(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو په هکله

[01.Jul.2022 - 13:35]

 

د پښتنو په هکله د ختيځ پوهانو اندونه ۔ انځورونه ۔

 

د پښتنو په حقکله د ختيځ پوهانو اندونه انځورونه ، د ګران استاذ پروفېسر ډاکټر برکت شا کاکړ نوی چاپ شوی څېړنيز اثر دی ، کوم چې د علامه عبداشکور رشاد ، د ختيځ پوهان ، او ډاکټر جاوېد خليل د ، پښتو ادب کښې مستشريقين ، د نېک مرغه لړۍ يوه مضبوطه کړۍ او په دې مد کښې يوه ګټوره اضافه ده ، دغه وړومبي دوه کتابونه که څه هم يو بل ته ډير نزدې نزدې يوشان والی هم لري ، خو بيا د ډاکټر برکت شاه کاکړ صاحب کار او زيار خپل انفراديت لري ،  په دې کتاب کښې ليکوال صرف د ختځ پوهانو په کار او ژوند خبره نه ده کړې بلکه د ختيځ پوهانو په کار او زيار ٸې  تحقيقي او تنقيدي کار  کړی دی ، د ختيځ پوهانو د هعه اندونو ، انځورونو ، تاثراتو ، او بياناتو تول ٸې د خپل تنقيدي شعور په تله کړی دی ، د ختيځ پوهانو يون ليکونه ، ډاٸرۍ ، او راپورونه ٸې د خپلې تخليقي او تنقيدي ذهني بټۍ نه تېر کړې دي او ښه په پوره جرات سره ٸې د هعو سمې ته سمه ، او نا سمې ته ناسمه وٸيله ده ، 

دا ستر علمي او څېړنيز اثر په دسمبر 2021 ء کښې پښتو اکېډمۍ کوټه چاپ کړی او خپور کړی دی ، ښاغلي سيد خېر محمد عارف ، او محترم خليل باور صاحب ورباندې خپلې علمي سريزي ليکلې دي ، او ورپسې د سريزې تر عنوان لاندې  ليکوال د خپل کار يو قسم ته لنډيز وړاندې کړې دی ، 

*د دې نه روستو ښاغلي ليکوال د انځورونو او علامتونو په تاريخ واله ،  ډير ژور علمي او تاريخي بحث کړی دی ،  په دې برخه کښې ليکوال د دغه انځورونو ، او علامتونو يوه نړيواله اجمالي جاٸزه اخېستې ده ، داسې چې شېروع ٸې کله ، چرته ، او د کومو کومو مقاصدو دپاره شوې ده ، تر مونږه کله او څنګه راورسېدل ؟ او تر دې دمه ٸې په مونږه او نوره نړۍ څومره اثرات پرېښي دي ۔ 

د دې نه پس دا ضخيم کتاب چې ټول ټال په 491  څلور سوه يو نوي مخونو مشتمل دی د اسانۍ دپاره په اوه 7 بابونو وېشلی دی ،

 

١

ړومبی باب ، 

په ړومبي باب کښې ښاغلي ليکوال د اروپا پر اسمان د زرکلنې تورې شپې د تريخ او وهشي داستان نه په ډير هنري او علمي انداز کښې پرده پورته کړې ده ، 

په اروپا کښې د مېشته اولسونو ، توهماتو ، اسطورو ، او مافوقلفطرت  او شېطاني ارواهو څرګندونه ٸې کړې ده ،

د يورپ مېشته قبېلو د کورنېو جګړو ، د وهشي او غېر انساني واقعاتو تاريخ ٸې راسپړدلی دی ، 

ورپسې ٸې د اروپا د دغه زرکلنې تورې شپې د بېدارېدلو او وېښېدلو باب په زړه پورې علمي بحث کړی دی ،

بيا چې د دغې نه روستو دغه وهشي ټولنه څنګه په يو سامراج کښې بدله شوې ده ، دغه سامراج د کومو کومو مرحلو نه راتېر شوی دی ،  د نړۍ په کومو کومو سيمو خپور شوی دی ، چرته چرته ٸې غونډ غونډ ملکونه او قامونه د پښو لاندې کړې او چقولې دي ،،،

دغه سامراج د هند په لور څنګه خپل استعماري لاسونه راوګده کړه ، په هعه وخت کښې د هند خاوره په کوم نوم مشهوره ، د هعه وخت اجتماعي سياسي حالات څنګه وو ؟ 

د هعه وخت هند په علمي ، تحقيقي ، او تهذيبي حواله څومره پرمختګ کړی وه ؟ د اروپا يوه کمپني څنګه يو بشپړ تاريخي ، کلتوري ، او صنعتي تهذيب د ښپو لاندې کړ ؟ د سلګونو کلونو نه راروانه مغلي امپراتورۍ د کومو کومو وچوهاتو په بناء ماته او ټوټې ټوټې شوه ، او څنګه يو کمپنۍ د ټولو سرو او سپينو مالکه جوړه شوه ؟ په دې باب کښې د دغه ټولو سوالونو جوابونه په ډيرو اسانو ټکو کښې په ډير علمي او تحقيقي انداز کښې ذکر شوې دي ، 

 

په دويم باب کښې ، د انګريزي استعمار نه پس نړۍ،  لوې ليکوال  د هعه حالاتو نه په ډير هنري انداز پرده پورته کړې ده چې د نړۍ سياسي ، معاشي ، تعليمي ، کلتوري ، او تهذيبي تقسيم د يوې استعماري بيانيي په لاس د مغرب او مشرق په نوم شوی وه ، د انسانو تر مېنځ د ډيرې کرکې په بنياد د تور او سپين په نوم تقسيم شوی وه ،  د اروپا استعمار د امريکې ، افريقې ، اسټريليا ، نيوز لېنډ ، او ځينو نورو مستعمره سيمو د اولسونو په هر لحاظ سره بېخي د زړه د تله استحصال روان وه ، سپين پوستي ته ځان د ټولې نړۍ باچا ښکارېده او دې غلطې بيانيي ته ٸې د خداٸي تقسيم نوم ورکاوه ، د مستعمره سيمو اولسونو ته ٸې په هر لحاط د کمترۍ احساس ورکاوه ، او داسې ٸې ورته ظاهروله چې ګنې مونږ تهذيب يافته يو او تاسو ته د تهذيب د زده کولو او ښودولو دپاره راغلې يو ،  د سامراجي تسلط او قبضه ګېرۍ نه پس د نوې دنيا څه حال وه ؟ د دوېم نړيوال جنګ نه پس د اروپاٸي استعمار څه حېثېت وه ؟ څومره ملکونه خپلواکه شول ؟ وس د استعمار شکل په کوم رنګ کښې پاتې وه ؟ د تور او سپين د تقسيم نه پس د ترقي يافته او غېر ترقي يافته تصور څه رنګه پېدا شو ؟ 

د نو ابادياتي نظام نه پس د دغه استعمار په حواله د اولسونو تنقيدي شعور څومره بېداره وه ، کومو کومو ليکوالانو د غلطې بيانيي په ړومبي چېلنج کړې ؟ او کومې کومې نتېجې ٸې ورکړې ،  دغه سامراجي نظام د خپلو مستعمره اولسونو راٸې څنګه جوړوله ، په کومو دلاٸلو ٸې دغه خلق غېر تهذيب يافته يادول ؟ څه رنګه ٸې په قياسونو د ټول قام په حواله يوه راٸې جوړوله ، 

د سامراجي تهذيب دپاره د ختيځ پوهانو کوم جالي علمي جواز وړاندې کاوه ۔ څه رنګه ٸې خپل ځانونه پوره پوره تهذيب يافته يادول ، دا چې ښه صفا خبره وه چې د اولسونو د غلام ساتلو دپاره راغلې وو ، د دې اولسونو د شتمنېو لوټل ٸې لوې مقصد وه ، د خپلو مصنوعاتو خرڅول ٸې مقصد وه ، د خپل مزهب عيساٸيت خورول ٸې مقصد وه ، او په دغه يادو سيمو کښې ٸې د خپل کلتور زڼي کرل غوښتل ، 

٣ 

په درېم باب کښې د سترې لوبې يا ۔ ګرېټ ګېم ۔  په پېدا کېدلو ، د هعه وخت د هندوستان او افغانستان په سياسي چاپېرچل او ګډوډۍ ډير په زړه پورې او علمي تحليل وړاندې شوې دی ، او دلته ښاغلي ليکوال د ړومبني ختيځ پوه جيورج فورسټر د يون نه په دې سيمه کښې د ختيځ پوهنې شېروعات کوي ، په دې باب کښې د هعه ختيځ پوهانو د کار او زيار تحقيقي او تنقيدي جاج اخېستی شوې دی کوم چې د سترې لوبې د شېروع کېدلو دپاره د تيارۍ وخت وه ، دغه ياد ختيځ پوهان د تجارانو ، جاسوسانو ، او د انګرېز د نماٸندګانو په حېث کابل پېښور او نورو سيمو ته راتلل ، د جيورج فورسټر نه پس بل لوې ختيځ پوه د سترې لوبې په ړومبي پړاو کښې ۔ الفنسټن وه کوم چې د انګرېز د يوه پلاوي حېث کابل ته راغلی وه ، روستو ٸې خپلو دغه ياداشتونو ته د کابل سلطنت بيان ۔ تر عنوان لاندې يو کتابي شکل ورکړ ،  د ليکوال تر مخه درېم ختيځ پوه الېګزنډر برنس وه کوم چې انګرېزانو د يوه هيت په لحاظ رالېږلی وه ،د دوي نه پس ځواني مرګ ارتر ګنولي ، او ګاډ فري تامس ويګني او ۔ چارلس مېسن ، د سترې لوبې د ړومبي پړاو ختيځ پوهان دي ، د دغه ختيځ پوهانو زياتې ليکنې د کرکې او نفرت نه ډکې دي ، ښاغلي ليکوال ٸې د ليکنو او اندونو په دغه خصوصياتو ډير علمي او تنقيدي نظر څرګند کړی دی ،

 

٤ 

په څلورم باب کښې ښاغلي ډاکټر برکت شاه کاکړ صاحب د هعه ختيځ پوهانو په ليکنو اندونو او انځورونو خپل تنقيدي نظر څرګند کړی دی کوم چې په دې سيمه کښې د جنګ په لمبو کښې ښکلېل پاتې شوې دي ، 

په دغه ختيځ پوهانو کښې ۔ جنرال ويليم ناټ، ليډي فلورنټا سېل ، ويسنټ آير ، ډاکټر ويليم برايډن ، او د جنرال بار په ليکنو ، راپورونو او ډاٸرو باندې ښاغلي ليکوال خپل نظر څرګند کړی دی ، په دې ليکنو کښې د پښتنو په اړه ډير ناسم معلومات وړاندې شوې دي ، چرته چرته چې دغه خلق د سخت مزاحمت سره مخ شوې دي نو د هعه سيمو خلق ٸې وهشيان ، غېر تهذيب يافته ، او د انسانيت نه لرې ياد کړې دي ، 

٥ 

په پينځم باب کښې د هعه ختيځ پوهانو نظرونه، اندونه ، او انځورونه ليکوال د خپل تېز تنقيدي نظر نه تېر کړې دي کومو چې دلته د مارشل رېس تيوري لاندې کار کړی دی ، د کال 1857 ء د ازادۍ د جنګ نه پس د برطانوي حکومت په امر دغه تيوري دلته عملي کړی شوه ، کومو خلقو چې په بغاوت کښې برخه اخېستې وه هغو ته ٸې بزدله ، غېر جنګيالي قامونه اوويل ، او کومو خلقو چې د انګرېز مرسته کړې وه هغو ته ٸې د بهادر ، او جنګيالي خطابونه ورکړل ، د دې په نتېجه کښې دلته د مېشته اولسونو تر مېنځ په يو بل بې باوري پېدا شوه ، اولسونه د ځان ځانۍ او تقسيم ښکار شول ، د دغه دور د ختيځ پوهانو په شاعرۍ کښې خصوصا د دې عمل ښکاره ښکاره نخښې موندلې کېږي کومې چې ليکوال ډاکټر برکت شاه کاکړ صاحب سره د ژباړې په خپله څېړنه کښې پېش کړې دي ، 

 

٦ 

د دې علمي او تاريخي کتاب په شپږم باب کښې د هعه ختيځ پوهانو په ليکنو بحث شوی دی کوم چې په هره حواله نسل پرست وه ،  دوي په شعوري توګه د سوشل ډاروينېزم ، د تيورۍ لاندې کار کاوه ، دوي په خپلو ليکنو کښې سپين پوستي يعنې خپل ځانونه په هره حواله د مستعمره سيمو د پښتنو نه لوي ، تهذيب يافته ، او په انسانيت پوره او باداران ګڼل ، د دې سيمې خلقو ته به ٸې په خپلو ليکنو کښې په هره حواله د کمترۍ احساس ورکاوه ، په دغه ختيځ پوهانو کښې ، کرنل وار برټن ، ونسټن چرچل ، هر برټ بينجمن اېډوارډز ،  او اېس اېس توربرن نسل پرست فولکلور سټ شامل وو ، 

 دوي په خپلو ليکنو کښې فرنګيان د سيکهانو او درانيانو نه کم وحشيان ثابتول ،  دا چې پښتانه په هر حال کښې چاته خپل بدل نه پرېږدي ، او پښتانه ٸې د قيصو په صورت کښې هم ناپوهه جاهله او ماشومان ياد کړې دي ، 

 

٧

د دې کتاب اووم باب ، د فارورډ پاليسۍ او د غرٸيزو سيمو د نه ښکېل کېدونکو پښتنو په اړه بحث ته ځانګړی شوی دی ، په دې باب کښې د فرنګي هند او افغانستان په پوله پرتې قباٸلي سيمې د انګرېز د مستقل فارورډ پاليسۍ د واقعاتو او حالاتو ذکر شوی دی ، دا چې په دغه فارورډ پاليسۍ کښې کوم کوم ختيځ پوهان ښکېل پاتې شوې وو ، او د هعو کار څه وه ،  د دوېم افغان اينګلو وار وجوهات څه وو ، او د هعه وخت سياسي حالات څنګه وو ، په جنوب کښې د پښتنو او بلوڅانو په اړه فارورډ پاليسي څنګه وه ، انګرېز استعمار او بلوڅان په کومو کومو لوظنامو راځي شوې وو ،، د پښتنو او بلوڅانو په مېنځ کښې تضاد او د ختيځ پوهانو ليکونه ، د هعه وخت د ختيځ پوهانو د پښتنو په اړه عمومي تاثرات ، 

ښاعلي څېړنکار پروفېسر ډاکټر برکت شاه کاکړ په دې هرڅه ډيره ښه څېړنه کړې ده ، او زما په خيال دا په دې حواله په پښتو ژبه کښې ړومبی کتاب دی ، علامه شکور رشاد او ډاکټر جاوېد خليل د ختيځ پوهانو په ژوند او کار تحقيق کړی دی خو د برکت شاه صاحب کار تحقيقي او تنقيدي دواړه اړخونه لري ، دا کتاب په پښتو کښې د بنياد حېثېت لري ، پکار ده چې دا سلسله روانه وساتلی شي او په دې بختور بنياد علمي وداني جوړه کړی شي ،  د دې کتاب يو ښه خصوصيت دا هم دی چې ځای په ځای په کښې ښاغلي ليکوال د وضاحت دپاره لمنليکونه راوړې دي ، او د ختيځ پوهانو انځورونه ٸې هم راوړې دي ، پروفېسر ډاکټر برکت شاه کاکړ صاحب ته ، او د پښتو اکېډمۍ کوټه ته افرين او شاباسی وړاندې کوم چې د دې علمي کار دپاره ٸې شپه او ورځ خوارۍ کړې دي او تر مونږه ٸې رارسولې دي ، 

ډاکټر صاحب ته خواست کوم چې دا بختوره علمي لړۍ روانه وساتي ،

د دې زړه پورې ډالۍ دپاره مشر ډاکټر صادق ژړک صاحب ډيره مننه کوم ،

عنايت الله بهار

-
بېرته شاته