دمولانا خانزېب
[16.Jul.2022 - 15:22]
د قام د خېر جرګه دې هروخت وي.
جرګې به ډېرې کېږي اوس خو دا به د سیمې په امن کېږي د افغانستان په لور د ناواپاس ، ګاښي پاس ،لېټۍ پاس ، او نور تجارتي لارو لپاره به کېږي د زنانو سره په ميراث او ټولنيز ژوند کښې په حقوقو نه ورکولو به هم کېږي .
د سماجي رسنۍ د لارې مو ليدلي چې پرون په باجوړ کښې د ېو مذهبي ګوند له خؤا ېوه غونډه شوې او په هغې کښې د ځنې نورو خبرو سره دا پرېکړه شوې چې زنانه به د سیلګرې ځائې ته نه ځي ! د ، بي بي سي ،ډيوه ريډيو ، سره د رسنيو والا ټليپونونه کوي او پوښتنه کوي چې دې خبرې ته په کم نظر ګورې ؟
دې خبرې په سماجي رسنۍ او الېکټرانک ميډيا تند بحث خور کړې ځکه چې د ډېورنډ کرښې ته نزدې سيمې په سیاسي چاپېریال کښې ډېر حساسیت لري په افغانستان کښې د ،انجونو ښؤونځي ، بندول او دلته دا ډؤل خبر راتلل خلک ېو شان ګوري ، د ښونځيو بندولو د نړۍ او افغانستان د واکمنو ترمېنځ ډېرتاؤ تريخوالی جوړ کړې دې داسې خبرې بېا ددغه حوالې له کبله ډېر ګنګوسي جوړې کړي.
رسنۍ ته زما نظر!
دا ېو سيمه ايز جرګه شوې چې کوربه توب ئې جمعيت علماء اسلام کړې د باجوړ پښتانه لکه د ټولو پښتنو پشان ېو شان خلک دي دې وخت کښې سل په سله مسلمانان دي د اسلام او پښتونولې په پولو کښې زنانه نارينه سره ګډ ژوند لري .
ددې وطن ستونزې هم د نور پښتونخوا وطن پشان دي چې بدامني بې روزګاري بې سوادي پکښې غټې خبرې دي .
پښتانه نه اوس مسلمانان کول شي او نه اوس پښتون ولي ايزده کوي د پښتنو ټولنه رواېتي ټولنه ده د غربت هم ښکار ده دلته د سړي سره زنانه په پټو کښې د کروندې خواري هم کوي شولې هم څنډي بوساړه هم تړي لولور هم کوي په غرئيزو سیمو کښې زنانه غر ته ګيډي راوړلو له هم ځي ګډې بزې هم غر ته څر له بوځي دغه راز چې د خپل ژوند د کم ضرورت لپاره د کوره ووځي نو خپل د کور تن ورسره وي بازار ، روغتون ، ښونځې ، د بېنظير انکم سپورټ پېسې ، صدائې امن پېسې ، شناختي کارډ جوړولو لپاره دفتر ته تلل ، د حج لپاره بل هېواد ته تلل ، د ووټ ټاکنو په وخت کښې د خپل ووټ لپاره راوتل ،دا ټول د ښځو د رواېتي راوتو برخې دي چې ښه په پرده او دخپل کور د تن سره وي.
په باجوړ کښې تراوسه پورې هيڅ کم اولسي د سېلګرۍ جوړ کړې شوې پارک نشته که کم لږ ډېر ځايونه ته ځوانان ځي نو ټول د قذرتي ښکلا ځايونه دي تېر وخت کښې چې کم د اوبو ېو بند د راغګان په سیمه کښې جوړ شوې زه پخپله دغه ځائې ته د اختر په درېمه ورځ تلې ووم ما د سړو خؤا کښې کمه زنانه نه ده ليدلې ېو فاصله کښې پرده تاؤ وه جنګله تې هم تاؤ وه چې دغه د سړو سره د راغلو زنانو لپاره خاص کړې شوې ځائې وو خو کمه زنانه دلته نه ښکارېده.
بله ېو خبره مهم ده او هغه دا چې په اسلام او کلتور کښې د زنانه د کور نه وتل د پردې او خپل کور تن سره هر ځائې ته روا دي که هغه حج دې که د سېلګرۍ ځائې وي که بازار او که ښونځې البته ډاکټر نور الامين ايسپزئې صېب ليکي چې د ښځو هيجړاګانو ګډول نه په اسلام کښې شته نه په پښتو کښې کچرته چا داسې کړي وي دا به ېو ځانګړې عمل وي د ټولې سيمې څېره او تشخص په ېو پېښه د فحاشې عرېانې سره تړل هيڅ کم د عقل کار نه دې.
تر نژدې وخت پورې د اوبو لپاره به زنانه د کور نه وتلې په هر کلي کښې به ګودر وو دغه ګودر د پښتنو زنانو د اولسي ادب په اړه پوره ېو باب خوندي کړې.
د ژوند ټوله فلسفه د ښځې د ژوند د بندېز نه تاؤول د ښځې لپاره د خپل دين او کلتور په اړه د حقيقتونو انکار به زمونږ ټولنه د سماجي رسنۍ د ېرغل پشان د بل تصادم سره مخ کړي د ېو مسئلې د حل په ځائې د غږېدو په ځائې هرڅه بند کله هم ښې پائلې نه راوړي بلکې ټولنيز جنسي فقر او ټولنيزې خپسې زېږوي د خپل کلتور دننه د زمانو نه پوښتنې زنانه د خپل کور د تن سره هر ځائې ته ځي.
بله ېو خبره هم مهم ده چې ځنې خلک ددغه پرونی غونډې په اړه پوښتنې پورته کوي دغه بالکل مهمی پوښتنې دي چې زنانه بار ته وتل بند دي نو ښځې ډاکټرې نشته زمونږ په سيمه سړي ډاکټر له د زېږون پر وخت زنانه بوتلل ، د ووټ لپاره د ېو مذهبي ګوند خلکو له ښځه رويستل ، د پارليمان څوکۍ له د سړو په مېنځ کښې د مذهبي ګوند خلکو له خوا ښځې لېږل ، په سیاسي جلسو کښې د مذهبي ګوند د مشرانو سره پېغلې جينکې په کولاؤ مخ ېو ځائې ناسته کول ، ښځو له په ميراث کښې حق نه ورکول داسې بلها پوښتنې دي چې جواب ئې د اوس وخت ځوان هم ددغه مذهبي مشرانو غواړي او اولس پې ځان هم پوهه ول غواړي.
مولانا خانزېب
----------
دپښتنې ټولنې د هر ډول جبر تیارې او ټولنيزو خپسو نه د خلاصون او رويستلو ېواځينې لار د هر ډول جذباتو نه اخوا په ،علم ،منطق ،دليل ،ولاړه د عدم تشدد فلسفه او روښان فکري ده د روښان فکرې لپاره بوزغلې د قامي سياست سره تړلي سیاسي ګوندونه جوړوي .
روښان فکري د غرب سره د نړۍ په هر ګوټ کښې پخپلو حقيقتونو کښې پېدا وي د روښان فکرې معنا چرې هم مغرب پرستي نه ده زمونږ روښان فکري پخپل پېښ واقعيتونو کښې کتل دي څه تیارې دي؟ او څه رڼا ؟ ددې تشخيص کول د وخت اړتیا وي ، ډاکټر محب وزير په پښتنه ټولنه کښې د روښان فکرې په اړه وائي!
روښان فکري دېوې روئې نوم دې ـ روښانفکري د ټولينزو قدرونو د نور ښه سفر نوم دې ـ هر هغه څيز ېا عمل چې زما د ټولنيزو قدرونو، روايتونو، نظرئې نه پرته د بل چا په ټولنيزو قدرونو، روايتونو او عقيده کښې ښه په نظر راځي، د هغې قبلولو او منلو ته روښان فکري وائي ـ دا خپل ځان، خاندان، قبيلې، قام، وطن ، او هېواد ته په تنقيدي نظر د کتنې نوم دې ـ په ټولنيزه توګه داسې ادارو ته رواج ورکول چې ټولنه کښې د غلطو (منفي) روايتونو په ځائې سمو (مثبتو) روايتونو ته رواج ورکړي، په مذهب کښې د اجتهاد کولو او د زمانې سره د هم اهنګ کولو عمل ته روښان فکري وائي ـ دا د ېوې داسې ازادۍ نوم دې چې فرد ېا ټولنه د ښو (بهترۍ) لوري ته سفر پکښې کولې شي، ولې بدو ته پکښې تش د کتنې اجازت هم نشته ـ
ېو روښان فکر انسان په روايتونو پورې انښتې نه وي ـ هغه مدام د ښو نه ښو په لټون کښې وي ـ پرون ئې د لاس نه نيولې وي، حال ئې په سينه پورې کلک ساتلې وي او سبا ئې د نظر په زاويو کښې خوندي کړې وي ـ د تاريخ نه روايتونه مرتب کوي، په حال کښې تجربو ته لارې سموي او سبا د پاره د امکاناتو دريڅې خلاصې ساتي ـ
ډاکټر محب وزير وائي په تاريخي توګه که مونږ وګورو، نو د هر دور په سياست باندې د مذهب ستره اغېزه پاتې شوې ده ددې انکار د خپلې ټولنې د حقيقت نه انکار دې د زمانو نه زمونږ سياست تر ډېره حده د مذهب په پنجه کښې نخښتې پاتې شوې دې ـ په دغه غرض روښان فکرانو همېشه راسې سياست د مذهبي افراطيت د پنجې نه ازادولو د پاره د مذهب اصل روح د وړاندې کولو هڅې کړې دي ـ پير روښان هم چې په خپله زمانه کښې وليدل چې پښتنو کښې روايتي پېرۍ او ملائيت خپلې جرړې دومره کلکې کړې دي چې د ددوئې سياسي مفکورې ئې په خپل موټي کښې بندې کړې دي، نو ځکه ئې د بې بنېاده مذهبي توضيحاتو په ضد عَلم پورته کړو او د سياست ئې د پير او ملا د ولقې نه د رابهر کولو هڅه وکړه په شلمه پېړۍ کښې د پښتنې خاورې د روښان فکرې ستر مشال زمونږ سره خدائې خذمتګار باچا خان او خان شهيد دي..
مولانا خانزېب
-------------
اولس ځان په قرآن نه پوهه کوي او رواېتي مولان ورته قرآن پوره نه بېانوي کچرته زمونږ اولس د قرآن پوهه حاصله کړي نو نيمچه مولان به ئې چرې هم غلط نه کړي د عربو د خپل کلتور سره د تړون ېو لامل دا هم دې چې هر عرب په قرآن هم خبر وي او د خپل تاريخ او کلتور نه هم خبر وي پښتانه د دين په نامه ځان وژني خو د دين نه ځان نه خبروي او خپل تاريخ کلتور خو هډول پېژني نه ، ارواښاد مولانا محمد طاهر به وائل پښتنو کښې به د نورلسمې پېړۍ پورې د قرآن ترجمه هم چانه کوله تش د خلاصې او ګلستان بوستان علم ته دين وائل کېدو قرآن به تش د سوګند او په سخات کښې مولانو قبض کولو نن هم نوي سلنه پښتانه په قرآن نه پوهېږي .
د قرآن نېغ په نېغه پوهې ته ړومبې مولانا حسېن علي وده ورکړه دې د مولانا رشيد احمد ګنګوهي شاګرد وو خلکو ته ئې دا اووئل چې قرآن خو منې خو په قرآن ځان نه پوهه کوې په نتيجه کښې د مذهب په نامه د بېخونده رسمونو او عقيدو ښکار شوي ئې مولانا غلام الله خان د ميانوالي وو په پېنډۍ کښې مدرسه وه ګڼ شمېر پښتنو دده نه د قرآن ايزده کړه کوله دغه راز د مولانا عبېد الله سندهي شاګرد مولانا محمد طاهر د پنج پير پښتنو ته د قرآن ژباړه او تفسير ښودل شروع کړل مولنا محمد طاهر د دين په نامه د بې ځاېه رسمونو د اصلاح لپاره ډېر کار اوکړو خو رواېتي مولانو دومره بدنام کړو چې په نتيجه کښې د هغه مخې ته بېشمېره کړاوونه جوړ کړل شوي وو رواېتي مولانو پې د قرآن په ترجمه هم د کفر فتوې ورکړې خارجي او معتزلي ورته اووئل شو دا کار د شاه ولي دهلوي سره هم په هند کښې شوې وو چې کله هغه د قرآن ړومبې ترجمه په پارسې کښې اوکړه د کفتر فتوا پې رواېتي مولانو ورکړه شاه ولي دهلوي درې کاله په کور کښې بند وو.
نيم دين او قرآن څنګ وي ېو مثال ئې د قرآن نه وړاندې کوو عموما د ښځې د ستر پردې خبره کېږي قرآن هم وائلي خو سورت نور کښې د ښځې د ستر نه وړاندې سړو ته خدائې داسې وائي ،قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ وَ یَحْفَظُوْا فُرُوْجَهُمْؕ ، سړي دې خپل نظرونه د ښځو ښکته ساتي ، ددې معنا دا چې ښځه د خپل کم ضرورت لپاره به بار وي ځکه چې بار نه وي نو د ستر څه معنا او د نظر ښکته کولو څه معنا د ښځې به رواېتي کلتوري پړده وي مخ پټ وي ېا ښکاري دې کښې د صحابو د اهل علمو اختلاف دې نو سړې به ورته د پوندو نه ترسر پورې په برقه ېا پړوني کښې ،شيش ، نه اخلي د قران داسې بېشمېره آیتونه دي چې د ښځو په اړه ئې خلک وائي خو هم دغه آیتونو کښې د سړو په مولان چپ پاتي وي .
مولانا خانزېب
-----------
قام پرستي ځنې خلک د کم علمې او جهالت له کبله د نسل پرستې او شرک مترادف بولي دا ستونزه یواځې په پښتنو کښې جوړه ده نور قامونه ډېر کلئېر دي ددې لامل ېو د اولس جهالت دې چې په کمه چا چوکه کړل دوېم د ځنې اهل مذهب له خؤا ناسم تعبيرونه وړاندې کول دي ، ېو محکوم او ځپلې قام له قام پرستي د ځان ژغورنې ېواځينې لار وي محکوم قام چرې هم نسل پرست نشي کېدې نسل پرست خويونه په بادار کښې وي د قام پرستې جذبه د ېو خاورې او اولس نه ويستل ډېر خطرناک عمل وي چې په نتيجه کښې دغه اولس د نور جبر او محکومیت ښکار کول وي اسلام پخپل بنېادي نصوصو کښې چرې هم دداسې مثبت جذبې په ضد نه دې بلکې د ځنې خلکو فکر او تعبير ناسم شوې که کم مولا صېب پدې اړه د ګډوډې ښکار وي نو د ابن خلدون نظر دې لږ اوګوري .
لاندې د نسل پرستې او قام پرستې په اړه ېوه تاريخي پېښه ليکم چې د ممبر رسول ص دپاسه د وخت ېو لوئي قاضي د نن نه پينځه سوه کاله پخوا هم د پښتنو په اړه د نسل پرستې ښکار شوې وو خو دغه عمل ورته لکه د نن وخت د احبارو او رهبانو روا ښکارېدو هم پدغه جومات کښې ناست د وخت ېو پښتون باچا د خپل تاريخ سره سم د قام پرستې د زغم لوئي علامت جوړ شوې وو.
دډلي په تخت ناست پښتون باچا سکندر لودي دهندوستان په تاريخ کښې هغه اولنې باچا وو چې فارسی ژبې له ئې سرکاري او نصابي درجه ورکړې وه حالانکه پښتو ژبه د پارسې نه ډېره قديمه ده او پارسی په پښتو پسې ډېره کم عمره ده دغه پښتون باچا پارسې له دومره مخه ورکړه چې د مسلمانانو سره هندوانو به هم پارسي ايزده کوله. .
مولوي ابرار حسین پخپل کتاب مرقع افغان ، کښې د تاريخ داؤدي او ،طبقات اکبري، په تړاؤ ليکي.
ېوه ورځ پښتون باچا سلطان بالول لودي د ډيلي جامع جمات ته د جمعې مانځه له تلې وو.
په ممبر ېو پارسي بان خطیب صېب په تقرير کښې د پښتنو په اړه وائي !
پښتون ډېر عجيب قام دې عجيبه خويونه لري کېدې شي دجال هم پدې قام کښې رووځي.
ددې قام ژبه هم ددې نه سوا عجبيه ده ،مادر، ته،مور، وائي ،برادر، ته ،رور، وائي ،خانه، ته کور وائي ،سیاه، ته تور ،وائي سلطان بالول لودي چې دا خبرې واورېدې نو په سرئې د ډېرې حېا څخه دوسمال واچؤو او موسکې شو وائل مولا صېب بس کا ! د خدائې بنده مونږ هم بنېادم يو.
( ددغه مولا صېب نوم عبد الشکور رشاد د طبقات اکبري په حواله ، مولا قاذن او تذکره علماء هند په حواله ،مياقاذن ، او د پلار نوم ئې ، شېخ جونو ، ليکلې ، دغه راز ، تراجم حديث هند دا مولا صېب د شاه ولي الله دهلوي په نيکونو کښې ليکلې ! شاه ولي الله ابن شاه عبد الرحیم ابن شېخ وجيه الدين ابن شېخ محمد معظم ابن شېخ احمد ابن شېخ محمود ابن قاضي قوام الدين چې په مولا قاذن ېاد وو )
مولانا خانزېب
-----------------
هغه خلک به څه ستا شي څه اتبار به پې زما شي
چې ډوډۍ باندې خفه شي په ښوروا باندې راضي شي
ارواښاد پير ګوهر.
پښتانه بلوچ سنديان د پاکستان نه پس د ټولو زيات د ېو بل سره په سياسي تحريکونو کښې ډېر نزدې پاتي شوي د پنجاپ نه پرته ددې قامونو ستونزې هم ډېرې ېو شان دي د پښتنو بلوچو ېا سنديانو ترمېنځ کرکه تاؤ تريخوالې ددې قامونو په نور تاوان او د پنجاپ په ګټه تمامېږي پدې درې قامونو کښې سندې نېشنلزم ډېر وړاندې تلې ډېر حقوق ئې د خپلو وسائلو او ژبې د خپل قام لپاره ګټلي د سنديانو ستونزه د پښتنو ډبول نه بلکې بله ده پدغه خبره سندي قام پرست ليډران هم ښه پوهه دي ځکه اوسني وخت کښې راغلي حالت ته هيڅ لمن نه وهي سندې نېشنلزم او پښتانه کله هم په تاريخ کښې سره په جګړه نه دي پاتي شوي دا لوبې د مرد مؤمن د وخت په پردو خلکو جوړې کړې شوي.
پښتانه څلوېښت کاله د تشدد هم ښکار پاتي شو او هم ئې نړۍ د ترهه ګر په نامه پېژني دا جوړ شوې انځور هسې ناڅاپي ېا د ېو پیښې په تړاو کښې نه دې جوړ د نړۍ وال سامراج سره د ګنړو هېوادونو وسائل ددې شاته کارول شوي لږول شوي په ځمکه د پښتنو په خاوره د تشدد څېرې د قام د اتلانو په څېر وړاندې کړې شوي مسلط کړې شوي د مذهبي افراطيت په چاړه د قام مرې غوڅه کړې شوې اجتماعيت مو د لاسه ورکړې د اجتماعي بېحسې ښکار سوي.
دغه ډسکورسونو د پښتنو په نفسياتو او لاشعور کښې هم پوخ کور جوړ کړې ځکه هر پښتون په دوېمه خبره کنځل کوي لنډ حل د ستونزې دا ګنړي وائي سړې مړ کړه ! اوسنې وضعيت هم د ېو وژنې په ترڅ کښې جوړ شوې په پاکستان کښې د ټولو نه زيات کار د پښتنو د متشدد تصور جوړولو کښې د پاکستان الېکټرانک ميډيا او نصاب تعليم ادا کړې.
که پښتانه غواړي چې مونږ دې د ېو پرامنه قام په توګه اومنل شو نو ددې لپاره زمونږ سره ېواځينې لار په جمهوري اقدارو ولاړ قامي سياست او اولسي پرامنه مبارزه ده دغه مبارزه به هم د پارليمان هم د پارليمان نه بار کول وي.
د علي وزير پشان علامات به مونږ له ډېر وړاندې کول وي چې د هر ډول جبر وړاندې بېا هم د عدم تشدد امن سیاست او منطق په لار خبره کوي نړۍ د علي وزير پشان قامي خلک څاري خو د بده مرغه پښتانه په اجتماعي توګه نن دېته رسول شوي چې د اسفنديار ولي خان ،ماموت خان، منظور پشتين، نه زيات په متشددينو پسې ولاړ دي نړۍ او د پاکستان نور قامونه مونږ ته هم ددغه حقيقتونو په رڼا کښې اجتماعي ترهه ګر وائي چې ډېره بې ځاېه به نه وي.
مولانا خانزېب
------------
قام پرستي د ژبې نسل رنګ مسلک په نامه چرې هم د انسان څخه کرکه نه ده قام پرستي کلهم انسانيت سره مينه ده د خپل اولس حقوقو ته اودرېدل دي دا فکر چې هر پښتون اولري د قام د لښکر سړې دې.
د قام پرستې په نظريه کښې په هيچا ېرغل نشته بلکې د ېرغل ګر په ضد اودرېدل دي پښتون جديد نېشنلزم پخپل سل کلن تاريخ کښې د بشر دوستې ، ټولنيز مساوات ، او هر ډول صنفي امتيازاتو نه بالا پاتي شوې پدې سل کاله کښې پښتون نېشنلزم د خپلې خاورې د واک د خپل اولس د حقوقو او د رياست دننه د ټولو قامونو سره د مساوات او جمهوري اقدارو په چوکاټ کښې د وخت تېرولو او هرچا ته د درنښت ورکولو قائل پاتي شوې خو که چا هم په کم وخت کښې د قام په مرې د ښپه کیښودو هڅه کړې که هغه زغروال وي که ېو خاص کلاس وي او که بادار قام نو بیا د وخت او چاپېريال په رڼا کښې درنه قامي خبره او د وخت ګوزار ته سپين جواب هم ددغه فکر د اړخ نه شوې که څوک پښتون نېشنلزم د نسل پرستې کرکې تعصب او ېا جارحانه قام پرستې سره د خپلې لاعلمې له کبله تړي نو بائد چې د هند د وېش په وخت کښې د پښتونخوا تاريخ اوګوري چې په ټول هند کښې د جنا صېب او نهرو له کبله مذهبي افراطيت او فسادونو خواره شو شپاړس لاکهه انسانان اووژل شو نوي زره تور سرې رسوا کړې شوې خو د پښتونخوا په کلو کوڅو کښې په نور مذهبونو والا چا د ګل ګوزار هم نه شو کولې ځکه چې د باچاخان بابا خدائي خذمتګار به شپه ورځ د خپلو زرګونو کالو د رواېاتو په اساس او د خپل دين اسلام د فلسفې په رڼا کښې هر مذهب عقيدې والا ته د امن ژمنتيا ترسره کوله په پښتونخوا وطن کښې د زمانو نه د ګنړو تهذيبونو د ځانګو راز هم دادې چې پښتانه کله هم نسل پرست نه دي پاتي شوي که د بل قام هرڅوک نسلي عصبيت ته غږ کوي نو هم د اسلام هم د انسانيت او هم د قام پرستې په اصولو کښې ګرم او خوار دې.
مولانا خانزېب
Maulana Khan Zeb