غوري پښتانه
[13.Jul.2018 - 07:25]سلطان شهاب الدین محمد غوري
لیک: بختورشاه
د غور شاهي ټبرد پُښتنو د «سوري» تپې سره تعلق لرلواو دغور د شاهي ټبر وړومبی سردارشنسب» نومیدهٔ چې د ده په نوم
« د غور شاهي کورنۍ ته شنسبي هم ؤیلی شي. په ۳۷هـ کې شنسب د غور حکمران ؤ, بیا وروستو د ابو مسلم د تحریک په زمانه کې یعنې ۱۱۰هـ کښې امیر پولاد سوري د غور حکمران شو او بیا په ۱۳۹هـ کې د هغه زوی امیر کروړ حکمران شو.
زه یم زمری په دې نړۍ له ما آتل نشته
په هندوستان او په تخار او په کابل نشته
بل په زابل نشته – له ما آتل نشته
او نور;
امیر کروړ چې کومه ویاړنه د خپل شجاعت د اظهار په غرض د بیتونو په شکل کې په زړې پخوانۍ سوچه پښتو ژبه کې کړې ده نو په دې کې هیڅ شک پاتې نه شو چې د هغه د اسلافو او د غور د اولس ژبه به پُښتو وه, د امیرکروړ نه پس په ۱۵۴هـ کې د هغه زوی امیر ناصر حکمران ؤ, د خلیفه هارون الرشید په زمانه کې د غور حکمران امیر بنجي ؤ چې د خلیفه د لوري نه ورله د امارت سند ورکړی شوی ؤ, په کومو ورځو کې چې محمود غزنوي په غزني کې حکمران ؤ نو د دې خاندان په هغه زمانه کښې د غور حکمران امیر محمد سوري ؤ, کله چې امیر محمد سوري د محمود غزنوي په لاس بندیوان شو نو د غیرت په وجه يې د قید د ذلت نه د بچ کیدو په خاطر زهر وخوړل او د دې نه مړ شو.
د امیرمحمد سوري په مرګ د هغې وخت د یو شاعر اسعد سوري په پښتو ژبه کې “مرثیه” په دې دلالت کوي چې د غور حکمران او اولس پُښتانه وو
د فلک د چارو څه وکړم کوکار
زملوي هر ګل چې خاندي په بهار
په سوریؤ باندې ویر پریوت له پاسه
محمد واکمن چې لاړ په بل دیار
او نور;
بیا وروستو د غور د شاهي کورنۍ علاوالدین سوري د غزنیانو حکمراني ختمه کړه او ډېر خلک يې په بې دردۍ سره ووژل او د غزني ښار يې وسېزلو; چې تر نن ورځې پورې علاوالدین سوري د جهان سوز په لقب یادېږي ——— د علاوالدین جهان سوز د مرګ نه پس د هغه زوی سیف الدین د غور امیر شو; ولې هغه ډېر زر د عیاشۍ له سببه د خپل سپه سالار عباس د لاسه اووژلی شو, د دې نه پس د عباس د نورو امیرانو په مشوره عیاث الدین بن بهاوالدین سام د غور امیر شو.
سلطان عیاث الدین او شهاب الدین دواړه د یو مور و پلار اولاد وو, د شهاب الدین د سرلښکرۍ له امله د غور حکمراني تر ډېرې لرې یعنې خراسان, سیستان, ترکستان او د ایران زیاتره برخه يې په خپل سلطنت کښې شامله کړه (۵۶۹هـ)
عیاث الدین په ۵۹۹هـ کې په حق ورسېدو, د هغه په مرګ د هغې وخت د یو شاعر “تاېٔمیني” د عیاث الدین په ستاېٔینه کې قصیده:
نن زه ژغیږم په صفت د سلطان
چې دې بادار غازي ملک د جهان
د فیروز کوه او غور رڼا ده له ده
هم د تیرو تورو بریښنا ده له ده
او نور;
په ۵۶۹هـ کې شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور د فوځ سرلښکر مقرر ؤ, د ده په مشرۍ کې په ۵۷۴هـ کې ملتان, په ۵۷۵هـ کې پېښور, په ۵۸۲هـ کې لاهور او په ۵۸۸هـ کې يې د هندوستان د قسمت فیصله د تراوړی په میدان کښې وکړه او په دې جنګ سره په هندوستان کې د مسلمانانو د سلطنت بنیاد کېښودلی شو چې د ۱۸۵۷م کال پورې قاېٔم ؤ. په کال ۵۹۹هـ کې د سلطان عیاث الدین غوري په مرګ شهاب الدین محمد غوري د خپل ورور جانشین شو او خودمختاره بادشاه شو!
شهاب الدین محمد غوري د ۲۳ کالو او ۸ میاشتو د واکمنۍ نه وروستو په 602هـ کې په حق ورسېدو او په غزني کې په هغه مقبره کې خاورو ته وسپارلی شو, کومه چې د خپلې لُور دپاره جوړه کړې وه. د ډیلي د راجه سره د جنګ په میدان کې د هغې وخت د یو شاعر “ملک یار غرشین” رجزیه شعرونه:
څښتن مو مل دی
اوس مو یرغل دی
هیواد د بل دی
غازیانو ګورﺉ
څښتن مو مل دی
تُوری تیری کړﺉ
دښمن مو پرې کړﺉ
منګلی سری کړﺉ
څه له به تښتو
څښتن مو مل دی
او نور;
دلیل دپاره د دې لاندې کتابونو نه مرسته اخستی شیٔ – مننه
—————————————————————————
۱- هندوستان پر اسلامي حکومت ، د مفتي شوکت علی فهمي لیکنه . ۱۷۰-۱۹۷ مخونه.
۲- علامه عبدالحی حبیبي ، دپښتو ادبیاتو تاریخ ،۴۶۰-۴۶۴ مخونه ، دپيښور چاپ .
۳- پُښتانه د تاریخ په رڼا کښې – سید بهادرشاه ظفر کاکاخیل
۴- منهاج السراج
۵- او پټه خزانه