پښتانه واکمنان
[08.Jul.2022 - 15:40]پښتانه واکمنان
لطیف یاد
په دې لنډه ليکنه کې د افغا نستان او هندوستان د هغو پښتنو واکمنا نو مو نه راغلي دي چې زياترو يې په افغا نستان او ځينو يې په هند او ايران با ندې هم واکمني کړې ده ٠
۱- دملتا ن لودي واکمنان:
------------------------------
*شیخ حمید لودي (۳۵۰ لیږدیز/هجری
*نصر لودي د۳۶۱ لیږدیز په شا وخواکې
* ابوالفتوح داود لودي د۳۹۵ لیږدیز په شاوخواکې
١- غوري واکمنا ن:
-----------------------------
د غه واکمنان په خټه پښتانه وو او دافغا نستان دغور اوسيدونکي وو٠ په غوري و اکمنا نو کې دغه لانديني واکمنان ډېر مشهور دي:
*سلطان علا والدين جها نسوز ١١٤٨- ١١٥٧ زيږديز
* سلطان غيا ث الدين غوري ١١٥٧-١٢٠٢ زيږديز
* سلطان شها ب ا لدين غوري ١٢٠٢-١٢٠٦ زيږديز
٢-غلجي ( خلجي) واکمنان:
-------------------------------
غلجي واکمنانو پر هند باندې واکمني کړې ده چې نو مو نه يې په لا ندې ډول دي:
* سلطان جلا ل الدين فيروزشاه غلجی ١٢٩٠-١٢٩٦ زيږديز
* سلطان علا والدين غلجی ١٢٩٦-١٣١٦ زيږديز
ستر خو شال بابا په خپلې يوې قصيده کې چې دډهلي دښار په اړوند يې ليکلې دډيلي دواکمنانو د نو مو نو ديادولو په ترڅ کې دسلطان علا والدين غلجي په هکله داسې وايي:
( بيا سلطان علا والدين پر سرير کښينا ست- چې په اصل کې غلجی دولا يت و)
* سلطان قطب الدين مبار کشاه ١٣١٦- ١٣٢٠ زيږ ديز
٣- لودي واکمنان:
---------------------
دوی هم پر هند باندې واکمني کړې ده :
* سلطان بهلول لودي ١٤٥١- ١٤٨٩ زيږديز
*سلطان سکندر لودي ١٤٨٩-١٥١٧ زيږ ديز
* سلطان ابر اهيم لودي ۱۵۱۷-١٥۲۶ زيږ ديز
٤- سوري واکمنا ن:
---------------------
دوی هم په هند کې پښتانه پا چاهان ول.
*سوري شير شاه ١٥٤٠-١٥٤٥ زيږديز
*اسلام شاه سوري ١٥٤٥-١٥٥٣ زيږ ديز
*عادلشاه سوري ١٥٥٣-١٥٥٥ زيږديز
*ابراهيم شاه سوري١٥٥٥ زيږ ديز
*سکندر شاه سوري ١٥٥٥ زيږديز
*عادلشاه سوري ١٥٥٥- ١٥٥٦ زيږديز
۵- دهند دبنګال کرلاڼي واکمنان :
----------------------------------
دوی دهند په بينګال کې واکمنان ول ٠
*تاج خان کر لاڼی ١٥٦٤ زيږديز
* سليمان کر لاڼی ١٥٦٥- ١٥٧٢ زيږديز
* بايزيد خان کر لاڼی ١٥٧٢ زيږديز
*داودخان کر لاڼی ١٥٧٢- ١٥٧٦ زيږديز
٦- دهو تکيانو واکمني:
---------------------------------
*ملي مشر مير ويس خان هو تکي ( مير ويس نيکه) ١٧٠٩- ١٧١٥ زيږديز
* عبدالعزيز خان هو تکي ١٧١٥-١٧١٧ زيږديز
* شاه محمود هوتک١٧١٧-١٧٢٥ زيږديز
د اهغه واکمن و چې دايران صفوي پا چا شاه حسين خپل تاج له خپل سره راښکته کړ او دده پر سر يې کيښود او اصفهان پر تخت کښيناست او دافغا نستان او ايران دواړو واکمن شو٠
* شاه اشر ف هو تکي ١٧٢٥-١٧٢٩ زيږديز
*شاه حسين هو تکي ١٧٢٩-١٧٣٨ زيږ ديز
٧- دراني يا ابدالي واکمنان:
----------------------------------
* ستر ټولواک احمدشاه بابا درانی١٧٤٧- ١٧٧٢ زيږديز
* تيمورشاه درانی ١٧٧٢- ١٧٩٣ زيږديز
* زمانشاه درانی ١٧٩٣- ١٨٠١ زيږ ديز
* شاه محمو د درانی لومړی ځل واکمني ١٨٠١- ١٨٠٣ زيږديز
* شاه شجاع درانی ١٨٠٣- ١٨٠٩ زيږديز
*شاه محمود درانی دويم ځل واکمني ١٨١٨- ١٨١٩ زيږديز
٨- محمدزي واکمنان :
-----------------------
* امير دوست محمد خان ١٧٩٣- ١٨٦٣ زيږديز
* امير شير علي خان لو مړی ځل واکمني ١٨٦٣-١٨٦٦ زيږديز
* امير محمدافضل خان ١٨٦٦ زيږديز
*امير محمد اعظم خان ١٨٦٧- ١٨٦٨ زيږديز
* امير شير علي خان دويم ځل واکمني ١٨٦٨- ١٨٧٩ زيږديز
* امير محمد يعقوب خان ١٨٧٩- ١٨٨٠ زيږديز
*امير عبد الر حمن خان ١٨٨٠-١٩٠١ زيږديز
* امير حبيب الله خان ١٩٠١- ١٩١٩ زيږديز
* غازي امير اما ن الله خان ١٩١٩- ١٩٢٩ زيږديز
د غازي اما ن الله خان په وخت کې افغانانو دپير نګيانو نه خپله خپلواکي تر لا سه کړه٠
* محمد نادر شاه ١٩٢٩-١٩٣٣ زيږديز
* محمد ظا هر شاه ١٩٣٣- ١٩٧٣ زيږديز
* سردار محمد داودخان ١٩٧٣- ١٩٧٨ زيږديز (داودخان دافغا نستان پا چا هي نظام په جمهوري نظام باندې بدل کړ)
٩- دافغا نستان د خلک ديمو کراتيک ګوند واکمنان:
----------------------------------------------
* نور محمد تره کي ١٩٧٨- ١٩٧٩ زيږديز
* حفيظ الله امين ١٩٧٩ زيږديز
*ډاکټر نجيب الله ١٩٨٩-١٩٩٢ زيږ ديز
١٠- دطالبانو داسلامي امارت واکمني:
---------------------------------------------
* ملا محمد عمر ١٩٩٦-٢٠٠١زيږديز
١٠-د طالبا نو دحکومت تر ړنګیدو وروسته:
---------------------------------------------
* حامد کرزی ٢٠٠١- ۲۰۱۴ زيږديز
* ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د ۲۰۱۴یږدیز نه د۲۰۲۱ زیږدیزکال داګست تر ۱۵ نیټې
دطالبانو دویم ځل واکمني د۲۰۲۱ زیږدیز کال داګسټ له ۱۵ نیتې نه څخه را پدې خوا
(یاد) 09.11.2021
..................................
ډهلي سلطنت (The Delhi Sultanateُ )
--------------------------------
په هندوستان کې له کال ۱۲۰۶ زیږدیز/ میلادي نه بیا تر ۱۵۲۶ زیږدیز کاله پورې
موده چې ( ۳۲۰ ) کلونه کیږي په مجموعي توګه ددهلي سلطنت په نامه سره یادیږي .په دغه موده کې پر هند لاندنیو واکمنانو پاچا هي کړې ده :
--------------------------------------------------------------------------
دمریانو کورنۍ (1206 - 1290)
قطب الدین ایبک (1206 - 1210)
آرام شاہ (1210 - 1211)
شمس الدین التمش (1211 - 1236)
رکن الدین فیروز (1236)
رضیہ سلطانہ (1236 - 1240)
معز الدین بہرام (1240 - 1242)
علاؤ الدین مسعود (1242 - 1246)
ناصر الدین محمود (1246 - 1266)
غیاث الدین بلبن (1266 - 1286)
معز الدین کیقباد (1286 - 1290)
کیومرث (1290)
--------------------------------------------------------------------------
دخلجیانو ( غلجیانو) کورنۍ (1290 - 1321)
جلال الدین فیروز خلجی (1290 - 1294)
علاؤ الدین خلجی (1294 - 1316)
قطب الدین مبارک شاہ (1316 - 1321)
--------------------------------------------------------------------------
تغلق شاهان (1321 - 1398)
سلطان غیاث الدین تغلق شاہ (1321 - 1325)
محمد بن تغلق (1325 - 1351)
فیروز شاہ تغلق (1351 - 1388)
دویم غیاث الدین تغلق (1388 - 1389)
ابو بکر شاہ (1389 - 1390)
دریم ناصر الدین محمود شاہ (1390 - 1393)
لومړنی سکندر شاہ ( March - April 1393)
محمود ناصر الدین (1393 - 1394)
نصرت شاہ (1394 - 1398)
------------------------------------------------------------------
دسیدانو کورنۍ (1414 - 1451)
خضر خان (1414 - 1421)
دویم (ثاني )مبارک شاہ (1421 - 1435)
محمد شاہ (1435 - 1445)
علاؤ الدین عالم شاہ (1445 - 1451)
--------------------------------------------------------------------------
لودي واکمنان (1451 - 1526)
بہلول لودي (1451-1489)
سکندر لودي (1489-1517)
ابراهیم لودي (1517-1526)
--------------------------------------------------
هند دمالوې دسیمې د پښتون واکمن(سلطان) بازبهادر
اودراني روپ متي دمینې کېسه
دمخه تردې چې آغلو او ښاغلو لوستونکو ته دمالوې دپښتون واکمن بازبهادر او دهغې دمینې راني روپ متي داستان بیان کړم نو ښه به داوی چې لومړی د هند دمالوې سیمه وپیژنو .
مالوه دهندوستان دمدهیا پردیش دایا لت یوه ولسوالي ( ډیسټریکټ )دی.مالوه دهندوستان یوه لرغونې سیمه ده چې دتاریخ په اوږدو کې د ډیرو واکمنانو تر ولکې لاندې وه او پر دې سیمه یې راج چلولی دی.پرمالوې باندې ډیرو واکمنانو لکه: اونتي ،موریا ،ګوپتا، پارمارا،کوشانیانو ،ستهوانانو ،ساکانو،هرشه ، دمالوا واکمنانو (سلاطینو)،،مغولو ،مرهټه وو او انګریزانو حکومت کړی دی.
دمالوې نوم دلرغونې هند دیوې قبیلې مالاواس نه اخیستل شوی دی چې مانا یې (دلکهشمي داستوګنځي یو ه برخه) ده . دمالوې نوم په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې د(موهولو) په بڼه دچینی زایر هیونتسنګ په یونلیک (سفرنامه )کې هم راغلی دی.
مالوه دګوپتا دامپراتورۍ په تیره بیا ددویم چندر ګپت ( ۴۱۳-۳۷۵زیږدیز ) په وخت کې چې په ویکرام ادهیتیا سره یې شهرت درلود ډیر پر مختګ وکړ ،نو ځکه دغه عصر ته دمالوې طلایی عصر یا ګولډن ایج هم ویل کیږي . همداراز دګوپتا واکمنانو په ۵۲۸ زیږدیز کال کې په مالوه کې هونانو ته هم ماتې ورکړه ځکه چې دمالوې پر سیمه یې تیری او لاسوهنه کوله.په اوومه زیږدیزې پیړۍ کې مالوه دهرشه واکمنۍ تر ولکې لاندې راغله .
په هندوستان کې دډهلي سلطنت په وخت کې يعنې په ۱۴۰۱ زیږدیز کال کې پښتون واکمن دلاورخان غوري ځان دمالوې د لومړنی سلطان په توګه اعلان کړ او دمالوې دسلطنت بنسټ یې کیښوداو په خپل نوم یې خطبه جاري کړه اوماندویې دخپل سلطنت پلازمیینه ( پایتخت ) وټاکه چې تر هغه وروسته یې زوی الپ خان ځانته دهوشنګ شاه نوم غوره کړ او په ( ۱۴۰۵ – ۱۴۳۵ زیږ دیز) کال کې د ماندو واکمن شو او دده په وخت کې ماندو او په عمومي ډول مالوې ډیر پر مختګ وکړ.
تردې وروسته دمالوې دسلطنت چارې دپښتنو غلجیانو دکورنۍ لومړنی سلطان محمدشاه لاس ته ورغلې چې دغلجیانو کورنۍ په مالوې باندې د ۱۴۳۶ زیږدیز کال نه تر ۱۵۳۱ زیږدیز کاله پورې حکومت وکړ. دمحمد شاه تر مړینې وروسته یې زوی سلطان غیاث الدین غلجی دمالوې واکمن شو ،خو دده دژوندانه په وروستیو وختونو کې دسلطنت او اقتدار لپاره دده ددوو زامنوناصرالدین او علاءالدین تر مینځ جګړې وشوې .ددغې کورنۍ وروستني واکمن دویم محمدشاه ځان دګوجرات سلطان محمدشاه ته هغه وخت ورحواله کړ کله چې بازبهادر د ۱۵۳۱ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۵ نیټه دمالوې کلا ونیوله .
تر دې وروسته مالوه تر ډیر و وختونو پورې دګوجرات دواکمن محمد شاه ترولکې لاندې وه چې بیا قادرشاه دغلجیانو دکورنۍ یو ستر افسر تر یوې مودې پورې پرمالوې حکومت کاوه . کله چې سوري شیرشاه دهند واکمن شو نو هغه په ۱۵۴۲ زیږدیز کال کې قادرشاه ته ماتې ورکړه او شجاع خان یې دهغه ځای دګورنر په توګه وټاکه او تر هغه وروسته په ۱۵۵۵ زیږدیز کال کې بازبهادر خپل ځان دمالوې دخود مختاره ګورنر په توګه اعلان کړ . په ۱۵۶۱ زیږدیز کال کې دهندوستان مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دمالوې دسیمې دنیولو لپاره خپل دوه تنه تکړه جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان ولیږل او دواړو دسارنګ پور په جګړه کې چې دبازبهادر او داکبر دجنرالانو تر مینځ وشوه د ۱۵۶۱ زیږدیزکال دمارچ دمیاشتې په ۲۹ نیټه دمالوې دسیمې وروستي پښتني سلطان باز بهادرماتې وخوړه اوورسته بیا دغه سیمه دمغولو لاسته ولویده او داکبر باچا له خوا عبدالله خان اوزبک ددغې سیمې ګورنر وټاکل شو.
دمالوې دسلطنت په وخت کې آرټ اومعماري ډیره وده وکړه چې تراوسه پورې هم په مالوې کې دهغه وخت دآرټ ،نقاشۍ او ودانیو نخښې شته .
دبازبهادر او راني روپ متي دمینې کیسه :
لکه چې دمخه وویل شول بازبهادردمالوې دسیمې واکمن و چې د۱۵۵۵ زیږدیز کال نه تر ۱۵۶۱ زیږدیز کلونو پورې دمالوې دسیمې پښتون واکمن(سلطان ) و. د بازبهادر پلار شجاع خان دسوري شیرشاه له خوا دمالوې دسیمې دګورنر په توګه ټاکل شوي و. کله چې بازبهادر دخپل پلار تر مړینې وروسته دمالوې سلطان شو نویوه ورځ دښکار لپاره ځنګله ته لاړ او هلته یې ولیدل چې یوه ښایسته اوښکلې شپونکۍ دخپلو نورو همزولوسره سندرې وایې او ډیر ښکلی غږلري . ددې جنۍ ښایست او خوږ غږ دبازبها د ر زړه یوړ او پر هغې مین شو .داجنۍ روپ متي نومیده او دمالوې دیوې هندو کورنۍ پورې یې اړه درلود له . بازبهادر چې دښایست او سندرو سره یې مینه درلودله دروپ متي نه وغوښتل چې دده سره دمالوې پلازمیینې ( پایتخت ) ته لاړه شي . روپ متي باز بهادر ته وویل په یوه شرط ورسره ځي چې هلته په ماند و کې یوه ماڼۍ جوړه کړې چې دنربداسیند ته نږدې وي . بازبهادر روپ متي له خانه سره ماند و ته راوستله . دده دکورنۍ ډیر قدر یې وکړ او دهغې سره یې نکاح وتړله او هغې ته یې په ماندو کې یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه . تر هغې ورځې وروسته روپ متي (راني روپ متی) یعنې ملکه روپ متي شوه . بازبهادر دهغې ډیر خیال ساته او ورته ډیره ګرانه وه او دژمنې سره سم یې په ماندو کې ورته یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه چې دراني روپ متي دمانۍ په نامه سره شهرت لري او او س هم شته .
کله چې په ۱۵۶۱زیږدیز کال کې دهند مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر خپل دوه نامتو جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان دمالوې دسیمې دنیولو لپاره ولیږل نو په هغه جګړه کې چې دسارنګپور په سیمه کې وشوه باز بها در ماتې وخوړه او مالوه دمغولو لاس ته ورغله .دمغولي جنرال ادهم خان یوه هیله داوه چې راني روپ متي ژوندۍ تر لاسه کړي ، ځکه دراني روپ متي او دبازبهادر دمینې داستان او ددې ښایست په ټول هندوستان کې مشهور و.راني روپ متي خپل خاوند بازبهادر ته دومره وفاداره وه چې کله یې د مغولو له لاسه دخپل خاوند دماتې خبر واورید نو ددې لپاره چې دمغولو لښکرو لاس ته ور ونه لویږي نو زهر یې وخوړل او ځان یې وواژه او په دې توګه یې داثابته کړه چې څومره خپل خاوند ته وفاداره وه .
دبازبهادر او دراني روپ متي داستان په منظوم ډول په هندي ،اردو او پارسی ژبو هم لیکل شوي دی .دتاریخ مرصع لیکوال افضل خان خټک هم په خپل کتاب کې ددې کیسې یادونه کړې ده اولیکلي یې دی چې دمالوې پښتون سلطان بازبهادر تل دخپلې ملکې په عشق کې ډوب و او دسلطنت چاروته یې پاملرنه نه کوله .همداراز انګریزانو په ۱۹۲۶ کال کې دباز بهادر او راني روپ متي پر عشق او مینې یو کتاب لیکلی دی چې
The Lady of the Lotus: Rupmati, Queen of Mandu: A Strange Tale of Faithfulness
نومیږي .همداراز دهند سینما بالیووډ هم په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې د باز بهادر او رانی روپ متي دمینې دداستان نه یو فلم هم جوړکړی دی چې په لاندیني لینک کې یې کتلای شئ !
http://www.youtube.com/watch?v=UzmypZMq2Zo
.........
دخوشال بابا یو رومانټیک غزل
نیمه شپه مې په پالنګ راغله دلبره
پری رویه ،عنبر بو یه، سیمین بره
رنګینه جامې اغوستي زرنګاري
سره درسته تجلي وه پا تر سره
په سپین والي دسپین مخ لکه مو منه
په توروالي دطرې لکه کافره
سريې تور،ښیښه په لاس، باده یې څښلې
له مستۍ نه په خپل ځان نه وه خبره
دپایلو دڅړۍ یې شرنګهار شو
زه له خوبه راپرتاب شوم ډیر په ویره
ماوې ګوره ښاپیریه ده که حوره
چې داهسې شان په ما شوه برابره
تورې وروځې یې لیندۍ باڼه یې غشي
غاښ یې در قیمت بها په لب شکره
په خندا خندا يې دا ووې وماته
چې وماته نظر وکړه بې بصره
ته ما نه پیژنې زه هغه خوبان یم
بله نشته په خوبۍ تر ما بهتره
عاشقان زما دخولې په کلي ډیر دی
بختور یې چې مې ونیوې په غوره
څو بوسې یې دلبانو ماته راکړې
حقیقي پیاله یې راکړه له احمره
درسته شپه موسره راز په پالنګ وکړ
دوصال خوښي بې لا نه وه تر سره
چې آواز د موذن دآذان وشو
په سحرله مانه ولاړه ناز پروره
چې په ډیر ارمان محبوبه ځینې درومي
کاشکې شپه دخوارعاشق وي بې سحره
چې له هسې محبوبا خوشال جداشو
دآتش لمبې یې درومي له بستره
........
تواچي ( تواچیان ) :
--------------------------------------------------------------
( په پخوانیو وختونو کې په کلو کې په تېره بیا د ننګرهار،کونړ ، لغمان په ولایتونو کې به په کلو کې تواچیان ول چې مفرد یې تواچي و، دغه تواچیان دکلی دملکانو مرستیالان ګڼل کېدل.دغه تواچي یا د کلي د ملک مرستيال یا د کلي د مشر کومکي، هغه سړی و چې په ځينو کارونو کې به یې د کلي له مشر یا ملک سره مرسته کوله او دکلي دملک پيغامونه به یې ولس او دکلو خلکو ته رسول دبېلګې په توګه که به اشر و نو تواچي به دکلیو او ولس خلک خبرول چې سبا یا بل سبا دکلي دسړک دجوړلو لپاره اشر دی .که به حکومت کوم پیغام درلود نو دکلي ملک به دتواچیانو په مرسته دکلي خلک ترې خبرول.
د تواچي دو یي ّ(کلمې ) ریښه ډېره پخوانۍ ده او په پخوانیو وختونو کې به دپاچاهانو جارچیان هم دتواچیانو په نامه یادېدل چې دواکمن یا پاچا فرمانونه به یې دخلکو او ولسونو تر غوږونو رسول او هغوی به یې ترې خبرول .
په تېرو څلورو لسیزو کې چې په افغانستان کې دجګړو له کبله په کلیو کې دملکانو رول کمزوری شو نو تواچیان هم په کراره کراره له مينځه لاړل.
(یاد)
........
بهګود ګیتا
-------------------------------------------------------------------
لیکوال : ډاکټر لطیف یاد
بهګود ګيتا يا لاهوتي سندرې د هندوانو مذهبي کتاب دی چې د هند د مشهورې حماسې مهابهارتا يوه برخه ده او دهندوئيزم د مهمو ادبي او ديني متونونه شمېرل کيږي٠
بهګود ګيتا د ٧٠٠ شلوکو يا بيتونو يوه مجموعه ده چې په اتلس څپرکوکې کښل شوی دی چې په اصل کې د مهابهارتا د ٢٣څپرکي نه نيولې تر ٤٠ څپرکو پورې بر خې جوړوي چې د شري کرشنا او دپانډوانو دکورنۍ د زړور او بهادر جنګيالي ارجن تر مينځ د خبرو اترو او مکالمومنظومه بڼه ده٠
بګهود ګيتا د دوو کلمونه جوړه شوې ده بهګود يعني ( بهګوان يا خدای) او ګيتا يعنې( سندرې ) چې ورته خدايي يا لاهوتي سندرې هم وايي٠ د هندوانو په عقيده بهګود ګيتا له نن نه ٥٠٠٠ کلونه وړاندې د ( وياسا ديوا) له خوا ليکل شوی دی٠
لکه چې دمخه ويل شول بهګودګيتا د وشنو د اوتار شري کرشنا او پا نډوانو دکورنۍ دزړور اتل او جنګيالي (ارجن) تر مينځ دمکالمو منظو مه بڼه ده٠ ارجن د مهابهارتا مشهورې جګړې ته د تګ په حال کې دی چې د پا نډوانو او کور وانو تر مينځ جګړه پېښه شوه٠ شري کرشنا په دغه جګړه کې دارجن د جنګي بګۍ چلوونکي په توګه ګډون کوي او په دغه ترڅ کې دارجن او شري کرشن تر مينځ خبرې اترې هم شوي دي چې دغه مکالمې دپوښتنو او ځوابو نو په بڼه دي .چې دغه پو ښتنې دخدای، دهستۍ او انسانانو په اړوند دي٠ ارجن د مهابهارتا د جګړې ډګر ته دتلو په وخت کې او هم دمهابهارتا دجګړې په ډګر کې د يوه ډول ذهني کشمکشو نو سره مخامخ دی٠
ارجن په سنسکرت ژبه کې روښنايۍ، ځلا او سپين ته ويل کيږي٠ ارجن د پانډوانو په پنځو وروڼو کې دريم ورور اودی دپانډو په مېرمنوکې دکونټي زوی و چې د پا نډولو مړنۍ مېرمنه وه٠ د ارجن مېرمن دروپدي نو مېدله چې د پانچالا دواکمن درو پدا لوروه٠ ويل کيږي چې ارجن ډېر ښايسته او ښکلی سړی و٠
د ګيتا تعليمات او لار ښوونې :
د بهګود ګيتا دلارښوونو او تعليماتو له مخې دانسان رښتينی جوهر روح دی چې د زمان او مکان نه ماورا دی٠ دګيتا د لارښوونو پر بنسټ د انسان د ژغورنې له پاره ډول ډول لارې چارې شته ، خو تر ټولو غوره لارې يې کرم يوګا ياد کړووړو دسپلين او بهګتي يوګا يا خدای ته د ځان وقفول يې تر ټولوښې لارې چارې دي کرم يو ګا چې د بودهي يو ګا په نامه سره هم يا ديږي اساس او بنسټ يې دسپلين دی ، همداراز د خدای سره مېنه او محبت ، دهغو وجائبو سر ته رسول چې خدای پرې خو شاليږي او د کبر او غرور نه ډډه کول د بهګود ګيتا د تعليماتو غوره بر خې جوړوي٠ بهګتي يوګا يا خدای ته ځان وقفول او دهغه په مېنه کې ډوبيدل او مراقبې ته وايي ٠
د ګيتا د تعليماتو له مخې کائنات د پوهواو جاهلو انسانانو يو ترکيب او جوړښت دی او له همدې کبله طبيعي ده چې انسانان دغه دوه فطرته له ځانه سره لري٠
د بهګود ګيتا فلسفې د نړۍ ډېر غوره متفکرين تر خپلې اغېزې لاندې را وستلي دي چې په دغه لړکې د ټولنيز مصلح راجا رام موهن، شنکراچاريه او د مشهور امريکايي عالم هينري تهورو نومونه يا دولای شو
همداراز د هند ستر لارښود مهاتماګاندهي هم د ګيتا د تعليماتو تر ژورې اغيزې لاندې و٠
دبهګود ګيتا اتلس ګوني څپرکي يا فصلونه په لاندې ډول دي:
1- د جګړې پر پايلو وېر او ما تم :
د بهګود ګيتا لومړنی څپرکی يا فصل د بهګود ګيتا د رامينځ ته کيد لو عوامل، دکورو کشيترا دجګړې ډګر او دجګړې پر حالاتو څرګندونې کوي چې اصلي کرکټرونه يې شري کرشنا او شهزاده ارجن دي٠ ارجن د مهابهارتا په جګړه کې د خپلو څلورو مليونو سر تېرو شاهد دی، خو بيا هم ار جن د يو ډول ذهني وېرې او کشمکشونو سره مخامخ دی چې جګړه ونه با يلي٠
2- دروح د تلپاتيوالي حقيقت :
د بهګود ګيتا په دوهم څپرکي کې شهزاده ارجن د شري کرشنا لارښونې په بشپړه توګه مني او دهغه مريد کيږي٠ ارجن د شري کرشنا نه غواړي چې ورته لار ښوونه وکړي چې په څه ډول د خپل زړه نه اند يښنې ليرې کړي٠ په همدې څپر کي کې د انسان دکړو وړو او اتما يعني روح په اړوند ژورې او هر اړ خيزه څر ګند ونې شوي دي٠
3- دانسانانو تلپاتي کړه وړه او دندې :
د بهګود ګيتا په دريم څپر کي کې د انسان پر کړو وړو او تلپاتو دندو بحث او ګړ ويږ نه شوې ده٠ په دې څپر کي کې شري کرشنا دا خبره څر ګندوي چې په کومه ټولنه کې چې انسان او سيږي د هغو انسانانو دندې ، وجايب او مکلفيتونه څه دي او ولي بايد دا وجايب تر سره شي او د ژغورنې لاره کو مه ده؟
4-رښتيني حقيقت ته رسيدل :
په دې څپر کي کې شري کرشنا وايي چې يو انسان څنګه کولای شي چې روحاني علم او پو هه تر لاسه کړي او په څه ډول د ماديا تو سره چال چلند وکړي٠ په دې څپر کي کې رښتيني حقيقت ته درسېد لو لارې چارې په ګوته شوي دي٠
5-عمل او ګوښه توب :
په دې څپر کي کې شري کرشنا، ارجن ته د عمل او همداراز د تر ک او ګوښه توب په اړوند خبرې لري او دايې جو ته کړې ده چې ددغو دوو لارو په غوره کولو سره څنګه نجات او ژغو رنه تر لا سه کيدای شي٠
6- د ځان پېژندنې پوهه :
په دې فصل کې شري کرشن دا څرګندونې کړي دي چې په څه ډول خپل ذهن د يو ګا داتو ګونو پوړيو او مراحلو په تر سره کولو سره پاک کړو٠ هغه يوګا د هستۍ او موجوداتو روحاني ځانګړتيا بللې ده ٠
7- وروستي او نهايي حقيقت ته درسيدو پوهه او علم :
په دې څپرکي کې شري کرشنا د نهايي حقيقت په اړوند ځا نګړي نظريات وړاندې کړي دي٠هغه دا راښيي چې خلکو کومې څلور ډلې دي چې دالوهيت پيروي کوي او کومې د خلکو څلور ډلې دي چې د الوهيت سره په مخالفت کې دي٠ د شري کرشنا په اند يوه داسي رو حاني پوهه او ادراک شته چې سړی خدای ته رسوي٠
8- ژغورنې ته لاس رسی :
د بهګود ګيتا په اتم څپر کي کې شري کرشنا د يوګا دعلم پر زده کړې ټينګار کوي٠ نوموړی همداراز دمادي نړۍ د را مينځ ته کيدلو او دروحا ني نړۍ سره د هغې دتو پېرونو په اړوند هم څرګندونې کوي چې يوه يې خير ښيګڼې او بله يې دشر يا نيستۍ خو اته انسان بيايي٠
9- نهايي حقيقت ته در سيدو لپاره ډاډمنه پوهه:
په دې څپر کي کې شري کرشنا نهايي حقيقت ته د رسيدو لپاره ډاډمنه پوهه ضروري ګڼي٠ هغه دا ښيي چې ولې دا مادي نړۍ رامينځ ته شوه، څرنګه خپره شوه، څنګه وسا تله شوه او څرنګه له مينځه ځي هغه عقيده لري چې پر دغو شيانو باندې پو هيدلو ته ډاډ منه پو هه ضروري بلله کيږي٠
10-د نهايي او وروستي حقيقت لايتناهي پرتم :
په دې څپر کي کې شري کرشناد علت او سببونو په اړونديې خبرې لري٠ هغه ارجن ته د حقيقت د پياوړتيا او توانمندۍ باب څرګند ونې کوي٠ ارجن د شري کرشنا نه غواړي چې د توان او قدرت په اړه ورته نورې څرګند ونې هم وکړي او شري کرشنا هم هغه ته چې ډېر غوره او مهم دي ورته بيانوي٠
11- د هستۍ د عمومي جو ړښت ليد او تصور:
په دې څپر کي کې ار جن شري کر شنا ته زارۍ کوي چې دټولې هستۍ د عمو مي جو ړښت په اړوند ليد او تصور بيان کړي ، چې شري کر شنا يې ورته بيا نوي٠
12- خدای ته دځان وقفولو لاره :
په دې څپرکي او فصل کې شري کر شن خدای ته دځان د وقفولو شان او پرتم بيا نوي٠ همداراز نوموړی دروحاني دسپلين بېلا بېل جوړ ښتو نه ښيي او د هغو کسانو ځانګرتيا وې او بيلا بېل عملونه او کړه وړه بيانوي چې دروحاني دسپلين لاره تعقيبوي ٠
13-د فردي او نهايې پوهې نه خبرېدل :
د بهګود ګيتا په دې څپر کي کې شري کرشن د انسان او فرد د فزيکي جوړښت او دروح د تلپا تيوالي په اړوند څرګندونې کوي٠ نوموړی وايي چې دانسان يا فرد فزيکي جوړښت له مينځه تلونکی دی، په داسې حال کې چې روح تلپاتې دی٠
14- د مادي هستۍ درې ځانګړ تياوې :
په دې فصل کې شري کرشنا دهغو مادي څېزونو او شيانو ښيګڼې او اړتيا وې بيانوي چې ټوله مادي نړۍ يې تر اغېزې لاندې راو ستلې ده٠ همداراز شري کر شنا دهر مادي څېز او هستۍ درامينځ ته کېدو علتونه، سببو نه او ځواک په بشپړه تو ګه ښيي٠
15- د نهايي او مطلق حقيقت پېژند نه:
په دې څپر کي کې شري کرشنا د الوهيت د پېژندنې موخه او مقصد اود دې خبرې اهميت راښيي چې په څه ډول د کائناتو خالق وپېژنو٠
16- رحماني او شيطاني خصلتونه او صفتونه :
په دې فصل کې شري کرشنا ارجن ته هغه خصلتونه بيانوي چې ښه وي او هغه رحماني صفتونه دي٠ همداراز هغه ارجن ته هغه شيطاني صفتونه هم بيانوي چې انسان دسمې لارې نه کږې لارې ته بيايې او شيطان ترې جوړوي٠
17- دمادي هستۍ درې برخې :
په دې څپر کي کې شري کرشن ارجن ته دمادي هستۍ درې برخې بيانوي او همداراز يې د انسانانو دعقايدو بېلا بېلې برخې يې هم تر څېړنې لاندې نيولي دي٠
18- دنهايي يا ورو ستي حقيقت بيان :
په دې فصل کې چې دبهګود ګيتا وروستنی څپر کی دی شري کرشنا دتېرو ١٧ څپر و بيانونه په لنډه توګه خلاصه کړي دي اود ښه عمل او يوګا په نتيجه کې د انسان د ژغورنې په باب څر ګندونې لري٠ هغه همداراز خدای ته درسيدلو لارې چار ې هم بيا نوي٠
----------------------------------------------------------------
منابع او سرچینې :
د دې مقالې په ليکلو کې مې له لاند نيو منا بعو او ماخذو نه استفاده کړې ده :
١- دسری بهګود ګيتا قلمي نسخه، په فارسي ژبه چې ليکوال يې نا معلوم، خو کاتب يې منشارام بن ديوان ګنګا رام دی٠ دغه قلمي نسخه د دهلي دتغلق اباد د خطي نسخو په کتا بتون کې په ١٣٢٣ نمبر کې خو ندي ده و ١٥٠ پا ڼې لري٠ ما له دغه قلمي نسخې نه ځينې مهم يا داشتو نه اخيستي وو چې په دې مقاله کې مې ور ځينې استفاده کړې ده٠
٢-بهګود ګيتا ، قلمي نسخه، په فا رسي ژبه چې ددهلي دجا معه مليه د پو هنتون د کتا بتون دقلمي نسخو په C١١ نمبر کې خو ندي ده او ١٢٦ پا ڼې لري٠
٣- دبهګود ګيتا دريمه نسخه چې شيخ عبد الله له هندي ژبې نه په فارسي تر جمه کړې او ٨٥٤ صفحې لري او د هند دپنجاب دايالت دپټيالې دښار په ارشيف کې په ١٦٧٨ شمېرې باندي خوندي ده.
۴-دبهګود ګیتا فارسی ژباړه ، سیدحسن کشمیري
۵-http://www.bhagavad-gita.us/
۶-http://en.wikipedia.org/wiki/Bhagavad_Gita
۷-http://www.bhagavad-gita.org/
۸-http://www.srimadbhagwatgeeta.com/
یادونه : زما دغه مقاله په ۲۰۰۹ زیږدیز کال په کابل ناتهـ سایټ کې خپره شوې ده .