(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دماشومانو لپاره کیسې

[15.Jul.2022 - 13:08]

ژباړونکی:رڼاګل اریوبزی

 

شهزاد ګۍ د موږک پوست په جامه کې/ دماشومانو له پار لنډه پاره لنډه کیسه

یو وخت یوه پاچا درې لورګانې درلودې، ده غوښتل مالومه کړي چې په کومه لور يې ډیر ګران دی، ځان ته يې راوبللې او يې پوښتلې چې په کومه لور يې څومره ګران دی. مشرې لور يې ور ته و ویل چې د ټولې پاچا هۍ نه ډیر په ګران دی. دوهمې لور يې ورته و ویل چې د د نیا تر ټو جوهراتو او مرغلرو نه زیات په ګران دی او دریمې لور يې و ویل چې د مالګې نه زیات په ګران دی. باد شا په دې ډ یر په غوسه شو چې کشرې لور يې د یوه کم ارزښته شي سره پر تله کړ، یوه نوکر په لاس يې ورکړه او امر يې ورته وکړ چې ځنګل ته يې بوزي او هلته يې و وژني.

کله چې ځنګل ته ورسیدل، شهزاد ګۍ د نوکر نه هیله وکړه چې ويې نه وژني. نوکر شهزادګۍ ته ډیر وفا دارواو هغه به يې له سره نه وای وژلې. ده شهزاد ګۍ ته و ویل چې غواړي له هغې سره پاتې شي او ټول امرونه به يې مني. شهزاد ګۍ نور څه نه غوښتل او ورته ويې ویل چې یوازې د موږک له پوست نه جوړې شوې جامې مې په کار دي. نوکر دا جامې ورته راوړې، شهزاد ګۍ واغوستې او د واړه روان شول. هلته دیوه ګاونډي پاچا در بار ته ورغلل. شهزاد ګۍ بادشا ته ځان داسې ښکاره کړچې ګوندې نارینه دی او هیله يې ورنه وکړه چې په نوکرۍ يې ومني. باد شاه يې غوښتنه ومنله او ورته ويې ویل چې د ده د ځان خدمت به کوي، ماښامی به يې موزې له پښو باسي، خو هر ځل به يې دا موزې دهغې په سر ور ا چولې. یوه ورځ يې وپوښتله چې هغه له کوم ځایه راغلې ده. دې ځواب ورکړ چېله هغه هیواده، چرته چې څوک په موزو بل څوک په سر نه وليله دې وروسته يې تر نظر لاندې ونیوله ترڅو چې یوه ورځ يې نورو نوکرانو ګوته ور وړه او ور ته ويې ویل چې دا ګوته د موږک پوست نه دلت ورکه شوې ده، د ډیرې لوړې بيې ګوته ده، موږک پوست به حتمأ له چا غلا کړي وي. باد شاه موږک پوست ور وغوښت او ورته ويې ویل چې دا ګوته دې له کومه کړه. موږک پوست نور ځان نه شو پټولی، ځان يې د موږک پوست نه راوایست، تور اوږده ویښتان يې د تور ځنګل په شان په بارخو خواره واره شول، دومره ښکلۍ او دومره بې سارې ښکلې ښکاریده چې بادشا په همدې شیبه کې تاج د خپل سر نه ایسته کړ او دهغې په سريې کیښود او دخپلې میر منې په توګه يې اعلان کړه.

دواده مراسیمو ته دموږک پوست پلار را وبلل شو، هغه ګمان کاوه چې لور يې لا دوخته مړه شوې ده او ويې نه پيژندله. په د ستر خوان ډول ډول خواړه  پراته وو، خو ټول بې مالګې وو. کله چې د موږک پوست پلار وڅکل، نو ډیر په غوسه شو او ويې ویل چېکه له لوږې هم مړ شم داسې خواړه به ونه خورمدبادشا د دې خبرې سره سم ملکې ور ناره کړه چېاوس وايې چې که د لوږې ومرم هم داسې خواړه به ونه خورم، یوخت خو تاسې دنوکر په لاس په دې ګونا وژلم چې در ته مې و ویل چې دملګې نه ډیر راباندې ګران يېبیا نو باد شا خپله لور وپیژندله، هغه يې ښکل کړله او بخنه يې ترې وغوښتله. اوس نو دخپلې لور میندل ورته د ټولې پاچاهۍ او د ټولې د نیا د مرغلرو او جواهراتو نه زیات ارزښت درلود.

Ein Märchen der Brüder Grimm

--------------

 

ژباړونکی. رڼاګل اریوبزی/ له الماني سرچینو څخه

بې عقله بختمل

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

په یوه زمانه کې یو بادشا و، یوه لوريې درلوده او دا لور يې یوازنی اولاد و، بادشا د خپلې لور سره د خوشالۍ نه ډک ژوند کاوه. دې شهزادګۍ یو کوچنی دنیا ته را وړ او هیڅوک نه پو هیدل چې پلار يې څوک و. بادشا هم تر ډیر وخت پورې نه پوهیده چې څه وکړی. په پای کې يې امر وکړ چې شهزاد ګۍ دې د خپل ماشوم سره کلیسا ته لاړه شي، ماشوم ته دې یو لیمو په لاس کې ورکړي، هرچاته چې ما شوم دا لیمه ورکړ، هغه به د ماشوم پلار او دشهزادګۍ میړه وي. با شا دا امرهم کړی و چې یوازې ښکلي ځوانان به کلیسا ته رابلل کیږي، د بادشا امر په ځای شو. خو دلته، په دې ښار کې یوپه تن  وړوکی، کوږ او کړوپ ځوانکی هم اوسیده چې، چندان هوښیار هم نه و. له امله به خلکو « بې عقله بختمل » باله. دا بې عقله بختمل هم، بې له دې چې دچا ورته پام شي، د نوروپه منځ کې کلیسا ته ورننوت. ماشوم لیمو دټولو خلکو په منځ کې همدې بې عقله بختمل ته ور کړ. شهزاد ګۍ وډار شوه، بادشا دومره په غوسه شوچې شهزادګۍ يې دماشوم اوبختمل سره یوځای په یوه خم ته ور ننباسل او په لوی سند کې يې لاهه کړل. خم په بیړه په اوبو کې روان شو او کله چې له خلکو لرې، په اوبو کې کوښي شول، شهزاد ګۍ بختمل ته وویل چې:«  ای کړوپه، بې روحه او بې شرمه هلکه! زه ستا له لاسه بد بخته شوم، ولې کلیسا ته راننوتلې، دا ماشوم په تا پورې هیح اړه نه لري. بې عقله بختمل ورته و ویل چېآها ! هغه په ما پورې یو څه اړه لري، یو وخت مې دا ارزو در لوده چې ته دې یو ماشوم ولرې اوزه چې کومه ارزو ولرم، هغسې کیږيشهزادګۍ ورته و ویل چېکه دارښتیا وي، نو زموږ له پاره د ډوډۍ غوښتنه وکړهبختمل ورته و ویل چېدا هم کولی شمبیايې د کچالانو نه دیوې ډکې کاسې غوښتنه وکړه. شهزاد ګۍ خود ښه خوراک په تمه وه، خو داچې ډیره وږې وه، کچالان يې هم ښه پریمان وخوړل. کله چې ښه ماړه شول بيعقله بختمل و ویل چېزه زموږ له پاره دیوې ښکلې کشتۍ غوښتنه هم کولی شمده لا خپله خبره پای ته نه وه رسولې چې ګوري درې واړه په لویه اوښکلې کشتۍ ناست دي. په کشتۍ کې د ټولو هغو شیانو پریماني وه، کوم چې دوی غوښتل. کشتۍ چلوونکي کشتۍ دوچې په لور روانه کړه. کله چې دوی وچې ته ورسیدل او له کشتۍ را کته شول، بې عقله بختمل و ویل چېاوس دې یو قصررا پیدا شي او دلته دې ودریږيهمداسې وشول ، چې ګوري په وړاندې يې یولوی او ښکلی قصر ولاړ دي، نوکران په طلايي جامو کې ترې راو وتل، شهزادګۍ او د هغې ماشوم يې دقصر په لور روان کړل او کله چې دقصر منځ ته ورسیدل، بېعقله بختمل و ویل چېاوسغواړم چې یو ځوان او هوښسار شهزاده شمزر يې دملا کړپ والی ورک شو، سم د نګ، ښکلی اوزړه سوانده شهزاده ترې جوړ شو، دشهزادګۍ هم ډیر خوښ شو او واده يې ورسره وکړ.

هلته يې ډېر وخت د خوشالۍ او نیکمرغۍ ژوند کاوه. د خدای کارونه وو چې یوه ورځ زوړ پاچا په آس سپور له کوره په چکر و وت، لار يې ورکه کړه، د یخوا او هغې خوا ته ډیر وګرځید او په پای کې قصرته ورسید. باد شا حیران پا تې شو، ځکه چې په دې ځای کې يې دا قصر له سره نه و لید لی او بیرته راوګرځید. په دې وخت کې شهزادګۍ خپل پلار وپیژند، خو بادشا خپله لور ونه پیژنده او فکر يې کاوه چې هغه خو به لا دوخته په دریاب کې ډوبه شوې وي اوکله چې بیرته د کور په لور روانیده، لور يې په پټه یوطلا يې ګیلاس د هغه په جیب کې کیښود. کله چې بادشا د کور په خوا روان شو، لور يې یو څو نوکران ور پسې ولیږل، تر څو چې ويې دروي او ويې لټوي چې کوم ګیلاس خو به يې نه وي غلا کړی. د تلاشۍ په وخت کې يې دجیب نه طلايي ګیلاس را وباسه او باد شا يې بیرته شهزادګۍ ته راستون کړ. ده شهزاد ګۍ ته قسم وکړ چې ګیلاس يې نه دی غلا کړی او هیڅ نه پو هیږي چې دا ګیلا س څنګه د ده جیب ته ور ننوتلی دی. شهزادګۍ ورته و ویل چېله دې امله باید هیڅوک په بیړه بل چا ته د ګنا کار په سترګه ونه ګوريبیا يې ځان وروښود چې لور يې ده. بادشا ډیر خوشال شواو د دوی سره یوځای يې نیکمرغه ژوند کاوه او کله چې مړشو، نو بي عقله بختمل يې په ځای باد شا شو.

Ein Märchen der Brüder Grimm

 

-
بېرته شاته