب او شریف خلک
۳۱-امراء=امیران ، مشران
۳۲-شرکا= ګډونوال
۳۳-نحسا=منحوس او بدمرغه خلک
۳۴-ندما ء=ملګري ، دوستان
۳۵- سفراء=سفیران
۳۶-شعراء= شاعران
۳۷- وزراء = وزیران
۳۸- فصحا =هغوي چې فصیحه ژبه لري
۳۹- بلغاء = هغه څوک چې ژبه یې روانه وي او دخبرو په رموزو پوه وي
یعنې په خبرو کې فصاحت او بلاغت ولري .
۴۰- انبیاء= نبیان ، پیغمبران
۴۱- وکلاء = وکیلان
(یاد)
داحمدشاه بابا په دغه لاندیني مشهور شعر کې حمید څوک دی ؟
--------------------------------------------------------------
( دفرید او دحمید دور به بیا شی - چي په تورو پښتانه کا ګوزارونه )
---------------------------------------------------------------------
کله چې احمدشاه بابا د ۱۷۶۱ زیږدیز کال دجنورۍدمیاشتې په ۱۴ نیټه دپانی پت په دریمه جګړه کې پر مرهټه وو بریالی شو نو تر دغې سوبې وروسته دغه لاندیني شعر داحمدشاه بابا له خوا په ډیلي ویل شوی دی:
ستا د عشق له وينو ډک شو ل ځيګرونه
ستا په لاره کي بايلي زلمي سرونه
تا ته راشمه زړګى زما فارغ شي
بي له تا مي انديښني د زړه مارونه
که هر څو مي د دنيا ملکونه ډير شي
زما به هير نه شي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تخت هيرومه چي راياد کړم
زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
د رقيب د ژوند متاع به تارتار په کړم
چي زه وکاندم په هر لوري تاختونه
د فريد او د حميد دور به بيا شي
چي په تورو پښتانه کا ګوزارونه
که تمامه دنيا يو خوا ته بل خوا شي
زما خوښ دي ستا خالي تش ډ ګرونه
احمد شاه به دغه ستا قدر هير نه کا
که و نيسي د تمام جهان ملکونه
پاتې شوه داچې حمید څوک و؟
حمید لودي د۳۵۰ هجري په شااو خواکې دملتان پښتون واکمن تیر شوی دی چې له ننګرهاراوپیښوره تر ملتانه پورې سیمو پاچاهي دده په لاس کې وه او ملتان یې دسلطنت مرکزو او دپښتنو ددښمنانو له خوا پردغه دملتان د لودي شاهي کورنۍ باندې دقرمطیانو او ملحدینو تور لګول شوی و . دهمدې حمید لودي یو لمسی ابوالفتوح داود نو مید او دملتا ن پښتون لودي واکمن و او کله چې محمود غزنوي په ۳۹۶ هجري کال پر ملتان برید وکړ داو د لودي دملتان دغه پښتون پا چا یې ونیوه نو له ځانه سره یې غزنی ته راووست او دکندهار دغورک په کلا کې یې بندي کړچې دغه کلا دکندهار په شمال لویدیز کې مو قعیت لري څو هلته مړشو. دهمدې دملتان دشاهانو په کورنۍ کې دوه ستر دپښتو شاعران تیر شوي دي چې یو یې رضي نومید چې دحمیدلودي وراره او بل یې نصر دی چې دشیخ حمیدلودي زوی و او تر حمید وروسته دملتان پاچا شو.نو په دې حساب داحمد شاه بابا په دغه شعر کې فرید دهند پښتون واکمن شیر شاه سوري دی او حمید لودي هم دملتان پښتون واکمن و.
.......................
د هندوستان د پښتون واکمن سلطان العادل شيرشاه سوري
دعدل او انصاف(نیاو) یوه بیلګه
----------------------------------------------------------------
يوه ورځ دهند ستر پښتون واکمن شيرشاه سوري په خپل عام دربار کې ناست و.شاوخوا ترې پښتانه اميران او هندي راجاګان او درباريان راټول شوي ول او دخلکو عريضو او شکايتونو ته يې غوږ نيولى و او عامو خلکو په خپل نوبت او وار سره دستر واکمن حضور ته خپل عرايض وړاندې کول .
په دي وخت کې له درباره بهر د چيغو اوشورماشور غږ پورته شو.درباريان ټول حيران شول چې داڅه خبره ده؟ چې ګوري يوتن هندو چې جيون رام نوميده په منډو منډو ځان دعادل او نياومن واکمن دربارته رسوي ،خو ساتونکي يې نه پريږد ي .شيرشاه ساتونکو ته امر وکړ او ورته په غوسه شو چې زما دربار خو دټولو خلکو پر مخ پرانيستى دى نو تاسو ولې هغه منعه کوئ؟
پری یې ږدئ چې راشي .
کله چې جیون رام عام دربار ته راورسيد په لوړ غږ سره يې سوري شيرشاه ته وويل: چې اى ستر او نياومن واکمنه!ستا دعدل او انصاف نه خو ټول هندوستان خبر دى ، نو ځکه زه هم ستا نه دعدل او انصاف غو ښتنه کوم .درباريانو غو ښتل چې هغه له خبرو منعه کړي،خو شيرشاه ورته وويل چې زما په عام دربار کې هر چا ته دا اجازه شته چې خپله ستونزه پرته له ويرې ما ته بيان کړي. په دې وخت کې سوري شيرشاه جيون رام ته مخ واړاوه او ورته يې وويل: وايه څه غواړې او پرتاکوم ډول ظلم او ستم شوى دى؟
جيون رام شيرشاه ته وويل:دهغه چا له لاسه تاته په شکايت راغلى يم چې ستا زوى شهزاده جلال خان دى اوښايې دهغه لپاره به زما سره دانصاف وړ چلند هم ونه شي . شيرشاه ورته وويل مه ډاريږه اوکيسه بيا ن کړه!.زما دې پر خپل لوى خداى سوګند وي چې دعدل اوانصاف لپاره به هيڅکله هم دخپل او پردي تر منځ توپير او فرق ونه کړم او که زه ژوندى وم نو خامخا به تاته عدل او انصاف دررسيږي.جيون رام شيرشاه سوري ته مخ ورواړاوه اورته يې وويل: سترټولواک او واکمنه!کيسه داسې ده چې زما پاک لمنې ميرمنې زما دکور په انگړ کې چې ديوالونه يې دومره لوړ نه دي بربنډه اولوڅه وه او سر او ځان يې وينځه څو مندير(دهندوانو لمانځنتون يا دعبادت ځاى) ته لاړه شي.په دغه وخت کې ستا زوى شهزاده جلا ل خان پر هاتي(پيل) باندې سپور و او زماد ميرمنې خواته يې کتل اود هغېخواته يې خپلې ستر ګې ور خښې کړې وې چې لوڅه او بربنډه وه او تر اوسه پورې په ټول عمر کې دنا محرمه سړي ستر ګې پرې نه وې لګيدلې او هم يې دونې له پا ڼو نه يوه پاڼه وشکوله او دهغې خواته يې ور ګوزاره کړه او په دې توګه زما عزت تر پښو لاندې شو او دادى اوس ستا حضورته راغلم چې انصاف راسره وکړې!
درباريانو شير شاه ته وويل چې دا څومره ګستاخ او بې ادبه انسان دى چې دواکمن په مخ کې داسې خبرې کوي ،خوشيرشاه درباريا نو ته وويل چې که دى ماته نه واى راغلاى نو چا ته به ورغلى واى؟
شيرشاه ورته وويل په خداى سوګند دى چې زه به تا سره عدل او انصاف کوم.
وروسته بيا شيرشاه جيون رام ته وويل چې په پلانکي ورځ به زه خپله نږور (دجلا ل خان ميرمن) هما غه ستا انګړ ته بيايم .هغه به لوڅه او بر بنډه وي اوته په پيل (هاتي) باندې سپور وې او هماغسې چلند به کوې چې شهزاده جلال خان ستا د مير منې په وړاندې کړى و.هغه نيټه راورسيدله او جيون رام پر پيل (هاتي )باندې سور شو او ټولو خلکو ددې حالت ننداره کوله خو مخکې تر دې چې جيون رام دخپل کور انگړ ته ورسيږي د هاتي(پيل) نه راکوزشو .دشيرشاه لاسونه يې ښکل کړل او ورته يې وويل چې ستا عدل او انصاف ماته راورسيده اوته په رښتيا سره هم چې عادل يې