(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اهل کفر

[20.Jul.2022 - 17:09]

فلکيات/سائنس / اهل کفر او اهل اسلام !!! 

لیک: مولانا خانزیب/ باجوړ- پښتونخوا

خود بدلتے نہیں قرآں کو بدل دیتے ہیں

کس طرح ہوئے فقیہانِ حرم بے توفیق

اقبال ۔

 

 د دې ټلسکوپ نوم د جېمز اي وېب، د ناسا پخواني مدیر، په ویاړ جېمز وېب ټاکل شوې  دې دوربین د کائنات بیخي د نزدې وخت 13/5 اربه کاله پخواني زمان انځورونه اخیستي  دا هرڅه د انساني فکرد پرمختګ کرشمې دي سائنسي حقيقتونه د هيڅ کم مذهب په ضد او اثبات کښې نه وي سائنس ايمان بالغېب نه بلکې د مشاهدې علم دې دغه مشاهده د ېقين په سترګه وړاندې کول د وخت حقيقتونه وي د حقيقتونو انکار اسلام نه ! بلکې د ځنې خلکو ناسم تعبيرونه کوي اشرف علي تهانوي ليکي قرآن سائنسي نه بلکې مذهبي کتاب دې ځکه هر سائنسي کرشمه منل هيڅ کم تصادم نه راولي بلکې په اسلام کښې د معراج پېښه د آسمانونو د پولو نه هم د وتلو تمثيل دې مولانا شبلي نعماني د معجزاتو د تمثيل په اړه د عقل او نقل په تړون کښې پخپل کتاب کښې غوره بحث کوي .

  داسې اسلام چرې هم د لوئي انفجار ( Big Bang)  او کائناتي حقيقتونو منکر نشي کېدې بلکې دغه هڅو ته د تفکر تدبر او علم په لار  دعوت او ترغيب ورکوي اوس که مسلمان تفکر او سائنسي زيار د خپلې بېخوندې له کبله نشي کولې بل ئې کوی نو اسلام ئې ستائي او هم ئې مني ځکه د کائنات د حدوث او قدامت بحث د متکلمينو او فلاسفو ترمېنځ هم دې هڅو ته لار پرانستې که اسلام د سائنسي حقيقتونو منکر شي نو د هر جومات تر حرمېنو به ولې پ سائنسي ايجاداتو ښائسته وې.

د بده مرغه د تېر څو پېړو راسې د مسلمانانو عمومي روئې  د سائنس او جدت په ضد پاتي شوې  لکه د اهل کليسا په هر نوي څيز او نوي فکر ټاپه وهل شوې  دغه فکرونه که د مذهبي تصادم په نامه د لږ وخت لپاره اودرول شوي خو شنډ کړې شوي چرې هم نه دي دا خوئي د عصري علومو او الوت سره همېش لپاره د فکري او عملي تشکيل په تشکيک جوړ شوي  کله هم چې دغه تشکيک مات شوې پرمختګ راغلې په اوس سائنسي عصر کښې دغه فلج ته د ټیکنالوژې زغل لوېه ننګونه او ضربه ورکړې د ډېر شنډو فلسفو نه دفاع ناممکن شوې د وخت حقيقت منل د ژوند ستر راز وي .

جیمز وېب به له ځمکې یو نیم میلیون کیلومټره لرې مزل کوي او د لاګرانژ دویمې ( L2) نقطې مدار ته به رسي پدې دوربین په 2007 کښې کار شروع شوې وو د امريکا سره د ګنړو هېوادونو په سلګونو سائنس پوهان پدې کار بوخت وو په 2016 کښې پې کار سرته رسېدلې وو په 25 دسمبر 2021 کښې د آرين په نامه د ېو توغندي په زور فضا ته لېږل شوې پدې دوربین څه 8/8 اربه ډالر لګښت راغلې دا دومره زور لري که په سپوږمۍ ېو مچې کيني نو ددغه مچۍ د تن ګرمښت مالومه ولې شي .

جديد سائنس که هرڅومره د پرمختګ دعوا کوي خو دې هرڅه ته بنسټ د يونان نه راواخله تر دولسمې ز پېړۍ پورې د فلکيات په اړه د مسلمانانو څېړنو هم ورکړې  د سائنس قديم شکل د فلکيات ېا قديم سائنس  چې دوه زره کاله په بطليموسي ،نظريه ولاړ وو دغه فکر زياتره په اټکل وو لکه د اهل يونان د نمر په اړه نظريه وه چې نمر د ځمکې نه 166/ېا 366 درجه غټ دې خو روستو ثابت شوه چې نمر د ځمکې په نسبت ديارلس لاکه برخې غټ دې دغه راز د ځمکې د مرکزيت دعوا هم تر دوه زره کاله منل شوه  .

سائنس پوهان وائي په کائنات کښې څه دوه کربه کهکشان دي هره تله دوه کربه ستوري لري دا کائنات لوئي انفجار بیګ بېنګ ( Big Bang) نه پس مسلسل په خورېدو دې ېو وخت به راشي چې دا  به په راغونډولو شي دغه راغونډېدل به بله چاؤدنه ېعنې د قيامت لامل وي چې ورسره بل حيات به په خوځښت شي او دا سلسله به هم داسې روانه وي که هرڅومره دغه حرکت پراخېږي خو دا به د عالم په حدوث دلالت کوي شاته به کم  لامل خامخا لري .

د ټیکنالوژې په برکت الوت کوونکې سائنس نن هم دا مني چې مونږ د خدائې پدې لوئي کائنات کښې ډېر په وړوکي ګوټ کښې لامبوزن يو  .

د سائنسي پرمختګ پدې عصر کښې نن هم سائنس ته دوه سترې ننګونې دي او هغه دا چې آېا سائنس کولې شي چې مرګ او د مرګ لاملونه تر قابو لاندې کړي ؟ دوېم دا ممکن ده چې سائنس د کائنات د وسعتونو څخه بار اوځي ؟  قرآن کښې هم دغه ېو خبرې ته په سورت رحمان کښې  اشاره شوې  ،یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَ الْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ فَانْفُذُوْاؕ-لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍۚ۔ 

ژباړه : اې د پيرېانو انسانانو ډلې تاسې کولې شې د کائنات څخه اوځې نشې وتلې مګر په زور سره خو دغه زور درسره چرته دې ! دلته نفي د وتلو نه بلکې نفي د سلطان ده  هم دغه سلطان د هر عصر سائنس دې

د نړۍ د ټولنيز پرمختګ سره سائنسي پرمختګ هم دا حقيقت څرګندوي دې چې نړۍ د زمانو څخه پوړې په پوړې روانه ده د ارتقاء د عمل پرته داسې ېو دم هيڅ هم نه کېږي که په پينځلسمې پېړۍ کښې سائنس د کليسا جبر مات کړې خو ددغې وړاندې دې هرڅه ته چاپېريال فلسفې جوړ کړې وو ځکه چې حقيقت هم دادې چې د مادي پرمختګ په نسبت فکري ارتقاء ډېره سړه وي خو روانه وي د مسلمانانو ستونزه د جدت / روښان فکرې /مادي زغل/ او /جديد سائنس سره قديم نه! جديد ده پينځه سوه کاله وړاندې د ټیکنالوژې زغل راتلل د مسلمانانو اوده کېدل خپل دين د نوي عصر سره د نه سمون په تعبير کښې پاتي راتلل د اهل کليسا د ناکامې نه پس هم د اهل کليسا خوئي بوئي خپلول د جمهوريت استرداد او د لويديځ سائنسي مادي پاڅون ستر حقيقتونه دي .

ددې پېغور اسلام ته نه مسلمانانو ته دې ځکه مونږ همېش لپاره د عقل په مرې ښپه ايښې د نړۍ په پرمختګ کښې دخدائې مرسته د عقيدې نه زياته د عمل سره وي  که دوه کسان په سیند لاهو شي ېو خدائې مني او بل ئې نه مني خدائې هغه سړې بچ کوي چې خدائې نه هم مني خو لامبو ورځې  تش مسلمانان پدې وخت تش د فتوحاتو خوبونو د ژوند نه ويستلي .

 بلخوا دا هم حقيقت دې چې د لويديځ او نورې پرمخ تللې نړۍ پرمختګ د کفر خپلولو له کبله نه دې او نه د مسلمانانو شاته پاتي کېدل د اسلام پرېښودو له کبله دي مادي ارتقاء همېش لپاره د علم دوستی سره تړل شوي وي څوک هم چې د علم خپل تاريخ او کلتور قدردان جوړ شي دهغه د الوت بخت هيڅوک نشي اودرولې قرآن مذهبي کتاب دې  د سائنس کتاب نه دې خو سائنس دشمنه چرې هم نه دې ستونزه په اسلام کښې نه زمونږ په خودساخته مجعول تعبيرونو او ورسره د نورو په اس د سوورلې او زغل ده څه رانه نه کېږي اجتماعي بې حسي او ټولنيز فلج دې نو دې له مو د ځان خلاصي لپاره د مذهب سرپناه کتلې اسلام ېواځې زموږ نه د نړۍ او انسانيت دين دې  .

ځکه د پروفېسر اقبال پدې خبره کښې هم وزن شته چې په پينځلسمه پېړۍ کښې د سائنس د جدت هغه نمر چې د ختيځ نه ختل پکار وو د مسلمانانو په خواږه خوب د اوده کېدو  او د لويديځ د حرکت په برکت د مغرب نه اوختو.

 

نن که امريکا د ، جېمز وېب ټيلي سکوپ ، په وسيله د کائنات لړمون ته رسي نو ددې شاته شپږ سوه کاله سائنسي زيار پروت دې چې کله په 1608 کښې ، جانسن او ليپر شي ، د سائنسي دوربین ړومبې ابتدائي شکل او بيا ، ګليليو ، په 1609 ، کښې مترقي شکل جوړ کړو ګليليو چې کله د يونان د ، دوه زره کاله زيار په ضد چې ځمکه ئې د کائنات مرکز ګنړلې وه د نمر د مرکزيت او ورسره په نمر  د دوربین په برکت د داغونو ذکر اوکړو نو کلیسا اووئل چې دې سړي خو زمونږ ښائسته نمر ته بدرنګ اووئلو د ځمکې په ځائې بل څه مني مرتدد ئې کړو او توبه پې ويسته .

د ابراهيم ع د وخت نه انسان د ستورو په مشاهده کښې دې تر نن پورې په ېو وخت کښې ېو انسان په ېو وخت په پخپله سترګه ، درې زره ، ستوري ليدلې شي په ېو وړوکي دوربین کښې ېو لاک ستوري کتل شي د ماهر فلکيات ، هرشل  شل فټه دوربین کښې ، دوه کروړه ، نه تر ، لس کروړه ،ستوري کتل ممکن وو ، 

د دوربین نه وړاندې د کائنات د کتنې په تجربه کښې د ، ستورو شمېر ، يوولس زره منل کېدو .

جواهر طنطاوي وائي په ړومبي ځل ، جيمس جينس ، دا نظريه وړاندې کړه چې په کائنات کښې دومره ستوري دي لکه څومره چې د شګو ذرات ديچ جيمس جينس وائي چې د 2 هندسې سره څليرشت صفرونه اوشي نو د ستورو شمېر به پکښې راقابو شي.

 جارج ګيمو وائي زمونږ په کائنات کښې په کروړونو کهکشانونه د ستورو تلې وجود لري په ېو تله کښې ېو کهرب ستوري لرو.

مولانا موسی خان البازي ليکي چې د جديد فلکيات او سائنس بنسټ ګر د نمر د مرکزيت نظريه وړاندې کوونکې سړې ، کوپر نېکس ، دې ددې نه روستو دغه فکر په سائنسي څېړنو اودرول شو.هم دغه لامل دې چې ، کوپرنېکس ، د پينځه مسلمانانو د خپل وخت سائنس پوهانو ، البطاني ، زرقالي ، ثابت ابن القره ، ابن رشد ، او ، البتروجي ، ذکر کوي پدې کښې ، البطروجي ، د دولسمې پېړۍ ز اندلسي مسلمان وو چې د کوپر نېکس دوه پېړۍ وړاندې وو.

علم د کوم ځائې راځي ؟

امام غزالي وائي علم ېواځې علم الشريعه نه دې بلکې د مراتبو خبره ده قرآن د علم ارزښت پرته د کم نسبت کړې امام غزالي زياتوي وي هر هغه علم که هغه اقتصاد دې که سياست وي که طب دې چې د ټولنې ښه اوبد ورسره تړل شوي وي که مخ نيوې اوکړې شي نو ټوله ټولنه به ، ګرم ،وي امام غزالي د اوس وخت عصري علوم د فرض کفائي درجه کښې راولي .

که د علم اطلاق فقط په هغه علم کول شي چې کم مذهبي علم دې حالانکه ، علم ، پخپل مطلق تعريف کښې د ، ايزده کړې ،په معنا دې اوس دغه ايزده کړه که په هر حواله سره وي نو په اعتبار نتيجې سره د ښه او بد اطلاق پې کول پکار دي .

 

د نړۍ په سر دوه ډوله علمونه دي ېو ته ، علم منقول ،او ،بل ،ته معقول ،وائل شي ېا طبيعات او ما بعد الطبيعات ېا د امام شافعي د وېنا ترمخه ( العلم علمان علم الادیان وعلم الابدان ) ژباړه

علوم په دوه ډوله دي ېو د دين علم بل د انساني بدن سره متعلق علم ! دنياوي فنون هنرونه هم د علم په درجه بندۍ کښې شمار دي ډېر کرته مونږ وينو چې د ژوند ژواک د اسانتياؤ په اساس ېو دنياوي علم هنر انساني خذمت هم د بېشمېره ګټو سره د اخروي ثواب مستحق هم کېدې شي لکه ېو طبيب د چا ژوند اوژغورو ېو انجنئېر جومات جوړ کړو نو  دا علم پدغه وخت کښې د هغه چا د علم نه ډېر د اخروي ثواب وړ وي چې دلته ولاړ وي مذهبي علم ئې کړې وي خو کمه ګټه چاته نشي رسولې .

قرآن کښې څه په اووه سوه آیاتونو کښې خدائې د ، علم ، عقل ،تفکر ،تدبر ، غوښتنه کوي قرآن د عقل والو سره خبرې کوي د کجورو د ،تابير النخل ، په وخت رسول الله ص خلکو ته د خپلې کروندې د علم په حواله د کارولو ډاډ ورکړې.

 

دنړې په سر د انساني زده کړو په اړه بنيادي علمي کار د يونان په خاوره په قبل از مسیح دور کښې شوې داسلام د راتلو نه پس په مسلمانانو کښې د ،عقلي علومو ،شروع د اسکندر ئې نه پس د بنو عباسو د مامون الرشید په دور کښې اوشوه دا ډير روښان فکره سړې ؤ دفلکياتو او رياضي پخپله هم ښه پوهاند وو.

په بغداد کښې ئې   د ، دارالحکمت ، په نوم د يو ادارې بنسټ کيښود دا د ېو ، اکېډمې، په شکل وه  يو برخه د يونان د حکمت د ترجمو يو برخه د تاليف و تصنيف بله برخه ،رصدګاه، او څلورمه برخه په ، کتابتون ،مشتمل وه .

 

پدغه کتابتون کښې به د نړې د هر ځاېه کتابونه راغونډول شو او ددې کار لپاره مامون خپل خلک خاص کړې ؤ چې په ملکونو به د کتابونو راغونډولو لپاره ګرزېدل.

يو ځل مامون بازينطيني باچا ته خط اوليکو چې د يونان ټول کتابونه راته روليږه باچا د کتابونو د راغونډولو امر اوکړو او په کتابونو راټولو ئې انعامونه مقرر کړل چې ښه ډېر کتابونه راغونډ شو  .باچا خپل مذهبي مشران راجمع کړل چې اوس دا کتابونه مسلمانانو له ورکړو کنه .

پادريانو ورته اووئل چې دا ټول د ،کفر، کتابونه دي د خپل ملک نه ئې لرې کړه  وريکړه چې مسلمانان پې کفر ته اورسیږي دغه کتابونه بيا مامون ته ورکړل شو او هغه د دغه کتابونو په ترجمو خلک مقرر کرل.

پدغه دارالحکمت کښې ېو رصدګاه ،ابزرويټري ،هم جوړه کړې شوه  پدغه رصدګاه کښې به مسلمانانو پوهانو ډير علمي کار کولو عباس ابن سعيد او یحیی ابن منصور ډير د فلکياتو کتابونه اوليکل.

سند ابن علي ددغه رصدګاه لپاره آلات جوړ کړل دده شاګرد علي ابن عيسی ،اصطرلاب ،اسټرليمپ ،جوړ کړو چې دستورو علم پې حاصليدو.

حجاج ابن مطر د يونانيانو مشهور کتاب ،اقليدس، عربي ترجمه اوکړه احمد کثير فرغاني د ستورو په علم يو ځانګړې کتاب ، جوامع علم النجوم ،اوليکلو.

د بطليموس د فلکېاتو په اړه د شوې څېړنې ژباړه په عربي ژبه کښې د ، المجسطی ، په نامه شوې وه او تراوسه دغه کتاب پدې نوم وجود لري.

 موسی خوارزمي د رياضي په علم کښې د عربې ،هندسه ،ايجاد کړه دده د کتاب په لاطیني ژبه کښې هم ترجمه شوې او په يورپ کښې دده په نام يوه اصطلاح اوس هم ،الګوارزم ، یادېږي.

 اسحاق الکندي چې دعلم نجوم ستر پوهاند وو اود ،نيوټن ، 

 د نظريه تجاذب نه وړاندې ده  دغه نظريه ئې وړاندې کړې وه چې د آسمان د رنګ په اړه د نمر د بخاراوتو ذکر پکښې وو.

د الکندي د علم النجوم اصول اوس هم د لويديځ په پوهنتونونو کښې وائل کيږي.

دغه رنګ د ابوالمعشر اصول هم په لوديځ کښې وائل کيږي.

 جابر ابن سنان د طبي الاتو ستر پوهاند وو.

محمد ابن جابر البستاني  د فلکياتو د علم ستر پوهاند ؤ او مشهور کتاب ،زيچ البستاني ،ده ليکلې او د يورپ په ډېرو ژبو کښې ترجمه شوې.دغه رنګ عبدالرحمان صوفي ابن يونس  په فلکياتو کښې ډير کتابونه اوليکل.

 ابو وفا يوناني ،ابن الهېثم، ابن يونس ، ابوريحان البیروني ،  او نور ډير ستر پوهان د مسلمانانو د تاريخ برخه ده.

خو پوښتنه دا ده چې د پينځلسمې پيړې په آخر کښې په ،اسپين، اندلس ،کښې چې کله د مسلمانانو د پرمختګ نمر ډوب شو پينځه سوه کاله پس هم لاتراوسه ،تندر، نيولې .

 موجود سائنسي پرمختګ چې بنسټ ئې د يونان او د مسلمانانو علمي زيار دې کوم ځائې ته اورسیدو خو د بده مرغه پدغه نوي سائنسي پرمختګ کښې مسلمانان د ،شنډ ،او ،زنډ،  ښکار دي.

د سائنس او مذهب د اختلاف په جوړ کړې شوي اختلاف کښې دوه بنېادي لاملونه دي چې ېو  د عيساېانو د اهل کليسا له اړخه د هر سائنسي ايجاد مخالفت وو د اهل کليسا مذهبي عقائد د ،يونان ، په د پخواني مفکوراتو ولاړ وو چې له کبله ئې اهل کليسا ته ځان د سائنس د ارتقائي اړخ سره ځان او خپل جوړ کړې شوي فکرونه په سمولو کښې ستنوزې وې چې نتيجه ئې ،بې منطقه ،مخالفت روتې وو د اسلام په حواله  روايتي سائنس سره د اهل کليسا پشان دپينلځسمنۍ پېړۍ پورې کم تضاد نه وو بلکې دغه تضاد د ،علمي خام والي ،په نتيجه کښې ډېر روستو جوړ کړې شوې د اسلام مآخذ قرآن او حديث دي او په هغې کښې علم سائنس فکر او عقل ستائل شوې خو د کليسا دغه اثرات د پينځلسمۍ عيسوۍ نه پس په مسلمانانو هم اغېز کړې دوئم لامل د مدارسو د نصاب د وخت سره جدت او اصلاح نه راوستل دي چې په نتيجه کښې د جديد سائنسي تحقيقاتو په اړه کمه زده کړه نه ورکول شي اوس هم په مدارسو کښې دوه زره کاله پخوانۍ د يونان متروک شوې فلسفه وائل شي د بطليموس په غلط ثابت شؤو مفکوراتو ولاړ دغه ډېرې نظرئې په اوسني سائنسي زمانه کښې غلط ثابت شوي   ځکه بطليموسي فکر د کائنات مرکز ځمکه وائله خو اوس ثابته ده چې د کائنات مرکز ،نظام شمسي ،دې سيد قطب وائي د اهل کليسا د سائنسي تحقيقاتو څرګند مخالفت کول ېو لوئي ،حماقت ،وو خو ترې څرګند شوې .

د فکري تضاداتو دغه مجموعه ده او هم دغه ئې نتيجه ده چې ، هر صاحب ممبر ، په سماجي رسنۍ کښې پخپل ، social ecount, د ډول ډول انځورونو سره ښکاري په

 يوټیوب خپل ځانګړۍ چينل به لري خو ،انځور ، ته په اولس کښې نن هم  شرک وائي تراوسه په بنسټيز علت ئې لا کم پام نشته چې ، مجسم انځور ، په اسلام کښې په کم علت حرام کړې شوې وو ځکه چې عام قانون دې چې  ،نفي د علت نفي د معلول لره مستلزم وي .  

چې د کم دين شروع په ،اقرء ، سره وي هغه دين د سائنس  چرې هم مخالف نشي کېدې خو زمونږ ناپوهو او غلط تعبيراتو دا هرڅه په تضاداتو اودرولي.

د سائنس اړيکه د طبعياتي کائنات (physical world) سره وي  د مذهب  اړيکه د وجودي او مادي کائنات سره د مابعد الطبیعیات (meta physical world) سره هم په ټولنيز لار ښوونو سره وي ېعنې سائنس نېغ په نېغه د فطرت / مخلوق ، (nature) او موجود ، نه بحث کوي چې څه دي بس دغه حقيقت دې چې څه نه وي د هغې کم اقرار او انکار  نه کوي  مذهب  زيات بحث د مافوق الفطرت (supernature) نړۍ نه وي چې د عقل د رسا نه په ظاهره بار وي خو ورسره ورسره اسلام قرآن  د دنېا د موجوداتو او د کائناتي وجودي اړخونو / نور/ سپوږمۍ/ او / افلاکو ، سمندرونو،  وسخر لکم الشمس والقمر ،په شکل کښې د تسخير دعوت او ترغيب ورکوي دغه زيار ستائي سائنس کافر ېا مسلمان نه وي بلکې دغه ېوامکاناني علمي عملي لټون وي چې د مفروضو نه د اشیاءؤ حقایقو ته رسي دغه عمل د هرهغه چا مرستیال وي چې څوک ئې قدر کوي او پخپلولو کښې د ستنوزو نه ښکار کېږي .

 سائنس د اِنسانی اِستعداد / حدس / تجربه / منطق/ اسباب وعلل/ تعقل/ او  قياساتو / نه تشکیل شوې علم (human acquired wisdom)  دې  او مذهب د خدائې د اړخ نه  ورکړې شوې علم (God-gifted wisdom) دې چې د انسانانو د تشریح کولو حق پکښې وي ځکه پېغمبر ته په حېث د بشر ،معبر او شارح ،وائل کېږي او ورسره ورسره د قرآني تاکیداتو په اساس د قياس او شريک ګډ فکر ،اجماع ، غوښتنه وي .

څه دپاسه ېو ارب مسلمانان او څه اووه پنځوس هيوادونه لري  ټول د کاپرو ايجاداتو ته ناست دي او د کرونا په رنځ کښې هم د دغه خلکو د کاميابې په طمعه دي بحيثيت امت تش نوم پاتي دې او عمل نشته بائد چې مسلمانان د خپل کړو وړو په اړه فکر اوکړي کنه وه نو هم دغه شان به په شا روان وي .

همت، تحقيق، تدبر، تدبير ، او علمي زيار نه کول  د اسلام نه د مسلمانانو کمزوري جوړه شوې که دا حال وي او د نسيم حجازي په قصو ملکونه فتح کول وي  نو دنړۍ سره  پرمختګ خو پرېږده ! ددې بد حال نه به نور هم په شا ځو....

ای ژوند پرستو ! ای په ژوند باندې مئينو خلکو!

ستاسو جذبې د جګو غرونو منځ کې لارې کوي

ابراهیم شاه قياس.

 

مولانا خانزېب

-
بېرته شاته