(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغلام محی الدین

[01.Jul.2022 - 11:33]

 

د افغانستان د عصری معارف پالونکي، د استبداد ضد مبارز، د معاصرو ادبیاتو د سرلاري غلام محی الدین خان افغان،   سلم تلین

لیک: زلمی هېوادمل

د یونسکو د نورمونو پر بنسټ، د فرهنګ ( ادبیاتو، هنرونو، علومو، تعلیم او رسنیو) د مشاهیرو او نخبه ګانو د مرګ او زوکړې یادونې اونمانځنی د ګِرد عدد پر بنیاد کیږي اودا ګِرد عدد له پنځو پیلیږي، مانا که د یو شاعر، عالم، هنرمند، استاد، ژورنالست د مړینی پنځم کال پوره شی، موږ کولای شو د هغه د پنځم تلین یادونه وکړو. د زوکړو او تلینونو په نمانځنو او یادونو کې پنځوسم، سلم، سل و پنځویشتم او سل و پنځوسم کلونه ډیر ارزښت لري او داسی پسې وړاندې ځی. د ۱۴۰۰ هجری شمسی کال د اسد په اوایلو کې د غلام محی الدین خان افغان . جمریاڼی کاسی سلم تلین پوره کیده

ما چې د هماغه کال په سر کې فرهنګی کالښودوکوت څرګنده شوه چې سږ کال ( ۱۴۰۰ هـ ش ) د غلام محی الدین خان افغان سلم تلین پوره کیږي، نو مې له ځانه سره دا وپتییله چې ددې تلین  یادغونډه به پر علومو اکادمی او یا ځینو خصوصی فرهنګی ټولنو جوړوو

اما له بده مرغه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال له اوایلو د کرونا قرنطین بیا شروع شو او د علومو اکادمی له مشر د قدر وړ دوست دوکتور شکیب سره مې د نوموړي تلین د یادغونډې خبره ځکه ونه کړه چې د کرونا د قرنطین په وجه اکادمی خپلې ځینې په کلنیو برنامو کې شاملی علمی غونډې جوړې نه کړې. دا چې قرنطین دوام وکړ، پوه شوم چې دده د تلین په مناسبت، لکه  د ۱۳۶۰ هـ ش کال علمی سیمینار نشو جوړولای، خو ددې لپاره چې یې د سلم تلین یادونه وشی نو مو فیصله وکړه چې د حامد کرزي د بنسټ له خوا به یې نیمه ورځ تشریفاتې یادونه وکړو

د ۱۴۰۰ هـ ش د سرطان د میاشتې په پای کې مې یوه ورځ حامد کرزي ته د بنسټ له خوا د محی الدین افغان د سلم تلین د یادغونډې د جوړولو یادونه وکړه او دا مې هم ورته وویل: که د اسد او سنبلې په پای کې هم د کرونا قرنطین پای ته ورسید، نو دا یاد غونډه به د بنسټ له خوا جوړه کړو. پخوانی جمهور رئیس په ډیره علاقمندۍ زما دا غوښتنه ومنله او ما ته یې وویل سمه ده ته دې تیاری ونیسه. قرنطین لا ختم نه وو چې پخوانی حکومت سقوط شو او طالبانو یې ځای ونیو. د کرونا له  قرنطین سربیره له نویو تغییراتو سره د غلام محی الدین خان افغان د سلم تلین د یادغونډی د جوړیدو امکان هم له منځه لاړ.

که څه هم د غلام محی الدین خان افغان له مړینی یوه پیړۍ وروسته زموږ فرهنګی جامعی دده د سلم تلین یادونه ونه کړای شوه، خو څلوېښت کاله دمخه د ۱۳۶۰ هـ ش کال د حوت په میاشت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د افغان د شپیتم تلین یوه پرتمینه یادغونډه جوړه کړې وه . ددې یادغونډې په باب که اوس زه څه ولیکمنو به له یوې خوا د افغان یاد بیا تاند کا او له بلې خوا به دا موږ ته وښیي چې زموږ  له فرهنګی مشرانو سره د فرهنګ پالنې او فرهنګ روزنې څومره مینه موجوده وه

شاوخوا څلویښت کاله دمخه کابل پوهنتون پداسې شرایطو کې افغان د شپیتم تلین په مناسبت سیمینار جوړ کړ چې له موږ سره د افغان په باب د اوسنی لیکوال له لکینی او د همدې لیکنې پر بنسټ د ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګی د معاصرو ادبیاتو تاریخ په کتابونو کې څه نوشتې او یادونی موجودې وې او په ځینو دغه ډول کتابونو کې د نورو آثار هم ده ته منسوب شوي وو. مانا ډیر څه مو دده په باب په خپله پانګه کې نه درلودل.

هغه مهال چې ما ته د افغان د شپیتم تلین د پوره کیدوو معلومات وشو نو مې زړه ته راغلل چېدا غونډه به د کابل پوهنتون له خوا جوړوو او وجه یې هم ښایی دا وه چې په هماغه شپو او ورځو کې زموږ استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی رئیس مقرر شوی ؤ، خو مخکی تردې چې له دوکتور زیار سره دا موضوع شریکه کړم، له رفیع صاحب سره می د افغان د شپیتم تلین د پوره کیدو خبره وکړه، هغه هم ورته خوشحاله شو، بیا استاد حبیبی ته ورغلم او د افغان د تلین می ورته وویل. هغوی په اساس کې د تلین په مناسبت د سیمینار جوړول ښه کار وباله، خو دا یې راته وویل د افغان په باب مواد ډیر لږ دي. اوسنی لیکوال کې د افغان د شرح حال په باب څه معلومات سته، د میر غلام محمد غبار په افغانستان در مسیر تاریخ کې هم څه یادونی پیدا کیږی او د میر صاحب، میر قاسم خان لغمانی په یادښتونو کې - چې یې زوی پښتونیار- لیکلی او د کاروان ورځپاڼی خپاره کړی د افغان د کار، فعالیت او مبارزی په وخت پورې مربوطی ځینې خبرې سته، خو ددې لپاره چې دسیمینار لپاره مقالې پیدا کړاې سې، د غلام محی الدین خان په باب له ځینو مقالو سربیره دده د عصر د ځینو شاعرانو، فکری فعالانو او د هغه عصر پر ادبیاتو هم باید له ځینو اشخاصو مقالې واخلې، خو ددې لپاره چې د مقاله لیکونکیو لپاره مواد تهیه کړې، نو یو کار به کوې چې په سراج الاخبار او د امانی عصر په ځینو مطبوعاتو کې د افغان ځینی شعرونه، پارسی او پښتو نوشتی، دده را ټول کړي متلونه او نورچاپ سوي دي دا ګرده مواد را ټول کړه، حواشی او مقدمه پر ولیکه، چاپ ته یې آماده کړه چې د افغان د سیمینار لپاره چاپ سی او بیا به د افغان د مطالعی لپاره یو مآخذ سي

د استاد تر لارښوونو وروسته مې د سیمینار د جوړولو هیلې په زړه کې لا غزونی وکړې. دلته د استاد حبیبی د لارښونو په باب یوه بله خبره ضرور کوم او هغه داچې کله استاد حبیبی ماته د افغان په باب د نورو مقالې يادې کړې، خو خپله مقاله یې چې ده تر ټولو دمخه د افغان په باب کښلې وه یاده نه کړه. کله چې ما د کابل مجلی ټولې خپرې شوې ګڼې کتلې را معلومه شوه چې د افغان په باب لومړنی پښتو مقاله استاد حبیبی لیکلی ده او پر  ۱۳۲۳ هـ ش کال د کابل مجلی په ګڼو کې چاپ شوې ده

له استاد حبیبی سره له کتنی او هم ددوی له هدایاتو او مشورو پر موضوع لاسبری شوم او بیا استاد زیار ته ورغلم او د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له خوا د غلام محی الدین افغان د شپیتم تلین په مناسبت د سیمینار د جوړیدو غوښتنه مې ترې وکړه. استاد زیار راته وویل: ډیر ښه کار دی. اداري ستونزې به زه درته حلوم، نور کارونه به یې ته کوې؟ که موږ په دې مناسبت هرکار کوو، لکه د کتابونو چاپ د مقالو لیست او نور باید دمخه جوړ کړواوبیا به یې ادارې کارونه شروع کړو

تر ټولو دمخه ما له استادانو، دوستانو لیکوالو او له موضوع سره مربوطو محققانو سره خبرې وکړې هر یو په اوله ناسته کې په ډیره مهربانۍ د مقالو وعده وکړه. استاد حبیبی را ته وویل: له ماسره د شهید مولوی عبدالواسع آخندزاده کندهاری یوه خطی پښتو منظومه سته چې تر اوسه چاته نه ده معلومه. دا منظومه فکري او فلسفی رنګ لري او د غلام محی الدین خان د وخت د فکري نهضت ښکارندویی کوي پر دې منظومه به درته مقاله ولیکم

استاد رشاد راته وویل: زه د افغان پر کورنۍاو له غازی سردار محمد ایوب خان سره ددې کورنۍ پر روابطو او له غازی سره یوځای ددې کورنۍ له هیواده د وتلو پر موضوع خبرې کوم

دغسې پر ما حقدارو استادانو او پوهانو، لکه: پوهاند دوکتور جاوید، پوهاند میرحسین شاه، سلیمان لایق او نورو د مقالو د لیکلو وعدې وکړې

زما مهربان حبیب الله رفیع دومره زما حوصله زیاته کړه چې حتی را ته یې وویل که مقالې لږ شوې زه به د هغه دوران او د ټول معاصر دوران پر ادبیاتو دوې مقالې درته ولیکم. زما نژدې او په فرهنګی کارونو کې شریکو ملګرو لیکوالو: زرین انځور او لطیف بهاند او دغه رنګه د وطن ځینو نورو لیکوالو د مقالو وعدې وکړې. د مقالو له پلوه مې زړه ډاډه شو، د کتابونو د چاپ په فکر کې شوم

ما ته زموږ د هیواد نومیالی فرهنګی او سیاسی شخصیت او زما همیشنی لارښود دوکتور عبدالغفور روان فرهادی د سردار محمد داود د حکومت په دوران کې راښوولې وو چې که غواړئ له یوې علمې غونډې یا سیمیناره د فرهنګ د ودې لپاره ډيره ګټه واخلئ ، نو د سیمینار او یادغونډې له دایروونکی موسسې سره نور فرهنګی موسسات هم شریک کړئ ؛ د کتابونو چاپاو ځینې نور کارونه ور حواله کړئ او پدې توګه یوه علمی غونډه لا پُر فیضه ګړئ، ځکه یوازې دایروونکې موسسه دا ټول کارونه نشې کولای. د دوکتور روان فرهادی دا لارښوونه په هماغه وخت ذهن ته راغله او ورسره پدې فکر کې شوم چې اوس به له کومی فرهنګی مؤسسې غوښتنه وکړو چې پدې سیمینار کې د مرستندویې موسسې په توګه له موږ سره شامل شي. ناڅاپه فکر ته راغلل چې د ننګرهار پوهنتون ځینی پوهنځی او ادارې د امنیتی وجوهاتو له امله کابل ته راغلی دي. په سبا یې د پوهنتون د رئیس دفتر ته ورغلم. د ننګرهار پوهنتون هغه وختنی رئیس پوهندوی دوکتور ګلزار امینی ما لومړی ځل ولید او په هماغه لومړی ځل لیدو یې له ما سره ډیرمهربانانه او اکادمیک برخورد وکړ او د غونډې په جوړولو کې یې د هر ډول مرستې وعده وکړه او ورسره  مې په هماغه ورځ د افغانستان د علومو اکادمې له مشر  استاد شاعر، سلیمان لایق سرهچې په هماغه ورځ له يوه ولايتی سفره راګرزیدلی ؤولیدل او له سیمینار سره د اکادمی د علمی مرستی غوښتنهمی ځنېوکړه. مشر هم راته وویل چې یو کتاب به سیمینار ته  چاپ کړو. د مقالې خو مې دمخه درته ویلی دي

له دغو دوو مؤسسو د مرستی د وعدې له اخیستو وروسته مې د سیمینار پر برنامه سازی پیل وکړ او د مقالو لیست مې جوړ کړ او دا می وپتییله چېد مقالو مجموعه به د سیمینار له پیامونو او اسنادو سره په یوه مجموعه کې را ټولوم او د ( افغان یاد ) په نامه به کابل پوهنتون دا مجموعه د سیمینار د دایروونکې مؤسسی په توګه  چاپوي.د غلام محی الدین خان شعرونه، نوشتې او پښتو- دری مقالې به راټولوم له حاشیو او مقدمې سره به یې زه (هیوادمل) آماده کوم او د سراج الاخبار افغانیه په پاڼو کې د خپرو شویو نورو پښتو شعرونو په باب به مقاله دوکتور مجارو احمد زیار لیکی او دا ټول مواد او مقالې به ( د غلام محې الدین افغان افکارو او آثار) په نامه مجموعه کې چاپوو. دا مجموعه به هم د کابل پوهنتون له خوا چاپیږي

په هماغو شپو ورځو کې استاد روهی ما ته ویلی وو چې دده ډیرې قیمتی مقالی د کابل له مهالنۍ راټولې کړم . دا مقالی ما ټولې کړې او دوی ته مې د کتنی او سریزې لپاره سپارلې وې. دوی دا مجموعه وکتله مقدمه یې پر وکښله ادبی څېړنې نوم یې پر کیښود. ددې مجموعې چاپ مې هم د افغان د سیمینار لپاره ګټه ور وباله او مجموعه مې د چاپ لپاره د سیمینار په برنامه کې شامله کړه او د چاپ چارې مو یې د ننګرهار پوهنتون ته ولیکلې

دغه راز د استاد زیار يو کتاب ( پښتو لیک لار) هم چاپ ته آماده ؤ، دا کتاب مو هم د افغان د سیمینار له برنامې سره مل کړ او د چاپ چارې مو یې ننګرهار پوهنتون ته وسپارلې. همدا رنګه جنرال شیرمحمد کریمی د تاربرن په  کتاب کې راغلې پښتو متلونه په یو مجموعه کې ترتیب کړي وو. ددې مجموعې چاپ د علومو اکادمی ته سپارل شویؤ. پدې ترتیب د سیمینار برنامه ترتیب شوه او دوکتور زیار ته مې یوړه. د دوکتور زیار له کتو سره برنامه ومنله. موږ دواړه د پوهنتون ریاست ته ولاړو، د پوهنتون رئیس  سعیدی نه ؤ. د پوهنتون علمی معاون پوهاند سید سعدالدين هاشمی ته ورغلو. د سیمینار پیشنهادونه او اسناد مو ور وړاندی کړل. څنګه چې پوهاند هاشمي خپله د افغانستان د معاصر تاریخ استاد ؤ، نو د محی الدین خان افغان په باب یې کافی معلومات درلودل، ټول اوامر یې ورکړل او هغه کارونه چې د عالی تحصیلاتو وزارت ته پیشنهادیدل د هغو هدایات یې هم صادر کړل او پدې توګه مو په رسمی ډول ټول علمی کارونه آماده شول

استاد زیار راته وویل: کارونه خو دې شروع دی، اوس مو رسمیات هم پوره کړل نو ته پر مخ ځه! که چیرې مشکل پیدا شو ما به خبر کړې. له استاد زیار سره تر خدای پامانۍ وروسته ، سملاسی د استاد حبیبی کور ته ورغلم، د غلام محی الدین خان افغان د سیمینار د کارونو ګزارش می ورکړ. استاد خپله خوشحالی اظهار کړه او راته یې وویل

اوس چې د غونډې د جوړیدو رسمیات هم پرځای سوه، نو نور کارونه به هم په بیړه او ښه کوې چې دا غونډه بهتره جوړه سی. تر جوړیدو دمخه باید دا لاندې کارونه هم وکړو

۱- له هغو کسانو څخه چې مرحوم افغان یې لیدلی ؤ او اوس ژوندی دی هغه عبدالهادی خان داوی دی. هغه ته به ورسې د افغان په باب په خبرې ترې واورې که یې پر وس پوره وه چې څه ولیکي او یو لنډ خط یې هم که وي کافی دی. استاد د خبرو په ترڅ کې له ما پوښتنه وکړه د عبدالهادی خان داوي کور دې لیدلی دی؟ ما ځواب ورکړ څو ځله رفیع صاحب او زه یې کور ته ورغلی یو، د مندوي په جاده کې یې کور دی، په صندلۍ کې ورسره ناست یو.د فرهنګ ادبیات پښتولپاره یې د ځینو شاعرانو او لیکوالو په باب معلومات راکړي او د امانی عصر د نشراتو په باب یې رفیع صاحب ته معلومات ورکړی وو.

استاد زما له خبرو سره سم بیا راته وویل: ښه سو چې سره پیژنئ، که نه زړه ته را وګرزیدل چې تیلفون ورته وکړم او تا ور معرفی کړم

۲- عکسونه: د مشروطیت او ځوان افغان له ملګرو سره د افغان ګډ عکسونه له ما سره سته هغه به درکړم چې دده د آثارو مجموعه کې یې چاپ کړې

۳-مقبره: په شهدای صالحین کې د بخارا د پاچا تر مقبرې لاندې پر دا بل اړخ د افغان مقبره ده. یو څلی هم پر ولاړ دی او دا څلی یوه پښتو لوحه هم لري. څلی او لوحه دده د ځوان افغان د ملګرو له خوا پر جوړسوي دي. دوکتور زیار ته ووایه چې له تلویزیونه څخه مرسته وغواړی چې د سیمینار د ورځی پر ماښام یې له خبر سره د مقبرې او څلی تصاویر هم نشر سی

۴- ۱۳۶۰ هجری شمسی کال تر نیمایي هم تیر دی، ټول زیار  به مو دا وي چې د همدې کال تر پايه سیمینار تدویر سی، که به کال بدل سی او موږ سیمینار دایر نسوای کړای نو به یې شپیتم تلین خدشه دار سي

۵-څومره چې کولای سو زیار باید وباسو چې د افغانستان د مشروطیت د غورځنګ ددغه وفادار غړی، د افغانستان د معاصرو معارفو د یو ستر خدمتګار - چې د دارلمعلمین د لومړنی مدیر تر څنګ د حبیبیه ښوونځی مفتش هم ؤ او بیا په امانیه عصر کې یې د ابتدایه تدریساتو چاری یې هم اجرا کړې وې، د وطن مینه یې په وینه کې نغښتې وه او دا مینه یې په ویناوو او لیکنو کې متبلوروه. دده خدماتو ته په پاملرنه، دده د تلین یاد غونډه باید مجلله وي

د ارواښاد استاد حبیبی خبرې می اوس هم په حافظه داسې کښته او پورته کیږي، لکه چې استاد راته مخامخ ناست دی او خپل هدایات  را ته اوروي

د کار د زیاتوالی او د وخت له لږوالی سره سره د مشرانو استادانو، استاد زیار، رفیع صاحب، انځور او نورو ځوانو ملګرو په همکاری د کابل او ننګرهار پوهنتونونو په بی دریغه مرسته خدای دا توفیق را وباخښه چې د ۱۳۶۰ هـ ش کال د حوت په وروستۍ ورځ دا غونډه شانداره جوړه کړو

ټول وعده کړي او پدې مناسبت چاپ شوی کتابونه مو په غونډه کې وویشل. د استاد زیار په هڅه تالقانی هم څه کتابونه سیمینار ته را وبخښل. په افتتاحیه غونډه کې د داوي صاحب د پیام په شمول ډیر پیغامونه ولوستل شول. هغه وخت د افغانستان د لیکوالو اتحادیه هم جوړه شوې وه، د اتحادیې رئیس پوهندوی دوکتور اسدلله حبیب د لیکوالو اتحادیې پیام ولوست

دا داستان ما ځکه ولیکه چې هغه مهال زموږ په فرهنګی جامعه کې له خپلو فرهنګی افتخاراتو سره مینه او سرشار عشق موجود و. د هر فرهنګی شخصیت - چې به یې کار د هیواد د فرهنګ په غوړیدا کې نقش درلود- د زوکړې د کالیزې او تلین نمانځل او یادول  به یې زموږ مشرانو خپله وظیفه بلله او هیڅ ډول هڅه به یې نه ترې سپموله

په ۱۴۰۰ هـ ش کال کې چې زموږ د فرهنګ او سیاست ددغه خدمتګار شخصیت سل کاله پوره شول موږ و نه توانیدو چې یاد غونډه یې جوړه کړو او یا لږ تر لږه هغه آثار چې هغه وخت د افغان د تلین په مناسبت چاپ وو او اوس حتی په کتابخانو کې هم نشته. کیدای شوای چې تجدید چاپ کړي مو وای

-
بېرته شاته