(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د منګلو پاڅون

[08.Jul.2022 - 14:41]

د منګلو پاڅون

لیک: صفيه حليم

د ۱۹۲۴ م په پکتیا کې د امان الله خان خلاف دا پاڅون تر دوو کالو روان و. دا لومړی جګړه وه چې راپورونه يې د کابل، جلال اباد او پیښور په پاڼو کې خپریدل. په لیکنو کې دوی به “ملا لنګ و رفیق دلنګ” او ” ازملا لنګ تا ملا کور”جملې هم کارولې. د ګردیز ملا عبد الله په یوه پښه معمولي ګوډ، په ولس کې ملا لنګ (ګوډ ملا) په لقب مشهور و. د ده زوم، ملا عبد الرشید يې معاون او ملګری و.

منګل کرلاڼي پښتانه او په دوو لویو څانګو، موساخیل او جوني خېلو وېشلي دي. پخوا دوی بنو کې اوسېدل خو د مغلو په وخت پکتیا ته يې کډې یوړې. بیا ځینې خېلونه يې بیرته د پاړه چنار شا وخوا اباد شول. هلته د توری (طوري) سره د زمکو په سربه يې مودام جنګونه وو.

انګریزان په لومړي ځل ۱۸۵۶ م کې کرمې ته ورغلل. په ۱۸۷۵ م کې د افغانستان حکومت هلته خپل والي سردار زمان خان بارکزی کابل ته وروبللو. هم هغه راهیسې دا سیمه بې حکومته پاتې شوه.

د دویم انګریز افغان جګړې ( ۱۸۷۹م) څخه وروسته برطانيې د قبایلو د جلبولو لپاره هلته “ملکانه” سیسټم راوستلو. توري او منګل پخپلو کې سره وران وو نو د توري قبیلې یوه جرګه انګریزانو ته ورغله او خپلې سیمې ته يې وروبلل. “ټل” د افغانستان په پوله پروت او دې ځای نه ټوله علاقه قابو کې راتلې شوه. د دې له کبله پېرنګیانو دلته د یوې مضبوطې چاوڼۍ منظوري ورکړه.” په ۱۸۹۲ م کې “میرک” د برطانوي هند په کنټرول کې د کرمې لومړی “پولیټیکل ایجنټ” وټاکل شو.

په ۱۹۰۱ م کې د کوهاټ څخه د یو وړوکې ریل ګاډي پاټلۍ ټل چاوڼۍ پورې وِغځیدو. په ټرین کې به د عامو سورلیو نه علاوه د پکتیا د ځنګلونو لرګی هم بار و. بیا یو سړک جوړ شو چې پوځي او د سورلیو لارۍ به پرې تلې راتلې.

د ۲۰پېړۍ له پېل اميرحبیب الله د انګریز څخه ځینې مراعات اخیستل. د لومړي نړۍ وال جنګ ( ۱۹۱۴-۱۸) په وخت افغانستان بې طرفه خو په ولس کې ناارامي وه. په ۱۹۱۹م کې د امیر حبیب الله د قتل څخه وروسته، امان الله خان باچا شو او مخې سره يې د افغانستان په ماډرن کولو ګوتې پورې کړې. په یوه نظامنامه (قانون) کې ځینې دودیزه روایات غیر قانوني اعلان شول.

په ۱۹۲۳م کې یو منګل ماشومه جینۍ د ولور په بدل کې غوښتې او واده ته تیار و. د جینۍ پلار د اماني نظام نامې سره سم د ماشومې له واده څخه ډډه وکړه. منګل خپله دعوه د سیمې اعلى حاكم او قاضي ته یوړه خو هغوی هم ورسره و نه منل. سری ګوډ ملا ته ورغلو نو هغه د حاکم فیصله غلطه وګرځوله. ځینو خلکو ویل چې هغه د منګل څخه پېسې اخستې وې. خو ملا عبد الله په خپل شریعت ټینګ او نور قانون يې غیر اسلامي ګڼلو. ده په یو لاس کې قران او بل کې د جزا قانون ونیولو او خلکو ته يې وویل چې تاسو کوم یو منئ؟ ښکاره ده چې ولس د شریعت پلوي وکړه او د سیمې نورو ملایانو په ګډون امیر ته يې یوه عرضي واستوله.

د “امان افغان” جريده ليكي “د عبداالله اوعبدالرشيد په نامه دوه كسه ملا ډوله ګرديزيان، د يو شمير مغرضو وطني

كړيو او ځينو پرديو خاينينو د ناوړه تبليغاتو په پايله كې، پاچا ته عريضه كړې وه چې د نظامنامې ځينې مواد د شريعت د حكم سره سمون نه لري.”

ددې درخواست په جواب کې د امیر د لیک خلاصه داسې وه.

“نوموړې نظامنامه په مركز كې ډيرو سترو ملايانو او قاضيانو تياره او تصويب كړې ده او د هغوى د لاسليک او تصويب له مخې پلې شوې ده. كه چيرې تاسو د كومې مسئلې او د هغې د حكم په اړه، شک لرئ نو مركز ته راشئ او د نوموړو ملايانو سره خبرې اترې او بحث وكړئ چې شک مو ليرې شي.” دا لیک د خوست لوی حاکم ته ورسیدو نو هغه ګوډ ملا او د ده پلویان وروبلل. ملایان روان شول خو په لاره ویریدل چې هسې نا د خوست حاکم يې ووژني. د امان الله خان پلار په جلال اباد کې هم دغسې د مشروطه غورځنګ کسان په دربار کې وژلي وو. نو دوی له تلو څخه ډډه وکړه او د یو منګل په کور کې پاتې شول. بیا د دروغو تبلیغاتو یوه لړۍ پېل شوه چې ټول قبایل يې په مخه واخیستل. ګوډ ملا په ولس کې ډېر شهرت وموندلو ځکه ده به خلکو ته ویل چې لاړ شئ …د فلاني ونې لاندې پېسې پرتې دي. هغوی به ورغلل نو هلته به يې پېسې وموندلې.

بیا به آوازه ګډه شوه چې ګوډ ملا د خدای سپیڅلی دی ځکه دی هر چرته چې کېني، هلته زمکه شنه شي. هغه ته به الهام کیدو او یوه شنه چپنه يې واغوسته چې شخصیت يې لا دروند شو.

اخوا په ډېره دون (هند) کې د پخواني امیر یعقوب خان یو زوی عبد الکریم د بغاوت د مشرۍ لپاره په ۱۹۲۴ م کې خوست ته لاړو. ځينې خلک د ملا لنګ او امان الله دواړو په مخالفت د عبد الکریم چاپېره راټول شول.

امان االله خان د مخه ورو علماو یوه ډله د لوګر په “بيدک” د باغي ملایانو سره خبرو ته واستول. خو هغوی غوښتنه وکړه چې امان الله خان دې واک پرېږدي ځکه د افغانستان نوی امیر ګوډ ملا پخپله ټاکلی دی. د علماو پلاوى پوه شو چې دا يوه سياسى موضوع وه او د مذهب سره اړ نه دی. د امیر مشاورینو هغه ته مشوره ورکړه چې مذهبي شكايتونو د ځواب لپاره لويه جرګه را وغواړي. دغه جرګې کې د امان االله خان نظام نامه په عمومي ډول و منل شوه خو د جزاء د قانون په اړه يې ځينې اصلاحات راوستل. خو دا هم د ګوډ ملا لپاره د منلو وړ نه وو.

یوه بله فتنه د احمدی فرقې ( قادیاني) مبلغینو وه چې پکتیا کې فعال وو. حکومت د دغو کسانو سره سخت چلن کاو او په ۵ فروري ۱۹۲۵م دوه احمدیان مولوی عبد الحلیم او قاري نورعلي د منګلو پاڅون کې د لاس لرلو په تور کابل کې سنګسار شول.

د امان الله خان پوځي مشرانو رای دا وه چې پکتیا ته پوځ ورواستوي. خو نادرخان او د ده وروڼو د وزيرانو په غونډه کې د جنګ مخالفت ښکاره کړو. د دوی خبرې دومره ترخې شوې چې په اخر کې نادر خان خپله استعفا وړاندې کړه. دی يې په فرانس کې د افغانستان سفير او ورور هاشم خان يې په ماسکو کې کلتوري اتاشي وټاکل.

د منګلو پاڅون د پښتنو نورو ولایتونو ته هم خپور شو او قبایلو غزني کلا محاصره کړه. د پکتیا او کابل تر منځ د مواصلاتو سیسټم ختم او د مخالف اور تر لوګر ورسیدو چې کابل ته يې ګواښ کاو. محمد امين خان (غونډ مشر) د لوګر د چاوڼۍ دفاع کوله، غلام نبي خان څرخي د لوګر په واخجان تنګي كې مورچې نیولې وې. ميرزمان خان او عبدالوكيل خان نورستانى هم په خپلو جبهو کې جنګیدل. جنرال محمد عمرخان چې “سورجنرال” په لقب يې شهرت لرلو، د غزني محاصره ماته كړه. محمد غوث خان (غونډ مشر) ځواک د تښتیدونکو باغیانو پسې و. مشهورغازي، ببرك خان ځدران، چې د امان الله خان ملاتړ يې کاو، په همدې جګړه كې ووژل شو.

د باغیانو زور په ماتیدو، احمدزي له منګلو بېل شول او حکومتي ځواک د کابل او پکتیا تر منځ لارې پرانستې. د تيرې غاښی، زرمت او ميرزكه د سقوط سره پوځ د منګلو په کلیو چپاو وکړو. د ورځپاڼو د راپورونو له مخې، په دوو اوونیو کې، حکومت د منګلو ټول کلي ونیول، ۳۵۰۰ کورونه یا بمباري شول او یا يې وسیزل. د ۱۵۰۰ څخه زیات باغیانو ته مرګ ژوبله واوښته، ۴۶۰ ښځې او ماشومان د تېښتې په وخت واوره کې د یخ او لوږې د لاسه مړه شول. حکومت د دوی ۶۰۰۰ څاروي او نورمال غنیمت په توګه یوړل. سرکاري پوځ د فتح نغارې په ډنګولو کله چې بېرته جلال اباد ته ورسیدو نو شاهي ټبر ورباندې ګلونه وشیندل.

” د ځډراڼو ولس ملاعبداالله او ملا عبدالرشيد چې غرونو ته تښتيدلي وو، ونيول او دولت ته يې وسپارل.” دوی په كابل كې په مرګ محكوم او د ۲۵ نورو باغیانو سره چې زیات پکې ملایان وو، یو ځای په ۲۵ می ۱۹۲۵م چار ماري شول. په کابل کې کومو خلکو چې د دغه پاڅون یا د ملا لنګ پلوي کوله، حکومت له خوا په زوره د افغانستان شمال ته يې ورواستول چې هلته ژوند وکړي.

د ورځپاڼو تحلیل دا و چې انګریز په قبایلو او ملا لنګ ته لویه پېسه ویشلی وه او خپل ایجنټ عبدالكريم يې د كفارو د وطن څخه افغانستان ته استولی و. خو عبد الکریم بېرته هند ته لاړو نو انګرېزانو ونیولو ځکه ده د پناه شرایط مات کړي وو. دی يې برما ته جلاوطن کړو او هم هلته ووژل شو. ځینو د هغه د قتل پړه هم د امان الله خان په پلویانو واچوله. خو داسې ښایی چې عبد الکریم به د انګریز لپاره سردردي جوړوله نو د لوبې څخه يې وویستلو.

سرچینې

۱.د کرمې او ټل تاریخ. اسیر منګل. دانش خپرندویه ټولنه، پېښور ۲۰۱۱ م.

۲. د مومندو غزاگانې. سیال مومند. (١٣٥٤ کال). يونيورسټى بک ايجنسي، پيښور.

۳. د غازي میر زمان خان ژوند او مبارزو ته یوه لنډه کتنه. ډاکټر عبد الرحمان زماني. د مُسكاخپرندويه مؤسسه.

لمريز هجري كال۱۳۹۶. ژمې( ۲۰۱۸م)

اسد دانش مطبعه، كابل، افغانستان

 

4. Afghanistan. Luis Dupre. Princeton University Press. 1980.

صفيه حليم

-
بېرته شاته